نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
پرمختګ، که شاته تګ؟؟؟!!!
و.افغان
27.04.2011
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته.
د فوروم څخه د اسلامي غورځنګونو خونه لرې شوې ده، د اسلامي غورځنګونو په خونه
کې داسې بحثونه مطرح کېدل، چې نه د لر او بر پاڅون په خونه کې مطرح کېدلی شول،
او نه د اسلامي شرعې د بحثونو له فوروم سره مناسب وو.
آخر دغه خونه ولې له مينځه يوړل شوه؟؟؟
او ځای يې د ګوډاګيو او ښکېلاګرو خونې ونيو؟؟؟
زما نه اداره پکار ده، او نه د ادارو شوق لرم، نه مې غوښتې، بلکه زما له مشورې پرته
را باندې لورول شوې؛ خو د ورته خونې له منځه وړل زما په نظر يو منفي او د ډاکټر
څپاند په اصطلاح عقبګرايي ده.
زه او لوستونکي په دې اړه له ډاکټر وطنمل څخه قانع ځواب غواړو.
په درنښت
عادل عادل
28.04.2011
السلام علیکم
وهاج صاحب اصولا دیموکراسي چې کله ناکله یې زه او تاسو هم په ناببره توګه ځنې بڼې او مخونه خوښوو، د اسلامي غورځنګونو د اصطلاح او اهدافو سره په بشپړ ټکر کې ده او وي به.
نو -
د ځنو لپاره به پرمختګ وي
د ځنو لپاره عقبګرایی/په شاتګ/ناامیدي
او د ځنو لپاره هم د لا ویښتابه سبب
هسې هم مونږ افغانان په هیڅ چوکاټ کې برابر نه راځو، ځکه خو فرق نکوي چې د بحث د خونو نوم دې څه وي یا نه وي، مونږ او تاسو به خپل کار وباسو، که د ټوکو خونه وي یا د مټاکو، الله پاک مو نیتونو ته ګوري او اجر به یې راکوي د خیر خیر د شر شر.
د اسلامي غورځنګونو دعوی هم مونږ سره نه ښایي ځکه چې :ــــــــــــــــــ
د روسانو د اشغال په وخت کې به د حیات اباد په دښته کې جهادي مشرانو یو پر بل پسې رابلل شوي عام کنفرانسونو ته ویناوې کولې، خلکو به شعارونه او تکبیر نارې وهلې، د ګڼې ګوڼې په یوه څنډه کې یو پایڅه-بلند کابلی پورته شو، او په ډېر جوش یې نارې کړې:- اې برادرا، وطن ماره روسا اشغال کرده، بیایید با هم متفق شویم، یکدفه امی روسا ره بکشیم باز هر کس کار خوده کنه، بچه باز، بچه بازي و سګ باز سګبازي ............... قسم چې کله د جهادي رهبرانو څخه وشړیده، نو ماته د همغه سړي پورته خبرې د کاڼي کرښې وبرېښېدې.
ډاکتر وطنمل
28.04.2011
ګرانو ورونو، خوږو ملګرو، زړه ته نږدې دوستانو او درنو لوستونکو السلام عليکم و رحمة الله وبرکاته !
د ملي - اسلامي او ولسواکو غورځنګونو فوروم پرانيستل په رښتيا هم يو پرمختګ و، دقيق : د پرمختګ امکان و ، خو دغه امکان
په واقعيت وانئوښت او د تش شکل په توګه پاتې شو. له يو څو استثنايي ليکنو پرته چې پخپله محترم وهاج افغان په کې کړې وې
نور چا له دغه شکل او دغه امکاناتو څخه استفاده نه کوله ، ئا چا څه نه ليکل او که يې ليکل نو هسې هغه دغه وو ، حال داچې يواځې
د ملي غورځنګونو او انقلابونو سکالو څومره پراخه ده، د اسلامي انقلابونو تر هغې هم پراخه او ددېموکراتيکو غورځنګونو
او انقلابونو هم دغسې درواخله . دې خوارځواکه حالت داسې وځلوله چې دغه فوروم اصلا ًزمونږ د لوستونکو له پاره له وخته
مخکې پرانيستل شوی او پرمختګ په کې نه کيږي ، يعنې که د شکل او نامه له مخې يو پرمختګ و، د دې شکل په وړاندې بيا د محتوا
له مخې بالکل يو په شا تګ و .
له بله پلوه د عرب ولسونو پاڅونونه چې دلر او بر افغان د حالت د بدلون له پاره بايد په انګيزه اړول شوی وای ( له وهاج افغان پرته)
چا له دې محراقيت څخه نه څيړل ، په يوګل خو هسې هم نه پسرلی کيږي، او که څوک يې څيړي نو د موجود لر او بر لوی افغان د آزادۍ
په فورم کې يې د لا ښه تړاو سره څېړلی شي ،نو ځکه د هغه وخت په اوږده انتظار مو نوموړی فوروم بيرته واخيست او کله چې
ورته ليکنې ، مضامين ، تبصرې او شننې په تيوري او پرکتيک کې ګڼې تر سترګو شوې نو طبيعي ده چې اړونده فوروم به ورته بيا پرانستل شي .
