اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
ایااسلامی امارت په اسلامی سیاسی نظام کی کوم اساس لري؟؟
م . ق
22.04.2011
بسم الله الرحمن الرحیم،
دایوه ډیره اساسی پوښتنه ده چی د طالبانو اسلامی امارت یی ترپوښتني لاندی راوستې او که ددی پوښتنی جواب د قران او احادیثو په رڼاکی په موثقو او صحیحو نصوصو او دلایلو ونه وییل شي نو د طالبانو اسلامی امارت اسلامی حیثیت به همیشه د پوښتنی لاندي وي.
په اسلام کی خو صرف یو سیاسی نظام دې چی هغی ته اسلامی خلافت وایی او صرف خلیفه ته امیرالمومنین ویل کیدلې شي ځکه چی مومنین عام دی یعنی د ټولی دنیا د مومنینو امیر.
او د خلیفه د ټاکلو خپلی څو اسلامی طریقی دي او خپل خاص شرایط لري چی یو د مهمو شرایطو نه یی دادې چی خلیفه باید عرب وي او د قریشو نه وي بغیر د قریشو نه بل څوک خلیفه نه شی کیدلې.
نو په دې اساس د طالبانو اسلامی امارت خو یو اسلامی خلافت نه دې ځکه چی خلیفه نه لری او نه خلیفه عرب یا قریش دې او نه امیر المومنین ټولو مومنانو ټاکلې دې نو پدی وجه اسلامی امارت د اسلام په سیاسی نظام کی کوم اساس نه لري ځکه په اسلام کی صرف یو سیاسی نظام دې چی هغه خلافت دې او که خلافت نه وی نو بیا به اسلامی سلطنت وی خو اسلامی سلطنت هم د اسلام په سیاسی نظام کی نشته مګر اسلامی سلطنت دې ته ویل کیږی چی اسلامی شریعت یی په ملکی قوانینو کی نافذ وی خو سیاسی نظام یی اسلامی نه وي لکه د سعودی سلطنت چی سیاسی نظام یی اسلامی نه دی خو اسلامی قوانین او شریعت په کی نافذ دی.
نو د طالبانو اسلامی امارت خو خلافت نه دې ځکه نو د اسلام سیاسی نظام هم نه دې ځکه چی دا امارت په حقیقی توګه یو سلطنت دې.
نو پدی وجه د طالبانو اسلامی امارت د اسلام په سیاسی نظام کی کوم اساس نه لري بلکه یو نوی شې دې او په اسلام کی د هرنوي شی راویستل بدعت دې او نبی صلی الله علیه وسلم فرمایی چی هر بدعت ګمراهی ده او د ګمراهئ ځای دوزخ دې لکه دی لاندی احادیثو ته پام شئ:
کل بدعة ضلاله و کل ضلالة فی النار یعنی هربدعت ګمراهی ده او د هری ګمراهی ځای اور یعنی دوزخ دی.
او په بل حدیث کی فرمایی:من احدث فی امرنا هذا ما لیس منه فهو رد یعنی چاچی زمونږ په دین کی نوې شې راپیداکړو کوم چی زمونږ په دین کی اساس نه لری نو هغه مردود دي.
لنډه دا چی اسلامی امارت په نوم یوشې بدعت دې او په اسلام کی کوم اساس نه لري او که لري یی نو مهربانی وکړﺉ د پورتنو ټولو خبرو مدلل موثق او صرف د قران او احادیثو په دلایلو جواب وکړﺉ او هم د قران او احادیثو په صحیحو او صریحو نصوصو د اسلام په سیاسی نظام کی د اسلامی امارت اساس ثابت کړﺉ..
وروره
أبوخليل قدوسي
23.04.2011
السلام عليکم
ورورکيه الله تعالی د له ناروغيو وساته .
له سلامه وروسته ولوکه ستا پوښتني ډېري ساده دي خو ستا دحوصلې دلوړولو لپاره يې زه ځواب وايم اميد دی چي زړه دي ورباندي ډاډه شي او نوره يې اوږده نکړې .
په نومونو هېڅ ډول بدلون نه راځي پنځوس کاله نېشنليانو نارې وهلي چي سرحد دي پښتونخواه شي چي پښتونخواه شوه يوازي په هغه شپه ځېنو غريبانوته مټاياني ورسېدلې نور يې ترپخوا ددې ايالت حال بدتر کړ داځکه چي ديوې ټولني وضعه له نظام سره بدلېږي نه له نامه سره، داسلام واکمن سياسي نظام يومفهوم دی چي که تر هر نامه لاندي تطبيق کړل شي شريعت ورباندي نېوکه نلري که يې اسلامي جمهوريت ونوموې، که خلافت ورته ووايې، که امارت ورته ووايې، که دطالبانو واکمني ورته ووايې که دملي يووالي حکومت ورته ووايې .
پوره پنځوس کاله کېږي پاکستان اسلامي جمهوريه پاکستان ليکي او دا يې نوم دی خو نظام پکي د لارډ ميکالي تر اوسه پوري نافذ العمل دی. .
