د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دپښتنو مشر څوک دی؟

م ن غروال
23.06.2004

عزتمنو او پتمنو خويندو او وروڼو له سلامو او درنښت وروسته!
په ډيری خواشينۍ سره زه کولای شم ووايم چه پښتون مشرنلري٠پښتون له بده مرغه داسي يو قوم دي چه دنفاق مرض تل ککرۍ کي لري٠ د هېواد په کچه پښتون زيات سياسي لوړ چارواکي لرل چه د حکومت لوړ رتبه او مسلکي کارپوهان وو يا يي هم د هېواد زعامت په لاس کي درلود٠ البته که د محمد ظاهرشاه له وخت څخه يي هم د ګوتو په شمار وشميرو نو نه په خلقيانو کي د پښتنو څه کمۍ وو او نه هم د مجاهدينو په تنظيمو کي٠ مګر يوه هم داسي تګلاره غوره نکړه چه د پښتون ټبر پرې راټول شي او مشري يي په غاړه ولري٠ که چيرته ددوي تګلاره هم غوره وبولو بيا هم پښتون د مشرتابه له پلوه تش لاسۍ دي٠
زه له ټولو هغو محترمو ليکوالو او په پښتون مين خويندو او وروڼو چه پښتون ورته ارزښت لري او پدي هکله کوم اند لري دلاندنيو پوښتنو اجازه غواړم :١ ٠ له ټولو ړومبۍ آيا پښتون ټبر ته د يوه مشرتابه اړتيا ليدل کيږي او که نه ؟
٢ ٠ که اړتيا ليدل کيږي نو څوک په سترګو هم درځي چه د پښتون مشر وبلل شي؟ ( که د مشرتوب دلايل هم په څنګ کي ورسره جوخت وليکل شي، غوره به ځکه وي چه د بحث مخه به يوه څه روښانه وي)
٣ ٠ کوم سياسي او مذهبي معين او ځانګړي خصوصيات بايد ولري چه د سليزو زيات شمير پرې وکولائ شي راټول شي؟
د مهربانې له مخې هر ليکوال او لوستونکي ته که پښتون او د هغه يووالۍ مطرح وي نو مهرباني وکړئ د ټول افغان پاڼه ستاسو په خدمت کي ده٠
په درناوې ــ غروال
_________________
ګران هېواد افغانستان اوس سولې او بيا رغونې ته اړتيا لري نه جګړې ته !
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

زرکه

دغړيتوب نېټه: 08 جون 2004
ليکنې: 28
ځای: Russia ليکلنې نېټه : ٤ شنبه جون 09, 2004 2:56 pm عنوان : دپښتنو مشر څوک دی ؟


قدرمن ورور غروال صيب ! زمونږ پښتانه سلامونه او ښې هيلې ومنۍ .
ستاسودپوښتنې په اړه همدومره ويل غواړم چې پښتانه ريښتيا هم مشرنلري .اونن دهيوادستونزونه ډکو
حالاتوپه پام کې نيولوسره که ووايم چې پښتانه داوبواوخوړونه هم ډيريومشرته ضرورت لري نو شايد ډير
پښتانه يې راسره ومني . بله خبره داچې داسې څوک شته چې دا مشري په غاړه واخلي . نو زما په اند په
داسې يوقام کې چې دميرويس بابا،احمدشاه بابا اوياافغان سيد جمال الدين په شان شخصيتونه تيرشوي
وي هلته به خامخا داسې څوک پيداشي چې دپښتنومشرولي وکړي . خوخبره داده چې دلته دپښتنو يووالي
ته ډيره اړتياده اوهغه لکه څنګه چې تاسوته ښه پته ده ترټولو ستونزمن کاردی .ځکه پښتانه هرڅه کوي خو د
يوه بيرغ لاندې راټوليدل نه غواړي اوهمدا خو زمونږه لويه بدبختي ده .
دسياست په هکله به څه نه وايم ځکه دازما دوسه پوره نده . پدې هيله چې دا بد بختي مو له منځه ولاړه شي
په پښتنه مينه او درنښت
زرکه
_________________
راځۍ په جمع د عاوکړو
چې د پښتو ژبه دې تل په نړۍ وينه

