د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

را ایله سوی ملا ادریس کیسه کوي ، خامخا یي وګورئ یارانو

م
27.04.2011

زه دوهم تن وم چې راووتلم ( یوتن زنداني کیسه کوي )

راوي : محمد ادریس ترتیب : حبیب مجاهد
۲۳ کلن محمد ادریس چې دکندهار ښار اوسیدونکی دی ، او له څو کلونو راهیسې یې داسلامي امارت ترسرپرستۍ لاندې دکندهار ښار په ښاري چریکي عملیاتو کې دنده ترسره کړې ده ، له اوس څخه اووه میاشتې وړاندې ددشمن له خواپه کندهارښار کې ونیول شو او دکندهار زندان ته ولیږل شو، نوموړی وایي چې تراوسه یې محاکمه نه وه شوې ، او دنیولو له مهاله بیا تراوسه دکندهار دلوی محبس په نهم اطاق کې له ۱۵ تنو نورو مجاهدینو سره اوسیده ، نوموړی دکندهارله زندانه دراخلاصو شویو سلګونوبندیانو په جمله کې دوهم کس وه ، چې له ایستل شوي تونل څخه ووت او هماغه معلوم کورته یي ځان ورساوه ، نوموړي خپله نوره کیسه داسې راته تېره کړه .

