د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

امريکايان ولې د اسامة رحمه الله د شهادت ويډيو خلکو ته نه ښکاره کوي/د اسامة بن لادن د شهادت توقيت

و.افغان
02.05.2011

درنو وروڼو!
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته.
نږدې د ټولو هغو خلکو په زړونو کې چې د اسلامي نړۍ حالات د مېډيا پر مټ څاري، دا پوښتنه را ولاړيږي، چې که چېرې امريکا په رښتيا توګه اسامه بن لادن رحمه الله په شهادت رسولی وي؛ نو ولې تر اوسه د هغو عملياتو ويډيو د ميډيا په لاس نشر ته
نه سپاري؟ ولې يې تر اوسه مړی تري تم دی؟

زه فکر کوم چې د دې کار دا وجه کېدلی شي چې په عملياتو کې د اسامه رحمه الله جسد ته ډېر زيان اوښتی وي
نو اړونده ويډيو امکان لري، چې د ډېرو خلکو احساسات راوپاروي، داسې حال کې
د هغه د شهادت د ويډيو نه ښودل کولی شي چې د هغه د محبينو په زړونو کې يو څو
فيصده دا تسل پرېږدي چې کېدای شي خبر دروغ وي؛ او حقيقت ونه لري؛ او بالآخره
به د غير منظمو او منظمو انتقامي عملياتو لپاره د چټکو مؤثرو ګامونو د پورته کولو مخه ونيول شي.

دا چې امريکا دا کار اوس ولې تر سره ؟ نو دا پوښتنه هم ډېرې نورې پوښتنې راولاړوي.

له ډېر وخت راهيسې ويل کېدل چې اسامه رحمه الله مريض دی، نوموړی په مکرر ډول
د خپل مرض د علاج لپاره پاکستان ته تللی دی، حتا ځينو عربي ملکونو ته هم تللی
دی، دی چې هغه د يوې نسبتا اوږدې مودې لپاره په اېبټ آباد کې په داسې ځان کې
هستوګن شوی وو؛ چې شاوخوا يې فوځي مرکزونه وو؛ نو پرته له دې احتمال بل
احتمال نشي وارېدېدلی، چې نوموړی مريض وو، او د خپل علاج لپاره هلته تللی وو،
ځکه د هغه غوندې د امنيت په چارو پوه، محتاط، ويښ، تجربه کار او هوښيار سړي
په اړه دا احتمال نه امکان ته نږدې بريښي؛ چې په دغسې يو ځای کې دې د اوږدې
مودې لپاره پاتې شي،کوم چې يوې امريکايي هډې ته هم په نږدې فاصلې کې پروت دی.

زه فکر کوم، چې کېدی شي چې د هغه مرض سخت شوی وي ژوند يې له جدي صحي
خطر سره مخ شوی وي، نو امريکايان واذنابهم دا ښه فرصت ليدلی وي؛ چې د هغه
له قتل څخه سياسي او اقتصادي ګټه پورته کړي، او پرېنږدي چې په طبيعي مرګ وفات شي؛ او له
بله اړخه به الله جل جلاله هغه په شهادت تکريموه، د دې امکان هم شته، چې هغه
بالفعل وفات شوی وي؛ او بيا دغو عملياتو صورت نيولی وي، يعنې له مړه جسد
څخه يې د تجارتي توکي په توګه ګټه اخيستل شوي وي.

ما څه وخت وړاندې د القاعدې او روان اوښتونونه په نوم يو مضمون ليکلی وو، نو هلته
مې دا ويلي وو، چې دغه ولسي سولييز انقلابونه د القاعدې پر مخ کلک ګوذار دی،
بېګا د الجزيرې تلويزيون سره د حزب النهضة الاسلامي مشر شيخ دوکتور راشد
الغنوشي په خپلې مرکې کې وويل چې اسامه نن نه دی مړ، اسامه په هغه ورځ مړ شو،
په کوم ورځ چې په تونس کې ولس په انقلاب لاس پورې کړ، او کامياب شو، همدارنګه
يې د نورو دولتونو ولسي سولييزو انقلابونو ته او بالتحديد د يمنيانو مظاهرو ته
اشاره وکړه، هغه وويل: د يمن خلک نږدې ټول مسلح دي، په عربي دولتونو کې په يمن
کې القاعديي حضور تر نورو زيات ځواکمن دی، خو ولس په سولييز انقلاب
لاس پورې کړی دی، او د مرمۍ په وړاندې له خپلو وسلو کار نه اخلي، اګر که د هغوی
ولسمشر هم دا غواړي چې ولس په مسلحو عملياتو لاس پورې کړي؛ نو نړيوال هلته نه
د القاعدې خبره مطرحوي، نه د حوثيانو او نه د انفصاليانو.
نو نتيجه دا شوه چې اسامه بن لادن رحمه الله داسې وخت په شهادت رسيږي، چې دی د
خپل تنظيم د ځينو غلطو سياستونو په وجه لا له مخکې مړ شوی وو،په اسلامي ولسونو کې د ده د محبوبيت د کمېدا په وجه تجريد شوی وو، د دې غټ دليل دا هم دی،
چې له څو کلونو راهيسې د ده اعلامي نشاط او د اتباعو عسکري نشاط يې نږدې د کامل جمود سره مخ وو، او د القاعدې سره نږدې ټولو متعاطفو ډلو په عربي هيوادونو
کې خپلې متشددې پاليسۍ دوباره تر نظر لاندې ونيولې، او ډېرو يې تراجعات هم
اعلان کړل.