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
غروال

دغړيتوب نېټه: 31 جولاي 2003
ليکنې: 140 ليکلنې نېټه : جمعه جون 11, 2004 8:25 pm عنوان :


پتمنې خورې اغلې زرکې سلامونه ومنئ
تاسو څومره ښه ليکلي دي :
٠٠٠٠ترټولو ستونزمن کاردی .ځکه پښتانه هرڅه کوي خو د
يوه بيرغ لاندې راټوليدل نه غواړي اوهمدا خو زمونږه لويه بدبختي ده٠٠٠٠
هو! د همدغه اصل په غرض ومې غوښتل چه دا مسئله دلته مطرح کړم چه عزتمن ليکوال او درانه لوستونکي پري خپل غبرګون وښيي اما په خواشينۍ سره چه چا ته چندانې د پام وړ باارزښته موضوع نه ښکاري٠ سره لدي چه الحمدالله په ټول افغان کي ډير تکړه او په پښتو مين ليوال هم لرو٠ خير ګورو به چه څه لاس ته راځي٠
په درناوې
ستاسو ورور غروال
_________________
ګران هېواد افغانستان اوس سولې او بيا رغونې ته اړتيا لري نه جګړې ته !
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
نقاد

دغړيتوب نېټه: 30 جولاي 2002
ليکنې: 299 ليکلنې نېټه : ٣ شنبه جون 22, 2004 10:57 pm عنوان :


غروال ليکلي:
پتمنې خورې اغلې زرکې سلامونه ومنئ
تاسو څومره ښه ليکلي دي :
٠٠٠٠ترټولو ستونزمن کاردی .ځکه پښتانه هرڅه کوي خو د
يوه بيرغ لاندې راټوليدل نه غواړي اوهمدا خو زمونږه لويه بدبختي ده٠٠٠٠
هو! د همدغه اصل په غرض ومې غوښتل چه دا مسئله دلته مطرح کړم چه عزتمن ليکوال او درانه لوستونکي پري خپل غبرګون وښيي اما په خواشينۍ سره چه چا ته چندانې د پام وړ باارزښته موضوع نه ښکاري٠ سره لدي چه الحمدالله په ټول افغان کي ډير تکړه او په پښتو مين ليوال هم لرو٠ خير ګورو به چه څه لاس ته راځي٠
په درناوې ستاسو ورور غروال

دروند او منلی غروال صاحب سلامونه او نيکې هيلې مې ومنئ، ستاسې د قامي وحدت نظر او په يوه مشر د پښتنو او حتی نورو افغانانو هم راټوليدل په داسې يو وخت او داسې يو شخصيت لکه محمد داود خان باندې ممکن بريښيدل. د ملي غورځنګ ګوند هم په څپانده توګه پراختيا موندله، او نوموړي هم زيار ويسته چې د ملت د يوه وړ او نجيب سياسي مشر په توګه دهيواد ملي ګټې د بهرنيو هيوادونو د ﻻسلرنو او ﻻسونو په وړاندې دفاع کړي. له همدې سره سم دده د ژوند د ادامې مخه ونيول شوه او د شوروي اتحاد په لمسون او هڅونه په ډيره بې رحمۍ سره ددغه نجيب افغان ژوندانه ته د پای ټکی کيښودل شو. تر ده دمخه د پښتنو مشران که ميرويس نيکه، احمد شاه بابا، پير روښان ، خوشحالخان او خان عبدلغفار خان تير شوي دي، چې لومړی د پښتنو مشرۍ ته او بيا يې ځينې ځينې ددولت مشرۍ ته هم رسيدلي دي. د دولتي مشرانو په سلو کې ٩٠ د پښتنو مشران نه وو، او ځينو خو ﻻ د پښتنو سره دوښمني او د انګريزانو سره دوستي هم کړې ده . په اوس وخت کې که خان وليخان يو څه ځوان پاتې وای او له پيښور څخه د افغانستان دننه برخې ته کډن شوی وای، ښايي د افغانستان د پښتنو د ملي مشر په توګه پري پښتانه راټول شوي وای .ښه خبره داده چې پښتانه د ګوندي مبارزو ل لارې سياسي شعور واخلي، د ملي او ديموکراتيکو ، ټولنپالو او مترقي افکارو، نظريو، تځليلونو، ميتودونو، سياسي طرحو او تدبيرونو ، خوزښتونو او اصولي ګوندونو خاوندان شي. ددې له پاره بي شکه چې وحدت پکار دی، خو وحدت بايد کيي او د تنقيدي نظر وحدت وي، نه يو غير انتقادي ، د کميت له پلوه پراخه ، خو د کيفيت له پلوه خوار، محدود او پر احساساتو ولاړ اوسي، چې د کاږه بار په شان تر منزله نه رسيږي. ديموکراسي يو چانس او ستر اصولي حواک دی چې که پښتانه ورسره -انونه عيار او په ﻻزم شکل تنظيم کاندي، چې وکړای شي په کوانده ونډه يې وساتي، دفاع يې وکړي او پراختيا ورړي،ر هر بل قام زيات پښتنو ته ګټه لري او کوﻻی شي خپلو ټولو ټولنيزو او سياسي ارمانونو ته له دې ﻻرې ورسيږي . په همدغسې داغ مبارزه کې با استعداده پښتانه ډګر ته راووځي او ملي مشران ترې جوړيږي. اوس همدومره په کار دي چې د مبارزې ميدان نورو ته پرې نږدو او په ملي او ديموکراتيکه مبارزه کې ترې وروسته نشو. هو په دې کې هيڅ شک نشته چې زمونږ هر مشر بايد سوچه مومن مسلمان، ملت غوښتونکي او په اندود او عمل کې پياوړی ديموکرات اوسي. بری او نصرت به له الله تعالی نه غواړو . و من الله التوفيق ! امين .
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بصيرشينواری

