د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

تازه راپور: دجګړې له ډګره دسترګو لیدلی حال

Kamil
07.05.2011

دکندهار ښارپه مختلفو برخو کې جګړه چې نن غرمه دیوې بجې په شاوخوا کې پیل شوه شپږم ساعت ته وغځیده ،له سیمې نه په تازه رارسیدلو خبرونو کې ویل شوي جګړه اوس مهال هم په شدت روانه ده ،دښار ټولې برخي له اولسي خلګو تشي شوې په ښار کې ددرنو چاودنو ډزې اوریدل کیږي. دکندهار ښار دمجاهدینو یوتن مسؤل ملا نعمت الله چې خپله دجګړې په ډګر کې موجود دي ،شیبه وړاندي یې الاماره ویب پاڼې ته په یوه ټلیفوني تماس کې وويل ،دښار مهمې نقطې دمجاهدینو په لاس کې دي ،ټول مهم دولتي ځایونه او امنیتي مرکزونه دمجاهدینو دسپکو او درنو وسلو تربرید لاندي دي

،نوموړي وايي مجاهدینو په یوه وخت دولایت مقام ،ملي امنیت ،ښاروالي ریاست ،والي کور ،عامه نظم او په میرویس مینه کې واقع دپولیسو پر امنيتي مرکز مخامخ وسلوال بریدونه او بمي چاودنې ترسره کړې ،دنوموړي په وینا تردې مهال په جګړه کې په لسګونو عسکر او دولتي مامورین مړه او ژوبل شوي،ملا نعمت الله وايي چې شیبه وړاندي مجاهدینو دعیدګاه سیمې ته څیرمه له نژدې هدفه دپولیسو یو رینجر په داسي حال کې په راکټ وویشت چې په یاده سیمه کې تیریده ،دنوموړي په وینا په رینجر کې ناست عسکر مړه او ژوبل شول همداراز انحصاراتو ته نژدې په څو امنیتي کسانو ډزې وشوې چې له امله یې یو خارجي عسکر او درې نور پولیس ټپيان شول ،همداراز دښار په نورو برخو کې دمجاهدینوله لوري ددښمن پر تجمع ځایونو او امنیتي پوستو ګڼ شمیر بمي چاودنې ترسره شوې چې دښمن ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې .

نوموړي وايي دمجاهدینو مقاومت دومره زور ور دي چی دښمن خپل ټپیان او مړي هم دپیښې له ځایه نشي انتقالولي .

ملا نعمت الله وايي مجاهدین ډاډه دي چې په ډیره اساني سره جګړه شپې ته وغځوي ،دوي تصمیم لري چې ښار ته نور مجاهدین هم را داخل کړي او دښار په مختلفو برخو کې یې ځاي پر ځاي کړي، دښار ټولې هغه لارې چې ښار ته راغلې دمجاهدینو په کنترول کې دي ،

ملا نعمت الله ددې پوښتنې په جواب کې ،چې ملکي خلګو ته خو به دجګړې په جریان کې زیان نه وي اوښتي ،وویل ،الحمدا لله مجاهدین پر اوضاع کنترول لري ټول هغه ځایونه تربرید لاندي نیسي چیرته چې امنیتي پولیس او دولتي مامورین ځاي پر ځاي دي ،دښار ټولې برخي له ملکی خلګو تشي شوي دجګړې په پيل کې موږ دښار خلګو ته دسیمې پریښودلو خبرداری ورکړ ،چې په لږ وخت کې ټول ښا ر خالي شو.

http://alemarah-iea.net/


chaparharay
07.05.2011

الله اکبر اللهم انصرالمجاهدین علی الکافرین والمرتدین آمین


Kamil
07.05.2011

[color=white:cb53491f07][size=24:cb53491f07]دکندهار په جګړه کې 116 تنه عسکر او دولتي مامورین مړه او ژوبل شوي[/size:cb53491f07][/color:cb53491f07]

دبدر دنویو پیل شويو عملیاتو په لړ کې نن (2011-05-07) غرمه مهال داسلامي امارت دقهرمانو مجاهدینو له لوري دکندهار ښار په زړه کې پر مهمو دولتي ودانیو ،ولایت مقام ،ملي امنیت ،نظم عامه ،ښاروالۍ ریاست ،او په میرویس مېنه کې واقع دپولیسو پر امنیتي مرکز پراخ وسلوال بریدونه ترسره شول .مجاهدین له خپلو سپکو او درنو وسلو سره یوځاي دپلان شوي تکتیک لمخې دښار مرکزي برخې ته ننوتل لومړي یې دولایت مقام ته څیرمه په یوه لوړه څو پوړیزه ودانۍ کې سنګر ونیو او له هغه ځایه یې دولایت مقام او شاوخوا نور دولتي تاسیسات تربرید لاندي ونیول،همداراز له پلان سره سم دښار په نور و برخوکې پر ټاکلو هدفونو پر یوه وخت عملیات پيل شول ، ښار ته ننوتلې ټولې لارې دمجاهدینو په کنترول کې وي دښمن ددې توان نه درلود چې ښار ته دکومک لپاره له دباندي نورځواکونه داخل کړي ،په دوو مواردو کې دښمن ښار ته دننوتلو کوشش وکړ ،چې دمجاهدینو له ځوابي بریدونو سره مخ شول .او درنه مرګ ژوبله ور واوښته

عملیات چې شاوخوا او وه ساعته یې پور ه کیږي دوروستیو راپورونو لمخې اوس مهال هم دښار په ځينو برخو کې دمجاهدینو مقاومت لا روان دي .

له سیمې نه دمجاهدینو په وروستي رالیږل شوي خبر کې ویل شوي ،دنن ورځې په کامیابو عملیاتو کې تردې مهاله ددریو تنو خارجيانو په شمول ۱۱۶ تنو امنیتي عسکرو او دولتي مامورینو ته مرګ ژوبله اوښتې ،همداراز دمجاهدینو په راکیټي بریدونو او بمي چاودنو کې ددښمن ۱۹ عرادې پوځي موټر له منځ تللي .


(شپون)
07.05.2011

یاره دابرید خویی سی دکندهارپه هوایی میدان سوی وی
څومره خوندبه یی کړی ....


pattang
07.05.2011

دمور شيدې دي شي افرين الله پاک دې نور هم برۍ ورکړي ٠
نالت په لاسپوڅيو بېکارو او سوالګرو اجنټانو٠


مصلح
09.05.2011

[quote:987fd1611f="pattang"]دمور شيدې دي شي افرين الله پاک دې نور هم برۍ ورکړي ٠
نالت په لاسپوڅيو بېکارو او سوالګرو اجنټانو٠[/quote:987fd1611f]
وایي په ګاذره یې نه یم خو په خړپه یم! دا څه بری شه؟ هم ځانونه یې ووژل هم یو څو نور افغانان یې! پاک الله دې افغانانو ته عقل ورکړي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more