اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
یوه پوښتنه چې زه یې ځواب نلرم!
سمسور منلى
25.04.2011
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!
دا چې دا پوښتنه ما په اسلامي بحث فورم کې مطرح کړه ددې معنی دا نه شوه چې یوازې دیني علماوو ته متوجه ده، دا یوه عامه پوښتنه ده او ښايي تر دیني علماوو د نورو علومو پوهانو ته زیاته متوجه وي او د هغوی ځواب په کې د دیني علماوو په پرتله ډیر ګټور وي. پوښتنه مې په دې ډول ده چې: ولې په سیاسي، اقتصادي، امنتي او نورو چارو کې زمونږ ذهنونه د اسلامي مصطلحاتو اوریدلو ته چمتو نه دي؟؟؟
دا پوښتنه له ډیرې مودې راهیسې زما په ذهن کې وخت ناوخت ګرځي راځي خو تراوسه یې ما داسې کوم صحیح او قانع کوونکی ځواب نه دی موندلی، په همدې خاطر مې ستاسو په وړاندې کیښوده ګوندې ستاسو قدرمنو څخه یې داسې ځواب واورم چې زړه مې پرې تسل شي.
ددې له پاره چې پوښتنه ښه واضحه شي لاندې مثالونه ولولئ:
عبد الله بن مسعود (رضي الله عنه) چې کله وفات کیده عثمان بن عفان (رضي الله عنه) پوښتنې ته ورغی، پوښتنه یې ترې وکړه: د څه شي نه شکایت کوې (یعنې کوم ځای دې درد کوي)؟
ابن مسعود: د خپلو ګناهونو نه.
عثمان: څه شي ته دې اشتها کیږي؟
ابن مسعود: د خپل رب رحمت ته.
عثمان: ډاکټر درته راوغواړم؟
ابن مسعود: ډاکټر مریض کړی یم (یعنې الله جل جلاله).
عثمان: مالي مرسته درسره کولی شم؟
ابن مسعود: زه مالي مرستې ته اړتیا نلرم.
عثمان: خو تا نه وروسته به دې د لورګانو په ښه راشي.
ابن مسعود: آیا ته زما په لورګانو باندې د فقر او غربت څخه ډاریږې؟؟ هغوی ته ما ویلي چې هره شپه سورت واقعة تلاوت کوئ ځکه چې ما د نبي علیه السلام څخه اوریدلي: څوک چې هره شپه سورت واقعة تلاوت کوي هیڅکله به د فقر او بېوزلۍ مخ ونه ویني.
ددې حدیث د اوریدلو نه وروسته ماته سوال پیدا شو چې آیا مونږ قرآن او حدیث تنها د اخروي اجر او ثواب په خاطر لولو، او که نه زمونږ په دنیوي ژوند کې هم ستر مثبت انقلاب راوستلی شي؟؟؟
اوس تاسو فرض کړئ كه چېرې د یو اسلامي حکومت مشر د خپل ولس د فقر او غربت د کچې د ټیټولو له پاره په خپل کاري پلان او میکانیزم کې د نورو مادو تر څنګ دا ماده هم ولیکي چې: د دې له پاره چې ولس د غربت او بېوزلۍ د ګواښ څخه وژغورل شي د پیغمبر علیه السلام د ژمنې پر اساس باید هره شپه د الواقعة سورت تلاوت کړي ترڅو د فقر او غربت څخه وژغورل شي.
زما پوښتنه هم په مشخصه توګه همدا ده چې آیا ددې ټکي په اوریدلو سره به د خلکو غبرګون او عکس العمل څه وي؟ ولې خلک د یو سیاسي رهبر په خولې د ایت او حدیث اوریدلو ته چمتو نه دي؟ ولې ددې اقدام په وړاندې د خلکو په منځ کې د خندا او تمسخر غبرګون لیدل کیږي؟ آیا ستونزه د حکومت لخوا په ورته ګام اخیستلو کې ده او که ستونزه زمونږ په ذهنیتونو کې ده؟
هو زه دا منم چې د اقتصادي ودې او پرمختیا له پاره د یو اسلامي حکومت مسئولیت په دې کې نه راخلاصه کیږي چې خلک د سورت الواقعة په تلاوت مکلف کړي او بس، اسلامي حکومت باید د خلکو د کار روزګار له پاره عملي ګامونه او عملي اقدامات وکړي، خو آیا په دې کې څه ستونزه ده چې مثلا یو اسلامي حکومت اعلان وکړي چې دوی د خپل ولس د اقتصادي حالت د ښه کولو په موخه دا، دا عملي پروژې په کار اچولي خو ولس باید د نبي علیه السلام په هغه حدیث هم عمل وکړي چې چا هره شپه سورة الواقعة تلاوت کړ همیشه به د فقر او غربت څخه خلاص وي.
غواړم یو بل مثال هم درکړم: پیغمبر علیه السلام فرمايي: (إذا رأيتم الحريق فكبروا فإن التكبير يطفئه) کله چې تاسو حریق (اور) ووینئ نو الله اکبر ووایئ ځکه چې تکبیر یې وژني.
اوس فرض مثال په یو اسلامي حکومت کې د ښاروالۍ د اوروژنې مسئولین خپلو ښاریانو ته اعلان وکړي چې تر هغه چې د اطفائیې کارمندان د پیښې ځای ته رسیږي د حریق سره نږدې ولاړ کسان دې په لوړ اواز تکبیر (الله اکبر) وايي ځکه چې د پیغمبر علیه السلام د ژمنې سره سم تکبیر اور وژني. نو تاسو سوچ وکړئ چې ددې اعلان په اوریدلو سره خلک څه څه ووايي؟ د خلکو هغه غبرګون چې زه یې اټکل کولی شم د تمسخر او استهزاء څخه پرته بل څه نه شي کیدلی.
