د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

تازه حال:کندهار کې مهمې دولتي ودانۍ دمجاهدینو تربرید لاندي دي ،درنه مرګ ژوبله اوښتې

Kamil
07.05.2011

http://alemarah-iea.net/
له کندهار په تازه رارسیدلی خبر کې راغلی نن غرمه دیوې بجې په شاوخواکې داسلامي امارت دقهرمانو مجاهدینو لخوا دبدر په نوم دپیل شويو عملیاتو په لړ کې دکندهار پر مهمودولتي او پوځي مرکزونو،د ولایت مقام ،ملي امنیت ،امینه قومندانۍ او دښاروالۍ پر ریاست پراخ وسلوال بریدونه پیل شول چې اوس مهال هم په شدت سره روان دي . تازه رارسیدلی خبرونه وايي دښار ټولې هټۍ او مارکیټونه تړل شوي ،ښار ته ورغلي ټولې لارې دمجاهدینو لخوا نیول شوي ،دښار دننه په ټولو امنیتي او دولتي ودانیو کې دښمن دمحاصرې په حالت کې دي .
له سیمې نه دمجاهدینو له لوري په رالیږل شوي خبر کې ویل شوي دولایت مقام ،دملي امنیت دتحقیق ریاست او امنیه قومنداني دامهال هم دمجاهدینو د درنو وسلو تربرید لاندي دي ،دولایت مقام ته څیرمه دولایت دمقام پر امنیتي پولیسو او همداراز دنظم عامه پر امنیتي پوستو ګڼ شمیر چاودنې شوې ،خبر زیاتوي دښمن ته درنه مرګ ژوبله اوښتې خو اوس دستي ددښمن دتلفاتو دقیقه شمیره نه ده په ډاګه شوې .
له سیمې نه یوه عیني شاهد الاماره ویب پاڼې ته وویل ،دښار ټولې برخې له خلګو تشي شوې داجیردې اردو عسکر او پولیس یوخوا دځان خلاصولو په نیت منډې وهي ،دښار پر فضا الوتکې ګزمې کوي
دکندهار ښار شریفو ښاریانو ته دمجاهدینو له لوري ویل شوي چي په خپلو کورونو کې واوسي او دباندي دي نه راوځی دښار ټولې برخې دمجاهدینو له لوري محاصره شوې
دکندهار په ښار کې داپراخ عملیات په داسي حال کې روان دي چې اووه ورځې وړاندي دمجاهدینو له لوري دبدر په نوم نوي پسرلني عملیات پیل شول ،دهیواد دنورو سیموپه شمول دکندهار ولایت دګوډاګۍ ادارې چارواکو هم په ښار کې لومړی نمبر احضارات اعلان کړل ،خو ددښمن له ټولو امنیتي تدابیرو سره سره مجاهدین په ډیر ه میړانه دکندهار ښار ته په سپینه ورځ ننوتل او دښار دننه یې پر مهمو اهدافو حملې ترسره کړې
دوې اونۍ وړاندې په همدې ښار کې دمجاهدینو له لوري دکندهار مرکزي محبس مات او ۵۴۱ تنه اسیر مجاهدین یې ازاد کړل.

[img:3642ebe527]http://www.dailynewson.info/images/politics/taliban-attack-on-police.jpg[/img:3642ebe527]

[img:3642ebe527]http://resources1.news.com.au/images/2011/04/07/1226035/592921-11-04-07-kandahar-attack.jpg[/img:3642ebe527]


عبدالوكيل
07.05.2011

الحمد لله
کامله وایم خدای دی په ایمان خوشاله کړه چی په دی خبر دی زما زړه راخوشاله کړ
ومارمیت اذ رمیت ولکن الله رمی


Kamil
07.05.2011

دا هم د بريد ځينى صحنى:
http://www.youtube.com/watch?v=2EWmka1TCLE

او په اخر كى مو د ملي اردو پوليس ته پام نشي، پدوي مونږ وطن ساتو هاهاهاهاهاها


مصلح
10.05.2011

[quote:2308eceff7="كامل"]دا هم د بريد ځينى صحنى:
http://www.youtube.com/watch?v=2EWmka1TCLE

او په اخر كى مو د ملي اردو پوليس ته پام نشي، پدوي مونږ وطن ساتو هاهاهاهاهاها[/quote:2308eceff7]
که د ټوکې نه تېر شو نوباید وپوښتل شی چې دغه برید کومه لاسته راوړنه له ځانه سره درلودله؟
د جګړې یوه اړخ ته:
درې تنه امنيتي موظفين اويو ملکي وګړي ووژل شول او د٢٤ تنو امنيتي موظفينو په ګډون اوو ه څلويښت تنه ټپيان شول.

