نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
تاسو په کې څه وايئ
larghonay laraway
23.04.2011
السلام عليکم!
[color=red:8c4366a19b]لاندې ليکنه د يو درديدلي مسلمان افغان ده چې د طالبانو د يو وياند په نامه يې ليکلې ده تاسو په کې څه وايئ ؟[/color:8c4366a19b]
ذبيح الله مجاهد ته د کابل بانک په پېښه کې د یوه وژل شوي کس د کورنۍ لیک
رضوان الله نصرت
19.04.2011 14:17
درنو خوندو او وروڼو!
السلام عليکم ورحمت الله وبرکاته
زه تقريبا دا درې مياشتې په کلي کې وم او د خپل تره زوی رحيم الله د جنازې، فاتحې او دعا په مراسمو اخته وم. نه پوهېږم له کوم ځايه يې پيل کړم، هغه غم چې زما د بېګناه تره زوی له شهادت وروسته په مونږ تير شو، يو الله خبر دی.
ذبيح الله غير مجاهده !!!!! مجاهد خو به نه درته وايم، ځکه مجاهد خو د خدای ج د رضا او د ستر الهي دين اسلام د پيغام رسولو او دعوت لپاره مبارزه کویخو تاسو د اسلام او د ستر څښتن د سپيڅلي کتاب قرآن دښمنان ياست.
خدای ج په خپل کتاب قران عظيم الشان کې فرمايي:
(ومن یقتل مؤمنا متعمدا فجزاؤه جهنم خالدا فیها وغضب الله علیه و لعنه و أعد له
عذابا عظیما) (۶)
او هرڅوک چې مؤمن په قصد سره ووژني جزا یې جهنم دی، تل به پکې وي، الله تعالی پرې غضب کړی او په لعنت یې اخته کړی او ډیر لوی عذاب یې ورته تیار کړی.
له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت دی هغه فرمایلي:
(من اعان علی قتل مؤمن بشطر کلمة لقی الله مکتوب بین عینیه آیس من رحمة الله) (۷).
(چا چې د مؤمن په وژلو کې د نیمې کلمې په ویلو مرسته وکړه، له الله تعالی سره به په داسي حال کې مخامخ شي چې د سترګو تر مینځ به یې لیکلي وي: )د الله تعالی ج له رحمت څخه نا هیلی دی.)
په عمومی ډول د انسان ناحقه وژل، ناوړه عمل او ستره ګناه ده، ځکه خو الله تعالی وائي: «چا چې يو نفس په ناحقه مړ کړ لکه هغه چې ټول انسانيت وژلی وي، او څوک چی د يو انسان د ژوند ساتلو لامل شي لکه هغه چې ټولو انسانانو ته ژوند ورکړی وي» .څوک چی په ناحقه د يو بې ګناه انسان د وژلو جرأت کولی شي، نو د هغه سخت زړه د ټول انسانيت په وژنه هم نه اغيزمن کيـږی، خو د چا په زړه کی چی د يو انسان د ژوند د ساتلو ولوله وی نو ګويا د هغه مينه او محبت د ټول انسانيت سره دي. يو انسان وژلو ته د ټولو انسانانو وژنه ويل شوي.
د يو کس قتل کوونکی ته ظالم، فاسق، قاتل او ګناهکار ويل کيږی، په همدی ډول د ټول انسانيت وژونکي ته هم همدغه لقبونه ورکول کيږي.
که يو طرف ته په عمومي ډول د انسان ناحق وژل ناوړه عمل دي نو دوهم طرف ته په ځانګړۍ ډول د هغه انسان وژنه چی په زړه کې يې په الله تعالی ايمان او په خوله يې د ايمان اقرار وي، هغه ستره ګناه ده چی پايله يي د تل لپاره د جهنم اور دی.
د مسلمان وژنه د مسلمان کار نه بلکه د کافر عمل دی، ځکه خو د اسلام ستر پيغمبر (صلی الله عليه وسلم) خپل امت ته په اخر وخت کې وصيت کوي چی: « زما څخه وروسته د يو بل په وژلو ځانونه مه کافر کوئ» .د الله تعالی په وړاندی د مسلمان حرمت، عزت او وينه تر هر شی ډيره قيمتی ده. يوه ورځ مشهور صحابي عبد الله بن عمر (رضي الله عنه) د الله تعالی کور کعبې شريفې ته وکتل او ويې ويل: «څومره د لوى شان او لوى عزت خاونده يې، خو دالله تعالی په وړاندې د مؤمن شان او عزت ستا څخه هم ډير دی» .آيا يو مسلمان د کعبی شريفی د نړولو فکر هم کولی شي؟ خو متأسفانه چی نن ورځ ستاسو له لاسه هغه مسلمان وژل کيـږي چی عزت او حرمت يې د کعبې شريفې څخه هم زيات دی، په داسی حال کې چې رسول الله (صلی الله عليه وسلم) ويلي دي: «څوک چې ناحقه يو مسلمان مړ کړي او پر هغې خوشحاله شي نو الله تعالی به د ده هيڅ قسم عمل قبول نه کړي، نه فرض او نه نفل».
