نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د فاشيستو پارسيانو سياسي نفاق http://www.youtube.com/watch?v=kkAiBu2vqak&feature=related
و.افغان
28.04.2011
د عراق پخوانی وزير اعظم طه حسين رمضان په يوه کانفرنس کې داسې وايي: هر کله چې مسلمانان يوه خبره قدرې وکړي؛ نو له هر چا مخکې پارسي منافقين د خپلو دروغجنو شعارونو له لارې د خبرو په څپو سپاره شي؟؟
ايران خو په ښکاره امريکا ته لوی شيطان وايي، خو راځئ عمل او حقيقت يې وګورئ، راځئ د يوه رسمي سياسي په توګه نه بلکه د تاريخ له مخې تاسې ته ووايم، چې دغه پارسيان د تاريخ په اوږدو کې چې څه جنګونه د مسلمانانو او صهيونستانو تر منځ راغلي، څنګه جنګونه چې د غربيانو او مسلمانانو تر منځ راغلي؛ په هغو ټولو کې دغه پارسيان د مسلمانان د دښمن په صف کې ودريدلي دي.
دی وايي: راشئ د افغانستان حالت ته ځير شئ، آيا افغانستان مسلمان نه وو؟ آيا افغانان ماسونيانو او صهيونيان وو؟؟؟
افغانستان خو د ايران ګاونډی مسلمان هېواد وو، داسې يو اسلامي دولت وو، چې له هر چا زيات په اسلام ټينګ ولاړ وو، تر دې چې د اسلامي احکامو سربېره يې نور غير لازم امور هم د دين له مخې لازم بلل.
ايران له هغوی سره څه وکړل؟؟؟
فقيه خامنيي يې پورته کيږي، او وايي چې: افغانستان مسلمان هېواد دی، او مونږ پر دغه هېواد د يرغل مخالف يو.
خو په عملي توګه ...
ايران د شمالي ټلوالې په خپل پوره زور ودرېده، شمالي ټلواله څوک وو؟؟
شمالي ټلواله د امريکا د لاس آله وه، او د امريکايي فوځ مقدمه يا خط اول وو.
ايران هغوی ته هم وسله ورکړه، او هم يې پيسې ورکړې.
ايران خپل سرحدات بند کړل، او پرېنښود چې مجاهدين د ايران له لارې ووځي، يا به يې له ځان سره بنديان کړل، يو ميل وسله يې نه پرېښوده چې له حدودو يې داخله شي؛ مګر هغه وسله چې به شمالي ټلوالې ته تلله.
د بون هغه کانفرنس ته هم حاضر شول، کوم چې امريکا جوړ کړی وو.
داسې څنګه کېدلی شي؟
له هر چا مخکې يې ورسره سفارت خلاص کړل، او اړيکې يې ورسره ټينګې کړې، دلته د شيطان اکبر شعار څه شو؟؟
د 1991 کال د تيري څخه مخکې مو هيئت ولېږه، ايرانيانو پوره اطمئنان ورکړ، هر څه چې غواړئ؛ هغه درکوو، ويل يې چې د امريکا په وړاندې مقاومت پر مونږ ټولو واجب دی.
کله چې حمله پيل شوه، ومو ليدل چې ايران څه وکړل؟