اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
مسلمان ته دکفر نسبت کول دهغه د وژلو انډول ده
پښتون.
05.05.2011
جمعه, 04 February 2011 15:00 مو لوي محمدیار وردګ
http://shahamat.info/islam/index.php?option=com_content&view=article&id=1079:2011-02-04-15-00-07&catid=45:2010-09-24-17-40-50&Itemid=37
عَنْ هِشَامِ بن عَامِرٍ رَضِيَ اللَّهُ تَعَالَى عَنْهُ، أَنّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ:مَنْ رَمَى مُؤْمِنًا بِكُفْرٍ فَهُوَ كَقَتْلِهِ . هِشَامُ بن الْعَاصِ بن وَائِلٍ السَّهْمِيُّ المعجم الكبير الطبراني .
عَنْ ثَابِتِ بْنِ الضَّحَّاكِ عَنْ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ مَنْ حَلَفَ بِمِلَّةٍ غَيْرِ الْإِسْلَامِ كَاذِبًا فَهُوَ كَمَا قَالَ وَمَنْ قَتَلَ نَفْسَهُ بِشَيْءٍ عُذِّبَ بِهِ فِي نَارِ جَهَنَّمَ وَلَعْنُ الْمُؤْمِنِ كَقَتْلِهِ وَمَنْ رَمَى مُؤْمِنًا بِكُفْرٍ فَهُوَ كَقَتْلِهِ . رواه البخاري . هَذَا حَدِيثٌ مُتَّفَقٌ عَلَى صِحَّتِهِ ، شرح السنة للبغوي .
ژباړه : حضرت ثابت بن الضحاک رضی الله عنه له نبی کریم صلی الله علیه وسلم څخه روایت کړیدی ، هغه صلی الله علیه وسلم وفرمایل : څوک چې د اسلام له دین څخه پرته پر بل دین باندي په درواغو قسم واخیست نو دﺉ همغه سي شو ، څوک چې په خوښی خپل ځان په کومه وسیله ووژني په دوزخ کې به په همغه توګه سزا وګالي ، په مسلمان لعنت ویل د هغه له وژلو سره انډول ده ، مؤمن ته د کفر نسبت کول د هغه له وژلو سره انډول ده .
لومړی مطلب : ددې حدیث شریف په مطلب کې د دین پوهانو مختلف نظرونه ورکړي دي ، صورت یې داسي دی ( که څوک ووایې : که زه باغچې ته تللی وم زه به هندو یم ، یهودي یم ، نصراني یم ) په داسي حال کې چې دﺉ باغچې تللی هم دی ، ځینې عالمان په دې نظر دي چې دا سړی هندو ، یهودي ، نصراني چې څه راز یې ویلې په همغه شان کافر شو ، د بخاري شارح علامه ا بن بطال او له ده سره ګڼشمیر عالمان په دې نظر دي چې په داسي ویلو سره سړي غټه ګناه وکړه خو کافر نه دی ، دا حدیث تغلیظي دی چې خلګ له داسي ویلو څخه دتل لپاره ډډه وکړي ، امام اعظم ابو حنیفة رضی الله عنه پرېکنده حکم کړیدی چې په دې سړي قسم واوښت د هغه فدیه دي ورکړي .
دویم مطلب : د دماغي توازن د صحت په مهال له پوهي او ادراک سره سره که څوک په قصدي توګه ځان د هر شي په مټ ووژني دمثال په توګه ځان ځوړند کړي ، زهر وخوري ، په چاړه یې ووهي ، په ټوفک یې وویلي ، له لوړي کانګرې یې را وغورځوي ، ځان ته وور واچوي ، په پرېکنده باور سره به دوزخ ته ځي او هلته به په همغه څیر ټاکلې سزا ګالي لکه په کوم کیفیت اوکمیت چې ده په دنیا کې ځان ته غوره کړې ده ، که دا فکر کوي چې په دې کار به له ستونز من ژوند څخه خلاص شم دده دا فکر سر چپه دی اوس یې ځان په ستونزو کې ښکېل کړ ، دا له دې امله دی چې په شرع کې له شریعي پریکړي پرته د بل انسان وژل څومره جرم ګڼل کیږي همغومره ګناه د ځان وژل هم لري .
درېیم مطلب : څوک چې مسلمان باندي لعنت وایې ددې معنی داده چې دﺉ دي دخدای جل جلاله له رحمت څخه بې برخي پاتي شي ، داسي نا هیلي د چا لپاره غوښتل د هغه د وژلو په کچه ګناه لري .
څلورم مطلب : څوک چې بل ته ووایې ای ! کافره یا بل داسي لفظ چې دې ورته وي نو لومړی داسي لفظونه ځي چا ته ویل شوي دي د همغه انسان پلټنه کوي که په ر یښتني توګه کافر وو ، نو هغه خپل ځای ته ورسېد ، او که داسي وو چې هغه سپېڅلی مسلمان وو نو دې لفظ هلته ځای ونه موند، د هغه وبال ( ګناه ) بیرته راګرځي دې سړي ته چا چې ویلی دی ، نو پیغمبر صلی الله علیه وسلم دا دمؤمن له ناحقه وژلو سره پرتله کړیدی یعني دهغه نا حقه وژل چې څومره جرم دی په همغه کچه به ده ته سزا ورکړله شي .