دکندهار زندان جوړښت داسې دی ، چې سیاسي بلاک په منځ کې یوجلا ازاد ځای یا صحن لري دټولو کوټو دروازې همدې ځای ته راپرې دي ، نودلته یوازې ددې بلاک عمومي دروازه تړلې وي او دبلاک دننه داطاقو دروازې همیشه خلاصې وي ، چې له همدې امله بندیان دیوه اوبل اطاق ته ازادانه ورتلای شي ، دغه رقم لمانځه ته هم ټول رایوځای کیږي .
ددوشنبې په شپه دزندان په همدې اطاق کې (چې وروسته دتونل سوری ورته راووت ) زمونږ بندي مجاهدینو ملګرو نورو ملګرو ته میلمستیا کړې وه ، او له ټولو اطاقو یې یویو یا دوه کسان میلمانه کړي وه ،دې میلمستیا ته ، دهمدې بلاک دمسجد امام ( چې یوبندي مولوي صاحب وه ) هم رابلل شوی وه ، اوزمونږ داطاق په نمایندګي زه ورغلی وم ،نوموږ ډوډی ته ورغلو ډوډۍ وخوړل شوه ، او وروسته مولوي صاحب خبرې شروع کړې ، له لږ نصیحت نه وروسته مولوي صاحب حاضر ملګري دخلاصیدو له پلان څخه خبر کړل ،چې تردې مهاله ملګري ترې خبر نه وه ، هغه په خبرو کې په همدې کوټه کې ناستو ملګروته وویل چې نن شپه زمونږ دخلاصون عملیات ترسره کیږي ، نوښه داده چې ورته اماده یو، ده وویل هرڅوک چې ووتل اصول دادي ، چې سباترغرمې پورې به لومړی کوشش کوي چې تیلفون خلاص نه کړي ، بیا که په تیلفون خبره کوي هم دا به نه وایي چې موږ داسې راخلاص شوو، له دې خبرو وروسته هغه ناستو ملګرو ته وویل چې ټول په پوره اخلاص دالله تعالی ذکر شروع کړي ،ترڅو الله تعالی داپروګرام کامیاب کړي ، بیا موږ ټولو اذکار پیل کړل ، تقریبا نیم ساعت به ټول ملګري په همدې اذکارو مشغول وه ، وروسته هغو ملګرو چې له دې پلان څخه خبر وه ، دکوټې په یوه برخه کې توشکې او فرش ایسته کړل او غولی یې لغړ کړ، لږ وروسته له لاندې خوا څخه همدا ځای راوټکول شو، اولږ وروسته موږ ورته کتل چې لاندې ملګرو له همدې ځایه ( جيک ) لاندې کړ، او په زور ورکولو سره یې دکوټې سیمټي فرش راپورته کړ،څرنګه چې داځای ډیر ژور وه ، نو دجیک دزور درسیدلو لپاره یې څو محکمې پایې ورته جوړې کړې وې ، همدا پایې به یې دجیک په سر کیښودلې ،اوبیا یې زور ورکاوه ، دوی دری واره یې بیا هم جیک ورکړ ،ترڅو یې په سیمټي غولي کې ښه ازاده خوله پرې کړه .
له دې وروسته لاندې ملګرو خپلو پاسنیوارتباطي ملګرو ته ، څومیله توپانچې ، برچې او خنجران ، اویو بکس راپورته کړ ، په بکس کې مایوه دځمکني ټیلفون دستګاه ( غوږی ) اویوه فلم اخیستونکي کامره ولیدل ځینی نورشیان هم وه چې ماسهي نه کړل ، په دې مهال چې مالاندې تونل ته وکتل دوه مجاهدین مې ولیدل ، چې یوه یې داشیان راکړل او وروسته دواړو واپس له تونل څخه بلې خواته ووتل ، دلته نودبندیانود ایستلو کار په زندان کې همغو څوتنو معلومو کسانو ته وسپارل شو، دوی دتیلفون یومزی چې دتونل له بل سر څخه یي راتیر کړی وه ، دتیلفون له غوږي سره وصل کړ او په دې طریقه دتونل د دواړو خواوو ترمنځ ارتباط قایم شو .
له دې وروسته ارتباطي کسانو په خپلو منځو کې توپانچې اوبرچې سره وویشلې او څوتنه خپل نور اعتمادي ملګري یي هم ورسره ملګري کړل ، څرنګه چې له موږ سره په دې بلاک کې یوه دوه اطاقه جنایي قیدیان وه ، دغه رقم په ځینو کوټو کې حکومت خپل جاسوسان هم دبندیانو په نامه راسره اچولي وه ، نومجاهدینو ویل که هغو څه جنجال جوړاوه یا یي غالمغال کاوه ، نوپه دې وسلو او چړو به یي له منځه وړي ، دغه رقم دوی ویل چې دا بیخي یو له انتظاره لرې پروګرام ده ، کیدای شي ځیني مجاهد ملګري به باور ورباندي نه کوي او نه به وزي ،چې په دې صورت کې په زور ایستل کیږي ،دغه وخت نو همدې ارتباطي ملګرو موږ حاضرو کسانو ته تونل ته له ښکته مخکې وویل چې کله له تونل څخه بل سرته وزئ هلته زمونږ نور ملګري مجاهدین ولاړ دي ، هغوی له تاسو اضافه پیسې ، تیلفونان او نورشیان اخلي ، دغه راز تاسې خبرو او تللو ته نه پریږدي نو تاسې به له هغو ملګرو سره جنجال نه کوئ ، اوهرڅه چې درته وایي هغه به منئ ، موږ ورته وویل سمه ده ،نوپه دې وخت کې دناستو کسانوله جملې لومړی یوبل ملګری تونل ته ورکوز شو او دوهم زه پسې ورښکته شوم ، تونل ازاد وه ، خویومخ هم ازاد نه وه ،یعني په ټیټه ملا او خاپوړو سړی ښه هوسا په کې تللای شوای ، خوتونل مجاهدینو ډیر عجیبه جوړ کړی وه ، په لسو پنځلسو مترو کې یې یوه بتۍ لګولې وه چې له امله یي تونل بیخي رڼاوه ، دغه رقم دهوا لپاره مجاهدینو دتونل له یوه سره تربله پورې تقریبا شپږ انچه غټ پایپ تیر کړی وه ، دتونل په بهرني سرکې یي یوماشین چالو کړی وه ، چې هغه په دې پایپ کې هوا پمپوله ، بیا دننه یې په مختلفو