د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

پښتون خوځښت غونډه - فارياب ميمنه:

عماد
27.04.2011

د پښتون خوځښت غونډ ې راپو - فارياب ميمنه. لنډيز:
نور د پښتو غم چي حمزه، ونه کړې
پس د تا نه، غم به ئې زلمــــــــــې وکـــــــــا
حمزه هېر دې که زاړه دې قدر نه کا
پدا شکر مستقبل دې د زلــــــــمو دی
ځوانان د لوی کندهار نه وروسته د افغانس...تان په شمال فاریاب کې راټول شول، ۵۰ تنه مسلکي ځوانانو او محصلینو د ټول فاریاب څخه پدې تاريخي غونډه کې ګډون وکړ، د پښتون کهول دردونه وړاندې شول، ځوان احساسات وړاندې شول، د پښتون د ثبات دپاره او شته ستونزو په وړاندې نظرونه وړندې شول، دپښتون خوځښت لاست ته راوړنې او هڅي يي وستايلې او ملاتړ يي اعلان کړ. د افغانستان په شمال کي دپښتنو د مشرانو وژنه، په شمال کي دپښتنو سره توپيریز چلند، د طالب په نامه د پښتنو وژنه، او په فاریاب کي دپښتوژبې د تعليمې نصاب نه شتون، په خپله ژبه زده کړه، په اړه څرګندونې وشوې، د پښتنو د ملي او اسلامې حقونو غوښتنه شوه،د غونډې په وروستی کې د پښتنو په یوالی تاکید و شو، لوی څښتن ته لاس پورته شو، او د نړی د رب نه د پښتنو روحونه ژوندې وغوښتل شول. تفصيل: ځوان پښتانه په ميمنه کې راټول شول، د پښتون خوځښت د ودې په موخه د فارياب ولايت په مرکز،د ميمنې په ښار کې غونډه جوړه کړه، د ميمنې ځوان کهول ، د پښتون خوځښت په څنګ کې د دریدلو ژمنه وکړه دخپل ځوان اوسپنيزعزم ، سپيڅلو روحيو په څرګندولو سره يي د پښتون دټولنيزي پياوړتيا او سوله ئيز ژوند دتامينولو هر کلی وکړ. ۵۰ تنه ځوانو د جمعې په ورځ د اپرېل پر ۲۲ مه دمیمنی په ښار کې تر شنه آسمان لاندی راټول شول ، غونډه د کلام الله مجید په مبارکو ایاتونو پيل شوه د پښتون کهول دردونه، ستونزې او ګواښونه یو په بل پسې وړاندې شول، د پښتون خوځښت سره د ملګرتيا ژمنه وشوه. د غونډي خبرې په لاندې ډول وې، د افغانستان په شمال کي دپښتنو د مشرانو وژنه، په شمال کي دپښتنو سره توپيریز چلند، د طالب په نامه د پښتنو وژنه. د بلخ په ولايت كې د ژبني او قومي تعصب پاروونكو مخه ونیسی، مونږ پوهيږو چي زمونږ د ګران هيواد بقا او سالميت په ملي يووالي او سوله كې ده، هيچاته به اجازه ورنه كړو چې زموږ دولسونو سولې او ملي يووالي ته زيان و رسوې. او په فاریاب کي دپښتوژبې د تعليمې نصاب نه شتون په اړه څرګندونې وشوې، زیاته شوه، په هغه ټولنه کې چې خلکو ته په مورنۍ ژبه د تعليم حق ورنه کړل شي، دا ددې معنى لري، چې په دې ټولنه کې ټولنيزه، سياسي بې عدالتي، زورواکي او استبداد واکمن دى او دا حالات ددې لامل ګرځي چې دلته دنورو خلکو په پرتله يوازې يوه ژبه او يا د خلکو يوه ځانګړې ډله واکمنه ده، دا په دې معنى، هغه څوک چې په واک کې نه وي نو ددوى زبيښاک(استثمار) دوام لري اوپه دې ډول سره ددغو خلکو له منځه تلل په ښه ډول سره پلان شوي دي. لوی څښتن ته لاس پورته شو، او د نړی د رب نه د پښتنو روحونه ژوندې وغوښتل شول. ربه د روحونو د وني پاڼې زموږ د لور پاڼي مه رژوې. د پښتون خوځښت دنده دپښتنو څخه دفاع ده، د پښتنو د حقونو غوښتنه ده، د اسلام او انسانیت غوښتنه، ملي یوالی دی، پښتون خوځښت پښتون ته دیو بشر په سترګو ګوری، او په سیمه کې ددې بشرحقونه ساتې. دپښتون خوځښت راتلونکی پلان: که څه هم د پښتون خوځښت پلان شوې غونډه په ننګر هار کې وه، خو ميمنه ميشتو ځوانانو وکړی شول د ميمنې غونډه له وخت نه مخکي ترتيپ کړې، د پښتون خوځښت لومړی عملي پلان د پښتون خوځښت ته وده ورکول دي، هیله ده د افغانستان په هر ولایت کې ځانته غونډې جوړې کړې، او ځوانان د پښتون ژغورنې ته راوبلي. د پښتون خوځښت راتلونکې غونډې به په لوی ننګرهار او لویه پکتيا کې وي، د ځوانونو همغږغي پدې ولایتونو کې شروع شوې ده. د افغانستان نه بهر هم د پښتون خوځښت غونډې پلان شوي. چي په نږدې راتلونکې به يې نيټې معلومې شي. د پښتون خوځښت غوښتنه: پښتون خوځښت په تيرو دوو مياشتو کې دسلګو نو پښتنو ملاتړ چې د افغانستان بهر ژوند کوي تر لاسه کړی، او دوام لري، هرپښتون له هر ځای څخه زموږ سره اړيکه نیولی شي خپل تلیفون شمیره مو راوليږی، او پدې هلو ځلو کې راسره برخه واخلی ، موږ پښتنو ته اړتيا لرو. په پوره پښتني مينه. پښتون خوځښت موږ ژوند ته پريږدی. زموږ سره اړیکه: ۰۷۷۵۹۲۱۵۵۳ ايمېل pashtonistan@yahoo.comSee More


م . ق
15.05.2011

الله مو بریالي کړه، راتلونکي غونډه په لوي ننګرهار کې ده انشاء الله او بیا ورپسې غونډه په لويه پکتیا کې ده، په لوي کندهار کې already غونډه شوي ده.
کلک هوډ او تصمیم د بري لومړی شرط دی.
والله هو المستعان والموفق.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more