نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
،،،،،
م . ق
20.04.2011
......................
هوتک
20.04.2011
وحشې امریکایانو تر دې بدتره ظلمونه کړې دې اوکوې یې؟ په هلمند او کندهاراو همداسې دافغانستان په نورو ولایاتو کې پوره پوره کلې بمباریږې ودونه جنازې او داسې .......... نور هلته ولې چپه خوله یاست او دمجاهدینو په یوه خطاء باندی ټولې ویب پاڼې پرسرواخلۍ؟؟
ننګرهاریه ته طالب جان ته طالب ش..... وایې او علماء کراموته ...... وایې نو ته چیرې داسمان فرشته یې که طالب اوملا داسې وې لکه ته چه وایې ته هم ترکم نه یې؟
م . ق
20.04.2011
.......................
هوتک
20.04.2011
[quote:c0bcacb5d3="Nangrahari"]وینی به ستاسی تویږی،،،وطن به ستاسی ورانیږی،،،بچی به ستاسی خواریږی،،،ښځی به ستاسی کونډيږی،،،مورګانی به ستاسی بوری کیږی،،،کورونه به ستاسی ورانیږی
[/quote:c0bcacb5d3]
ډیرښه كیږې؟
داشغالګرو تر سپریدو خو زموږ خور اومور ته مرګ ډیرښه دی؟ [quote:c0bcacb5d3]،همدارنګه ستاسو وخت هم رانزدی دی انشاء الله[/quote:c0bcacb5d3]وبه یې نه ګورې انشاءالله
م . ق
20.04.2011
....................
..Ahmadzai
20.04.2011
ستاسو د تره زوى څه كاره وو؟
كومه دنده يې إجراء كوله؟
ولې په دغه ورځ بينك كې وو؟ سره لدې چې دغه ورځ نظامي دولتي أفسرانو ته ځانګړې وه؟
بيا به سړى پوه سي چې قاتل مجرم وو أو كه مقتول مستحق وو؟
م . ق
20.04.2011
،،،،،،،،،،،،،،،،،
هوتک
20.04.2011
[quote:d53c4e3059="Nangrahari"].
دانو ستا دلایل او خبری دی چی تاوړاندی کړی دی،،،د یو امی او یو ماشوم غوندی خبری...داسی ښکاری د د مکتب نوی شاګرد یی .
[/quote:d53c4e3059]
تاکوم دلایل راسره وویل له پوچ ویلو دې بل څه ما ونه لیدل؟ داسې دلایل خو زما تر وس پورته خبره ده لکه داستا؟
او مکتب خو مې الحمدالله تر اوسه لیدلی هم ندی؟
نور مې درسره پر همدی ځای خلاصه سوه؟
م . ق
20.04.2011
،،،،،،،،،،،،،،،،،،
و.افغان
20.04.2011
ننګرهاریه وروره:
همدغه خبرې تاسو په ښو ا لفاظو هم افاده کولی شئ؛ نو پوچو ته څه اړتيا؟؟؟
هيله ده چې نور له پوچو او ښکنځلو لاس واخلې.
افغانستان نن سبا په يوه وحشي ځنګل بدل شوی دی، که چېرې د ولس او وطن د خير
ښېګڼې هلې ځلې وکړې؛ نو کور دې تباه کيږي، او که چېرې غواړې چې خپل ځان او کور آباد کړې؛ نو د وطن او ولس په تباهۍ پسې به راخلې.
د دې وطن پـــــــه نصيب نــــه دي رسېدلي خلک
چي يې ميـندلي دي په کاڼو يې ويشتلي خلک
دلـــــته چـــــــي راغلې نو د رحم تمه مه ترې کوه
د دې قصاب تېغـــــونـــــــو ويـني ژړولـــــي خلک
ډېر هغه خلک چې سپين بازان ګرځي؛ خو چې بکګرونډ يې ولټوې؛ نو د دنيا ګنده او
پليت خلک همغوی وي.
په درنښت
م . ق
20.04.2011
،،،،،،،،،،،،
عادل عادل
20.04.2011
السلام علیکم
[quote:8db7cec9fb]درنو خوندو او وروڼو!
السلام عليکم ورحمت الله وبرکاته
زه تقريبا دا درې مياشتې په کلي کې وم او د خپل تره زوی رحيم الله د جنازې، فاتحې او دعا په مراسمو اخته وم. نه پوهېږم له کوم ځايه يې پيل کړم، هغه غم چې زما د بېګناه تره زوی له شهادت وروسته په مونږ تير شو، يو الله خبر دی.
ذبيح الله غير مجاهده !!!!! مجاهد خو به نه درته وايم، ځکه مجاهد خو د خدای ج د رضا او د ستر الهي دين اسلام د پيغام رسولو او دعوت لپاره مبارزه کویخو تاسو د اسلام او د ستر څښتن د سپيڅلي کتاب قرآن دښمنان ياست. [/quote:8db7cec9fb]
خدای خبر چې دا لیک درنو خویندو او ورڼو ته لیکل شوی که ذبیح الله مجاهد ته؟
په هر حال، د لیکوال د قرباني شوي بې ګناه تره زوی رحیم الله دې الله پاک جنتونه نصیب کړي او دده کورنی ته دې د زړه صبر او عظیم اجر ورکړي، آمین.