ومن الله التوفیق .
زه پښتون شکر الحمدالله مسلمان یم.
دا لیکنه هغه چاته چې ماته یې نن د کافر خطاب کړی دي ،متوجه ده!
یعنی زه یې نن مړ کړم،.
SADEQ MUSALMAN
05.05.2011
السلام عليکم
[quote:5df44e8a12="پښتون"]زه پښتون شکر الحمدالله مسلمان یم.
دا لیکنه هغه چاته چې ماته یې نن د کافر خطاب کړی دي ،متوجه ده!
یعنی زه یې نن مړ کړم،.[/quote:5df44e8a12]
چا؟
چېرته ؟
او
ولي يې کافرکړی/ وژلی يې ؟
داحال خودی، ټول ټاپې به جېب کي ورسره ګرځوي.
نن يوه بل ملګري ټول صوفياء کرام له کافروهم بدترګڼلي دي، نعوذباالله
خدای دې له ماسره ورته هدایت وکړي.
آمين
وزیري
05.05.2011
پښتونه وروره سلامونه می ومنه!
په دی مه خفه کیږه چی تا باندی چا د کفر ټاپه لګولی ده ځکه چی که داسی ونه شی نو بیا د رسول الله صلی الله علیه وسلم احادیث غلط خیژی. اوس فعلا یی حواله راسره نشته که ضرورت وه نو پیدا کولای هم شمه چی رسول الله صلی الله علیه وسلم د خوارجو یوه علامه دا هم ښودلی ده چی د تکفیرولو ټاپی به په جیب کی ګرځوی. یاغی او نیاغی په نه ګوری صرف همدا یوه ټاپه ده چی دا کافر ده، دا مشرک ده، دا بدعتی ده او دا څه ده او دا څه ده.
د صادق صاحب د خبری په تائید په هغه بله لیکنه کی خو یی ټول صوفیان کافران کړیدی. بیا یی چی د نوروز خان غورځنګ ولید نو بیا یی زاهدان او صوفیان سره بیل کړل. صوفی هم همدا زاهد ده او زاهد هم همدا صوفی ده. صوفیان هغه دی چی په دی څلورو طریقو کی د یوی طریقی مرید وی.
دی جاهل په عبدالقادر جیلانی رحمه الله، معین الدین چشتی اجمیری رحمه الله، شاه نقشبند رحمه الله، شهاب الدین سهروردی رحمه الله، ذوالنون مصری رحمه الله، حسن بصری رحمه الله، بایزید بسطامی رحمه الله، عبدالله بن مبارک رحمه الله، سفیان ثوری رحمه الله، امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله، سری سقطی رحمه الله، جنید بغدادی رحمه الله، ابوالحسن خرقانی رحمه الله، ابوبکر شبلی رحمه الله ............................................................. باندی د کفر ټاپه ولګوله نو ما او تا باندی خو یی بیخی سترګه نه ډکیږی.
والسلام
chaparharay
06.05.2011
السلام علیکم
الوزیر صیب زه چي له کوم شي نه ویریدم هغه دا شي وو چي ستاپه لاس څوک مسلمان شي نو ته به ورته دا فرقي بیان کړي او ورته به واي چي اوس يي خوښوه پکي . نو څه به وشي خو بیرته به په شا لاړشي او کافربه شي!
تاسي د اسلام اسلاف او متقیان او زاهدان په مثال کي راوړي خو دي باندي بیا سترګي پټوی چي دا اوس د همدوي په نوم چي کومي ډلي او فرقي دي ټول له یوه سره او بلا استثنا ګمراهان ندی ؟
هو دوي په خپل عصر کي ډیر ښه عالمان مجاهدین او او متقیان تیر شوي ووه خو اوس يي دا معتقیدین ددوی کومه عقیده خپله کړی خو هسي ددوی صاحبانو نومونه استعمالوي او دي مشرکان کنه ته لاړ شه او وګوره څه کوی
تاسي د چشتي صیب خبره کړی ایا چشتي صیب ګډیده چي دا معتقیدین يي اوس نڅاګاني کوي ؟
عبدالقادر جیلاني لوي عالم او زاهد وو خو اوس دا دباړي پیر وګوره ایا دا د عبدالقادر جیلاني په کومه طریقه روان دي؟
دعبدالله بن مبارک صیب په نوم ته یوه فرقه راوښایه کومه فرقه ؟ او څنګه ده؟
د اما ابوحنیفه رحمه الله په نوم د صوفیت کومه فرقه شته؟
خو بس هسي ادعات دي او دنیکانو خلکو نوم استعمالول دي کنه د دوی په کومه لار تاسي تلی يي ؟
دا ته چي په غومبر کي راشي او ځان په ځمکه ځمکه ولي دا کار چا کړی؟
دا صوفیان چي واي پیرد مرید سره نکاح کوي دا کوم دین دي ؟
په بری امام کي چي ته ګدیږي او د دواړه لاسونو سبابي ګوتي دي نیغي بره نیولي وي او سردي ښکته وي او ګډیږي دا کوم اسلام دي او کوم سلف زاهد داکارکړی چي ته يي کوي؟
دا د نیک سړي د قبرنه طواف کول او ورباندي سندري ویل او دوکړی وهل او هرمونیم غږول او چکچکی وهل کوم اسلام دی چي ته يي کوي؟
دا په قبرونو څراغونه لګول او د قبر دعرس په نوم د سلهاو نجونو سره عشقونه کول او زناګاني کول او سندري ویل کوم اسلام او طریقه ده چي ته
هو همدا ته يي کوي ؟
ږیره له بیخه خریل قرقول په سر او تسبي په لاس روژه خوړل ،لمونځ نه کول او غزلي او چاربیتي او چکچکي وهل دا ستااسلام او ایمان دی ؟
هو ستا همداستا او ستا؟
هو زه اوس هم دا وایم چي که داسي اسلام راوړي نو دي نه همااااااااااااااااغسي کافر ډییییییییییییییر ښه دي.