دجګړې بل اړخ ته :
دغه راز د جګړې بل اړخ نه څوارلس تنه ووژل شول اووه تنه يې ونيول شول او اووه تنه نور يې ځانمرګي بريدونه وکړل .

هېوادوالو ! دا ټول افغانان دي چې وژل او ټپیان کېږي.

پنجابیان خوشحاله کېږي چې د نړیوالو خپرونې پام د بن لادن له ډرامې نه د افغانستان جګړې ته را وګرځوي!

خدای دې افغانانو ته عقل ورکړي


نوروز خان
10.05.2011

[quote:4e99b632ee="مصلح"][quote:4e99b632ee="كامل"]دا هم د بريد ځينى صحنى:
http://www.youtube.com/watch?v=2EWmka1TCLE

او په اخر كى مو د ملي اردو پوليس ته پام نشي، پدوي مونږ وطن ساتو هاهاهاهاهاها[/quote:4e99b632ee]
که د ټوکې نه تېر شو نوباید وپوښتل شی چې دغه برید کومه لاسته راوړنه له ځانه سره درلودله؟
د جګړې یوه اړخ ته:
درې تنه امنيتي موظفين اويو ملکي وګړي ووژل شول او د٢٤ تنو امنيتي موظفينو په ګډون اوو ه څلويښت تنه ټپيان شول.

دجګړې بل اړخ ته :
دغه راز د جګړې بل اړخ نه څوارلس تنه ووژل شول اووه تنه يې ونيول شول او اووه تنه نور يې ځانمرګي بريدونه وکړل .

هېوادوالو ! دا ټول افغانان دي چې وژل او ټپیان کېږي.

پنجابیان خوشحاله کېږي چې د نړیوالو خپرونې پام د بن لادن له ډرامې نه د افغانستان جګړې ته را وګرځوي!

خدای دې افغانانو ته عقل ورکړي[/quote:4e99b632ee]
خلك په کې خدای لټوي ته ماشوم خبرنه یې
لوی به شې او پوی به شې چې سترګې دیار څه معنی


مینه پال
10.05.2011

نوروز خانه، تېر ځل زما او ستا تر منځ بحث پیل شو خو ته بیا لاړې او چرته ورک شوې، د ورکې اعلانونه مې دې هم ولېدل :lol: او بیا اوس خوشحاله شوم چې بېرته راغلی یې او فکر کوم چې مصلح هم نوی راغلی دی زه به ورته ښه راغلاست ووایم. زه خو داده د ځوانۍ له پړاوه هم ورتېر یم او د یار په سترګو خو اوس ماشومان هم پوهېږي ځوانه :wink:.
د رښتیا خبره خو داده چې یره دواړه اړخه د افغانانو وینې وې چې وبهېدې، طالبانو خپل زور بې ځایه وکاراوه او بس، نور نو نه امریکا ته تاوان واوښت او نه کاناډا ته. ته هم ورته ډېر مه خوشاله کېږه زړګیه. ګڼې کورنۍ د وېر په ټغر کېنستلې، نو دا دېګ او دا هم ستاسو پخلی.


تراب
10.05.2011

مصلح ملګرې فورم ته ښه راغلاست[quote=
د جګړې یوه اړخ ته:
درې تنه امنيتي موظفين اويو ملکي وګړي ووژل شول[/quote]‎
ستا داخبره به څوک درسره ونه منې په دوهمه ورځ خو زه شاهد یم چه ۲۵ سرحدیان یې مړه دسپین بولدک پر لور وکوچول هغه داولې ورځې دا لا پریږده؟
‏ ستا داخبری ماته داسې معلومیږی لکه دکرزی دورور ده هغه هم غرمه په راډیو کې دا اعلانونه ورکول؟؟
دلاروی خبره (ټرپه پرنه پټیږې)
په درنښت


مینه پال
10.05.2011

ترابه ځوانه ښه په فخر یې یادوه،،،،،،، نور څه نشم درته ویلی بس مه خرابېږي نو....