کرزی هم وايي دافغانستان اسلامي جمهوريت خو نظام يې امرېکايانو جوړ کړی جمهوريت خو ټول ويني چي څه ډول دغلو حکومت دی .
ډېموکراسي په غربي نړۍ کي دخپلواکي او ازادي مفهوم لري خو دلته هم دوی دعوا کوي چي مونږ ډېموکراسي واکمنه کړي خو مفهوم يې دبې ګناه خلګو وژل ، خپله خوښه دټوپک په خوله په ولسونو تپل او منل .
مقصد داچي داسلام له نوم اوادعاء سره څه کار نشته هلته اصلاً نظام او عمل مطرح دی .
اوس دمثال په توګه تا دخپل ځان لپاره پدې فورم کي نوم پښتون مسلمان ټاکلی اوس که يو څوک ووايي چي داپه کوم حديث او يا ايت کي راغلی چي مسلمان به ځان ته دانوم ټاکي؟
خوزه اوته ورته وايو چي اسلام يوه عقيده ده چي هغه دمسلمان په سېنه کي پرته وي په ژبه يې اقرار کوي اوپه عمل کي يې ژباړي، اوس که ته عبد الرحمن شې او ياپښتون مسلمان، يا اړم :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: خو شريعت ورباندي نېوکه نکوي .
البته شريعت هغه نومونه ديوه مسلمان لپاره نه خوښوي چي دهغه معنا شيطاني او يا کفري وي .
مسلمانان پخپل هېواد کي په تمامه معنا هراړخېزخپلواک واکمن اسلامي نظام غواړي که تر هرنامه لاندي او دهرچا په مشرتابه کي راشي مونږ به يې هرکلی کوو او اطاعت يې راباندي دشريعت له مخي واجب دی.
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :
إن أمر عليكم عبد مجدع - حسبتها قالت - أسود ، يقودكم بكتاب الله تعالى فاسمعوا له وأطيعوا(رواه مسلم)
که په تاسو باندي يو پېت پزی حبشی غلام واکمن جوړ کړل شي خو دالله تعالی په کتاب مو لارښوونه کوي نوتاسو غوږ ورته نيسئ او اطاعت يې کوﺉ .
همدا راز دمسلمانانو واکمن ته که ولس مشر ووايې يا مسلمان مشر او يا أمير المؤمنين چي عربي ژباړه يې ده او که پاچا ورته ووايې خو چي نظام بدل نوي ، دالله تعالی قوانين او حکمونه په تمامه معنا نافذ وي، په قضايي، اقتصادی، تعليمي، په کورنيو او بهرنيو چارو کي داسلام لارښووني عملي کوي هماغه اسلامي نظام دی .
دا هم ضروري نه ده چي يواځي هغه څوک به امير المؤمنين وي چي دټولي نړۍ مسلمانانو به ټاکلی وي او داسلامي تاريخ په اوږدو کي تر ډېره وخته پوري دمسلمانانو واکمن أمير المؤمنين نومېدو حتی تر خلافت عثماني پوري او دا تر وخت او زمان پوري انحصار نلري .
داچي تاسو ويلي چي خليفه به قريش وي دا يوازي ددې په خاطر وو چي دانصارو او مهاجرينو تر مېنځ په مدينه منوره کي شخړه راولاړه نشي اوکه دي (الأئمة من قريش) حديث صحيح وګڼل شي نو دا دهغوی لپاره دا پرېکړه شوی وه هو! داغوره کار دی چي قريش حاکم کړل شي خو له کومه به يې پيدا کوې او بيا يې په چامنې؟ .
هيله ده چي پوښتنه به دي ځواب شوي وي او دامعلومات له ځان سره خوندي کړه ترڅو بل وخت ورڅخه استفاده وکړې (ډېره مننه)
م . ق
24.04.2011
بسم الرحمن الرحیم
ستاسو له جواب څخه مننه.
تاسو لیکلی چی:
[quote:4bbb7e6786]په نومونو هېڅ ډول بدلون نه راځي پنځوس کاله نېشنليانو نارې وهلي چي سرحد دي پښتونخواه شي چي پښتونخواه شوه يوازي په هغه شپه ځېنو غريبانوته مټاياني ورسېدلې نور يې ترپخوا ددې ايالت حال بدتر کړ داځکه چي ديوې ټولني وضعه له نظام سره بدلېږي نه له نامه سره، داسلام واکمن سياسي نظام يومفهوم دی چي که تر هر نامه لاندي تطبيق کړل شي شريعت ورباندي نېوکه نلري که يې اسلامي جمهوريت ونوموې، که خلافت ورته ووايې، که امارت ورته ووايې، که دطالبانو واکمني ورته ووايې که دملي يووالي حکومت ورته ووايې .[/quote:4bbb7e6786]
وروره مونږ د نوم خبره نه ده کړي بلکه د اسلام د سیاسی نظام خبره مو کړي ده، شریعت د اسلام سیاسی نظام نه دي بلکه شریعت ملکی قوانین دی لکه احکام او مسايل نو شریعت او د اسلام سیاسی نظام چی خلافت دی دوه بیل بیل شیان دي.