نوربیا
SADEQ MUSALMAN
06.05.2011
سلامونه
[quote:8417000d90="chaparharay"]تاسي د اسلام اسلاف او متقیان او زاهدان په مثال کي راوړي خو دي باندي بیا سترګي پټوی چي دا اوس د همدوي په نوم چي کومي ډلي او فرقي دي ټول له یوه سره او بلا استثنا ګمراهان ندی ؟ [/quote:8417000d90]
چپرهاری صاحب په هغه بله موضوع کي موټول صوفيان تورن کړي وو
اودلته لږنرم شوي ياست چې ښه درځ دی.
هغلته ځينوملګرودرته ويلي چې ټول صوفيان چې په اصل کي متقيان اوذاهدان دي
په يوه سوټي مه وهه اومه يې سره بېلوه چې دمنلووړخبره وه اوده.
تاسوبايدټول صوفيان لکه څنګه موچې دپورتنيواسلافوپه اړه خپل اندڅرګندکړی
په يوه صوفي مه بدناموئ.
هغه کافرچې مسلمانېږي که يې وزيري صاحب ته وويل چې تاسومسلمانان خوسره
وژنئ، غلاوي اوشوکي کوئ، زناکوئ او............
نووزيري به څه ځواب ورکوي؟؟؟
ايادی به دانه ورته وايي چې ټول مسلمانان خوداسي نه دي ؟
که ځواب مثبت وي نوګرانه تاسوهم صوفيان وپېژنئ داسي مه کوئ چې دپنجاپ په
ګمراه پيرانوکي (عبدالقادر جیلانی رحمه الله، معین الدین چشتی اجمیری رحمه الله، شاه نقشبند رحمه الله، شهاب الدین سهروردی رحمه الله، ذوالنون مصری رحمه الله، حسن بصری رحمه الله، بایزید بسطامی رحمه الله، عبدالله بن مبارک رحمه الله، سفیان ثوری رحمه الله، امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله، سری سقطی رحمه الله، جنید بغدادی رحمه الله، ابوالحسن خرقانی رحمه الله، ابوبکر شبلی رحمه الله او.... ) ټول شامل کړئ.
منندوی به مويم ګرانه.
له وچ کلک دريځه تېرشه.
په خوراعاجزي درته وايم نه جګړه کوم اونه مي بحث ته زړه کېږي.
مننه
وزیري
06.05.2011
ډیره ګرمه دی خوړلی. یو منګی اوبه په ځان واړوه چی تپ دی وځی.
ډول، ارمونیم، سندری نه منم. مرید سره نکاح نه منم، د نیک سړی یا پیغمبر د قبر نه طواف کول نه منم. په قبر څراغونه نه منم. پردۍ انجونو سره عشق نه منم. ږیره له بیخه خریل یا کمول نه منم. لمونځ نه کول نه منم، غیر شرعی چهار بیتی نه منم. چکچکی نه منم.
هو، یو شی منم چی جذب ده. هغه چی تا ورته رقص ویلی ده.
ولی یی منم؟؟؟؟؟؟
ځکه یی منم چی:
اول:
علامه سید جلال الدین سیوطی رحمه الله، علامه بلیقنی رحمه الله، علامه برهان الدین انباسی رحمه الله، شیخ الاسلام عزالدین بن عبدالسلام رحمه الله روا بللی دی. فتوی وګوره په (الحاوی الفتاوی، جلد دوهم، صفحه ۲۲۴)
دوهم:
علامه ابن عابدین شامی رحمه الله په مجموعة الرسائل جلد اول صفحه ۱۱۷۳ او فتاوی شامی، دریم جلد صفحه ۳۰۷ کی د وجد مع تواجد ثبوت باسلی ده، ویی ګوره.
دریم:
سید احمد طحطاوی په خپل کتاب حاشیة الطحطاوی علی درالمختار، څلورم جلد، صفحه ۱۷۶ – ۱۷۷ او الحدیقة الندیة شرح طریقة المحمدیة، دوهم جلد، صفحه ۵۲۲ کی او امام شعرانی په انوار قدسیه اول جلد صفحه ۳۹ کی د ددی جواز باسلی دی.
څلورم:
په پاسنی حوالو کی تاسی کولای شی د ابوبکر شبلی، ابوالحسن نوری، سمنون المجیب، معدون المجنون په شان جلیل القدر اولیاوو رقص پیدا کولی شی.