قادر خان
10.05.2011

[quote:d6761d0ac5="مصلح"][quote:d6761d0ac5="كامل"]دا هم د بريد ځينى صحنى:
http://www.youtube.com/watch?v=2EWmka1TCLE

او په اخر كى مو د ملي اردو پوليس ته پام نشي، پدوي مونږ وطن ساتو هاهاهاهاهاها[/quote:d6761d0ac5]
که د ټوکې نه تېر شو نوباید وپوښتل شی چې دغه برید کومه لاسته راوړنه له ځانه سره درلودله؟
د جګړې یوه اړخ ته:
درې تنه امنيتي موظفين اويو ملکي وګړي ووژل شول او د٢٤ تنو امنيتي موظفينو په ګډون اوو ه څلويښت تنه ټپيان شول.

دجګړې بل اړخ ته :
دغه راز د جګړې بل اړخ نه څوارلس تنه ووژل شول اووه تنه يې ونيول شول او اووه تنه نور يې ځانمرګي بريدونه وکړل .

هېوادوالو ! دا ټول افغانان دي چې وژل او ټپیان کېږي.

پنجابیان خوشحاله کېږي چې د نړیوالو خپرونې پام د بن لادن له ډرامې نه د افغانستان جګړې ته را وګرځوي!

خدای دې افغانانو ته عقل ورکړي[/quote:d6761d0ac5]

ګرانه وروره مصلح صیب هیله لرم چي زما سلامونه هم ومنی،
زه بلکل ستا په نظر موافق یم، او په وار وارې زه خپلو افغانانو ته په دي هکله لیکلې یم. خو په ډیرتأسف سره وایم چی زمونږ د هیواد دښمنان د خپلو شیطانی اهدافو د رارسیدلو لپاره په ډیرو ابلیسانه خبرو سره مونږ ټول په جګړو کې اخته کړي دي او د ننګ او غیرت د مقدسو کلمو په ویلو سره مونږ ته د یو بل په وژلو آماده کوي او بیا مونږ ته غازییان او شهیدان وایي. او بله د افسوس خبره خو دا دي چي زمونږ یو شمیر عالمان او سپین ږیري د دوي دغه راځ اعمال تأیید کوي او دوي ته مبارکی او آفرینی هم وایې.
راشو چي د یو بل سره دا پوښتنه وکړو:
په دي دیرشو کلونو کي څوک شهیدان کیږې، آیا دوي کافران دي، او یا چي زمونږ خپله پښتانه مسلمان دي؟؟؟؟
که زمونږ هیواد تباه شي نو څوک ته ډیر ګټه ورسیږي؟؟؟؟

راشو چي د ورور وژني نه لاس واخلو او د الله (ج) په مبارکو لارښوونو غوږ ونیسو.
د یو آزاد، سر لوړاو سولیز افغانستان په هیله.

په درنښت،
ستا سو ورور قادر خان


مینه پال
10.05.2011

قادرخانه، خبرې دې په دواړو لېمو، وایم مه خرابېږې، ستا لیکنو ته خلک اړتیا لري، زه دي نظر سل په دوه سوه کې تایدوم، خو دا نوروز خان بیا ډېر ځېرک دی، د یار په سترګو کې خدای لټوي، نه پوهېږم چې دا ځل به کوم بیت ولیکي!


نوروز خان
10.05.2011

[quote:81b794674b="مینه پال"]قادرخانه، خبرې دې په دواړو لېمو، وایم مه خرابېږې، ستا لیکنو ته خلک اړتیا لري، زه دي نظر سل په دوه سوه کې تایدوم، خو دا نوروز خان بیا ډېر ځېرک دی، د یار په سترګو کې خدای لټوي، نه پوهېږم چې دا ځل به کوم بیت ولیکي![/quote:81b794674b]
مصلح مینه پال او قادرخان صیب تاسو دمړې ګيډې پاړسو غږوئ ،لس کاله دخپلواکۍ توده مبارزه روانه ده ،خرپ او خروپ دی ،ځوانان په ځانو بمونه تړي ، سپین ږیري او زړې دعاګانې کوي اودغازیانو دسرسلامتیا غواړي ، پیغلې په اوازو کې دګودر په ځای سنګرستایي او تاسو لا زما دیوه ملګري په اصطلاح ( دفیل غوږ کې ویده له مسلمانه مرور یاستئ :lol:
مینه پاله
څرنګه سپینې جامې ګرځې
خدای دې مین که چې خیرن دې ووینمه


