نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
اسامه په افغانستان څه وکړه؟؟؟؟
قادر خان
05.05.2011
د لوی او بښونکی خدای په مبارک نوم،
ټولو عزتمندو افغانانو ته خپل سلامونه او نیکی هیلی وړاندی کوم،
اسامه خو اوس لاړ که یو مسلمان سړی وو نو الله تعالی د هغه ټول اجر درکړی، او د هغی ګناهونو ته وبښی، روح د شاد غواړم.
مګر په ډیر تأسف ګورو چی زمونږ یو شمیر هیوادوال بیله کوم ثبوت او مالوماتونه دا وایی چی (که یو اسامة قتل شي نو سلواو زربه نور ورته پیدا شي).
دا خو مونږ ټول پوهیږو چی اسامه د روسانو د جهاد په وخت کی زمونږ د مومن او مجاهد ولس ته ډیر دغسی کومکونه او مرستی کړی وو.
خو مونږ باید دا هم هیر نکړو چی اسامه او د هغی ګروپ (القاعده) د روسانو له ماتی خوړلو نه وروسته زمونږ د مسلمان او ریښتنی مجاهدینو وینو ته تر پښو لاندی وکړه او زمونږ د مجاهدینو د بیوزلو یتیمانو او د دویی د با غیرتو بیوګانو په هکله څه دی وکړه؟؟؟؟
آیا دویی ته کومی کور،روغتون، ښونځی، یتیم خانی ،لاری او پلونه او یا کوم نور خیریه شیان کړیدی. نه چی کمکونه ندی کړی د امریکا د تعرض یواځینی علت هم دا وو. او نور دا چی هغه او د هغوی ګروپ تر اوسه پوری یواځی او یواځی زمونږ د بیګناه افغانانو او مجاهدینو د وژلو او تباهی لپاره زمونږ د دین او هیواد د دښمنانو سره همکاری کړی دی؟؟؟؟
د یو مومن او یو مسلمان په حیث مونږ دالله (ج) په بارګاه کی باید چی خپل ځوابونه ولرو.
هر هغه څوک چی دا ادعا کوی چی دویی د اسلام لپاره خدمتونه کړیدی، نو مونږ باید د هغوی اعمالو ته ګورو، نه د دویی مال او شهرت او یا هم د دویی ښکلی خبرو ته.
زمونږ د ستر پیغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) څخه ارشاد مبارک دی چی دویی فرمایلی دی: مسلمان هغه دی چی نور مسلمانان ته د خپل په ژبی او لاسونه په واسطه کوم ضرر نه رسوی. یعنی خلکو ته خیر ورسوی او نیک اعمال وکړی.
والسلام،
ستا سو ورور قادر خان