پنځم:
وګوره علامه شیخ احمد طحطاوی حاشیه الطحطاوی علی مراقی الفلاح صفحه ۱۷۳ چی وایی:
الوجد له مراتب و بعضه بسلب الاختیار فلا وجهه لمطلق الانکار و فی التتارخانیه ما یدل علی جوازه للغیوب الذی حرکاته کحرکات المرتعش اه.
اوس به ته وایی چی دا عالمان په څه پوهیدل چی له ځان نه خبری کوی او له ځان نه فتوی ورکوی. ګرانه دا له ځان نه فتوی ورکول نه دی. وګوره!
حضرت جعفر بن ابی طالب رض د رسول الله صلی الله علیه وسلم په مخکی رقص کاوه، ګدیده، ستا په الفاظو به یی ووایمه ګوتی یی پورته نیولی وی او سر یی ښکته او ځمکه یی ډبوله.
وګوره:
الحاوی للفتاوی دوهم جلد صفحه ۲۳۴
سیرت طیبه دوهم جلد صفحه ۲۵۲
السیرة نبویة والاثار المحمدیه او صدیقة الندیه، دوهم جلد صفحه ۵۲۴
تفسیر احمد صفحه ۶۰۲ او ۶۰۳
یو قدم وړاندی نور هم پسی ورشه او د:
تفسیر روح البیان صفحه ۲۱۱، ویخرون للازقان ویزیدهم خشوعا په تفسیر کی وګوره چی حضرت ابی هریره رض جذب شوی وه.
مغزو به دی اوس ډنګ کړی وی او فکر به کوی چی حضرت جعفر بن ابی طالب رض ولی ګډیده؟؟؟
جواب به یی هم زه درته ووایمه چی ولی؟
په فتاوی الحاوی، دوهم جلد، صفحه ۲۲۴ کی علامه جلال الدین سیوطی رحمه الله وایی:
وان انضم الی هذا القیام رقص او نحوه فلا انکار علیهم لان ذلک من لذة الشهود والمواجید وقد ورد فی الحدیث رقص جعفر بن ابی طالب بین یدی النبی صلی الله علیه وسلم، لما قال له شبهت خلقی وخلقی ذالک من لذة هذه الخطاب ولم ینکر ذالک علیه النبی صلی الله علیه وسلم فکان هذا اصلافی رقص الصوفیته الخ
نو اوس ته ووایه لمر به په دوه ګوتو څنګه پټ کړی. او دا هم ورسره ووایه چی ځما عقیده اوس ښه ده او که ستا.
په مینه
chaparharay
06.05.2011
السلام علیکم ورحمةالله
صادق وروره ډیییییییییییییییییییییییییییییییییییییییییییییییره په زړه پوري خبره دي کړي او تیر یم ورنه خو چي اوس مي دوي پریږدي .
زه خو کمپله پریدم خو کمپله ما نه پریږدي څه وکړم!
په یوه کي مي هم نه پریږدي او دي پیرانو کي ډیربحثونه شوي خو چي څوک يي نه مني نو څه به ورسره وکړو قناعت نشته خو بس شین زوردي.
خیرکه غل نه اوړي نو مل دي واوړي زه ورنه تیر شوم او نور نو ځما لخوا فول سټاپ.
ستاسو چپرهاری
وزیري
06.05.2011
چپرهاریه وروره: ما او تا لکه چی په یوځای لیکنه باندی Enter وهلی ده. ستا له لیکنی نه پاس ما جوابی لیکنه اچولی ویی ګوره.
chaparharay
06.05.2011
الوزیر صیب ومي لیده خو تاسي اوس په وجد کي يي او زه درسره نشم ګړیدی
خیر چي په هوش شی بیا به ګپه کوو.
ستاسو چپرهاری
وزیري
06.05.2011
داسی مه وایه چی په وجد کی یی. داسی ووایه چی ګډیدا ته دی زړه شوی او یا پیرانو نیولی یی. ځکه چی ته خو وجد نه منی نو ما به څنګه ونیسی. آآه! ریښتیا! که اوس دی یقین پری راغی چی وجد هم چیرته په زیړو پاڼو کی شته؟؟؟
chaparharay
06.05.2011
یاره الوزیر صیب زه پري نه پوهیږم چي وجد ورته واي او که جذب خو یو شی دی نو.
خیر تاسي يي کوی ځما نه زده او بیا ددی لوي ږیري سره به .....
عبدالوكيل
06.05.2011
السلام علیکم
که اجازه وی او څوک غوسه کیږی نه ، زه به خپل نظر په نقاطو کی کی ولیکم . اجازه ده؟
هو الوزیر صاحب وویل اجازه ده :)
نو:
الوزیر صاحب ته هم چورلټ انکار مکوه چی نن ورځ تصوف هم هاغه د حسن البصری ، ذوالنون المصری، جنید بغدادی ،او سفیان ثوری تصوف پاتی دی . تصوف د رسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کی په دی نامه موجود نه وه ، هلته به یی ورته (تقوی) ویله . خو دا ورورسته وروسته د مستقل علم په توګه وځلید ، لکه تفسیر ، حدیث ، فقه ، او نور چی مستقل علم شو حال داچی د علم الفقه په نامه هیڅ کوم علم د پیغمبر علیه السلام په وخت کی نه وه ، ولی یوڅه وه چی وروسته د فقی په نامه ونومول شوه .