زما پوښتنه هم همدا ده چې ولې زمونږ ذهنونه تنها او تنها په مسجد کې د ایتونو او احادیثو اوریدلو ته چمتو دي؟؟ ولې مونږ د قرآن او حدیث څخه تنها او تنها د اخروي ګټې او ثواب د وسیلې په توګه کار اخلو؟؟ او ولې مونږ ته ایت او حدیث تنها په مسجد او هدیره کې، د منبر او قبر پر سر ښایسته ښکاري خو همدا ایت او حدیث راته د سیاسي او اقتصادي رهبرانو په خولو بد ښکاري؟؟
آیا مونږ تنها د قرآن او حدیث په اخروي ګټې وټې عقیده لرو، او که د اولنیو پیړیو ایتونه او احادیث راته د اوسنۍ متمدنې نړۍ له تقاضاوو سره په ټکر کې او له چلښته لویدلي ښکاري؟؟؟
دا هغه پوښتنې وې چې له تاسو څخه یې د ځواب موندلو هیله من یم.
په دې امید چې ما د خپل سوال د تعبیر حق ادا کړی وي.
په خورا درناوي
رښتینی
25.04.2011
یو مسلمان سیاستوال که په عملی توګه ریښتونی وی نو دا نګه مذهبی خبری
یی هم خلک ورسره منی خو له بره مرغه چی زموږ ډیرۍ سیاستوال یاخو ریښتونی
ندی او که کوم یوریښتونی وی هغه دمسئولیت احساس نلری او دبی وزله
او نادارو په کیسه کی نه وی اودا زمو په ژوند کی لیدل شوی دی
هو داسی خلکو ته ددی خبری منل سخت دی چی هغوی له خپلو واکمنو سره
په غیر واقعبینانه ډول مینه لری او ځمکنیو واقعیتونو ته توجه نکوی
زه به یوه بیلکه درکړم دسعودی واکمن که هرډول دی وی به خو له خپل ولس
سره ډیر ښه دی دوی خبل ولس ته ډیر څه کړی دی او لا یی هم کوی دا نن هغوی
داستثقا دلمانځه اعلان کړی دی او د داسی اعلانونو په مهال موږ سعودیان
لیدلی دی چی په سبایی ګڼ شمیر داستثقا لمانځه ته ډله ډله روان وی زه ددی
خبری په خپله شاهد یم دلایلوته یی اړتیا نشته
اوبل ښاغلی سمسور ستاسو بیلګی ټولی دانفرادی حالاتو دی اودا په
اجتماعی چارو کی دواکمن دمسئولیت درفعه کولو په برخه کی مرسته
نشی کولی دبیلګی به توګه دبیوزله او مسکینانو دمرستی له پاره چی
خلفاء راشدینو کوم کارونه کړی دی هغه دزکات دنظام تطبیق دی او داراز
دضرورت په وخت کی یی د (وفی اموالهم حق للسائل والمحروم )پر
اساس په شتمنو نوری مالیی هم لګولی دی خو له هغوی نه موږ داسی
څه نه دی اوریدلی او نه به په تاریخ کی پیدا شی چی عمر بن الخطاب
رضی الله عنه خلکو ته ویل چی دالواقعه سورت تلاوت کوئ .
خدای دی وکړی ځواب ته یوڅه ورنږدی شوی یم
نوربیا
ع کريم حليمي
28.04.2011
درنو وړونو سمسور صاحب او ښاغلی حامد صاحب
السلام علیکم و رحمة الله
فقر ډېر بد حالت دی ، اول خواست کوم چه رب الغزت دي موږ او تاسو د نبي علیه السلام په روئ د فقر له حالته وساتي .
څوک چه تلاوة کوي او په دې شرط چه : چه و پوهېږي چه څه لولي ، نو
حرص او سراښ فکر ئې له ککرۍ څخه ووځی ، نو زړه يې غني شي
زموږ خواږه نبي ټول عمر په لاس تنګۍکښی تیر کړی وو ، سروت او هستي
ئې نه درلودله ، اما قلب يې عني وو
سیاسي زعامت حق نه لري چه الامر بالمعروف و النهي عن المنکر وظیفه پر غاړه واخلي
" وَلْتَكُنْ مِنْكُمْ أُمَّة يَدْعُونَ إِلَى الْخَيْر "
و قال الله تعالی : وَلْتَكُنْ مِنْكُمْ أُمَّةٌ يَدْعُونَ إِلَى الْخَيْرِ وَيَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَأُولَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ
مطلب داچه : و بايد از ميان شــــــــــــــــــــــــــما گـــــــــــــــــــــــــروهى !!!!!! [مردم را] به نيكى دعوت كنند و به كار شايسته وادارند و از زشتى بازدارند و آنان همان رستگارانند
موږ له حکومتونو څخه هغه څه غواړو کوم چه په فردي ډول نه شي ترسره کېدلي ، لکه د اوبو ډمونه ، هوايي مېدانونه ، د سماوي افاتو په وخت کښي مرستي رسول ، او د مـــــــــــــــــــــلت نمایندګي کول .......
[quote:ff812ca9f5]چا هره شپه سورة الواقعة تلاوت کړ همیشه به د فقر او غربت څخه خلاص وي[/quote:ff812ca9f5]