د اسلام واکمن سیاسی نظام صرف او صرف خلافت دې او دا که څوک شریعت د سلطنت له لاری تطبیقوي نو هغه بیا هم سلطنت دی نه خلافت لکه د سعودی حکومت او که څوک یی یی د جمهوریت له لاری تطبیقوي لکه د ایران نو هغه بیا هم جمهوریت دی او د اسلام هغه سیاسی نظام نه دې کوم چی اسلام وضع کړې دې یعنی خلافت.
نو جمهوریت، سلطنت، امریت، حاکمیت او داسی نور ټول غیر اسلامی نظامونه دی اګر که شریعت یی نافذ کړې وي ځکه سیاست او قدرت ته رسیدل یی په اسلامی طریقه نه دي، په هغه طریقه قدرت او سیاست ته نه دي رسیدلی کومه طریقه چی اسلام وضع کړي ده.
خو که طالبانو خپل حکومت ته اسلامی حکومت یا اسلامی سلطنت نوم ورکړې وې نو بیا پری هیڅ اعتراض نه وو ځکه دغه ټول خو په واضحه توګه معلوم دی چی د اسلام په سیاسی نظام کی نشته خو طالبانو خپل اسلامی امارت لکه د اسلامی خلافت غوندي ګرځولې یعنی خپل حکومت او واک ته رسیدل یی یو اسلامی سیاسی نظام ښوولې حالانکه د اسلام په سیاسی یا حکومتی نظام کی اسلامی امارت هیڅ ثبوت نه لری ځکه د اسلام حاکم نظام باید صرف خلافت وی او صرف خلیفه ته امیرالمومنین ویل کیږی دا چی عثمانیانو ته امیرالمومنین وییل کیدل دا خو کوم شرعی دلیل نه دې بلکه په حقیقت کی د عثمانیانو هم سلطنت وو نه خلافت.
نو که تاسو دا ومنئ چی صحیح ده اسلامی امارت د اسلام په حکومتی سیاسی نظام کی کوم اساس نه لری او مونږ هم په دغه طریقی حکومت کول او واک ته رسیدل یو اسلامی طریقه نه بولو او پدی قایل یو چی یوه غیراسلامی طریقه ده خو مونږ په همدی لاری د شریعت نافذول غواړو نو بیا هیڅ اشکال نشته.
خو که دا وایی چی نه!! اسلامی امارت حکومت او واک ته د رسیدلو لپاره یو اسلامی سیاسی نظام دې نو بیا دا باید ثابت کړﺉ چی په قران یا سنت یا د صحابو یا تابعینو په تاریخ کی داسی کوم نظام موجود وو چی پدی طریقی سره یی ځان واک ته رسولې وو او بیا یی اسلامی امارت بللې وو.
دا چی تا وویلی د امیر اطاعت فرض دې دا بیله خبره ده او په دې کی کوم اختلاف یا اشکال نشته،،امیر بیل شې دې او خلیفه بیل شې دی..مثلا د یو لښکر یا یو غزا لپاره امیر د حاکم یا خلیفه له خوا ټاکل کیږی نو په ټولو یی اطاعت فرض دی.
نو لنډه خبره داده چی خبره د نوم نه ده بلکه په اسلامی طریقه حکومت کول یا حکمرانی کول دي،،،او په اسلامی طریقه حکومت کول صرف خلافت دې..اسلام د حکومت کولو لپاره بل کوم داسی نظام نه دې ټاکلې که مثلا خلافت ناممکن وو نو بیا امارت جوړ کړﺉ،،،البته دا یی وییلی چی د امیر او سلطان اطاعت فرض دې.
نو تاسو باید یا دا ثابته کړﺉ چی زمونږ امارت واقعا یو اسلامی خلافت دې یا دا چی اسلامی امارت هم د اسلام په حکومتی نظام کی ثابت دې او یا دا چی اسلامی امارت د اسلام یو سیاسی حکومتی نظام نه دې او لکه د سلطنت غوندی یو غیری اسلامی طریقه ده خو مونږ پدی لاری حکومت کول غواړو او ددی لاری نه د شریعت نافذول غواړو.
په احترام.
والسلام علیکم ورحمت الله.
أبوخليل قدوسي
24.04.2011
له دومره اوږد ځواب سره سره بيا هم پوه نشوې نو الله تعالی دي پوه کړه تاسو ناروغه ياست لومړی خپل علاج وکړﺉ چي علاج وکړې بيا زما ليکنه ولوله پې پوه به شې .