مصلح
10.05.2011

دوستانو سلامونه
[quote:a74fdb006a="نوروزخان"]مصلح مینه پال او قادرخان صیب تاسو دمړې ګيډې پاړسو غږوئ ،لس کاله دخپلواکۍ توده مبارزه روانه ده ،خرپ او خروپ دی ،ځوانان په ځانو بمونه تړي ، سپین ږیري او زړې دعاګانې کوي اودغازیانو دسرسلامتیا غواړي ، پیغلې په اوازو کې دګودر په ځای سنګرستایي او تاسو لا زما دیوه ملګري په اصطلاح ( دفیل غوږ کې ویده له مسلمانه مرور یاستئ :lol:
مینه پاله څرنګه سپینې جامې ګرځې
خدای دې مین که چې خیرن دې ووینمه[/quote:a74fdb006a]
نوروز خانه وروره مالي ویجاړۍ به پخپل ځای پرېږدوو دا دې ندي ویلي چې په دومره خرپ او خروپ سره څومره افغانان مو تباه کړي دي؟ څومره ښځې مو کونډې کړې دي؟ څومره ماشومان مو بې پلاره کړي دي ؟ د اسلام د سپېڅلي نامه نه دومره ناوړه ګټه مه پورته کوﺉ ځکه هغه ورځ به را ورسېږي چې خدای مکړه د خدای په وړاندې لاځوابه پاتې شئ ! ته خو د خپل خرپ او خروپ لاس ته راوړنې هم یو وار وښیه ! هغه عرب ته مو که افغانی ژمنه کړې وه هغه وخت هم تېر شو، د قراینو نه داسې ښکاري چې بن لادن نور ژوندی ندی د خپل هېواد نور مه ورانوﺉ. بهرنیان باید تشویق کړﺉ چې ژر تر ژره له هیواده ووځي نه دا چې هغو ته د پاتې کیدو پلمې جوړې کړﺉ!


مینه پال
10.05.2011

نوروزخانه لوی الله دي راوله، ګوره زړګیه چې سم نه یې پوی شوی. مینه پال له هغو کسانو څخه نه دی چې دا لس کاله مبارزې ته مبارزه نه وایي، زه د غازیانو د پښو ګرد هم نه یم او شهیدانو ته خو بیا زر ځله سلام دی یاره. خو ګوره زړګیه چې مبارزه باید لومړيتوبونه وپېژني که څنګه؟ که تاسي محترمین راولاړ شئ او دا خپل زور په زړو دریشیو پولیسانو وکاروئ او خپل افغانان مړه او ژوبل کړئ نو څه ګټه به مو کړې وي. وایې یو ملاصیب بام ته ختلی ؤ، هلته خو زینه نه وه، ده له ځان سره وویل چې څه فرض کړه چې زینه شته، ملاصیب فرض کړه وویل او په خوش باورۍ یې پښه د بام له ژۍ څخه په هوا کې کېښوده، ملا صیب بېچاره خبر نه ؤ چې ثانیه وروسته په ځمکه بې سېکه پروت ؤ. نو ځه نورزخانه ته هم فرض کړه دا ټول بې دریشي پولیس مو ووژل، ګټه مو څشي ده؟ ولي دا خپل زور په (سرو) نه استعمالوئ؟ ولې خپل افغانان وژنئ او ولې کورونه د ویر په ټغر کېنوئ؟ نو نورزخانه یو څه له ساده توبه راووزۍ، مینه پال به ترکومه درسره ژوندی وي او پوهوي به مو...
بېلتونه دومره صبر وکړه
یار مې نادان دی په یاري یې پوهومه


pattang
10.05.2011

مينه پاله !
دصليبي اشغالګرو موجوديت جنګ راو ستلی دی ، که اشغالګر نوي
جنګ نشته ٠ دغه کار خو يو منطقي محصول ددې خبرې ده چې پوليس له cia
پيسې اخلي او د خپل ورور په کور چاپې اچوي او داشغالګرو مذدوري کوي!
وروره پوليس اوس نه ملي دي نه مترقي خوشې دپيسو غله دي نو کله چې پر ازادي
غوښتونکو باندې دصليبيانو تر امر لاندې حملې کوي نو مرګ يې هم روا دی٠