هغه څوک چی د «لا اله الا الله» په ويلو سره د اسلام اقرار کوي، هغه مسلمان دی، او پرته د مرتد کيدو، ناحق قتل کولو، او زنا څخه (هغه هم چی د واده خاوند وي) د هغه وژنه ناروا ده، او مرتد هغه څوک دی چی په ښکاره باندې د اسلام څخه انکار وکړي، او يا داسی وينا او عمل وکړي چی پرته له کفره يې بله معنی نه وي، د دې پرته په وړو وړو خبرو، يا د يوی ګناه له امله په چا د کفر ټاپه لګول او بيا په ظالمانه ډول د هغه وژل هيڅ کله هم د مسلمان عمل نه شي کيداي.
ذبيح الله مجاهده ته ښه خبر شوې چې په کابلبانک کې مو بي ګناه او مظلوم مسلمانان ووژل خو بيا دې هم په ډېره بې رحمۍ او افتخار سره ويل چې دا کسان مونږ ووژل، له دې څخه ښکاري چې ته څومره وحشي، درنده او بېغيرته انسان يې.
کله چی زما د تره زوی په کابلبانک کې ستاسو د ځناور لخوا په شهادت ورسېد، نو زموږ د کورنۍ هيڅوک هم خبر نه وو. زه جلال اباد کی وم او ماسپښين خبر شوم چی زما د تره زوی هم شهيد شوی دي. کله مو چې د هغه مړی کور ته ورساوو نو مور، ښځه، ماشومان او نورو ټولو خپلوانو ورته ګرايونونه څيرل او دومره يې وژړل چې نور يې غږونه لويدلی وو او له سترګو يی اوښکې وچی شوی. د رحيم الله دری کلن زوی به چی خپلي مور ته وکتل ژړغونی به شو خو نور نه پوهيده چی څه خبره ده. زما غېږی ته يې څو زلی ځان راواچاوو او ويل به يې: ابا ته ځم. ما به چې ددی بېګناه او معصوم حالت او په دی عمر کی د پلار د مينی بيلتون ته پام شو زما به هم په سترګو کې اوښکی راغلې.
د رحيم الله مور امريکايانو او بهرنيانو ته دومره ښېراوې وکړې چی نور يی خوله ستړې شوه. ورورسته ورته زما يو بل تره ويل چې رحيم الله بهرنيانو نه بلکې طالبانو وژلی. د رحيم الله مور يوه سوې چيغه وکړه ما ته يې ويل ای زويه تا خو رحيم الله پېژانده چی يو لمونځ يې نه قضا کاوو، د کلي جومات د جوړېدو لپاره يې اته زره افغانۍ ورکړې، په هغو کې يی هم درې زره له بل کليواله پور کړې وې. هغې ويل چې بهرنيان خو زموږ د دين او وطن دښمنان دي او د همدې لپاره راغلي چی موږ ووژنې ولی طالبان خو د اسلام اسلام ناری وهی دوی ولی زما بېګناه زوی راشهيد کړو.
دې کړېدلې مور ويل چې دا ځناوران به انشاالله زما څخه د جنت مخ ونه ويني، زه به د قيامت په ورځ د لوی الله ج په دربار کې پلو غوړوم او د خپل بېګناه او ځوانيمرګ زوی د شهادت بدل به ترې نه غواړم او لوی الله ته به سوال کوم چې دا وحشيان د دوزخ اور ته ور ګوزار کړي.
نو ذبيح الله مجاهده دا کورنۍ چې تا ته کومې ښيراوي کوي، همدا دې بس دی، انشاالله، خدای به مو داسې غرق او تباه کړي چې په دواړو جهانونه به وشرميږي. که خدای کول ددې مظلومانو اه او فرياد به يوازې تاسو ځناور نه بلکې ستاسو ړوندپلار ملا عمر او د مور مېړه پاکستان هم په اوبو لاهو کړي.
ذبيح الله مجاهده ستا دې پخپل ايمان قسم وي چې ملا عمر د قران په تفسير او حدیثو پوهېږي؟؟؟؟؟؟
څومره چې زه خبر يم هغه يو بې تعليمه، ناپوه، ظالم او د پردو جاسوس دی، ځکه که د خدای په کلام پوهېدای نو په تاسو ځناورو به يې د خدای معصوم بندګان نه وژل.
