د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

افغانان يې ولې له عراقيانو څخه نه زده کوي؟؟؟!!!

و.افغان
25.04.2011

د 2011 کال په پوره کېدو سره به ټول امريکايي ځواکونه له عراقه ووځي، عراقي
حکومت د عراقي ولس د سولييزو لاريونونو تر فشار لاندې ونشو کولی؛ چې دامريکا
سره د امريکايي ځواکونو په پاتې کېدل يا تمديدولو هوکړه وکړي.
داسې حال کې چې امريکايي حکومت په مکرر ډول د ځينو ځواکونو د پاتې کېدلو خوښه څرګنده کړه.

د دې امکان شته، چې ځينې ځواکونه د کوم پټ تړون له مخې په ځينو هډو کې پاتې
شي، البته د عراقي ولس او عراق لپاره به کوم مشروعيت او قانونيت ونه لري؛ ځکه
چې د ولس له خوا د کشف په صورت کې د هغوی حمايه کېدل او ساتل به بيا آسان
کار نه وي.
د عراق څخه د امريکايي ځواکونو وتل د عراقيانو لپاره يوه لويه کاميابي ده.
نو آيا عراقي حالت د افغانانو لپاره د حل يوه مناسبه نسخه نه شي جوړېدی؟؟
او که خامخا دې د جنګ لاره خپله شي.

http://www.aljazeera.net/NR/exeres/138DC41B-44B9-4BB0-85AC-F5E6A0FC8F82.htm?GoogleStatID=9

په درنښت


م . ق
25.04.2011

..........


pattang
25.04.2011

[quote:549b508ed3]د عراق څخه د امريکايي ځواکونو وتل د عراقيانو لپاره يوه لويه کاميابي ده. نو آيا عراقي حالت د افغانانو لپاره د حل يوه مناسبه نسخه نه شي جوړېدی؟؟
او که خامخا دې د جنګ لاره خپله شي[/quote:549b508ed3]

وهاج صيب سلام عليکم!
وروره عراق تيل لري او لاسپوڅي به يې د خپلو تېلو په پيسو جيبونه ډکوي !
نو دامريکايانو پاته کېدل اقتصادي د عراقيانو په ګټه نه وو او ندي ، سربېره پر دې
اپوزيڅيون يې قوې کيده او اولس به هم بېزاره کيده .
بر خلاف د افغانستان لا سپوڅي لغړ مست دي او هيڅ شی نلري او امريکايان يې
روزي او لنګه غوا ده امکان لري له خپل ناموس څخه هم ورته تېر شي .
دافغانستان لاسپوڅي چې ينکي اونور صليبيان پرې ولاړ دي ټول يې جنګي
جنايتکاران دي او محاکمه کېدل يې فرض ، پرېښودل يې لويه ګناه ده نو لدې
کبله بله لاره بېله جنګه امکان نلري!


shokoor
25.04.2011

سلام علیکم
د عراق حالت د یوه بل دلیل له امله هم افغانستان سره د پرتله کولو وړ ندی او هغه دا چې په سیاسی چارو کې طالبان کوم صلاحیت نلری. تېره اونۍ مونږ شاهدان وو چې د افغان دولت او مخالفینو په شخړه کې د پاکستان یو جګپوړی هیات کابل ته ورغلی و او په غیر مستقیم ډول یې له طالبانو څخه استازیتوب کاوه. طالبان د پاکستان د سیاسی ګټو لپاره کارول کېږي نور څه نه!

والسلام


lawangin
25.04.2011

[quote:7e1f780106="shokoor"]سلام علیکم
د عراق حالت د یوه بل دلیل له امله هم افغانستان سره د پرتله کولو وړ ندی او هغه دا چې په سیاسی چارو کې طالبان کوم صلاحیت نلری. تېره اونۍ مونږ شاهدان وو چې د افغان دولت او مخالفینو په شخړه کې د پاکستان یو جګپوړی هیات کابل ته ورغلی و او په غیر مستقیم ډول یې له طالبانو څخه استازیتوب کاوه. طالبان د پاکستان د سیاسی ګټو لپاره کارول کېږي نور څه نه!