تصوف هم همداسی درواخله ، د تصوف هغه زرینه او طلایی مرحله چی د هرډول مکروبونو څخه پاکه وه ، د حسن البصری ، سفیان الثوری ، او نورو... مرحله وه چی تایی نومونه یاد کړی . وروسته لکه څرنګه چی تفاسیرو ته اسرائیلیاتو لار پیدا کړه ، په احادیثو کی موضوعی احادیث ورګډ شول ، د فقی قوی ستنو د ځینو نااهله مجتهدینو له برکته ټکان وخوړ ، همداسی تصوف ته هم ډیرو داسی خرافاتو لار پیدا کړه چی د تصوف څخه یی د خلکو زړونه تور کړل . نو فرضا که اوس څوک د اوسنیو ځینو مفسرینو یا مجتهدینو د کږو لارو څخه پرده اوچتوی په دی څه مشکل دی چی د اوسنیو متصوفه وو خرافات هم رابرسیره شی ترڅو د تصوف پاک نوم داغمن نکړی ؟
د مثال په توګه زه همدا د حمزه رضی الله عنه مثال ذکر کوم :
پیغمبر علیه السلام حمزه رضي الله عنه ته وویل : ته ما سره په شکل او اخلاقو دواړو کی مشابهت لری . حمزه رضي الله عنه په دی خبره دومره خوشاله شو چی (په اوسنۍ اصطلاح په جامو کی نه ځایید) او په ګامونو او ټوپونو یی شروع وکړه .
د حمزه رضی الله عنه دغه یو حالت چی رقص ته ورته حرکات یی وکړل یو غیر اختیاری حرکت وه ، چی د خوشالۍ د اوج په حالت کی ورسره انسان مخامیږی ، او ځینی خو وایی چی دا د حبشی د خلکو عادت وه چی د خوشالۍ په وخت کی به یی داسی حرکات کول ، نه دا چی حمرة رضی الله عنه دغه حرکات د عبادت په نیت ندی کړی .
اوسنیو صوفیانو خو د حمزه رضی الله عنه ددی کار څخه مستقل فن جوړ کړی او د خلکو د تسلیی او تفریح کار تری اخلی .
هغه صوفی چی د الله جل جلاله سره یی د راز او نیاز پرمهال خوشالی دی حد ته ورسیږی چی په غیراختیاری توګه د حضرت حمزه رضی الله عنه غوندی راپاڅي او په ګامونو او ټوپونو شروع وکړی ، هیڅوک ورسره مشکل نلری . خو هغه صوفیان چی ددی ډول حرکاتو د سالمی زده کړی له پاره مخصوصی زده کړی ورکول کیږی او لکه د یو فن په توګه یی اداګانی زده کول کیږی فکر کوم الوزیر صاحب به یی هم د اسلامی شریعت د اخلاقو سره په ټکر کی وبولی . څو کاله وړاندی می په بهرنی هیود کی د مولانا جلال الدین بلخی په ویاړ جوړ شوی محفل کی ګډون وکړ چی ددی هیواد د لومړی وزیر په شمول د ډیرو هیوادونو سفیران او لوړرتبه ډیپلوماتان هم ورته رابلل شوی وه . په دی غونډه کی چی صوفیانو د رقص کومی هنری اداګانی په یوه رومانیتکه فضا کی د نرمی موسیقۍ په ملتیا ثمثیل کړی د تالار په زرګونو ګډونوال ورته ګوته په غاښ پاتی وه ، زه باور لرم چی د تمثیلوونکی شل کسیز ګروپ په ګډون د چا په خاطر کی به هم نه وی ګرځیدلی چی ګواکی په د الله او رسول سره د محبت هغی مرحلی ته رسیدلی چی د خوښۍ له لاسه د حمزه رضی الله عنه پشان ځان نشی کنټرولولی .
الوزیر صاحب تاسو چی کومی حوالی رانقل کړی ، که ویی لولۍ زما نظر تاییدوی ، او د اوسنیو متصوفه وو په بطلان باندی دلیل جوړیدی شی .
[quote:fc2b91e366]الوجد له مراتب و بعضه بسلب الاختیار فلا وجهه لمطلق الانکار و فی التتارخانیه ما یدل علی جوازه للغیوب الذی حرکاته کحرکات المرتعش اه.[/quote:fc2b91e366]
یعنی وجد او د الله جل جلاله سره په رازاونیاز کی راتلل ډيری درجی لری ، چی په ځينو کی یی انسان په خپل ځان کنټرول له لاسه ورکوی چی په دی کی هیڅوک باید شک ونکړی ، لکه یو ریږدیدلی او لړزیدلی انسان خپل حرکات نشی کابو کولی .
ایا څه فکر کوی ، هغه متصوفه چی نن ورځ یی مونږ وینو ، ریښتیا هم د الله جل جلاله سره په مینه او محبت داسی غرق تللی چی خپل حواس د لاسه ورکړی ؟ کیدی شی د خپل پیر او مرشد سره یی مینه او محبت دی حد ته رسیدلی وی چی په وړاندی یی ددا ډول حرکاتو څخه خپل ځان نشی کنټرولولی ، اما د الله جل جلاله سره د مینی او محبت په نتیجه کی په اوسنی وخت کی رقص ته ورته غیر اختیاری حرکات ټکی ټکی ټکی .
