د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دغه مستعار نومونه مستخيف ندي ؟؟


ع کريم حليمي
27.06.2004

[color=blue:f279cc0e96]درنو افغانانو سلام !
د ډيره وخته دغه پښتنه راسره وه چه ولي بعضی ليکوالان مستعار نومونه کاروي ٠
زه داسي فکر کوم چه مستعار نومونه هغه وخت بايد کار سي چه يو بد عمل احمد يا محمود کوي
او يا کوم د انټليجنټ موئسسې غړی وي ٠ يو ملک ته وظيفتأ تللی وي نو خپل واقعی نوم چاته نه ښو وي
او د جهاد په وخت کي هم مجاهدينومستعار نومونه کارول ٠ وليچه ډير امکان ئی در لودې چه په ښارکي پوليسو
نيولۍ وای ٠ نو د خلاصون ښه لاره وه ٠ نو پښتنه مي داده چي دغه دانشمندان ليکوالان ولي مستعارو نومونه
استفاده کوي٠
او که مي داسي غلطه پښتنه کړې وي ٠ بخښه به راته کوۍ ٠ [/color:f279cc0e96]حليمي


نقاد
27.06.2004

تر سلام وروسته :
زه ډاډه نه يم چې دا نومونه ټول مستعار نومونه وي. ماته زياتره تخلصونه بريښي ، چې تخلص هم بدلېدلی شي.
د ساري په توګه زما لومړی تخلص مومند و، چې يو قومي نوم دی ، اوس هم په خپل ځای پاتې دی، ولې خوښ
پرې نه وم، ځکه قومي نومونه بي طرفه او تل بي ښې بدې نه پاتې کيږي. نو په انتر نېټ کې مې پاڅون کړ، خو کوم بل ليکوال هم په دې نامه موجود و، نو مې پاڅونوال او بيا کرټ بدل کړ او نقاد شو. ولې په اسنادو کې اوس هم کورني نوم مومند دی او وي به، ځکه چې بدلون يې يو ستونزمن کار دی. اصلي نوم مې د ټول افغان يو بل غړی او تکړه ليکوال چې زه يې متاسفانه شخصأ نه پيژنم، د تخلص په توګه کاروي، نو ځکه يې زه نه ليکم ، څو هغه يې بې خنډو خاره کاروي ، هسې هم د هغه ليکنې زما تر دې دمه ډيرې خوښې شوي دي.
هو، د مستعار نومونو په هکله مې پخوا په ټول افغان کې لوستلي وو، چې په آزادانه توګه پراخه ليکنې وکړئ او د فکري آزادۍ د خوندي ساتلو له پاره له مستعار نامه څخه کار واخلئ. البته دا اپېل په هيواد کې دننه او په ختيز ګاونډ کې افغاني ليکوالانو ته متوجه و، چې وکړای شي پر حکومت او د هغه پر ټوپک سالارو اتلافيانو
باندې نيوکې وکړي او د پښونستان په اړه هم په لره پښتونخوا کې افغانان ازادانه او مردانه ليکنې وکړای شي. دا ويره نه، بلکې د آزاد قلم کارولو يوه خوندي ﻻر بلل کيدای شي. نو که څه هم زه او تاسو او زمونږ په څير د ټول افغان نور زياتره غړي به ورته څه اړتيا نه لرو او کار ترې نه اخلو، خو د اړتيا په صورت کې د فکري او قلمي آزادۍ له پاره د مستعار نوم کارول يوه ښه وسيله ده او وي به ( خو د مستخيف په معنی پوه نشوم). والسلام .


زما رايه


Kliwal
28.06.2004

محترم حليمي اونقاد صاحب ته په گېډيو سلامونه عريضه كوم
زه محترم حليمي ته په درناوي د ښاغلي نقاد صيب سره همغږ يم.
زه په مستعار نوم كې هيڅ وبال نه وينم ځكه مهمه (مقاله او مضمون)دي چه د هر چا وي، وايي:(دېته مه گوره چه دا د چا خبره ده بلكه دېته وگوره چه څه يي ويلي) او د هرې علمي خبرې (اهميت) د هغې په كيفيت كي نغښتل شوى نه په قايل كي.
او دا اصلي او مستعار نمونه بيا په خاص ډول په سياسي او حساسو موضوعاتو كي بيا د وخت خبره ده كله مستعاراو كله اصلي نوم مناسب وي چه هغه ليكوال په پخپله ښه پيژني
د بېلگې په ډول كوم ليكوال په مستعار نامه د طالبانو د حكومت په مهال په عربي ژبه يوكتاب ليكلى ((طالبان من حلم الملا إلى إمارة المومنين)) چه خورا مستنده، دقيقه، سمه او انصافداره ليكنه يي كړې، نو په همغه وخت كي به لازمه وه د ليكوال هويت او د وخت كيفيت به اجازه نه وركوله چه اصلي نوم وكاروي، مگر ليكنه يي سمه ده او اوس هر څوك د طالبانو په باب هر ډول ليكنه په خپل اصلي نامه كولاى شي.



ع کريم حليمي
29.06.2004

ډېر محترم نقاد صاحب ،کليوال صاحب سلام٠
نقاد صاحب يو جهان مننه ستاسو له معقول جواب څخه
نو کله چه تخلصونه دي ډير خوشحاله سوم ٠ ولي چه تخلص ډير اوږد تاريخ لري د شاعرۍ او ليکولالۍ اخلاق
دي ٠ يو ليکوال ته ضرورده چه تخلص ولري ٠ او دتخلص ايښولو تاريخ تر دوه زره کاله هم ډېر دې ٠ دا کار په نړۍ
کي اول ځل ايران ايرانۍ شاعرانو شروع کړې دې ٠
ګرانه کليوال صاحب مستعار نومونه مي نه خوښيږي ! ولي چه هره کيلنه چه کوم افغان کوي ٠ مسؤليت ٠٠٠٠٠٠ ئی بايد هغه ليکوال پر غاړ واخلي ٠ د شخصيت تعين جامعه کوي ٠ ولي چه ليکوال خپل مغز رااخلي او پر
سپين کاغر ئې ايږدي ٠ او لوستونکي بايد پوه سي چه څوک د څرنګه فکر خاوند دې ٠
او مستعار نوم زما له پاره د خوف (مستخيف ) دې ٠ هره ليکنه پر انسان ،جامعه تأثير لري ٠ مسؤليت ئی بايد د
يو چا لغاړي وي ٠ که څوک مستعار نومونه کاره وي ٠ داسي مثال لري لکه پټه خوله چي وي ٠ او دپټي خولې
د سړي شخصيت څوک نسي تعينوالای٠ چه هوښيار ،خطرناکه،ښه ،بد ، جاسوس،دوست، دوښمن څه شي دې
[color=red:db3dded62e]مستعار نوم د ليکوالۍ اخلاق نه دي ٠ او تخلص ئی اخلاق دي ٠[/color:db3dded62e]
فاميلي نوم جلا شی دی ٠ که د چا لاست نوم نعيمي وي ٠ نو ممکن لس،پنځلس نفره دا فاميل ولري ٠ او و ليکوال
يا شاعر ته ضرور ده چه ځان ته تخلص ولري ٠ نو زه د دانشمند،ليکوال نقادصاصب په جواب قانع سوم ٠ مننه
حليمي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more