م . ق
24.04.2011
ابوخلیل صاحب السلام علیکم ورحمت الله
اصلا تاسو په سوال پوه شوي نه یاست زه ستاسو په خبره مکمل پوه شوم او دهغی می درته بیاهم وضاحت وکړو خو تاسو بیاهم په سوال پوه نه شوﺉ. اصلی موضوع او سوال دادې چی: په اسلام کی حکومت یا اقتدار ته د رسیدلو طریقه څه ده؟؟
جواب دې اسلامی خلافت،،، نو بیا سوال دادې چی ایا اسلامی امارت هم یو اسلامی خلافت دی؟؟
که وی نو ثبوت یی څه دی؟؟او که نه وی نو بیا اسلامی امارت څه شې دې؟؟او په اسلام کی قدرت ته د رسیدلو په منصوصه او شرعی طریقه کی څه حیثیت لری؟؟
هیله ده چی اوس به یو څه د موضوع قعر ته کوز شوی یاست او مرکزی نقطه به مو درک کړي وی.
په درناوﺉ
پتوال
24.04.2011
درنو لوستونکو السلام عليکم و رحمة الله وبرکاته !
لومړی له هغه مسول څخه مننه کوم چې دا سکالو يې د څيړلو له پاره له سره په اسلامي بحثخونه کې مطرح کړه ، موخه يې طبعا ً دا شوه چې بحث له ديالوګ څخه ووځي او دينپوهان يې بې پلوه وشني !
پښتون مسلمان ورور په څرګندو ټکو کې ويلي چې :
که څوک دا ومني چی صحیح ده اسلامی امارت د اسلام په حکومتی سیاسی نظام کی کوم اساس نه لری او مونږ هم په دغه طریقی حکومت کول او واک ته رسیدل یو اسلامی طریقه نه بولو او پدی قایل یو چی یوه غیراسلامی طریقه ده خو مونږ په همدی لاری د شریعت نافذول غواړو نو بیا له هغه سره زمونږ هیڅ اشکال نشته.
نوموړي دا هم روښانه کړې ده چې اسلامي سياسي نظام صرف شريعت ته نه وايي ،
داسې هم کېدای شي او شوي دي چې سياسي نظام اسلامي نه وي خو اسلامي شريعت مني او نافذوي يې ، لکه سلطنت،ميراثي پادشاهي ، جمهوريت او نور خو اسلامي شريعت چلوي ، آيا دا ټول اسلامي سياسي نظامات دي ؟ نه هېڅکله نه !
که د ( اسلامي ) ستاينتاړی هم ولري لکه اسلامي سلطنت، اسلامي پادشاهي، اسلامي شاهنشاهي ، اسلامي جمهوريت اونور ، نو ايا اسلامي سياسي نظام يې بللی شو؟ که نه نۀ يې شو بللی، نودا خو ټول د امارت شکلونه دي ، بيا هغه معيارونه بايد وښودل شي چې له مخې يې اسلامي اماراتو ته سم اسلامي سياسي نظام وايو، خو نورو اسلامي امارات لکه اسلامي سلطنت، اسلامي شاهنشاهي، اسلامي جمهوريت ته اسلامي سياسي نظام نشو ويلی !
که خبره يواځې د شريعت په نافذولو محدوه شي، نو بيا هر ميراثي سلطنت ، شاهنشاهي هم چې اسلامي شريعت نافذ ساتي اسلامي سياسي نظام دی او له خلافت سره هېڅ توپير نه لري ، که څنګه ؟؟؟؟؟؟؟؟
رښتینی
24.04.2011
[quote:0cf8d74909="پښتون مسلمان"]په اسلام کی حکومت یا اقتدار ته د رسیدلو طریقه څه ده؟؟جواب دې اسلامی خلافت،،، نو بیا سوال دادې چی ایا اسلامی امارت هم یو اسلامی خلافت دی؟؟که وی نو ثبوت یی څه دی؟؟او که نه وی نو بیا اسلامی امارت څه شې دې؟؟او په اسلام کی قدرت ته د رسیدلو په منصوصه او شرعی طریقه کی څه حیثیت لری؟؟هیله ده چی اوس به یو څه د موضوع قعر ته کوز شوی یاست او مرکزی نقطه به مو درک کړي وی.په درناوﺉ[/quote:0cf8d74909]
په اسلام کی قدرت ته درسیدلو لاره شوری ده لکه ابوبکر عمر عثمان رضی الله عنهم
دشوری له لاری واک ته رسیدلی وو ابوبکر رضی الله عنه ته به خلیفه رسول الله ویل
کیدل اوهغه خلیفه و کله چی عمر رضی الله عنه راغی هغه ته به ځینی خلکو خلیفه خلیفه رسول الله ویل نو مضافات ازیات اونوم اوږدشو نو یی ویل چی زه دمومنان امیر یم ماته
به امیرالمومنین وایئ
اوس په اسلام کی واک ته درسیدلو لاره شوری ده او دشوری دانتخاب په اړه دفقهاو
مختلفی رایی دی هغه داهل حل او عقد لاره یی مشهور عالم الماوردی وړاندی کړی ده