یو وخت زموږ د علم النفس یو سپین ږیری استاذ چی عمر یی تر اویاوو پورته دی (الله دی اوږد عمر ورکړی) او پخپله کلک صوفی هم دی او څلویښت کاله وړاندی یی په علم النفس کی دکتورا کړی ، د حمزه رضی الله عنه همدا حدیث په یو مثال کی ذکر کړ ، که الوزیر صاحب نه غوسه کیږی زه د حمزه رضی الله عنه ددی حرکاتو انګیزه د علم النفس یا سایکالوجی له لحاظه څیړلی شم او بیا به وګورو چی په دی باندی دصوفیانو استدلال څومره پرځای او څومره پرځای نه دی .
وما علینا الا البلاغ
SADEQ MUSALMAN
06.05.2011
چپرهاريه ! [size=29:5a48a4d617].[/size:5a48a4d617]
نورزه له دې ځایه دتل له پاره ولاړم
اعني نه موليکنه لولم نه دليل اوحتی نه سلام
دخدای پامان
عبدالوكيل
06.05.2011
[quote:09953162f3="SADEQ"]چپرهاريه ! [size=29:09953162f3].[/size:09953162f3]
نورزه له دې ځایه دتل له پاره ولاړم
اعني نه موليکنه لولم نه دليل اوحتی نه سلام
دخدای پامان[/quote:09953162f3]
وایی کله چی خضر علیه السلام موسی علیه السلام پریښود ، نو ورته وی ویل : هَذَا فِرَاقُ بَيْنِي وَبَيْنِكَ سَأُنَبِّئُكَ بِتَأْوِيلِ مَا لَمْ تَسْتَطِع عَّلَيْهِ صَبْراً ...
مطلب دا چی سړی پریږدی نو دلیل به هم ورته وایی چی دا ګناه درکی وه ځکه می پریښودی ، خوصادق صاحب دا ویلی چی هَذَا فِرَاقُ بَيْنِي وَبَيْنِكَ ، خو دایی ندی ویلی چی سَأُنَبِّئُكَ بِتَأْوِيلِ مَا لَمْ تَسْتَطِع عَّلَيْهِ صَبْراً .
صادق صاحب ؟ :)
په هغه بل فورم کی خو به دی خپله لیکنه درپه یاد وی چی د ریښتینی صیب په تایید دی لیکلی چی موږ باید په بحث کی یو توافق ته ورسیږو :)
chaparharay
06.05.2011
السلام علیکم
یه ځما خوږ وروره صادق صیب ته ولي غوسه يي خو تاسي وویل چي نوربحث مه کوه ما ستاسي خبري ته لبیک وویل او نورمي بحث پریښوده اوس چي دی ما نه پریږدي نو زه څه وکړم ته راته لار راوښایه!
ستاسي دلیکني نه پس ما نور څه لیکلي ؟ خو بیا راته الوزیر صیب وویل چي ځما اوستا لیکنه یو ځاي انټر شوي او ځما تانه بر لیکل شوی وي ګوره!
ما خولیدلی وه خو ځان مي غلی کړ خودي ورور راته وویل چي نه وي ګوره یعني ځواب راکه کنه نو زه خو ړوند نه وم چي نه مي لیده .
بیا مي چي ځواب ورته لیکلي هغه هم وګوره چي بحث دی او که هسی ځان تیرول دي.
ګرانه ستاسو خبري مي ومنلي او بحث نه کوم نور نو څه غواړي !
ستاسو ورور چپرهاری
پښتون.
06.05.2011
[quote:c3788f129d="SADEQ"]السلام عليکم
چا؟
چېرته ؟
او
ولي يې کافرکړی/ وژلی يې ؟
داحال خودی، ټول ټاپې به جېب کي ورسره ګرځوي.
نن يوه بل ملګري ټول صوفياء کرام له کافروهم بدترګڼلي دي، نعوذباالله
خدای دې له ماسره ورته هدایت وکړي.
آمين[/quote:c3788f129d]
السلام علیکم درنو ورونو!
صادق صیب او الوزیر صیب !کوم ورور چې دا خبره ماته کړی وه نو الله ج دي زما سره ورته د نیکۍ هدایت وکړي ،هسی هغه ډیر ښه عالم هم دی خو انسان نه سهوه کیږی او کله چې یو مسلمان ورور د بل مسلمان ورور د خپګان باعث ګرځي نو لازمه ده چې د خپلې غلطي بخښنه وغواړي چې په دی سره د دواړو د زړونو نه بوج لری کیداي شي.
پورتنۍ لیکنه (مسلمان ته دکفر نسبت کول دهغه د وژلو انډول ده)چې مې کله ولوستله نو په زړه بوج مې هم ورک شو.
د چپرهاری صیب بحث بیل دی هغه زما پوری هیڅ اړه نلری.
په درنښت
وزیري
06.05.2011
عبدالوکیل وروره اسلام علیکم!
وروره له لیکنی نه مو ډیر خوښ شومه، خوشحاله اوسی. ډیر په ځای کلمات مو استفاده کړیدی، درسره موافق یمه.
