د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

د الله نه د ایمان سوال او تاسو نه د نصیحت او دعا خواهش

خاسر
03.05.2011

محترمو علماء دین او دین ایمان په زیور سمبالو ورونو.
زه د یو پوهنځی محصل وم چی د دین سره می شوق ډیر زیات شو نو د اسلامی کتابونو مطالعه می زیاته کړه د الله او پیغمبر سره می هم شوق زیات شو او د الله او پیغمبر صلی الله علیه وسلم په باره کی می مطالعه نوره هم زیاته شوه

---------------
لیکنه یو ډول مخصوصه معطره وه ، او پر معطر والي سربېره يې
د "ټول افغان " هوا زهرجنه کړېوه .
له مکرم او محترم نوروز خان نه مننه

حلیمي


..Ahmadzai
03.05.2011

محترمو وروڼو

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

د خاسر د ضیق أو زړه تنګوالی علت به د ده توهم وي چې ګوندې کافر سوی نه وي.
که مونږ پر ده حسن ظن وکړو آو رښتیا هم داسې وي، نو زه زیری ورکوم چې دا به ان شا‌‌‌ء الله د عمیق أو پوخ ایمان د حاصلولو پیل وي، نفسي کش مکش به دی حق ته ان شاءالله رسوي.

ډیر خلک بې لارې وي خاصتاٌ د ځواني په ابتدا کې، مست وي، نفس پرې غالب وي، غفلت أو دنیایي هوسونو یې حواسو باندې پرده غوړولي وي، خو د وخت تیریدو أو عمر پخوالي سره ورته د شتون أو وجود سوالونه پیدا سي، له ژوند څخه بیزار سي ، د شکونو په تورو تیارو کې رایسار سي، کله چې فکري کشمکش زور پیدا کړي، أو د غفلت پر ځای پلټنه شروع سي، ډیر یې بیا حق ته لار پیدا کړي أو له مزید کوشش سره لاره ورته نوره هم رڼا کیږي، أو فکري تیارې کمیږي، په خپل تفریط سخت پښیمانه وي، مونږ لیدلي چې دا رنګه خلک بیا د څومره ټینګ ایمان خاوندان وي، ځکه چې د ې خلکو ایمان په میراثي أو تلقینی ډول نه وي حاصل کړی أو که وي هم نو دومره موءثر نه وي، څرنګه چې د فکري زحمت په وسیلة حاصل سي، أو ډیر خلک مو داسې هم لیدلي چې ټول عمر یې دیني ماحول أو د دین د علومو په زده کړو کې تیر کړی وي، علم یې زیات وي خو إیمان یې کمزوری وی

ماته یو ډیر خپل أو عزیز انسان څه موده خسته أو مشوش معلومیده، أخر مې ترې د حال د تغیر وپوښتل، أول کې یې ځان ایخوا دیخوا کړ، خو وروسته یې راته وویل :په داسې فکري کشمکش کې مبتلا یم چې چا ته یې ویلی نه سم، أو که تاته یې هم ووایم نو بد به دې رانه راسي، خو ما اطمینان ورکړو چې راز دې نه وایم أو همکاري ته تیار یم، نو ده هم د خاسر غوندې د مردارو سوچونو شکایت وکړو، أو ویل یې ډیر سخت ډاریږم چې کافر سوی نه یم أو یا کافر مړ نه سم، ما ورته وویل له چا ډاریږې؟ هغه ویل له خدای څخه.
دغه انسان یواځې دوه هفتې داسې تیرې کړې وې ترڅو یې ماته حال ووایه، أو بیا لږ ډاډ أو غمشریکي، أو په عقلي أو نقلي دلایلو أو پر د عاء أو معوذاتو یې تکلیف بلکل ختم سو.

نو هیله ده چې خاسر ورور هم خپل تکلیف یو ډیر نیژدې پوه أو دینداره ملګري سره شریک کړي، أو یا هم یو جید دیني عالم څخه مخامخ مرسته وغواړي، أو د خپل تکلیف په علاج کې که غم ورسره وي جدي سي، شرم أو ډار دې یوې خواته پریږدي،.
دلته به څه خاصه تداوي ترلاسه نه سي کړي، ځکه چې څوک پرې اعتبار نسي کولی چې دی ریښتونی دی، أو که نور مطالب لري.

په درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more