اونوری لاری هم شته ان فقهاء لادا هم وایی چی که یوڅوک په زور واک ته ورسیږی باید
ومنل شی اصلا دشریعت تنفیذ مهم دی دا لاری چاری یی بیخی دیری او مختلفی دی
معاویه رضی الله عنه به په خپله ویل چی زه خلیفه نه بلکی یو امیر یم
او دده په امارت کی پریمانه صحابه موحود و و اودتابعینو لوی لوی
امامان و هغوی ټولو دده امارت منلی وو نو په امارت کی هم کوم
مشکل نشته لکه قدوسی صاحب چی ویلی دی دانومونه دی دی ته
اعتبار نشته اصل دشریعت تنفیذ مهم دی
ځکه معاویه رضی الله عنه خو دشوری له لاری واک ته نه و رسیدلی
خو واک ته درسیدلو په لاره کی یی خپلمنځی ډیری جګړی هم کړی وی
اوکله چی دوخت دعلماو او صحابه کرامو له خوا منل شوی وو نو امارت یی
صحیح بل کیږی داخبره ما له کومی فقهی مرجع نه نده راخیستی
نوربیا
م . ق
24.04.2011
بسم الله الرحمان الرحیم:
تاسو لیکلي:
[quote:986167e82b]په اسلام کی قدرت ته درسیدلو لاره شوری ده [/quote:986167e82b]
شوری خلافت ته د رسیدلو یوه لاره ده،،، [color=darkred:986167e82b]نه قدرت ته[/color:986167e82b] ،،،خلافت ته د رسیدلو مختلفی لاری دي چی یوه یی شوری ده لکه د حضرت ابوبکر رضی الله تعالی ټاکنه،،،بله لار یی داده چی مخکنې خلیفه خپل راتلونکې خلیفه وټاکي لکه حضرت ابوبکررضی الله تعالی عنه چی حضرت عمر رضی الله تعالی عنه خپل خلیفه وټاکلو او دریمه لار یی داده چی مخکنې خلیفه د څو کسانو کمیسیون یا یو جماعت ټاکلې وی چی بیا هغه جماعت په خپل مینځ کی په شریکه یو خلیفه وټاکي لکه حضرت عمر رضی الله تعالی عنه چی دا کارکړې وو او بیا حضرت عثمان د هغی ډلی نه وټاکل شو.
نو شوری خلافت ته د رسیدلو لپاره د دری لارو نه یوه لاره ده خو په شوری کی باید ټول مومنان خپله ونډه ولری لکه د حضرت ابوبکر په ټاکنه کی،،،نه دا چی دیوی سیمی خلک خپله یوه شوری جوړه کړي.
داچی څوک په زور واک ته ورسی نو سمه ده چی اطاعت یی لازم دې خو په زور واک ته رسیدل یوه اسلامی لاره نه ده او نه دا د اسلام په سیاسی نظام کی شته.
داچی تاسو وایی:
[quote:986167e82b]معاویه رضی الله عنه به په خپله ویل چی زه خلیفه نه بلکی یو امیر یم
او دده په امارت کی پریمانه صحابه موحود و و اودتابعینو لوی لوی
امامان و هغوی ټولو دده امارت منلی وو نو په امارت کی هم کوم
مشکل نشته[/quote:986167e82b]
که معاویه رضی الله تعالی خلیفه نه وو او واک یی په زور او جنګونو نیولې وو لکه جنګ جمل او جنګ صفین چی په سوونو صحابه کرام په کی شهیدان شول او حضرت حسن د اقتدار په سر د مسلمانانو د وینی د تویدنی نه د ځان ژغورلو لپاره خلافت پریښود،،،نو د حضرت معاویه طریقه هم اسلامی نه وه ځکه د خلافت د دری لارو نه په یوه لاره هم دې نه وو راغلې بلکه په زور راغلې وو خو صحابوو کرامو یی ځکه اطاعت ومانه چی د مسلمانانو نوره وینه توی نه شی او د امر اطاعت لازم وو...خو د امیرد اطاعت لزومتیا بیله موضوع ده چی د خلیفه د ټاکلو یا واک ته د رسیدلو سره تړاو نه لري.
نو واضحه شوه چی امارت بیل شې دې او خلافت بیل شې دې،،،خلافت د اسلام د سیاسی نظام او حکومت کولو یوه شرعی لار ده او امارت د اسلام په سیاسی نظام کی وجود نه لري.
نو کله چی تاسو دا ومنله چی ستاسو نظام خلافت نه دې بلکه امارت دې نو دا واضحه شوه چی ستاسو سیاسی لار هم لکه د حضرت معاویه رضی الله تعالی عنه غوندی په زوره واک ته رسیدل دی،،،نو دا به اوس هم منئ چی په زوره واک ته رسیدل یوه غیر اسلامی طریقه ده.
