د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دحکمتیار صیب ویاند وایي دمومین خان ښامار ما وژلی

م
26.04.2011

دحکمتیار ویاند وایي زندان موږ مات کړی که یي نه منئ نویي ولولئ
دایي لینک

http://dailyshahadat.com/showstory.php?id=8603د کندهار له عمومي محبس نه ٥٤١ بنديان په تيښته بريالي شول.
26-04-2011

کندهار (ولى الله رپوټ) دکندهار له عمومي محبس څخه له پنځه سوه زيات سياسي بنديان په فرار کولو بريالي شوي دي دحزب اسلامي مرستيال وياند رسنيو ته ويلي چې دحزب اسلامي مجاهدينو له ډيرې مودې راهيسې دکندهار دعمومي محبس په ماتولو کار کاوه دوولى الله په وينا د دوشنبې په شپه درې بجې هغه تونل چې دغه محبس ته وهل شوى و بشپړ شو او دحزب اسلامي دمحصلينو دپخوزاني مسوول په شمول په دغه محبس کې موجود ټول سياسي بنديان له بنده وايستل شول دا په داسې حال کې ده چې دکندهار دعمومي محبس قوماندان ويلي چې دغه محبس ته له يوه کور څخه ٣٦٠ متره اوږد نقب وهل شوى و او دده په وينا ٤٧٥ بنديان په تيښته بريالي شوي دي له بلې خوا دطالبانو وياندهم ادعا کوي او رسنيو ته يې ويلي دي چې ددوى مجاهدينو محبس ته په تونل ايستلو پنځه مياشتى کار کړى و چې په پاى کې دخپلو ټولو بنديانو په ايستلو د دوشنبى په شپه په درې بجو بريالي شول .

زما پوښتنه
حکمتیار په دې مبالغې سره ګټه وکړه که تاوان ؟؟؟


pattang
26.04.2011

ملا بختوره دلپړکانو په خبروپسې به نه ګرځو، حکمتيار به پر دې نوي خبر
او که خبر وي نو داخو بيا سوړن حکمتيارشه، دحزبي اسلامي نفر يواځې
په کونړ کې يو څه ټک او پک کوي او نور يو شمير يې په دولت کې دي٠
داسې خبرو له دوی نه دوهم افغان ملت ګوند جوړ که چې نه يې شرم شته نه حيا!
ډم يم هغه تور نه مې ننګ شته نه حيا!


SADEQ MUSALMAN
26.04.2011

[quote:78ea9a08d0]داخو بيا سوړن حکمتيارشه[/quote:78ea9a08d0]
کليواله ماشومانه جمله :lol: :lol: :lol:
ډېرښه پتنګه
اوزه خو ورته هيڅ نه وايم
ځکه چې شرم يې بېخي نشتاااااااااااااااااااااااااااااااااا


عادل عادل
26.04.2011

السلام علیکم

په حزب اسلامي کې دا لاندې خبره ډېره مشهوره وه، چې

که جوړ روغ او ژوندی یې نو د تنظیم یې
که بندي یا زخمي شوې نو د خپلې کورنی یې
که شهید شوې نو د خاورو یې

د طالبانو غیرت تر لمر څرګند او د حزب اسلامي تر کچې ډېر لوړ دی.


bette
26.04.2011

زما پوښتنه
حکمتیار په دې مبالغې سره ګټه وکړه که تاوان ؟؟؟

ځواب : ملاصاحب لومړۍ ستا دپوښتنی یو تیروتنی ته نغوته کوم اوبیا
ځواب . وروره دی شنو دروغو ته دی دمبالغی پرتوګ وراغوستی دی دا
دی ښه کار ندی کړی خپه نشی

او ځواب دادی چی حکمتیار مسکین داڅو کاله په پرلپسی توګه په
تاوان کی روان دی وروره الله دی مه کږوه چی یوځل دی کږه شوه بیا
یی سمیدل پریوه الله دی دده خوار هم اوس کږه شوی ده اوس یی ددی
ډار دی چی د مهدویت دعوه ونکړی :)

زموږ مجاهدینو !!!

یو وخت دده تبلیغاتو د حرکت انقلاب اسلامی ټول فتوحات
په بډه وهلی واو هغوی خوارانو هم د ندای حق او حقیقت
الاسلام په څیر په سستو اخبارونو دشهادت مقابله نسوای
کولی دی اوس هم هغه خوبونه وینی خو دی بایدپوهه شی چی
نن دالکټرانک میډیا دور دی پخوابه دروغو یو دوه دری ورځی
دوام کولای شوی اونن یی څو ګړی هم نشی کولای

په درنښت


سمسور منلى
26.04.2011

ولا نن ټوله ورځ په دې تشویش کې وم چې د ورور حکمتیار غبرګون به ددې پیښې په اړه څه وي؟
بختوره مننه چې زما تشویش دې رفع کړ :)


فهلوان
26.04.2011

ښامار هغه سړی وژلی۰
چه په خپل جیب کې دښامار نښه لرینه۰

داده هرچا کار ندی


SADEQ MUSALMAN
26.04.2011

څه مه ورته وايئ وه وروڼو
مه کوئ چې ديوڅوشيبوله پاره خودی هم خوشاله شي.
ستاسوخوبېخي په چاخوښي نه لورېږي. :wink:
دعوه دي وکړي خوشيرينه ګمان نه کوم چې دده شي
دی به التبه شيريني ته پټ غلی وي.
خوشيرينه دهغه چاده چې شيريني ته يې ورپام هم نه دی
بس ښاماران دي چې وژني يې.


مینه پال
26.04.2011

یاره دې الکترونیک مېډیا نه دي مطلب کېدای شي انترنیټ وي که غلط نه شم. نو نن خو حکمتیار صاحب که دعوه کړې ده، هم یوڅه خو یې پرېږدئ ناځوانانو چې ووایې چې ځه یاره نور که نه وي، هغه ده تبلیغاتي څانګه خو مي فعاله ده. خو تاسو طالبان هم بلا کوئ، که زما سلامي یوڅه مانا لري، نو دغه ده دروایې خلۍ. زما يې تاسو ته سلام.


ع.تسل
13.05.2011

السلام عليكم............
ياره دا خو په رښتياهم چې د ګلبدين هغه د مركې لفظونه صحيح ول چې په دې نزدوكې يې د يو ليكوال سره كړې وه او په هغه كې يې ويلي وه چې كه خزب فعاليت پريږدي نو د افغنستان روان مقاومت به په ټپه ودريږي.....!!!!
محترمو هغوى خو په خپلو غورځو پر ځوسره د افغانستان ۹۰% مقاومت د خزب فعاليت ګڼي پريدى يې نور خو څه نه دي ورپاتې دا د غورځو ميدان خو دوى ته ورپريدى چې شيبه نيمه خو پرې خوشحاله وي.


عادل عادل
14.05.2011

السلام علیکم

[quote:b59f0997c6] او دحزب اسلامي دمحصلينو دپخواني مسوول په شمول ....... [/quote:b59f0997c6]

په همدې یوه ټکي کې یې د ټولې کارنامې دعوی ته لار جوړه کړې ده.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more