د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دکندهار زندان يوځل بيامات ؛دايمان اوتکنالوجي ؛حيرانونکې مقابله !!

Kamil
26.04.2011

الإماره ويب پاڼه
http://alemarah-iea.net/

دافغانستان اسلامي امارت فاتحو او تاريخ جوړونکو مجاهدو سپاهيانو دکندهار مرکزي زندان يوځل بيامات اوله پنځه سووتنو څخه دزياتو مجاهدينو چې دامارت لسګونه قومندانان ، دلګۍ مشران اومسئولين هم پکې شامل وو ازاداو دايمان ځواک اورحماني لښکرو پرتکنالوجى اوشيطاني لښکرو يوواربيا غلبه ومونده

دکندهارمجاهدينو دسرچينو اوتازه معلوماتو له مخې مجاهدينو ، پنځه میاشتې وړاندې دمحبس د جنوب خوا له ۳۶۰ مترۍ څخه ترځمکه لاندې په یوه تونل کارشروع کړ ، چې هغوى په خورا زراکت، راز ساتنې او مسلکي ډول خپل دغه کار ته ادامه ورکړه

او ديادې شوي مودې په اوږدوکې يې تونل ۳۶۰ متره وغځاوه چې په دې توګه ددښمن تر شديدوامنیتي پوستو او دکندهار هرات دلویي لارې څخه لاندې تیر شو او مخامخ دکندهار محبس سیاسي څانګې ته ورورسيد .

له پلان سره سم تیره شپه یوولس بجې له محبس څخه دبندیانو دایستلو کار دهمدې غزول شوي تونل په زريعه پیل شو، څرنګه چې دمحبس دننه دمجاهدینو له جملې یوازي دری تنه ددې پلان څخه خبر وه نوهغوی به هرې کوټي ته ورتلل ویده بندیان به یي په نوبت راویښول او بیا به یی دتونل په خوالارښوونه ورته کوله ، په دې توګه دټولو خونو دبندیانو دایستلو کارپیل شو دشپې تقریبا دری نیمي بجې وې چې له محبس څخه وروستی بندي مجاهد هم را ویستل شو، ، وروسته دمجاهدینو دپلان سره سم دمجاهدینو دانتقال لپاره همدې سیمې ته موټر راوستل شول او ټول مجاهدین په پوره اطمنان خوندي سیموته انتقال کړای شول .

دکندهار همدغه زندان چې تيرکال دجوزاپه ٢٤نيټه دفدايي بريدونو اوموټر بم په واسطه ړومبى ونړول شو ، په درځنو امنيتي ساتونکي يې مړه اوژبل شول اوبيا ټول زندانيان ازادکړاى شول، يرغلګرو امريکايانو اودکابل ګوډاګۍ ادارې امنيتي چارواکو له هماغې پيښې ورسته دکندهار مرکزي زندان دساتنې لپاره ډول ډول امنيتي تدابيرنيولي وو، له زندان څخه يې څوکمربنده پوستې تاو کړې وي ، څارونکې کارمرې يې نصب کړې وي اوهم يې ګام په ګام له څارنې علاوه دزندان له ګردچارپيرنه سيارې ګزمې هم سرته رسولې ، امريکايان اوکابل امنيتي کړى چې له خپلو دغوامنيتي تدابيروپه بشپړ ډول ډاډمن وو، هيڅکله يې دافکراوخيال نه کاوه چې دنوموړي زندان دروازي دې يوځل بيا دامارت سرتيري غازيان ماتې او خپل ټول ملګري دې دځمکې لاندې تکتيک په واسطه په داسې شکل چې دورستي بندي ترو يستل کيدوپورې دې يو امنيتي ساتونکى هم اګاه نشي اوجالبه لا داچې دپنځه نيم سوو تنو بنديانو په ازادولو دې يو ه تن ته هم مرګ ژوبله وانه وړي ، دانو دقدرت اوالهي ج نصرت هغه اعجاز اوڅرګنده نښه ده چې عقل اوماده يې درک اوعمق ته نشي رسيدلاى . اوپرته لدې چې دغه فتحه اوبريا دمعنويت او ايماني غرور ګوزار وبلل شي ، بل څه پکې نه ځايږي .

دکندهارپه محبس ورستى بريد په داسې شيبوکې سرته رسيږي چې لاهم دکابل ادارې دکړيو اوخارجي بادارانوپه غو ږونوکې يې په دفاع وزارت دورستي ترسره شوي بريد ازانګې لا خپري او ترمنځ يې په يواوبل دملامتى غورځولو ناندرى روانې دي ، دکابل سناجرګه غواړي چې دهمدې پيښې په تړاودګوډاګئ اداري ددفاع وزير ( رحيم وردګ ) له واک نه ليرې کړي ، ولسي جرګه اوځينې نورې کړۍ بيا لږ وړاندې ځي اودټولو امنيتي ادارو په کچه ادلون بدلون غواړي ، خودغه مراجع خبرندي چې له يوې نه بلې ورځي ته به دداسې پيښو اوجهادي بريدونو شاهدان او ګواهان ګرځي چې له مخکينو څخه به څو برابر حيرانوکې اوايجاب به ددې کوي چې په تړاوو يې نه يواځي داچې ددفاع وزير استعفى ورکولوته اړشي ، بلکې دکابل دارګ ښاغلي ! اوترپوزي پوري په پرمختللیووسلو،لوړي ټکنالوژي اوپه بي حسابه ډالرواکمال شوی امریکایې قومندان چا چي دکندهار دتصفیې لافي وهلي هم بايداخلاقا واک پريښودوته چمتو اوخپله پړه ومني چې دوى په خپلودندواوصلاحيتونوکې پاتې راغلي اوداسلامي امارت دمجاهدينو په وړاندې مات شوي .


پښتون.
05.05.2011

د کندهار له زندانه ویډیویی راپور:
http://cnn.com/video/?/video/world/2011/05/04/walsh.afghan.jail.tunnel.cnn


Kamil
05.05.2011

پښتونه وروره ډيره مننه چى لينك مو دلته را ونښلولو.
متأسفانه زمـا کمپيوټر ويديو خلاصه نكړه بيا هم مننه.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more