تاسو وییلی چی:
[quote:986167e82b]نو په امارت کی هم کوم مشکل نشته[/quote:986167e82b]
صحیح ده نور مشکل خو نشته خو دومره مشکل شته چی یوه غیر اسلامی طریقه ده په اسلام کی نه ده ثابته او د بی شمیره بی ګناه مسلمانانو وینه به په کی تویږي،،،،نو که دا تاسو ته مشکل نه ښکاری نو فاالله خیرحافظا
أبوخليل قدوسي
24.04.2011
دحضرت معاويه رضي الله عنه په شان کي داسي بې ادبه کلمات کارول له مسلمان سره نه ښايي دا دبېدينو روافضو او اهل تشيع تګلاره ده معاويه رضي الله عنه خوهغه اتل صحابي وو چي مسيلمة الکذاب يې وژلی دی او ټول صحابه او تابعين يې په هوښياري، بردباري، غوره مشرتابه او ذکاوت ګواهي ورکوي زمونږ داحنافو عقيده داده چي دهغوی خپل مېنځي اختلافونه اجتهادي وو نه داقتدار رسه کشي، او دوسيې يې الله تعالی ته سپارل شوي وي او مونږ به بده ژبه نه پکي استعمالوو.
اقتدار ترلاسه کول په زمکه کي دالله تعالی دنظام دواکمن کولو لپاره يوه وسېله ده ځکه يې ترلاسه کول فرض دی ځکه چي داسلامي نظام حاکميت په مسلمانانو فرض دی فقهاء وايي کومه فريضه چي بې کومي وسېلي يې تطبيق ناشونی وي دهغې وسيلې خپلول هم فرض دی .
ما درته وويل چي ته رنځور غوندي ښکارې نوري ليکني مه کوه داسي نه چي ايمان دي زيانمن شي .
مینه پال
24.04.2011
بښنه غواړم چې زه هم دې بحث ته راغلم، په سیاست خو هر افغان پوهېږي، خو اسلامي سیاست کې نو بیا سم مالومات نه لرم خو بیا هم بنډار ستاسو خپل دی، زه به دونه مداخله وکړم چې د حضرت معاویه رضي الله عنه خبره یوې خواته پرېږدۍ، هغه خو صحابې وو او لکه ابوخلیل قدوسي صاحب چې لیکلې د هغوی مسله بېله ده. خو په زوره واک ته رسېدل رښتیا هم سم کار نه دی. نو دلته د پښتون مسلمان پوښتنه باید ځواب شي او اوس نو وار په وار ورته مریض مه وایاست ځکه سم بحث یې پیل کړی دی.
م . ق
24.04.2011
السلام علیکم ورحمت الله
ابوخلیل صیب هیله کوم چی بحث په بل طرف مه بوځئ او اصلی موضوع باندی د قران او سنت په رڼا کی دلایل وړاندي کړﺉ.
تاسو وییلي چی:
[quote:726bc4f183]اقتدار ترلاسه کول په زمکه کي دالله تعالی دنظام دواکمن کولو لپاره يوه وسېله ده ځکه يې ترلاسه کول فرض دی ځکه چي داسلامي نظام حاکميت په مسلمانانو فرض دی[/quote:726bc4f183]
که د اقتدار ترلاسه کول او په ځمکه د الله نظام نافذول فرض دي نو د هرفرض د ادا کولو لپاره الله جل جلاله او د هغه رسول صلی الله علیه خپلی اسلامی او شرعی طریقی هم ښوولی دي ځکه اسلام مکمل دی او د هرشی طریقی په کی موجودی دي.
الله پاک په قران مجید کی فرمایی:
الیوم اکملت لکم دینکم واتممت علیکم نعمتی. الایة
ترجمه: نن ورځ ماتاسو ته دین کامل کړو او خپل نعمت می درباندی پوره کړو.
نو په اسلام کی نقص نشته چی ګنی کوم عمل به فرض وی خو طریقه به یی معلومه نه وی د مثال په ډول که لمونځ فرض دی نو طریقه یی معلومه ده که زکاة فرض دی نو طریقه یی معلومه ده که حج فرض دې نو طریقه یی معلومه ده او همداسی نور....او په همدی توګه که د الله په ځمکه د الله نظام حاکمول فرض دی نو طریقه یی هم معلومه ده چی هغه اسلامی خلافت دې او خلافت ته د رسیدو خپلی ځانګړی لاری او ځانګړی شرایط دی.
نو اوس خبره په دی کی ده چی امارت خو اسلامی خلافت نه دی او د اقتدار حاصلولو یوه شرعی او اسلامی لار نه ده نو پداسی حال کی چی شرعی لار او طریقه معلومه وی او ته غیر شرعی او غیر اسلامی لار خپلوي او بیا ورته د اسلام نوم هم ورکوي نو ایا دا جایز کار دې ایا دا ګناه نه ده؟؟؟
أبوخليل قدوسي
24.04.2011
ماچي څه ليکلي نوي نه دي او دهمدغه بشپړ دين يو فقهي اصل دی له وخت او زمان سره اصول نه بدلېږي خو وسائل تغير مومی تاسو ته ځکه نوي دي چي معلومات مو نېمګړي دي دالهي نظام دحاکميت لپاره داقتدار تر لاسه کول که په زور هم وي فرض دی دتاريخ په اوږدو کي ټول غزوات او جګړي دهمدې لپاری شوي دي چي داسلام دواکمني لپاره مسلمانان برلاسي او واکمن شي او اوسنی افغاني اسلامي جهاد هم د همدې مقصد لپاره دوام لري چي داسلام دحاکميت لپاره اقتدار تر لاسه کړل شي اودقيامت ترورځي پوري چي کله هم اړتيا وليدله شي دالهي نظام دحاکميت لپاره په زور دي واک ترلاسه کول شرعاً فرض دی. که دالهي نظام واکمن کول موخه نو بيا دخليلزاد او کرزي په منلو کي څه حرج دی ؟
پتوال
24.04.2011
د څو لارو او طريقو له منځه هغه لار سمه، صحيح او بهتره طريقه ده چې درانلونکي تاريخ کې د اوږدۀ واټن له پاره غوره لار پاتې کېدای شي، د اړتياو ځوابذ وويلی شي .
