د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

تورات په الهامی (القایی) که مادی بڼه نازل شوی؟

حلیم
09.05.2011

سلام علیکم
درنو، د بقرة په سورة کی خدای ج د اسرایلو د قوم بیان کوی او بیا وایی چی موږ موسی ع د څلویښتو شپو لپاره طور ته را وباله او تاسی پدی وخت کی د خوسی عبادت پیل کړ.
ما داسی خبری اوریدلی دی چی تورات یی په اوښانو بار له طور غره څخه راوړ، کیدای شی څوک راته ووایی چی دا تورات خدای پاک په مرمری ډبرو لیکلی موسی ع ته ورکړی او که موسی ع او ملګرو یی د نزول سره سم لیکلی او بیا یی په اوښانو راوړی دی؟

آیا دا هم سمه ده چی موسی ع تورات په اوښانو بار کړی او راوړی دی؟

درنښت
حلیم


تورات په الهامی (القایی) که مادی بڼه نازل شوی؟

محمود سعيد
12.05.2011

حلیم صیب سلامونه.
په رښتیا چې ښه پوښتنه مو کړې ده خو دا چې ملګرو ولې تر اوسه پرې بحث نه دی کړی. باید روښانه شي.



ع کريم حليمي
12.05.2011

こんにちは ډېر محترم او مکرم حلیم صاحب او درنو لوستونکو
السلام علیکم و رحمة الله
[quote:cc1fda71d8] ما داسی خبری اوریدلی دی چی تورات یی په اوښانو بار له طور غره څخه راوړ،[/quote:cc1fda71d8]
هو ! ودیسي اورېدلي به دي وي ، د یهودو یوه ډله ده چه قدیمي نومیږي او دا قدیمي يعني د یهودو صوفیان
دا پر "څلوېښتو  اوښانو بار" د قدیمي ډلي‌ بابولالي دي ، المَغضُوبِ عَلَيهِمْ
درنښت


حلیم
18.05.2011

خپل ځواب به پخپله ووایم:
و اذقلتم یموسی لن نؤمن لک حتی نری الله جهرة ...57 ایه - او یاد کړی هغه وخت کله چی تاسو موسی ع ته وویل: باور به ونکړو ستا په خبرو تر څو چی پخپله الله ښکاره ونه وینو.
دا د هغه اویا 70 کسانو خبری دی چی موسی ع طور ته له ځانه سره بیولی ؤ او خدای ج په همدی خبره دوی د بریښنا په وسیله ووژل او بیا یی بیرته د موسی ع په دعا را ژوندی کړل
دی اویا 70 کسانو ته په طور کی د خدای ج کلام اورول کیده، خو کله چی دوی د پاک خدای خبری اوریدی دوی ویل چی ویونکی یی نه راښکاری او نه یی وینو نو موږ څنګه باور وکړو؟.

لدی نه داسی ښکاری چی تورات د خدای ج له لوری د غږ په څیر را نازل شویدی. او هغه چی اوس یا پخوا په مرمری کاڼو لیکلی پیدا کیږی کیدای شی دا به بیا وروسته خبری وی.

درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more