اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
فرعون ته الهي پيغام
أبوخليل قدوسي
18.04.2011
ابن أبي حاتم روايت كوي چي وهب بن منبه وايي :
الله تعالی موسی عليه السلام ته وويل :
اې موسی لاړشه او زما داپيغام له ځان سره يوسه، ته زما تر ځانګړي څار ني لاندي يې، زما لاسونه او سترګي درسره دي، زه تا ته دخپلي پاچهۍ او واکمنۍ زغره دراغوندم
ترڅو زما دحکم په پلي کولو کي ځواکمن شې
ته زما د فوځ ترټولوستراو ځواکمن لښکر يې
خپل يوه داسي کمزوري مخلوق ته دي وراستوم
چاچي زما په ښېګڼو سترګي پټي کړي دي او زما له راپرزولو څخه يي ځان په امن کي ګڼلی دی
دنيا او دهغې ښکلا غولولی دی
زما له حق څخه منکر شوی دی
زماخدايي او ربوبيت نه مني
دهغه په ګومان هغه مانه پېژني
زما دپخپل زور اوځواک قسم وي چي
که ما دبنده او ځان تر مېنځ يوه ټاکلي نېټه نوای ټاکلي
داسي به مي کېکښلی وای چي د آسمانونو ، زمکي، غرونو او سمندرونو غصه به ورته راپارېدلي وای
که آسمانونو ته امر وکړم په ساه کي به يي واخلي
که زمکي ته امر وکړم ژوندی به يي دننه کړي
که غرونو ته ووايم وبه يي رژوي
که سمندرونو ته حکم وکړم سمدلاسه به يي ډوب کړي
خو هغه ماته ډېر سپک شوی دی او زما له نظره لوېدلی دی
زما حلم او بردباري هغه ساتلی دی
زه په خپله پاچهي کي دچا پروا نلرم
هغه ته زما داپيغام وروړه
زما عبادت ، بندګي، توحيد او اخلاص ته يي راوبوله
زما دحساب ورځي ور په زړه کړه
زما له عذاب او ځورولوڅخه يي ووېروه
هغه ته ووايه چي زما دغصې په وړاندي هېڅ شی نشي تم کېدلای
خو پدې لړ کي خبري ورسه په نرمي کوه
کېدای شي عبرت واخلي او يايي وېره په زړه کي ولوېږي
پدې يي خبر کړه چي زما بښنه زما ترغصې ډېره ګړندۍ ده
ددنيا پدې ښکلا چي په تا مي لورولي ده مه غولېږه
دهغې واک له ماسره ده هغه زما په اجازه ښوري او ساه آخلي
ورته ووايه چي دخپل پروردګار ومنه دهغه بښنه ډېره پراخه ده
څلورسوه کاله يي ژوند درکړ
پدې ټول وخت کي ته له هغه سره په جګړه بوخت يې
ښکنځلي ورته کوې
خلګ يي له بندګي څخه راګرزوې
هغه تاته له آسمانونو څخه اوبه را اُروي
او له زمکي څخه خواړه او مېوې درته راشنې کوي
پخپل ټول ژوند کي يي کله هم په زکام او ناروغي اخته نکړې
بوډا او کمزوری يي نکړې
چاته يي اړ نه اېستلې
څوک يي درباندي برلاسی نکړ
وګوره ستا پروردګارڅومره حليم او زغمونکی ذات دی
اې موسی !
ته او ستا ورور پخپله ورسره جهاد وکړۍ
تاسوته به ددې جهاد اجر درکول کېږي
که ما غوښتلای چي هغه راويې نيسم داسي ځواک به مي وراستولی وای چي مخه به يي نشوای نېول کېدلای
خو چي دا بېوسه مخلوق چي پخپل ځان مغرور شوی دی وپوهېږي
چي وړوکي ډلګۍ په لويه ډله زما په حکم غلبه مومي
ګوره موسی!
چي دهغه په ظاهري ښکلا ونه غولېږې
دهغه چي کومه شتمني په لاس کي ده دتمي سترګي مه ورته ټېټوه
څه چي له هغه سره دي دا دشتمنو عارضي ښکلاده او ددنيوي ژوند رژېدونکی ګل دی
که زه وغواړم تاته له دې څخه څو ګونه زياته شتمني درکولاشم چي فرعون يي کله وويني هغه به ورته هک پک پاته شي او په دې به يي باور شي چي هغه رېښتيا هم بېوسه او مسکين دی
خو زه تا له دې عارضي ښکلا څخه ژغورم او لېري دي ورڅخه ساتم
زه له دوستانو سره همدا تګلاره خپلوم
دازما همېشني اصول دي چي زه خپلو دوستانو ته دنيوي نعمتونه او دنيوي ښکلاوي نه ورکوم
لکه څرنګه چي شپون خپل اوښان له شپول څخه شړي او هو سايي ته يې نه پرېږدي
ددې معنادانه ده چي هغوی ماته ارزښت نلري
خو ددې په خاطر چي زما په همېشني مېلمستون کي يي ونډي کمي نشي هلته به هغه هرڅه ورته پرېمانه وي کوم چي يي په دنيوي ژوند کي نوي په برخه شوي
اې موسی پدې پوه شه
ماته تر زهد ښکلي جامه زما بندګانو بله نده اغوستي
زهد دپرهېزګارانو جامه ده دا هغه جامه ده چي کله يي هغوی په تن کړي ، عاجزي پکي ښکاره کوي ، وقار يي پکي پېژندل کېږي
دهغوی په ټنډو کي دسُجدو نښي وي
داډول کسان زما رېښتوني دوستان دي
چي کله ورسره مخامخ شې وزرونه ورته ټېټوه ، زړه او ژبه ورته غوړوه
پدې هم سر خلاص کړه!
چاچي زما دوستانو ته په سپکه وکتل او يايي هغوی ووېرولو نو هغه له ماسره دجګړي ډګر ته رادانګي او مادځان هلاکولو ته ورغواړي
زه دخپلو دوستانو مرستي ته ډېر ژر وړاندي کېږم
آيا يو څوک چي له ماسره جنګېږي هغه به مقاومت وکړای شي؟
آياڅوک چي له ماسره دښمني کوي هغه به ما لاندي کړي؟
آيا له ماسره جګړه کوونکی به ميدان وګټي او يا به راڅخه خلاص شي ؟
زه دخپلو دوستانو غچ هم په دنيا او هم په آخرت کي آخلم او بل چاته يي دمرستي غوښتلو لپاره نه اړ باسم .
(دا قصه امام احمد په کتاب الزهد کي او ابن أبي حاتم له وهب بن منبه څخه رانقل کړي ده)
فرعون ته دا الهي پيغام په سياسي او نظامي ډګر کي هغه الهي معادله ده چي دزورور او کمزوري، ظالم او مظلوم تر مېنځ پرېکړه کوي، مونږ ته په کار ده چي پخپل عملي چلند او ورځني ژوندکي ورڅخه عبرت واخلو. والله المستعان