دا سمه ده چې د خلافت څو لارې دي خو بهتره ، تر ټولو سمه او اړينه يې د آبوبکر صديق (رض) لار ده، ځکه چې هغه اوس هم د اسلامي هيوادونو
د ستونزو د حل له پاره بهترينه لار بللی شو. ابو بکر په تصادفي توګه تر ټولو بهتر او لومړۍ درجه صحابي او د رسول اکرم (ص) بهترين او نږدېترين يار نه و،
بلکې په خپلو کړو وړو او عمل کې بهترين صحابي و، نو ځکه يې د خلافت لار هم تر ټولو نورو بهتره لار وه .
داچې حضرت عثمان د حضرت عمر (رضي الله عنهم) په توصيه سره خلافت ته رسېدلی او دحضرت عثمان کورنۍ او قام ستره اموي کورنۍ
وه نو وروسته قدرت ته د معاويه او يزيد د رسېدلې په لاره کې يې هم ټاکلی رول لوبولی دی نو آيا دتشيع او تسنن تر منځ د وروسته
راتلونکو اختلافاتو لومړني عوامل يې نه دي رامنځته کړي ؟؟؟؟
آن د ابوبکر د خليفه ټاکلو طريقه هم بشپړاوي ته اړتيا لرله خو ددې پر ځای د هغه له طريقې څخه هم نورو انحراف وکړ او بالاخره يې خلافت په امريت، امريت په سلطنت، سلطنت په شاهۍ او شاهنشاهۍ واړاوه او له يوې څخه بلې ورځ ته يې
ناوړه شکلونه غوره کړل .
..Ahmadzai
24.04.2011
وروڼو
السلام علیکم
کله چې حالت نارمل نه وي لکه د فتنو یا د شر د غلبې په وختو کې، چې خلک په هرج أو مرج کې وي، آو د الله تعالی د دین حاکمیت پرته له زور څخه ناشوني وي، نو بیا یې جبراٌ أو په زور حاکمول پکار دی، بلکې فرض دی.
همداسې به د مهدي علیه السلام خلافت وروسته له هغه چې یوه ډله مسلمانان ورسره بیعت وکړي، أو حالات هم کړکیچن وي لکه څرنګه چې د شر وفساد پر وخت په أفغانستان کې وو، پر نورو مسلمانانو أو اسلامی هیوادو باندې به د زور أو قتال په واسطة تحمیلیږي، سرغړونکي، مخالفین أو یاغیان به رام کوي، خدایئ عدالت به قایمیږي أوپر نبوي نهج خلافت به منځ ته راځي، یعني د راشدو خلفاوو په څیر.
په درنښت
م . ق
25.04.2011
بسم الله الرحمان الرحیم
قدوسی صاحب مونږ د یوخاص مذهب د فقهی اصولو خبره نه کوو ځکه که دمذاهبو او د هغوی د فقهی اصولو خبره شی نو بیا مذاهب او امامان ډیر زیات دي او دهر چا خپله فقهه او خپل اصول دی.
مونږ د هغی اصولو خبره کوو چی د اسلام په مبارک دین قران او سنت نبوی کی وی.
د اسلام اصول صرف قران او سنت دې لکه په لاندی حدیث کی چی نبی صلی الله علیه وسلم فرمایی:
ترکت فیکم امرین لن تضلوا ما تمسکتم بهما کتاب الله وسنتی وفی روایة وسنت رسوله او کما قال صلی الله علیه وسلم.
ترجمه: ما تاسو ته د دین دوه اصوله پریښی دي، تاسو به هیڅکله ګمراه نه شئ ترڅو مو چی دا دوه اصوله کلک نیولی وی یو دالله کتاب دی او بل د رسول الله صلی الله علیه وسلم سنت دی.
پاتی شوه د غزواتو او جهاد خبره نو غزوات او جهاد د خلیفه په امر شوي دي او دا د خلیفه صلاحیت دې چی کوم ځای ته غزوه لیږی یا چا سره جهاد کوی.