ځایونوکې په همدې غځیدلي پایپ کې سوري کړي وه ، چې له همدې امله تونل هیڅ نفس تنګي نه درلوده ، دغه رقم په تونل کې دوه لینه هم تیر شوي وه ، چې یوخو دتیلفون وه او بل نه پوهیږم دبرق وه که دڅه شي لین وه ،نوموږ په تونل کې تقریبا ۱۵ دقیقې مزل وکړ ترڅو بل سرته ورسیدو ، له مانه یوکس مخکې وه او ترشامې نور هم ډیر کسان په تونل کې راروان وه ، دلته چې دتونل خولې ته راورسیدو نو دلته هم تقریبا لس پنځلس تنه مجاهدین له وسلو سره ولاړوه ، دوی له تونله راوتونکي ټول کسان سخت تلاشي کول ، له هرکس څخه یي ټیلفون او سیمکارت اخیست ، دغه رقم که به له چاسره پیسې وې ، نوله درې زره روپۍ زیاتې پیسې یي هم چاته نه ورپریښودلې ، دوی همدلته یوڅادر نیولی وه او له دری زره اضافه روپۍ یې له ټولو کسانو اخیستې اوهغه څادره ته یي غورځولې ، داددې لپاره که به له کومو نورو بندیانو سره پیسې نه وې ، اویا به له دری زره نه کمې پیسې ورسره ورسره وې ، نودوی له همدې څادره څخه دری زره روپۍ ورپوره کولې ، چې دا دټولو ملګرو دچلښت او پیسه دار کیدلو لپاره یو ډیره ښه لاره وه ، نودلته چې راووتلو په دې کسانو کې څو نفره یې زما شناخته مجاهدین وه نوهغو زه هم په خپل کار کې ورسره ملګری کړم ، دلته په دې سرای کې پنځه شپږ لوی دسپارلۍ موټر ولاړ وه ، نوموږ ته ملګرو هدایت وکړ چې کوم کسان له تونل نه راوزي ، له تلاشي وروسته یي موټرو ته پورته کوئ او ورته وایئ چې خبرې او غږ به نه کوي یوازې دي خفیه اذکاروایي ، ځکه دلته دزندان یو برج دې سرای ته بیخې نږدې وه ، او دوی ویل چې که شور وکړئ دعسکرو راپام کیږي ، نوپه دې طریقه بندیان له تونل نه راوتل او موږ په موټرو کې کینول ، کوم موټر به چې ډک شو په هغه به موټاټ راکش کړ، وروسته چې ټول کسان راووتل مطلب راپوره شول ، نوبیا ملګرو وویل چې په موټرو کې ډیر ځای نشته ځیني ملګري چې په همدې منطقه کې ښه بلد دي ښه داده ، چې دمحله جات په خوا پیاده ولاړ شي ، نو ددې سرای مخ خوا خو دمحبس په خوا خلاصه وه ، نودسرای شاخوا چې دمحله جات په خوا خلاصه علاقه ده ، دسرای دغه دیوال مو سوری کړ، وروسته هغه څوکسه ملګري چې غوښتل یي محله جات ته ولاړ شي ، هغه له همدې سوري نه ووتل او پیاده دمحله جات په خوا لاړل ، زه او څلور ملګري مې نور چې دښار وه ، موږ مشوره سره وکړه چې دا موټر به خدایزده کومې خوا ته ځي ، ښه داده چې موږ دښار په خواپه خپله ولاړ شو ، په همدې وخت کې دغه له بندیانو ډک موټر هم له سرای نه ووتل ، موږ پنځه ملګري لږ وروسته همدې عام سرک ته راووتو ، دسرک په غاړه مو لږ انتظار وکړ لږ وروسته یوټکسي موټر راغی چې دښار په خوا روان وه ، موټر ته مو لاس ورکړ او ټول په کې سپاره شوو ، دغه وخت دسهار تقریبا څلور بجې وې ،دښار خواته چې راتلو په ډنډ چوک باندې پولیسو موټر ته بتۍ را رڼا کړه ، او اشاره یې وکړه چې ځئ ، دغه رقم په مددچوک یې هم موټر ته بتۍ را رڼا کړه ، مګر نور غرض یي نه وکړ ،نو بیا په دې طریقه ښار ته راغلو او الله تعالی مو نجات په نصیب کړ.
یوه خبره چې باید ویي کړم داده چې دکندهار په محبس کې خویو همدا دسیاسي بندیانو محبس دی ، چې تقریباټول مجاهدین په کې بندیان وه ورسره نږدې دتوقیف خانې په نامه یوبل جلا بلاک هم شته ، په دې توقیف خانه کې هم زمونږ دملګرو ( مجاهدو بندیانو ) یوه کوټه وه ، ددې تونل کیندونکو مجاهدینو دتوقیف خانې هغې کوټې ته هم له همدغه تونله یوجلا تونل ورایستلی وه ، چې په دې طریقه لله الحمد له توقیف خانې څخه هم لس پنځلس تنه مجاهدین ملګري راخلاص شول .
په ښار کې چې دورځې زه ګرځیدلم ، او یامې له سیمې نه معلومات کاوه ، تراتو بجو پورې عسکر نه وه خبر چې بندیان تښتیدلي دي ، ځکه تردې وخته په منطقه کې هیڅ تلاشي نه وه ، له اتو بجو وروسته ددوی منډې شروع شوې ، څنګه چې عسکرو موږ په ورځ کې دوه ځلې شمیرلو یوځل سهار اته بجې اوبیا ماسپښین ، نوزما په ګومان په اته بجې چې دوی سیاسي بلاک ته ورغلي دي ، نوبه یي لیدلي وي چې بندیان نشته ، اوله هغه وروسته یي کوښښ شروع کړ .
ماچې هلته معلومات وکړ په سیاسي بلاک کې یو تن مجاهد بندي هم نه دی پاته شوی ، یوازې هلته یوه کوټه وه ، چې په هغه کې لیونیان بندیان وه ، هغه لیونیان پاته شول ، نور دسختو مریضانو او زخمیانو په شمول ټو ل بندیان راویستل شول ، تردې چې یوتن زخمي بندي چې په پښو کې یې سیخونه لرل ، په تونل کې دمزله په وخت له ډیره درده بې هوښه شو، مګر ملګرو دبې هوښي په حالت کې له تونل څخه راویوست او په موټر کې یې انتقال کړ .