دغړيتوب نېټه: 27 اپريل 2004
ليکنې: 10
ځای: ننګرهار_هسکه مينه ليکلنې نېټه : ٤ شنبه جون 23, 2004 8:03 pm عنوان :


ټولو ګرانو او با احساسه دوستانو ته ډير سلامونه او درناوي وړاندې کوم او په خاص ډول دي حياتي موضوع ته زموږ پام اړونکي ښاغلي غروال صاحب ته !
زما په اند زموږ د دي ننني بد حالت يو ډير غټ علت همدغه دي چې تاسي ورته اشاره کړې ده . باور وکړي چې که موږ يو وړ مشر ولرو چې زموږ دحقوقو ساتنه وکړي او زموږ اوستاسي په سر سياسي تجارت ونکړي او هم يو څه پښتانه يي ملاتړ وکړي نو دغه اوسنی بد حالت به په ډير لږ وخت کې ختم شي . او لکه څنګه چې نقاد صاحب ويلي دي دا مشر بايد يو سوچه مسلمان وي او د اسلام دين ته ډير احترام ولري خو هدف يي بايد په افغانستان کې د ملي وحدت ساتنه ، دنورو قومونو سره د ورورولي ټينګول او هم تر هر څه مهم د پښتنو د حقوقو راژوندي کول او ساتنه او دپښتنو لارښوونه وي .
خو تر ټولو مهمه خبره داده چې هغه مشران چې په يو نوم يا بل نوم يي موږ پيژنو نو شخصا زما په اند يو هم داسې وړتيا او نيک نوم نلري چې ډير پښتانه ورباندي راټول شي ځکه نو زه فکر کوم چې موږ يوې نوي څهرې ته اړتيا لرو چې د پښتنو د مشرتابه وړتيا ولري د پښتنو د ټولنيز جوړښت ، دودونو ،ښو او نا ښو اړخونو سره اشنا او هم د سيمې او نړې په باب لازمه اندازه بصيرت ولري اوهم د رهبرې په اصولو پوه وي . داسې اشخاص به ښايي ډير وي خو دنظرونو نه به پناه وي . ځکه نو موږ بايد داسي شخص ومومو او ملاتړ يي وکړو او راميدان ته يي کړو . او بلاخره که موږ غواړو چې هم په فزيکې ډول ژوندي پاتي شو او هم د خپل هيواد او نړې په سطح د يو نومور قوم په حيث سر راپورته کړو نو علم او پوهي ته بايد مخه وکړو او هم بايد نور خپل سرزورې ته ، ځانځانې ته ، قبيلويت ته ، سيمه ايز والي ته د پای ټکی کيږدو او ځان يو پښتون وګڼو . که پر موږ خدای ( ج ) مهربانه شي او د داسي يو وړ او لايق مشر خاوندان مو کړ ي نو موږ بايد د داسي يو مشر کلک ملاتړ وکړواو په دي پسي ونه ګرځو چې دا شخص څوک ، دچا ځوي ، د کوم ځای او دکوم قوم پوري تړلي دي . مهمه موږ ته بايد داوي چې دا شخص مسلمان او پښتون او صادق دي .
د داسي يو مشر او داسي پښتنو په هيله !
بصير شينواری[/quote]