نو په داسې وخت کې غربيان دهغه وژل د خطرناکو عواقبو زېری نه بولي.
بر عکس هغوی په کې خپلې سياسې ګټې ويني، چې له يوې خوا په خپلو شرمېدلو
استخباراتې او فوځي ناکاميو پرده واچوي، او له بلې خوا د اوباما لپاره د را روانو
انتخاباتو د ګټلو لامل وګرځي.

په درنښت


أبوخليل قدوسي
02.05.2011

مننه وهاج صاحب ډېره ښه ليکنه مو کړي ده الله تعالی دي په اسامه رحمه الله باندي ورحمېږي او الله تعالی دي داسلام دښمنان او دهغوی لاسپوڅي منافقين ورک کړي


عادل عادل
03.05.2011

السلام علیکم

امریکایان د بارک اوباما په مشری تر ټولو لومړی په دې ټکي کې دروغجن دي چې وایي په دې عملیاتو کې د دوی هیڅ یو فوځي نه خو وژل شوی او نه هم ټپي شوی دی، په داسې حال کې چې د دوی یوه هلیکوپټر الوتکه د همدې حوېلی پر سر د اور لمبه او په مځکه راغورزېدلې ده.

تر ننه پورې د دوی تر ټولو قوي دلیل دا دی چې وایي نوموړې حوېلی ډېره لویه او د لوړ قیمت کور په کې جوړ وو نو ځکه د اسامه بن لادن د پنځکلن پټنځای شک پرې وشو.

له بلې خوا دوی په لومړي سر کې مېډیا ته دروغجن تصویرونه په اختیار کې ورکړل چې بیا وروسته اکثریت سایټونو بېرته لیرې کړل.

د ایران د ملي امنیت مشر وایي چې دا خبر ورته ځکه د باور وړ نه ښکاري چې امریکا تر اوسه پورې اسامه بن لادن څلور ځله وژلی/نیولی دی.

د مسلمانانو د احساساتو د قابو او غچ اخستنې د مخنیوي په نوم د اسامه د وژل کېدو ویډیویي راپور نه خپرول هم پورته ته ورته یوه غولونکې هنګامه ده، د یوه شخص په توګه د اسامه بن لادن تقدس کله هم د خدای تر کلام قران کریم څخه، چې په لسهاوو ځله یې د وحشي امریکایانو په خیرنو لاسونو توهین شوی، نه دی لوړ، دوی ډېر پخوا د عامو مسلمانانو ویده/مړه احساسات تر معاینې لاندې نیولي، خو د خاصو هغو لپاره چې د بن لادن لارویان دي، نو هغوی ته خو حقیقت کله هم زمونږ په شان پټ یا شکمن نه برېښي تر څو یې په ورته پالیسی د غچ اخیستنې مخنیوی وشي، د غچ اخیستنې او احساساتو د قابو کولو وروستی ذریعه هم د هغه د جسد سپارل دي نه دا چې د سمندر په تل کې، خدای خبر کوم مذهبي دستور له مخې، خښ ګړل شي!!

د تاریخي عراق د وحشي اشغال نه وروسته چې کله امریکایانو د شهید صدام حسین د زامنو په شکمن پټنځای عملیات وکړل، ډېر ژر یې د صدام د شهید کړل شوو دوو زامنو د جسدونو ژوندی ویډیوګانې او تصویرونه د میډیا مخې ته کېښودل، هغوی یې هم څه په بړستن نه بلکه محوکوونکو وسلو سره وژلي وو، او د اسانه پېژندګلوی لپاره یې د مخ شلیدلې څرمنې ورته بېرته ګنډلې او جوړې کړې وې، همدارنګه صدام حسین یې له سمڅې څخه لا نه وو راویستلی چې په خوله کې یې پنس ورته اچولی وو او غاښونه یې پرې شمېرل! تر ټولو بوږنونکې همدا چې د لوی اختر په ورځ یې اعدام کړ !!!

نتیجه دا چې حقیقت تر هغه څه چې مونږ یې اورو او یا یې مشاهده کوو، کیدای شي ډېر مختلف وي، ډېر امکان لري چې اسامه بن لادن د یونیم کال ارام لپاره امریکا میس-ګاید یعنې غلطه رهنمایي کړې وي تر څو له یوې خوا خپلو هلو ځلو ته زور ورکړي، له بلې خوا مکار پاکستان باندې د امریکې تورونه ثابت کړي، او له بلې خوا امریکایانو ته د ګران افغانستان څخه د وتلو هغه مهالویش ته بهانه په لاس ورکړي چې امریکا یې غولونکی اعلان کړی دی.

نور بیا....


حمید هڅــاند
03.05.2011

دروند ورور وهاج افغان صیب، په دې اړه څه نظر لرئ؟
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?p=49924#49924


عادل عادل
03.05.2011

السلام علیکم

ټولو ته روښانه ده چې اسامه بن لادن امریکې ته مطلوب وو، نو که د ایبټ اباد عملیات واقعا د دوی د مکر او ډرامې یوه برخه نه وي، نو ولې یې د بن لادن د ژوندي نیولو کوښښ ونکړ، هغه خو یو شخص وو، په فوځي مرکز کې نه بلکه په یو کور کې میشت وو، د کور شاوخوا به یې د اونیو او میاشتو په اوږدو سره محاصره ساتلې وه تر څو په حویلی کې موجود کسان په خپله خوښه ځان سپارلو ته اماده شوي وای؟؟

دا چې داسې ونشول، دا کار د دوی ټول خبرونه تر شک لاندې راولي، حتی چې د 9/11 د حملو په سبب د هغو درې زرو وژل شوو امریکایانو کورنی به هم کېدای شي غږ پورته کړي چې ولې اسامه د اسانه نیولو پر ځای ووژل شو؟؟؟


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more