د نورې نړۍ عالمان څه کوي او تاسو څه دووسي راخيستې ده، له اسلام نه مو څه شی جوړ کړل، اسلام د مينې، ورورولۍ او همدردۍ دين دی خو تاسو ورنه سور اور جوړ کړی. کوم وحشتونه چې تاسو په دې څو ورځو کې وکړل کافرانو هم نه دې کړي.
دا نور زما دنده ده چې خپلو خلکو ته ملا او عالم وروپېژنم، عالم هغه څوک دی چې د خدای ج په قران او حديثو خبر وي، د دين لار ورمعلومه وي او له لوی الله نه ووريږي او ملا هغه دی چې قدوري، خلاصه يي کيداني او يو څو نور کتابونه يې
لوستي وو نور ستاسو غوندې خره وي، د پاکستان زامن، د ايران بچي، د بهرنيانو غلامان او د خدای د الهي دين اسلام دښمنان.
تاسو به نور څه وکړئ تاسو به ما هم زما د تره زوی په څېر شهيد کړي او دا ستاسو منشور دی خو زه به په هر قيمت خپل خلک ستاسو له وحشتونو خبروم، يو جهاد خو مې دا وکړ چې د کابل بانک هغه ويډيو چې ستاسو ځناور پکې زما د تره زوی او د خدای ج نور بې ګناه مسلمانان قتل عام کوي له يو ټيوب څخه ډاونلوډ کړه او خپلو ټولو کليوالو ته مې ور وښودله. کله چې کليوالو هغه ويډيو کتله نو ټولو ړانده ملا عمر او تاسو ته ښکنځل کول، په تاسو يې لعنت وايه او ستاسو له نوم نه يې نفرت کاوو.
يوه کليوال ويل دا خو يې داسې وژني لکه يهود چې يې پيدا کړي وي، بل ويل چې دا ښځو ته خو به يې کتل چې په چادريو کې ګرځي او ټول مسلمانان دي يو امريکايی او بهرنی پکې نشته.
بې غيرته او د پاکستان ګوډاګی غير مجاهده !!!
که خدای کول نور به ستاسو د وحشتونو تورې ورځې ختميږي، زموږ د خلکو هوډ غرونه هم نه شي ماتولای خو يوازې چې په يو شي باندې سم پوه شي. اوس په ټولو افغانانو فرض ده چې ستاسو له وحشتونو او اسلام دښمنۍ څخه خلک خبر کړئ.
الله پاک دې تاسو تباه او برباد کړي. ستر څښتن دې د اسلام حقيقي خدمتګارانو او د حضرت محمد ص رښتينو وارثانو ته بری ورکړي. الله پاک دې افغان ولس ته ستاسو، امريکايانو، انګريزانو او ددی ټول يهودانو او نصرانيانو له شر نه د خلاصيدو توفيق ورکړي امين
زه ددې ليک له لارې ټول وروڼه همدې جهاد ته رابولم.
والسلام
رضوان الله نصرت
فهلوان
23.04.2011
......
SADEQ MUSALMAN
23.04.2011
لوغونيه ! پټه خوله تېرېږه
خلک ګرم دي
هسي نه طبيعت دي درخراب کړي.
ليکنه دي ړنګه کړه.
مننه
باز
23.04.2011
[quote:f07fae4c0b="فهلوان"]لالیه پر دی موضوع باندی یو زل یارانو زانونه ستری کری دی ،
دا اوس هغه دچا په اصطلاح اکسپایر شوی ده.
هسی دی زان ستری کری دی[/quote:f07fae4c0b] فهلوانه سلام دی تاسی نه پیژنی دایی دوهم ځل دی چی دی دا لیکنه په دوو نومونو راوړی هغه دچا خبره بازار تیزی کوی نور به پوه سوی یاست،
larghonay laraway
25.04.2011
دا که هر څو يم ځل وي خو د څلوېښتو بې ګناه خلکو د عام وژنې او اويا نفرو د پرژنې خبره ده بايد تر هغې پرې ټينګار وکړو څو چې د يو سل او لس بې ګناه ننګرهاريانو د وژنې او پرژنې قاتل اعدام نه شي.
دغه وحشي چې ځان طالب معرفي کوي خو له دې مردارې قوارې څخه د پاکستان فوجي ښکاري او په واز کومي يې ويل چې ما د انسانانو له وژلو خوند اخيست.
ښه دا خو به زه درديدلی يم ځکه بيا بيا د يو وحشي قاتل د وحشت کيسه کوم نو په تاسو ولې بده لګېږي؟
او کنه د هغه غله کيسه ده چې خوسی يې پټ کړی ؤ او چې چېرته به يې دوه نفر سره يو ځای وليدل نو پرې غږ به يې کړه (يه هلکه دا څه خوسی خوسی کوئ)
نو زه له تاسو چې له ډاره په شين زور املا هم غلطه ليکئ او د پهلوان پر ځای فهلوان ليکئ يا نور داسې څه ولې په حقيقت يرېږئ؟