خو زه حیران هغو خلکو ته یمه چی چورلټ ترینه منکر دی. په دی یی پوره عقیده ده چی ساز او سرود سړی ته داسی یوه انرژی وربخی چی مستوی یی او په ګډا یی راوستی شی. خو د الله جل جلاله په ذکر او یا د رسول الله صلی الله علیه وسلم په نعت کی دومره زور ته قائل نه دی چی انسان په لړزا راولی سره له دی چی الله جل جلاله هم ورته په قرآن کی داسی اشاره کوی.
الله نزل احسن الحدیث کتابا متشابها تقشعر منه جلود الذین یخشون ربهم ثم تلین جلودهم وقلوبهم الی ذکر الله .
دا آیت نص قطعی الثبوت او قطعی الدلالت ده په وجد باندی.
د لازیاتو معلوماتو لپاره تفسیر صاحب مدارک، صاحب جلالین او د تفسیر مظهری لیکنی دی وکتل شی.
په بل ځای کی الله جل جلاله وایی:
فلما راءینه اکبرنه وقطعن ایدیهن
په دی ځای کی د مصر ښځو د یوسف ع د جمال په لیدلو سره په ځان پوه نه شوی او خپلی ګوتی یی پری کړی نو د الله جل جلاله او رسول الله صلی الله علیه وسلم انوار چی په چا باندی طاری شی څنګه به ځان کنترول کړی. روح البیان مطالعه دلته ډیره مفیده ده.
بل په احادیثو کی داسی ډیر ځای شته چی د صحابه کرامو له مبارکو خولو نه به تلاوت کیدلو نو په څنګ کی ولاړ اس به په رقص راتلل. په آس باندی چی وجد طاری کیږی نو په انسان ولی نه؟
نو چپرهاری وروره سره له دی چی د بحث له کولو نه دی ډډه هم وکړه خو دومره راته ووایه چی آیا اوس وجد منی او کنه؟
والسلام
chaparharay
06.05.2011
بسم الله الرحمن الرحیم
الوزیری صیب که د بحث خبره شي نو تر میاشتو میاشتو بحث درسره کولی شم او ښه مدلل بحث .
خو که دبحث نه کومه فایده وي نو هله او که هسي ناندري وي نو بیا ورنه تیرشه.
تاسي وجد خبره کړي او په دلیل کي مو دقران کریم تلاوت راوړي نو تاو الله چي دا صوفیان موفیان دي چي ځانوباندي پیریان کینوي دوي د تلاوت په وخت کي داسي کوي که د پیرپه مخ کي؟
چي یو ورته سندره واي او غومبر وهي او دوي ورته ځانونه په ځمکه ځمکه ولي او بیا ورپسي بل را پاڅیږي او د شالخوا يي غیږ کي کلک ونیسي او زورکوي يي؟
ایا دي ته وجد واي زه خو د وجد په نوم هڅ شی نه پیژنم اونه يي منم او نه يي کولی شم او نه ځان اوس په دي سپینه ږیره شرمولی شم .
تاسي هم د قران د تلاوت په وخت کي وجد وجذب وکړی بیا به یی ومنم چي څه شی خو دی!
مونږ چي د قران تلاوت ته چي امام په ښکلي اواز د وعد و وعید ایتونه په لمانځه کي تلاوت کوي نو ورته ژاړو او ما هم ډیر ژړلی بیا تاسي واي چي لمونځ مو ونشو ولي پکي ژاړی او چي تاسي بیا د پیر په مخکي سندرو ته اداګاني او اکټونه کوي نو دا بیا وجد شو!
بس خو درته ومي لیکل چي ته يي کوه زه يي نشم کولی ستايي همدا وجد ښه او ځما يي قران ته ژړل لکم دینکم ولی دین .
نوربیا او حتما بیا
وزیري
07.05.2011
چپرهاری صیب، زه دا نه درته وایمه چی ته یی هم راسره وکړه. زه صرف دومره درنه غواړم چی زه یی د کولو لپاره مذکوره دلایل لرم نو چی ما کولو نو ته به بیځایه راباندی نه لګیږی. او فتوی به نه راباندی لګوی. پاتی شوه په سپینه یا توره ږیره واریدل. نو دا خو د نبی علی السلام په مخ کی صحابه وو هم کول، هغوی نو نعوذبا الله د بی شرمی کار کاوه.
لږ فکر وکړه.
chaparharay
07.05.2011
انا لله وانا الیه راجعون اللهم اجرنا في مصیبتنا واصلح اخواننا الذین فقدوا طریقک الحق وضلوا عن سبیلک اللهم اهدیهم الی الحق ودین المبین وعقیدةسلیمةالراسخة وغیر حالهم الذي فیه وارشدهم الی دینک الخالص الذی بعثت به نبیک وامرتنا في کتابک اللهم لین قلوبهم لیرجعوا الی طریقک المستقیم الذی لاعوج فیه.
الوزیر صیب که دا ستاعقیده وي کومه چي تاسو لیکلي ده نو بیا هم وایم چي دا سریلنکن انکل هماغسي بودیست ډیییییییییییییییییییییییییییییییییییییییییییرښه دي مه يي خرابوه!