د وهاج افغان څخه مننه چې نوموړی فوروم يې يوه لورونه بللې ، خوپه عملي توګه له دۀ پرته نور چا په ليکنو او څيړنو ددې لورونې هرکلی ونه کړ،
نو له مايوسۍ څخه مې د د دوه ګامه پرمختګ او يو ګام شاته تګ تاکټيک غوره کړ، او کله چې د دوه ګامو پرمختګ لوښه بيا وليدل شوه
انشا الله اړونده فوروم هم ستاسې په لاس او ستاسې په خوښه بيرته پرانيستل شي، خو راځۍ چې داځل پرمختګ داسې ښه اماده کړو او بيا يې فوروم پرانيزو ، څو يو ګام په شا تګ ته هم بيا اړ نشو ! ومن الله التوفيق
و.افغان
28.04.2011
ډاکټر وطنمل صاحب:
ستاسې خپله خوښه او خپل اختيار،نو مونږ ته د اعتراض څه مجال؟؟!!
خو يواځې يوه ګيله مې زړه ته ودرېدله، چې په دومره ډېرو فورمونو کې مو يواځې د
داسلامي غورځنګونو فوروم ته طبيعت خړ شوی؛ داسې حال کې چې کوم عوامل تاسې
په ګوته کړي؛ هغه ټول نږدې لسو نورو فورمونو کې په لوړه اندازه تر سترګو کيږي.
خدای دې وکړي چې فيصله مو د کوم سياسي دافع له وجهې نه وي.
څوک دې نه فهموي چې زه خدای مکړه د نورو فورمونو په اړه مسؤول شخص ته
شيطاني کوم، بلکه موخه مې دا ده چې د ورته خونو شتون ليکوالان دې ته وهڅوي چې
اړونده مضامينو ته متوجه شي؛ او ليکنې پرې وکړي.
په درنښت
ډاکتر وطنمل
28.04.2011
دروند او محترمه وروره وهاج افغانه يو ځل بيا مې سلامونه ومنئ !
ستاسې له مينې څخه چې د اړونده فوروم په اړه مو څرګنده کړې د زړه لکومي خوښي او مننه څرګندوم ، حقيقت د هغه څه برعکس دی
چې تاسو يې ګمان کړی، نو که تاسو نوموړی فوروم ژوندی او ګړندی ساتئ زه به يې ستا سو په درناوي انشا لله ژر تر ژره بيرته کوانده (فعال) کړم .
که نور فعال ګډونوال هم ورته خپل پام ر اوګرځوي ډير ارزښتمن فوروم دی، ښايي ډيره ګټه لوستونکو ته ورسوي . ما له مجبوريته تړلی
او خپله پرې هم خفه يم ، که مينه وال همت وکړي ، له تنګنظريو څخه خلاص ، آزادانه بې پلوه او لږ څه په سويه ليکنې په کې وکړي نو ددغه ښکلي
فوروم د ښکلی نوم سره به يې محتوا برابره شي او د وياړ نې وړ به وګرځي .
نورو فورمونه دومره عملي اړخ نه لري، دلته انقلابي عمل په اسلامي نړۍ کې په فرسخونو مخکې روان دی، خو انعکاسات
او ځوګ يې د اسلامي و ملي او ولسواک غورځنګ په فوروم کې نه و ، يا په نشت حساب و .
حال داچې اسلامي غورځنګونه او انقلابونه چې کومي ملي او ټولنيزې معجزې تر سره کولی شي هغه په نورو انقلابونو کې نشته ،
داچې نه يې تر سره کوي يا يې له پيړيو راهيسې نه دي تر سره کړي دا د اسلامي انقلابونو د رهبريو پورې اړه لري، نو که په مشرتابه کې يې
د ملي ، ټولنيز انقلاب متره موجوده وي د اسلامي انقلاب په لمن کې تر هر بل انقلاب ښه او ډيره غوره توګه تحقق موندلی شي ،
خو هغې ته ډيره پوهه او پوخوالی ضروري دي . افغانان بايد نه يواځې دعربي انقلابونو له پشبړتياو څخه ، بلکې د هغې له نيمګړتياو
څخه هم زدکړه وکړي ، نودې مقدسې موخې ته په تعهد او وياړ به د اسلامي، ملي او ولسواک غورځنګ فوروم بيرته فعال کړو انشا الله !
larghonay laraway
29.04.2011
السلام عليکم!
ډاکټر وطنمل صيب ډېره مننه چې د وهاج صيب ګيلې ته مو پاملرنه کړې ده. ځکه چې وهاج صيب د دې فورم هغه درنه، پخه او منطقي څېره ده چې ليکنې، تحليل او څېړنې يې په بيا بيا لوستلو ارزي. که نور څوک د اسلامي غورځنګونو په څانګه کې ليکنې هم ونه کړي او يوازې د وهاج صيب تحليل او ليکنې ولولي همدا هم ستره خبره ده او ډېره ګټه به ترې واخلي.
په همدې هيله
ستاسو لرغونی لاروی