د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

زه درنه لاړم خدای پامان ملګرو

نوروز خان
20.04.2011

دخدای پاماني لیکنه چي بیرته واخیستل شوه


حمید هڅــاند
20.04.2011

ډېر محترم نوروز خان وروره، وعلیکم سلام ورحمة الله وبرکاته.
خوښ شوم چې اصلي نوم مي ستاسو واورېد. ورورجانه، د خدای په اماني خبر دي خوابدی کړم، والله چې په زړه مې لکه د غشي وار ولګېد. که د خپل کشر ورور خبره منئ نو زه نه وایم چې ټول وخت په فورم کې اوسئ خو کله کله سر راښکاره کوئ او موږ همداسي مه هېروئ. فورم به وخت ضایع کوونکی هرورمرو وي، خو خپل وخت کولی شئ چې اداره کړئ. بحث کې هرومرو خبره راځي، څوک به یوه وایې او خپل دلایل به لري او څوک بله او خپل دلایل به لري..... هیله لرم بیرته راشئ او کله نا کله مو په خپل راتګ خوشاله کړئ.

له الله پاک څخه مو بریالی غواړم؛ جنت فردوس مو ځای شه ورورجانه.

په درنښت


عبد السلام
20.04.2011

الله دې په خپل حفظ کې لر ه چې هر چیرته یې او هر څه کړې، په تګ دې خپه شوم .
غوښتل مې چې سره وپیژ نو ، ما تنبلی او ځوانه ، تا نا ځوانی وکړه . !!!


په مخه ښه

أبوخليل قدوسي
20.04.2011

ګران ورور ملا عبد الستار صاحب!
وعليکم السلام !
رېښتيا هم وخت ډېره لوړ بيه سرمايه ده چي ضياع يې په هېڅ ډول نه جبرانېږي، داښه شوه چي تاسو درک کړه ، کېدای شي ستاسو پرېکړي ځېني وروڼه چي ستاسو دتاوده بانډار مينه وال دي خپه کړي خو تاسو ښه پرېکړه کړي، او فورم ته ډېر وخت ورکول رېښتيا هم دلوستونکي ديني او دنيوي چاروته زيات زيان رسوي،
مونږ له الله تعالی څخه ستاسو، نورو مسلمانو وروڼو او دځان لپاره بښنه او مغفرت غواړو، هرچېرته چي يې خوشاله او په مشروعو هيلو کي موفق او بريالی اوسې .
يوه توصيه درته زما داده چي په ورځني ژوند او عملي درېځونو کي تل له نرمي، تدبر او اعتدال ، څخه کار اخله، بېړه تشدد او افراط بدي پايلي لري او هم انسان ته په ژوند کي ستونزي پېښوي که فورم ته نه راځې خو کله ناکله مو په ليکونو او سلام ضرور نازوه ستاسو دهوسا او خوشاله ژوند په تمه په مخه ښه


رښتینی
20.04.2011

ټولو ملګروته نیکی هیلی او سلامونه

نوروزخانه په دی پریکړه دی بیا نظر وکړه داخو ضرورنده چی دلته به
خامخا وخت ضایع کیږی ددلته څه زده کول او چاته ګټه رسول دوخت
دارزښتناکه کیدلو معنی لری نه ضایع کیدل او لکه هڅاند صاحب
چی ویلی دی داخو ستا په لاس کی ده وخت اداره کړه او ټول افغان
ته محدود وخت ورکوه
اوبل زه به دوخت دنه ضایع کیدلو یو ښه چل در وښیم هغه داسی چی
له سیاسی موضوعاتو لاس واخله اوبل دا چی په هرفورم کی خامخا
څه ویل پریږده ټول افغان خو یوممبر ده دلته که ستانظر ځینی خلکو
ردکړی وی نو داسی خلک به هم ډیر وی چی ستا نظر به یی خوښ کړی
اومنلی وی او غلی به تېرشوی وی

لنډه دا چی یومخ پریښودل یی سم کار ندی

ستاسو خواخوږۍ حامد


لقمان
20.04.2011

زما خدای پاماني هم درواخلئ.

وړاندې تردې چې د وروستي ځل لپاره ورترغاړې وځو، د فورم د درانه مشر، ښاغلي مولانا حلیمي صاحب څخه د زړه له تله هیله من چې که په فورم کې زما دپاتې کیدا په موده کې یې زما په کومه ترخه خبره زړه بد شوی وي، داسې بښنه به راته کوي لکه څنګه چې ما ورته بښنه کړې. په حقیقت کې ما له هیچا سره شخصي کینه نه درلوده خو کله د انسان خپله قصور وي او کله د مقابل جانب دځینې مواقفو په وړاندې سړی مجبور شي له خپل حد څخه ورتیر سخت دریځ ونیسي. ترهغه چې زما او دحلیمي صاحب ترمنځ په راولاړ شوي زړه بداوي کې موضوع ترما پورې اړه لري زه ترې خاص او خاص د مشرتوب او سپین ږیرتوب له خاطره معافي غواړم، او دحلیمي صاحب نه هم هیله لرم چې هغه هم په کشرانو د مهربانۍ له مخې ماته د زړه له اخلاصه بښنه وکړي.
غواړم د وروستي دیدن په ویاړ، د زړه هغه پټ راز درته افشاء کړم چې تردې دمه مې ستاسو په وړاندې ترې پرده نه وه پورته کړې، او په دې جمله درنه د تل لپاره خدای پاماني اخلم چې:

والله إني أحبكم في الله........................................


SADEQ MUSALMAN
20.04.2011

سلامونه
هغه ورڼوته چې له فورمه روان دي دخداي پاماني ورکوم.
هرچېرته چې وي الله دې خوښ اوپه مشرع کارکي کامياب لري.

:(


وروڼو

أبوخليل قدوسي
21.04.2011

په پښتو کي يو متل دی وايي : چي يوه کډه دبلي زړه کاږي زه که څه هم ډېر لږ راځم او اوس تازه راغلی يم خو کېدای شي چي دا وروڼه څوک چي پرله پسې روان دي مونږ يې هم يو وخت له قافلې سره يوځای شو وخت ډېر ارزښتمن دی او دلته ډېر لګېږي .
دفورم اصل مقصد دمعلوماتو شريکول او حقايق جوته کول وي خو دا دافغانانو فورم دی .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more