کیدی شي الله جل جلاله يي دکوم سم او عالم سړي په لاس مسلمان کړي نو ربح به وکړي.
نجيب الله
07.05.2011
زه پخپله په دي موضوع کي تراوسه پورې کومي نتیجي ته نیم رسیدلای.خوچی ګورم دچپرهاری خبري راته ښي ښکاري.الوزیرصیب دباړي دپیرهغه ویډیوچي یوسپین ږیری یې په مخکې لاس اړوي وجد دی که څه شی؟
وزیري
07.05.2011
بس چپرهاری ښه وایی.
زه به له دیوال نه څه زده کړم او دیوال به له مانه څه زده کړی.
نه یی په لیکنو کی آیت شته، نه حدیث شته، نه د کوم مذهب یا عالم قول شته، نه په کی کوم عقلی دلیل شته، صرف تش په خوله خبری دی چی د آیات او حدیث رد پری کوی او یا خالی تا ویلی او ما ویلی دی. خوشحاله خو به هم یی چی ځه هلکه یو مدلل بحث خو می روانه کړیدی.
او دا نجیب ورور خو که د قضا وظیفه چیرته ځانته ولټوی نو دا به د افغانستان لپاره یوه ښه لاس ته راوړنه وی. ځکه چی هغه دا به right person for the right job وی.
نجيب الله
07.05.2011
[quote:1ec0ff4873]او دا نجیب ورور خو که د قضا وظیفه چیرته ځانته ولټوی نو دا به د افغانستان لپاره یوه ښه لاس ته راوړنه وی. ځکه چی هغه دا به right person for the right job وی.[/quote:1ec0ff4873]
الوزیر وروره دادقضا وظیفه خوډیره درنه وظیفه ده زماپه وس پوره نده اونه یې پرمخ بیولای شم خوولې څوک حق نه لري چي خپل اظهارنظر وکړي.خوپه ایت اوحدیث باندي لیکلنه حقیقت نه شي درک کولای ترڅوپه صحیح ځای کي استعمال شوي نوي.چپرهاري صاحب خبري زماپه نظرعقلي دي که ته عقلي دلیل غواړي نودغه دی. باقي چي ته ماته دیونظرپه اظهارولو سره دقضاوظیفه راکوي نو ته هم دافغانستان لپاره لویه سرمایه یې چي اهل کارخلک پیږني .
chaparharay
08.05.2011
بسم الله الرحمن الرحیم
الوزیر صیب تاسي عجیبه خبري کوي ددي پرځاي چي تاسي ته مو خپل پیران چالاکي دروښاي علم يي درښودلی واي څومره به ښه وو.
ته واي چپرهاری دي قران او حدیث نه دلیل راوړي په خبرو کي يي یو ایات او حدیث هم نشته!
نو زه خو د صوفیت نفي کوم او ته يي ثابتوي اوس به دلیل ته راوړي که زه؟ کوم دلایل دي چي په ډیره خواری سره چانه را استعاره کړي نو هغه خو هم په تاباندي دلیل دی نه ستالپاره .
زه وایم چي اسلام کي تقوی او زهد دی ته وای نه همداصوفی
ت دی نو دا دلایل چي تاله چا راپیدا کړي په کوم ځای کي د صوفیت یو کلمه هم ذکر ده؟!!
تاسي د قران د تلاوت په وخت کي د اس ریګدیدل ښودلی نو هغه خو د قران د نزول او تلاوت په وخت کي شوی د سندرو په وخت کي خو ندی شوی اوس ته ووایه چي دا ستاپیر په محفل کي یو ایة هم تلاوت کیږي اوکنه د پیر مدح کي اشعار وی او بیا تاسي ورته په ګډاشی او بیا یو بل صیب را پاڅیږي او له شا خوا مو ښه ټینګ په غیږ کي ونیسي او زورونه درکوي په لوی محفل کي یره عجیبه طریقه خو ستاسو هم ده چشم بد دور.
تاسي چي کوم خلک ذکر کړی نو دوی خو عالمان وو اوزاهدان وو متقیان وو صوفیان خو نه وو او زه خو همدا وایم چي هغوی ښه خلک وو خو صوفیان ورته مه وایه زاهدان متقیان دالله دوستان اولیاء ورته ووایه منم يي خو صوفیان بیا بیخی بیل خلک دي ته يي نه مني چي نه همدوی صوفیان دي !
اوس دا ستاپیش کړي دلایل راته یو یو راوړه او ثابت کړه چي دلته د صوفي او پیر کلمه کوم ځاي کي ده؟ بیا به ګورو
او ګوره دي خبره باندي ځان پوه کړه چي په عقاید کي قوي دلیل داثبات لپاره وي د نفي لپاره نه مثال يي الله یو دي! دلیل :قل هوالله احد ، الله نازولي نه لري دلیل: الله الصمد ، مورپلارځوی لور نه لري دلیل:لم یلد ولم یو لد ، سیال نه لري استغاثه به ده نه کوي فریاد به ده ته کوي مشکل کشا به یواځي دی ګڼي او نورو نور دلیل ولم یکن له کفوا احد.
نو دلیل د اثبات لپاره وي د نفي لپاره نه وي پدي لږ ځان پوه کړه لوي شي ښه!
نوربیا