د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

جهاني پښتو ژبه د يوې ژبې په توګه نه مني بلکې لهجه ورته وايي او غواړي په سيمو يې ووېشي!

م . ق
29.04.2011

بښنه غواړم لاروي صیب موضوع ما ټاکلی وه او لیکنه هم ما رانقل کړیوه،
ماخپلی ټولی لیکنی ړنکی کړي که ښه وی او که بد،،،نو پدی سلسله کی دغه د جهانی صیب لیکنه هم ړنګه شوه.

مننه
ملا راکټ ننګرهاری


larghonay laraway
29.04.2011

[code[code:1:d4e3a99961]]ملا راکټ صيب بښلی مې يې خو بايد پام دې وي چې د جهاني صيب ليکنه تاسو دلته رانقل کړې وه او بېرته مو پاکه کړه خو ما اوس بيا په خپله له لر او بر پاڼې څخه همغه ليکنه راوړه او په همدې خاطر مې ستاسو پورتني ټکي ټکي همداسې ټکي ټکي پرېښودل او دا دی دا ليکنه ما بيا له لر او بر څخه راواخيسته او هوبهو يې دلته ږدم څو پښتانه خپل دوست او دښمن وپېژني ![/code:1:d4e3a99961]

پښتون خوځښت ته لیک
خپروونکی : د لراوبر اداره
ليک : عبدالباري جهاني
نېټه : ١٧ / ١٢ / ١٣٨٩ | 2011-03-08
د جهاني انلاين ويبپاڼي څخه په مننه
تازه می د لرواوبر په ویب سایټ کی د پښتون خوځښت د جوړیدلو راپور ولوست. په دې وروستیو وختونو کی به د لږو راپورونو لوستلو دومره خوشاله کړی یم. پښتنو منورو ځوانانو، چی د افغانستان په اوسني نظام کی هیڅ غمخور نه لري، او څوک چی د دوی غم خوړلای سي، هغوی ټول په خپلو ډاکه ماریو لګیا دي، دغه راز یوې ټولني ته پرون هم اړتیا درلوده او نن او سبا هم د خپلو مظلومو اولسونو د حقوقو څخه د دفاع لپاره حیاتي ضرورت ورته لری. پښتانه ځوانان، د بیکسی په دغو اوسنیو شرایطو کی، مجبور دي چی یوازي پر خپل مټ باندي تکیه وکړي؛ او زه یقین لرم چی هغوی هر څومره درانه پېټي تر مزله رسولای سي. زړه می باغ باغ کیږی. که می عمر خوړلی نه وای نو له دې ځوانانو سره د عمل په صف کی دریدلو ته هم تیار وم. خو اوس موږ په داسی حال کی یو چی یوازي مو دعا له وسه پوره ده؛ او دعا به نه سپموو.
پښتون خوځښت او دغه راز نورو تحریکونو ته می د هغوی د یوه مشر ورور په توګه دا توصیه ده چی د دوستانو تر پیدا کولو او ډیرولو د دښمن تشخیصولو او په نښه کولو ته زیاته توجه وکړي. د دوستانو کمی تحریک او خوځښت کمزوری کوي، خو د دښمن نفوذ تحریک دړي وړي کوي او له منځه یی وړي.
د مرض او ناروغی تشخیص د ډاکټر کار دی. او زموږ د تاریخ تر ټولو لوی ډاکټر خوشال خان خټک زموږ پښتنو مرض تر هر چا ښه تشخیص کړی دی.
اتفاق په پښتانه کی پیدا نه شو کنه ما به د مغول ګریوان پاره کړ
له هغه وخته بیا تر اوسه پوري، په دې څه باندي درې نیم سوه کلونو کی، تاریخ، تر سل ځله زیات، ثابته کړې ده چی زموږ د بدمرغیو او ناکامیو تر ټولو لوی علت بې اتفاقي ده، او که سمه توجه ورته ونه کړو دا پرله پسې ناکامی به نور هم دوام لري. زه د ستر خوشال خان خټک د دې پرځای تشخیص په تعقیب توصیه درته کوم چی په خپل صف کی د بې اتفاقی عامل کشف کړی او هغه خپل تر ټولو لوی دښمن وګڼی. که تاسي دغه دښمن له خپل صف او ټولني څخه وشاړه نو زه ستاسی د بري ضمانت کوم او اوس دستي د بري زیری درکوم.
زه په بشپړ جرأت حکم کولای سم چی هر هغه څوک چی تاسي پر غلجي او دراني، مشرقي او جنوبي، معیاري او غیر معیاري او په بل هر نامه سره ویشی هغه ستاسی دښمن دی. هغه خاین دی؛ او باید چی له خپل صف څخه یی وشړی. که یی ونه شړی نو، خدای ناخواسته، ستاسی د ناکامی پیش بینی درته کوم. اجازه راکړی چی یو ځل بیا د پښتنو د تاریخ د تر ټولو ستر او هوښیار مشر یو بیت راوړم:
ټول پښتون له کندهاره تر اټکه سره یو د ننګ په کار پټ او اشکار
پښتون یو قام دی او پښتو یوه ژبه ده. موږ او مونګ، اوښ او اوخ، ږغ او غګ او غږ، ټوله د یوه قام ژبه او ټوله پښتو ده. ما به د دغه مضمون په لیکلو کی ډیری املایی او انشایی غلطی کړي وي. ما به ډیر داسی لغات او کلمات کارولي وي چی پر ځای باندي یی سوچه او نګه پښتو لغات کارول کیدلای سوای. زما لیکلی مضمون به ډیری زیاتی کمزوری[/color]