دطالبانو له پاڼی می راواخیسته

http://alemarah-iea.net/index.php?option=com_content&view=article&id=10502:2011-04-27-11-16-12&catid=4:interweivs&Itemid=6


هوتک
27.04.2011

اسلام علیکم!
بخور ملاصیب رب ج دی غم مه راوینه باور وکه چه دسهار راهسی په داسې قیصې پسې ډیر زیات وګرځیدم خو پیدا مې نکړه اوس مې چه ستا نوم ولید ماویل ته راسه بختور ملا خو هم بې څه ندی راغلی چه پر سرلیک مې سترګی ولګیدی ډیر زیات خوشحاله سوم.
خدای ج دې تل خوشحاله لره


مینه پال
27.04.2011

سبحان الله، دې کیسې خو دي بختور یاره ډېر خوښ کړم. بختور اوسې یاره.


سمسور منلى
27.04.2011

زه خو يي ترهرسه زيات دي نظم او ترتيب ته هك پك پاتي شوم .


و.افغان
28.04.2011

يو ځل بيا د زړه له کومې د نړۍ ټولو آزاديخواهانو احرارو او اشرافو ته د دې ستر بري
مبارکي وايم.
ډېر نر کار يې کړی دی.
الله جل جلاله دې نور هم موفق لري.
د چرسيانو بنګيانو، نشيانو او بې ضميره ډالر خورو له حکومته همدا طمعه کېده.
طالب ته دې الله جل جلاله سياسي پوهه او سياسي شعور ورکړي، کرزي ومن حوله
په هيڅ پيمانې د قيادت مستحق نه دي.

په درنښت


و.افغان
28.04.2011

ورسره ورسره د هغه غيرتي افغان افسر د غيور کردار مبارکي هم ټولو احرارو ته ورکوم.
رب جل جلاله دې د جنت الفردوس خاوند کړي.
د اشغالګرو اته افسران يې د مرګ کومي ته حواله کړل، او خپله يې هم د شهادت جام
په سر راواړوه.

په درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more