د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

د پیغمبر علیه السلام په خوب کی لیدل

عبدالوكيل
30.04.2011

الوزیر صاحب په خپل لاسلیک کی حدیث لیکلی:

[quote:9063b5f164]من رآنی فی المنام، فلن یدخل النار. (الحدیث)[/quote:9063b5f164]

د ملایانو نه می اوریدلی چی څوک په خوب کی پیغمبر علیه السلام په څه شکل ووینی نو هماغه یی ریښتیانی شکل دی ځکه چی شیطان د پیغمبر علیه السلام په شکل ځان نشی جوړولی .
زما یو ملګری دی یو ځل یی پیغمبر علیه السلام په خوب لیدلی بیا یی یو ملا ته خپل خوب تیر کړ ملا ورته ویل چی دا د پیغمبر علیه السلام ریښتیانی شکل دی په کوم چی تا لیدلی همداسی میانه ونه ، توره خو د زنی پر ځای یو څو تاره سپینه ږیره د پیغمبر علیه السلام وه . خو همدا ملګری می وایی چی بل ځل می پیغمبر علیه السلام په خوب لیدلی خو سپینه ږیره یی وی . ما چی د الوزیر صاحب لاسلیک ولید دا پوښتنه راته پیدا شوه . چی ملایان خو وایی چی څوک چی پیغمبر علیه السلام په خوب کی ووینی نو دا یی ریښتیانی شکل وی نو ولی زما دی ملګری یو ځل په یو شکل لیدلی او بل ځل یی په بل شکل ؟
د محترم مولوی صاحبانو نه هیله ده چی ددی پوښتنی جواب راکړی . په درنښت


م
30.04.2011

السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته

دعلیه السلام مبارک په خوب کې دلیدلو یوه طریقه
په بخاري شریف کې همدا دنبي علیه السلام په خوب کې دلیدلو حدیث راځي ماته استاد وویل چې ددې حدیث دمطالعې په شپه که څوک بیا بیا درود ووایي او بیا له ویده کیدو مخکې خدای ته په عاجزۍ سوال وکړي چې نبي علیه السلام په خوب کې باندې وویني ، نوکه شوق یي ډیر زیات او خاص لله فی الله وي کیدای شي الله تعالی یې دیدار نصیب کړي .
یو وار ما همدا تجربه عملي کړه ، خو عجیبه داوه په هغه شپه مې امام غزالي رحمه الله په خوب ولید، او هغه هم په دومره عجیب انداز چې زه یې تعبیر نه شم کولای ، ښایي زمابه باطن خچن وه چې په دې هڅه کې ناکام شوم ، او دعلیه السلام لیدل مې په نصیب نه شول ، که څوک غواړي علیه السلام مبارک په خوب کې وویني ،نو دایي هم وایي یوه مجربه طریقه ده .
دبخاري شریف دهغه معلوم حدیث مفهوم داسی دی ، چا چې زه په خوب کې ولیدلم نو ګواکي ویي لیدلم ، ځکه شیطان زما په صورت ځان نه شي مصور کولای .

ضروري یادونه
یو وخت خو ما له دې فورم سره بایکاټ کړی وه او له وهاج صاحب نه سخت خفه شوی وم ، مګر اوس مي زړه سپک شوی اوبله وجه داده نن مي چې فورم خلاص که په ټولو فورمانو کې میزایل ،راکټونه شارټيدل اویا پهلوانۍ شروع وې ، سخت وډار شوم یوځل مې ویل بیرته کرار ووزه ، خوبیا دادملایانو فورم راته یوڅه امن ښکاره شو ، نو دلې راغلم
خدایزده چې وهاج صیب به څه وایي هغه خو هم ځانته سلطنت ده :lol: :lol:


عبدالوكيل
30.04.2011

[quote:8b4ce9db37]هغه خو هم ځانته سلطنت ده [/quote:8b4ce9db37]
:)


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more