[size=24:d4e3a99961]د جهاني د پورتنۍ ليکنې په اړه غبرګون:[/size:d4e3a99961]
په همدغه بحث فورم کې يو چا ډېره عجيبه ټوکه ليکلې وه چې د جهاني صيب له صورت حال سره ډېره وړ ده!
هغه ټوکه داسې وه: وايي يو کټوازي هندوستان ته کورت وړي وو او د سرک په غاړه يې ايښي وو ، نارې يې وهلې چې د هر مرض دوا ده! په دې وخت کې کوم پښتون پرې ورپېښ شوی ؤ نو هغه ورته ويلي وو که نور يې نه پېژني نو زه خو پښتون يم زه يې پېژنم چې دا د هر مرض دوا نه ده بلکې کورت دي! خو کټوازي ځان اخوا دې خوا کاوه او اخر يې هغه بل پښتون ته ويلي وو چې (په خدای که يې راچه کورت کړې)
جهاني صيب هم خپله د تفرقې پروژه پر مخ بيايي چې کله يو ډول پوستين واغوندي او کله بل ډول ولې قسم يې کړی چې څوک يې ورچخه کورت نه کړي. جهاني صيب هغه د غير پښتنو توهينوونکې ټوکه ثابته کړه چې په پښتنو پسې يې کوي چې شل کاله وروسته يې هم ويل چې زه شل کلن يم ځکه چې د پښتون يوه خبره وي.
تاسو لاندې جملې ته وګورئ ښاغلی جهاني په څومره مهارت د پښتنو د ټوټه ټوټه کولو او پر لهجو او سيمو وېشلو پروژه پرمخ بيايي:
[quote:d4e3a99961]پر غلجي او دراني، مشرقي او جنوبي، معیاري او غیر معیاري او په بل هر نامه سره ویشی هغه ستاسی دښمن دی. هغه خاین دی؛ او باید چی له خپل صف څخه یی وشړی. که یی ونه شړی نو، خدای ناخواسته، ستاسی د ناکامی پیش بینی درته کوم.[/quote:d4e3a99961]
تاسو پورتنۍ جملې ته وګورئ چې جهاني صيب له يوې خوا وايي چې څوک تاسو سره وېشي هغه ستاسو دښمن دی خو بيا پرلپسې په همدې خبره ټينګار کوي چې پښتو ژبه معيار نه لري او هر چا چې څه وليکل هغه پښتو ده او تاسو هم همداسې کوئ!
نو په دې خو ړوند هم پوهېږي چې د نړۍ ټولې ژبې د يو هيواد يا قوم په سرحداتو کې يوه معياري او ليکنۍ بڼه لري چې همدا د يو قوم پر يو والي دلالت کوي. د بېلګې په توګه پاړسي ګڼې لهجې لري چې د کندهار پاړسي يو ډول ګړدود لري، د لوګر يې بل ډول، د غزني يې بل ډول، د لغمان اوسرخرود يې بل او د بنجشير بل، همدا راز د بدخشان بل او د کابل يې بل ډول. ولې هغه څه چې د پاړسي عظمت ثابتوي او د لهجې له کچې يې د معياري او ليکنۍ ژبې معيار ته لوړوي هغه د دوي يوه ليکنۍپاړسي يا معياري پاړسي ده چې حتی جهاني صيب يې هم اړ کړی چې تقليد يې وکړي او پر زده کولو يې ځان ستړی کړي.
دا چې جهاني صيب د يو روڼ اندي پښتون په توګه پښتنو ته په جار چغې وهي چې معيار پرېږدئ او خپلې لهجې وليکئ نو تاسو او خدای چې د پښتنو ويشل او ټوټه ټوټه کول به څه ته وايي؟ باور دی چې که چېرته ځوان پښتون خوځښت د جهاني او معصوم هوتک خبرې ومني نو په طبيعي توګه به ټوټه ټوټه ټوټه شي او په خېل، زي او سيمه به ووېشل شي لکه وېشل شوې چې دي.