وروره که ستاسو د تره زوی په رښتیا هم بې ګناه وي او تاسو یې شهید بولی، نو نه باید چې په داسې سپکه لهجه مو د ټول افغانستان په سطحه برحقه مقاومت تر لفظي بمبارد او توهین لاندې نیولی وای.
زمونږ ټولو په منځ کې به داسې خلک ډېر کم وي، چې د جنګ جګړو په سبب یې د کورنی غړي، کلیوال، اشنایان او ملګري له لاسه نه وي ورکړي، د همدې په بنا د لیکوال د ستوغې لهجې نه جوتیژي چې د خدای بښلي رحیم الله د مرګ نه وړاندې به هم خدای خبر که د ښاغلي ذبیح الله مجاهد سره جوړ وو او یا یې د هغه خیر غوښتی وي، ...... نور یې ځکه نه شاربم چې نه غواړم د ده د وژل شوي تره زوی په هکله قضاوت ته لار پرانیزم.
هغه څوک چې د دین او وطن ګټې، خپلواکي، د ظالم څخه د خپل حق او حیثیت بېرته لاسته راوړنه اهمیت ورته لري، کله هم د خپل خپلوان په داسې توګه وژلو چې د حملې اصلي هدف نه وي، خپله خوا نه بدلوي او نه هم په یوه څپړ، د الله د خفګان تر څنګ ، سل مخونه خوږوي.
مونږ او تاسو ته پکار ده چې په دې اړه د شیطان په وسواسونو مخکې له مخکې پښه کېږدو او لاړې پرې تو کړو، ځکه دا له امکانه کله هم لرې نه ده چې د وطن په نننیو سخت ترینو شرایطو کې به زمونږ او تاسو د کورنی غړي او نږدې خپل خپلوان یا ملګري په بیګناه توګه د وحشي اشغال سره د برحقه مقاومت په سبب له مرګ ژوبلې سره نه مخ کیژي.
الله پاک دې د بې ګناه ولس ساتونکی شي، دا د عام ولس د هر غړي فرض دي چې د ځان ساتنه د بې احتیاطی سره سره د ذبیح الله مجاهد مسوولیت و نه بولي بلکه خپل تر ټولو لومړی فرض یې وګڼي اوپه دې اساس له نه احتیاط او بې پروایی څخه تر خپله وسه ډډه وکړي.
م . ق
20.04.2011
................
SADEQ MUSALMAN
20.04.2011
ننګرهاری صاحب سلامونه اواحترامات وړاندي کوم
دغه رازنوروهغوملګروته چې په موضوع يې څه ليکلي
السلام عليکم
ننګرهاری صاحب لکه څنګه چې پورتنيوملګرو ويلي په افغانستان کي به داسي کورونه
چې دوروريابل کوم خپلوان دبې ځایه مرګ غم يې نه وي ليدلی خوراکم دي بلکه نشته.
زمايوملګری ډاکټرمحمدقاسم الله دې وبخښي که موليدلی وای نوپه خدای باوروکړه
چې له شهادت وروسته به يې تاله ځان سره ويل چې : ځوانه قاسم جانه ياخومي ليدلی
نه وای اوياشهيدشوی نه وای.
دښواخلاقوخاوندو، په پوهنتون کي دنوروملګروترڅنګ دی هم پکتياته لاړاوهلته
يې زده کړوته دوام ورکړ، ټول ملګري يې زماپه ګډون په وينوورپسي ژاړي لنډه داچې دسروزروسړی وو.
شهيدقاسم جان يوه ورځ دخپلوانوکره تللی و، هلته يې دهغوئ په اصرارشپه تېروله
چې دوحشي يرغلګروله خوايې په کورچاپه ووهل شوه اودکورله يوکس سره يې
داکټرقاسم جان هم شهيدکړاودرې تنه يې له ځان سره په کرغېړنوټانګونوکي يوړل.
نوګرانه ډاکټرقاسم جان زماخپل اوډېرخوږملګری ووباوروکړه اوس چې داکيسه درته
ليکم هم مي ګوتي په کيبورډسمي نه خوځېږي :(
خــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــو
ماترننه په يرغلګروکي چې بايدسړی هغه کنځلي ورته وکړي چې داديبانوپه اصطلاح
نوښت پکې وي اوکلېشیي نه وي، نه دي کړي.
نوتاسوته مي له دې سره چې دصبرجميل غوښتنه درته کوم توصیه داده چې نوردي په
زړه مالګي مه دوړه اودخپل خدای بښلي روح ته دوعاوکړه.
زه نه وايم چې ستابه زړه نه خوږېږي بالکل به دردکوي اوغمجن به وي خوله امله يې
په يوه څپېړه سل مخونه وهل هم سم کارنه دی.
ماشاالله لوستی ( فارغ ياپه زده کړوبوخت )ځوان يې هرڅه ښه درته معلوم دي بايداسلامي ارزښتونوته په کتوله حوصلې نه کارواخلې.
هيله ده زماکومه خبره به ستاسوپه غمځپلي زړګي درنه نه پرېوځي.
په مينه اومننه
Zarghoon
21.04.2011
جنګ کې خو دا وي!
خو خدای د وکړي چې ستا د اکا ځوی بیګناه وي
بل رنګه مرګ مو نه پرې لوریږي.
................