[quote:d2d7716ef6="مینه پال"]نوروزخانه لوی الله دي راوله، ګوره زړګیه چې سم نه یې پوی شوی. مینه پال له هغو کسانو څخه نه دی چې دا لس کاله مبارزې ته مبارزه نه وایي، زه د غازیانو د پښو ګرد هم نه یم او شهیدانو ته خو بیا زر ځله سلام دی یاره. خو ګوره زړګیه چې مبارزه باید لومړيتوبونه وپېژني که څنګه؟ که تاسي محترمین راولاړ شئ او دا خپل زور په زړو دریشیو پولیسانو وکاروئ او خپل افغانان مړه او ژوبل کړئ نو څه ګټه به مو کړې وي. وایې یو ملاصیب بام ته ختلی ؤ، هلته خو زینه نه وه، ده له ځان سره وویل چې څه فرض کړه چې زینه شته، ملاصیب فرض کړه وویل او په خوش باورۍ یې پښه د بام له ژۍ څخه په هوا کې کېښوده، ملا صیب بېچاره خبر نه ؤ چې ثانیه وروسته په ځمکه بې سېکه پروت ؤ. نو ځه نورزخانه ته هم فرض کړه دا ټول بې دریشي پولیس مو ووژل، ګټه مو څشي ده؟ ولي دا خپل زور په (سرو) نه استعمالوئ؟ ولې خپل افغانان وژنئ او ولې کورونه د ویر په ټغر کېنوئ؟ نو نورزخانه یو څه له ساده توبه راووزۍ، مینه پال به ترکومه درسره ژوندی وي او پوهوي به مو...
بېلتونه دومره صبر وکړه
یار مې نادان دی په یاري یې پوهومه[/quote:d2d7716ef6]


مصلح
11.05.2011

[quote:6dd9c910f9="pattang"]
دصليبي اشغالګرو موجوديت جنګ راو ستلی دی ، که اشغالګر نوي
جنګ نشته [/quote:6dd9c910f9]
دوستانو کله یوه او کله بله پلمه جوړول زمونږ افغانانو ستونزه نه حلوی. مونږ عادت کړی چې له یوه افغان نه دیوه بهرني ګوډاګی او له بل نه د بل بهرني ګوډاګی جوړ او پدې توګه د خپلو بدو کړنو پړه تل پر نورو واچاوو. د شورویانو د وتلو وروسته د اوسنیو اشغالګرو تر راتګ پورې چې یو بهرنی اشغالګر په هېواد کې نه و جنګونه خو پرېږده نور څه نه وو چې مونږ افغانانو یو بل سره ونکړل.
بس کړی د خدای لپاره جنګ بس کړی چې جنګ زمونږ د ستونځو د حل لار نده او مونږ تباه کوی!


قادر خان
17.05.2011

[quote:403f988fd5="نوروزخان"]ځوانان په ځانو بمونه تړي ، سپین ږیري او زړې دعاګانې کوي دسرسلامتیا غواړي [/quote:403f988fd5]

ټولو ګرانو هیوادوالو ته السلام علیکم ورحمته الله و برکاته،

نوروز خانه یو ځل بیا فکر وکړه چې د زمونږ سپین ږیري پلرونه او زړې ميندې ولې خپلو ځوانانو ته د سر سلامتیا دعاګانې کوي. ددي لپاره چې دوي ځان وژونکي حملې نه مني، زمونږ په ګران هیواد افغانستان په شانداره تاریخ چې وګورو ځان وژني او یا انتحاری حملې بلکل نه دي. مرګ او ژوند یواځی د خالق په واک او اختیار دي، نه د مخلوق په لاس. دا عمل یواځي زمونږ د دین او ننګیالې قام د دښمنانو له خوا تر سره کیږي او د دوي یواځینې هدف هم دا دي چې څنګه زمونږ سپیڅلی دین او زمونږعزتمند ولس بد نام کړي.
مګر دوي په دې نه پوهیږي چې الله تعالی په خپل مبارک کلام فرمایلي دي چې (اسلام خاوند لري، او هیڅ څوک اسلام ته ضرر نه شي رسولي.)
زه هیله لرم چې مونږ ټول خپل ایمان لږ نور هم پیاوړي کړو.
نور نو الله تعالی پخپله پوهیږي.

والسلام،
قادر خان


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more