جهاني صيب ته همدومره وايم چې د مهاجرت په سختو او بدو ورځو کې پښتون قوم خپله ژبه وساتله چې د پکتيا، خوست، ننګرهار، کندهار، شمال او غرب ټولو پښتنو او حتی تر ډېره حده د پښتونخوا د پښتنو ژبه هم سمه او سره يوه شوه خو له بده مرغه چې جهاني صيب د کرزي د حکومت په راتګ سره د دښمنانو په لمسون د پښتنو ټوټه ټوټه ټوټه کولو ته داسې پخه ملا تړلې او داسې پوخ قسم يې کړی چې کله پښتنو ځوانانو ته مخامخ راشي څويې له يو والي په لهجو او سيمو ووېشي، کله ورته د شا له خوا کله له ښۍ خوا او کله هم له چپې خوا راځي او خپله د پښتنو د وېشلو او ورکولو پروژه پر مخ بيايي. باور وکړه چې د مهاجرت په ورځو کې هم ما بي بي سي او امريکا غږ راډيوګانې اوريدې خو هيڅکله مې هم د سيده محمود او سپوږۍ څخه داسې نه وو اوريدلي چې[color=red:d4e3a99961] ( د کندهار چارواکو په يوه مهمانۍ کې ډوډۍ وخوړل او ټولو د جهاني ملاوتړل)[/color:d4e3a99961]
دا ټول د ښاغلي جهاني او معصوم هوتک تودې او نه ستړې کيدونکې هلې ځلې وې چې پښتانه ځوانان يې په هيواد کې د ننه او له هيواده بهر په لهجو ووېشل چې د لهجو وېش يې په طبيعي توګه په سيمو، خېل او زي وېشي او د دښمن ډبولو ته يې سموي!
تاسو د ښاغلي جهاني لاندې بې منطقه لغتونه وګورئ چې د پښتنو ژبه پياوړې کوي او که ملا يې ماتوي!
[quote:d4e3a99961]پښتون یو قام دی او پښتو یوه ژبه ده. موږ او مونګ، اوښ او اوخ، ږغ او غګ او غږ، ټوله د یوه قام ژبه او ټوله پښتو ده. ما به د دغه مضمون په لیکلو کی ډیری املایی او انشایی غلطی کړي وي. ما به ډیر داسی لغات او کلمات کارولي وي چی پر ځای باندي یی سوچه او نګه پښتو لغات کارول کیدلای سوای. زما لیکلی مضمون به ډیری زیاتی کمزوری لري، مګر دا خبره هیڅوک نه سي کولای چی دا له سره پښتو نه ده. که پښتو نه ده نو څشی ده؟ زه باور لرم چی ټول باسواده پښتانه زما په پیغام پوهیږي. چی لوستلای یی سي او په پوهیږي نو پښتو یی درواخلی.[/quote:d4e3a99961]
دا سمه ده چې يو څوک به (مونګ) تلفظ کوي، بل به يې موږ تلفظ کوي، بل موژ او بل هم موګ ولې يو والی دا دی چې ټول يې لکه په کلونو کلونو چې يې د مشرانو پښتنو (ارواښاد حبيبي، ارواښاد خادم، ارواښاد رښتين، ارواښاد بينوا، ارواښاد الفت، ارواښاد رشاد) او همدا راز د لرو پښتنو ستورو په وينا، پرېکړو او هلو ځلو (مونږ او موږ) ليکلی او ژبه يې تر دې دمه له لهجې څخه يوې معياري ليکنۍ بڼې ته هسکه کړې ده!
خو جهاني صيب په پټو سترګو په لوی لاس پښتون کهول بې لارې کوي او د پښتنو لهجې پرې تپي چې ژبه يې د معيار له هسکه د لهجې کچې ته راوغورځوي او بله ورځ يې په همدې توګه سره ووېشي! جهاني صيب او د ده په څېر نورو پښتنو ته چې پښتانه ورکوي وايم:
[color=indigo:d4e3a99961]د ښو ټوپکو استکاره
د ښځو ځوانانو خون به ستا په غاړه وينه[/color:d4e3a99961]
جهاني وايي:
[quote:d4e3a99961]ستاسی د یوه ورور په حیث مشوره درکوم چی د ژبي د نګه کولو او غني کولو او د یاګانو د سم او پرځای استعمالولو کارونه د ژبي استادانو ته پریږدی. او هغوی ته هم ووایاست چی ستاسی په ټولنیزو او سیاسی چارو کی ډیره مداخله ونه کړي. په دې توګه به تاسي خپلو فعالیتونو ته وربیغمه سی او هغوی به خپلو علمی کارونو ته فارغ وخت ولري. لهجوي، سمتي او قومی اختلافات، تاسي او ستاسی تحریک په نطفه کی وژني. [/quote:d4e3a99961]
نو که يو انسان سالم عقل او سالم بدن ولري هغه خو خامخا په دې پوهېږي چې املا او نشاء په ښوونځي کې زده کېږي او هر باسواده پښتون بايد لږ تر لږه پښتو ژبه په سمې املاء او انشاء سره زده کړي. ځکه چې تاسو به په نړۍ کې هيڅ داسې ژبه نه وي ليدلي چې يوازې ژبپوهان يې په املاء او انشاء پوه شي او نور باسواده دې په لوی لاس هڅه وکړي چې غلطه يې وليکي! ښه بېلګه يې زمونږ د وطن د پاړسو درکوم چې د هرې سيمې پاړسيوانان خپله لهجه لري خو پاړسيوانان لاپرېږده چې پښتون جهاني هم پاړسي په معياري ليکني قانون ليکي او د کندهار يا د ده د اصلي ټاټوبي غزني په پاړسي ګړدود يې نه ليکي!
جهاني صيب سترګې پټوي او خوله وازوي:
[quote:d4e3a99961]د پښتون خوځښت زلمیانو! زه ستاسی د یوه ورور او خواخوږي په حیث توصیه درته کوم چی که ستاسی په منځ کی قومي، سمتي، لهجوي او سیاسی اختلافات، زړه بداوی او دښمنی موجودي وي د هغو حلولو ته همدا نن ورځ لستوڼي بډ وهی. هیڅ قوم، هیڅ سمت او هیڅ لهجه په یوازي سر، منزل مقصود ته نه سي رسیدلای. منزل ته تر رسیدلو پوري اوږده او کړکیچنه لاره له اغزیو او لمبو ډکه ده. تاسي ته په لارو کی د دښمنانو په زرو او زهرو سمبالي لښکري ولاړي دي. خو دا خبره په ټینګ ایمان درته کوم چی که سره یو سی هیڅ قوت مو د حرکت او منزل ته د رسیدلو مخه نه سي نیولای.[/quote:d4e3a99961]
جهاني صيب تاسو رښتيا وايئ خو دا ووايه چې پښتون زلمی بېچاره څنګه جرات وکړي او تاسو ته ووايي چې جهاني صيب زمونږ له صفه ووځه ځکه چې ته زمونږ د وېشلو، ټوټه ټوټه ټوټه کولو او ځپلو لپاره کار کوې؟
په همدې ترتيب د پښتنو ډېر اماتور ژبلړونکي شته چې له بېلابېلو لارو يې د پښتنو د ورکاوي، په لهجو او سيمو، خېل او زي د وېشلو پروژې اخيستي او په خلاص مټ يې پلې کوي!
لوی خدای دې ورته د يو والي او نيکۍ لارښوونه وکړئ او يا کنه نو ورسره پوه دې شي!
امين


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more