والسلام[/quote:7e1f780106]
دا څوک وايې ! جک وهي چې پاکستان د طالبانو سياسي نماينده دی !
مقايسه بې منطقه ده که دلته طالب دی ، هلته دايران شيعه ګروپ ، القاعده او
دسعودي عرب ګروپونه هم شته که فرضا ستا خبره درسته وي نو دپاکستان
رضا کېدل خو دامريکې او انګليس په لاس کې دی او چټليستان خو د پيسو ګوډاګیدی٠
طالب خپل هدف لري پاکستان خپل ! داچې د پاکستان هيئت کابل ته راځي
داخو کومه بده خبره نده ، څکه چې پاکستان ګاونډی سرحد له افغانستان سره
لري او پښتانه يې دواړو خواته اوسي او په جنګ اخته دي ! دکابل لاسپوڅې
اداره غلطه پروپاګنده کوي اوپښتون دوښمنه انسانان پکښې ناست دي٠
پاکستان د طالب سياسي نماينده ندی او نه به وي هو دښو روابطو او دوستي
طمعه بيله قيد او شرطه هم پا کستان لري اوهم طالبان اود دواړو خواوو ګټه هم
پکشې پرته ده٠ پاکستان پر طالب لاره نشي بندولی څکه چې دسرحد هغي
خواته ټول پښتني افغاني قامونه پراته دي٠


shokoor
25.04.2011

سلام علیکم
[quote:4c316e14b6="lawangin"]
دا څوک وايې ! جک وهي چې پاکستان د طالبانو سياسي نماينده دی !
[/quote:4c316e14b6]
lawanginآشنا چرس یا کوم بل بلا خو به دې نه وي وهلي ؟
دا چې ته او امثالهم یې نه مني هم د پوهیدو وړ دی! پاکستانیانو تل دا ادعا کوی خو ما یو ځل هم د طالبانو د رهبری نه دا ندي اوریدلي چې دوی د پاکستان داسې ادعاوې رد کړي وي. یوه بیلګه یې د اطهر عباس څرګندونه ده چې وایي:
اقتباس
"تورن جنرال اطهرعباس له CNN ټلویزیون سره په مرکه کې وویل، پاکستان دا توان لري چې د اوربند د ټینګولو لپاره طالبان له امریکا سره د [color=blue:4c316e14b6]خبرواترو مېز ته کېنوي"[/color:4c316e14b6].
http://pa.azadiradio.org/content/article/1775193.html

آیا طالبانو دا څرګندونه رد کړې ده؟؟؟
بل څه ثبوت غواړې؟؟؟
[quote:4c316e14b6]
پاکستان د طالب سياسي نماينده ندی او نه به وي هو دښو روابطو او دوستي
طمعه [color=blue:4c316e14b6]بيله قيد او شرطه[/color:4c316e14b6] هم پا کستان لري اوهم طالبان اود دواړو خواوو ګټه هم پکشې پرته ده٠ پاکستان پر طالب لاره نشي بندولی څکه چې دسرحد هغي خواته ټول پښتني افغاني قامونه پراته دي٠
[/quote:4c316e14b6]
بې له قید اوشرطه؟؟؟

والسلام


pattang
25.04.2011

انډيواله دطالبانو رهبرې دي ته هيڅ ضرورت نلري ، څکه چې هرڅوک به هر څه
وايې! که طالبانو ردکړې نده نومنلي يې هم نده !
جنرال عباس ولې بيا طالبان د امريکايانو سره حاضر نکړل? ، پاکستان پردې او هغو خبرو داسې پيسې وهي لکه د کوټې دوکاندار چې د طالب په غلط نوم يې په
لکهاوو او يا ميلونودالر وو هل !


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more