دویمه خبره دا چی غزوات جهاد او په اسلامی طریقه واک ته رسیدل دوه بیلی بیلی موضوع ګانی دي ځکه چی غزوات او جهاد د اعلاء کلمة الله هی العلیا لپاره د کفارو سره کیږي خو خلافت یا واک ته رسیدل او اقتدار او حکومت په مسلمانانو کیږی یعنی خلافت یا واک ته رسیدل د مسلمانانو ترمینځ خپله مسئله ده چی اسلامی طریقه لری جنګ او جدال یا په زوره یی نیول اسلامی لار نه ده خو غزوه او جهاد د مسلمانانو او کافرانو ترمینځ مسئله ده نو ته د مسلمانانو په مینځ کی په زوره واک ته رسیدلو ته د جهاد یا غزوي نوم نه شی ورکولې ځکه که حضرت معاویه رضی الله تعالی عنه په زور او په جنګ د نورو مسلمانانو سره واک نیولې وو نو ایا هغه جهاد یا غزوه وه او یا دا چی په مقابل کی یی کفار وو که څنګه؟؟
نو خبره واضحه ده چی په مسلمانانو باندی د حکومت کولو یواځینئ اسلامی لار خلافت دې او جهاد یا غزا د کافرانو سره کیږی چی اسلام نه منی او ایمان نه لری.
نو پوښتنه په خپل ځای پاتی ده چی اسلامی امارت د اسلام په سیاسی نظام کی یا په مسلمانانو باندی د حکومت کولو لپاره په اسلام کی کوم اساس لری؟؟
والسلام علیکم
عادل عادل
25.04.2011
السلام علیکم
[quote:ad211a969c]بسم الله الرحمان الرحیم [/quote:ad211a969c]
ننکرهاری پښتون مسلمان او د ګلونو همیشه بهار صیب!
په مکرر ډول مو د رحمن لفظ د رحمان په بڼه لیکلی، خدای خبر چې په دې کې مو څه مکر پروت دی، د امارت سره ستاسو بې دلیله ړوند اختلاف چې خبره مو د حضرت معاویه رضی الله تعالی عنه په وړاندې بې شرمه ګستاخی ته ورسوله، ستاسو خوشبختي نه بلکه ښکاره بدبختي یې بللی شو.
خدای ج مو خاتمه له ورته موقف څخه په مستجابه توبه کې واقع کړه، آمین
م . ق
25.04.2011
[quote:7304d11584="عادل عادل"]
په مکرر ډول مو د رحمن لفظ د رحمان په بڼه لیکلی، خدای خبر چې په دې کې مو څه مکر پروت دی، د امارت سره ستاسو بې دلیله ړوند اختلاف چې خبره مو د حضرت معاویه رضی الله تعالی عنه په وړاندې بې شرمه ګستاخی ته ورسوله، ستاسو خوشبختي نه بلکه ښکاره بدبختي یې بللی شو.
خدای ج مو خاتمه له ورته موقف څخه په مستجابه توبه کې واقع کړه، آمین[/quote:7304d11584]
وعلیکم السلام عادل صاحب:
ستاسو خبری د موضوع سره هیڅ ارتباط نه لري،،هیله ده چی د موضوع او سوالونو جوابونه د قران مجید او احادیثو د صحیحو دلایلو په رڼا کی جواب کړﺉ او بحث کماحقه په علمی او تحقیقی توګه وڅیړﺉ.
مینه پال
25.04.2011
محترم ابوخلیل قدوسي صاحب، غزاګاني خو د خلیفه په حکم شوېدي، او خلیفه خو هغه ده د مسلمانانو حاکم ؤ او حق یې درلود، غزاګاني او په زوره واک ته رسېدل بېلي خبري دي. دلته د طالبانو د حکومت په اړه خبره مطرح ده او پښتون مسلمان بیخي پرحقه پوښتنه کوي. د دده د پوښتني اهمیت په دې کي دی چې کله د خارجیانو په خلاف اوسنی مقاومت کامیاب شي نو د حکومت ډول به څنګه وي؟؟
اوس وخت کې دوه ډلي مقاومت کوي: طالبان او حزب اسلامي. دواړي ډلي سره جوړي نه دي او کله ناکله جنګونه هم سره کوي نو کله چې مقاومت کامیاب شي، څنګه او څه ډول به د واک وېش کېږي. ایا ملامحمد عمر به امیرالمومنین وي که امیر صاحب حکمتیار که دواړه او که به شورا ټاکله کېږي او که به ټاکني کېږي. نو دا اساسي پوښتني دي او باید ځواب شي!!!
پتوال
25.04.2011
له اصلي پوښتنې څخه دې څوک په پلمو تېښته نه کوي، تر اوسه پورې چا هم ځواب ونۀ وايۀ ، هيله ده په موضوع او مطرح شوې پوښتنه ليکنې وکړئ
او ځواب يې کړئ . له تورونو ، تپلو، ګواښونو او داسې نورو پلمو څخه تيرشئ او
ځواب مو وړاندې کړئ چې ډير لوستونکي ترې برخمن شي
که نه نو بيا وواياست چې ځواب يې نه لرو. په دې اعتراف سره به مو هم مرسته کړې وي ! په درنښت .