اخري ځل تغير بصيرشينواری په ٤ شنبه جون 23, 2004 8:21 pm ورکړی دی , د تغير شمېره 2
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
درنو او معززو ليکوالو سلامونه عرض کوم٠
الحمدالله چه ماسره ستاسو با ارزښته او په زړه پورې ليکنې په ورد ٢٠٠٠ کي راسره وې که نه داسي لويه اشتباه وشوه چه له ما څخه ټولې ليکنې ړنګې شوي هغه ځکه چه غوښتل مې يوازي د قدرمن ورور ښاغلي بصير شينواري سهوي ليکنې چه هغه هم د ړنګولو يي غوښتنه کړې وه، ړنګې کړم چه ناڅاپه (په خواشينۍ سره) ټولې ليکنې ړنګې شوې اما له نيکه مرغه بيا مې هم وکړاي شول ټولې ليکني د لوست لپاره په پاڼه کي راولم٠ هيلمن يم ستاسو د نارضياتي سبب نه وي ګرځيدلي٠
په درناوې
ستاسو ورور غروال

[color=red:3fed232fac][/color:3fed232fac]


انځورګر
26.06.2004

سلامونه ګرانو وړونو او خوندو


م ن غروال
06.07.2004

درنو او محترمو لوستونکو او ليکوالو!
که څه هم هر پښتون د پښتونولې چغې وهي او پښتو پښتو کوي خو عمل کي هغه څه چه پښتو ته راتلونکۍ ولري په سترګو له بده مرغه نه ليدل کيږي٠ په پښتنو کي د هر ډول سياسي عقايدو او مختلفو نظرياتو مشران او کشران شته ، وؤ او وي به٠ هر يو په خپله عقيده سختدريځه ولاړ دي او پدي لاره کي چه هر پښتون يي مخې ته درېدلۍ له منځه تللۍ دي٠ د پښتون په نوم پښتون ، ډير لږ به اتفاق لوېدلۍ وي چه حمايه شوۍ وي تل زيار شوئ دي چه د خپلو هم اندو پلويانو څخه د بل هر پښتون په نسبت حمايه شي او پښتون يي محوه کړئ دي٠
لکه څنګه چه ليدل کيږي پښتون ټبر لا د ډير وخت راهيسي مشر نه لري٠ او لکه څنکه چه ښاغلي حيدري ورور ويلي دي د هر پښتون په کور تل د غمونو غرونه وي٠ په دي وسيله مې وغوښتل چه د پښتنو لپاره د مشر لرلو موضوع مطرح کړم تر څو سره پری بحث وکړو او وګورو خويندې او وروڼه څه په خيال کي ورته لري٠ څه کولائ شو ترې جوړ کړو او بالاخره وبه کولائ شو د پښتون ټبر لپاره داسي يو کس چه د پښتنو اکثريت پرې راټول شي د مشرۍ لپاره وممو او که نه٠ که څه هم کمو ليکوالو په دي هکله خپلې ليکنې وکړې ولې په هر حال بيا هم تر اوسه داسي معلومه شوه چه پښتون يوه مشر ته ډيره اړتيا لري٠ احيانا بيا هم که څوک ددې نظريي مخالف وي البته نظريات تل آزاد وؤ او دي، کولاي شي خپل غبرګون د ورورۍ په فضأ کي وليکي٠
لدې امله غواړم دا مطرح کړم چه :
[color=red:df1ffb254c]د پښتنو مشر بايد د کومو صفاتو څښتن وي؟
اوس مهال کوم ښاغلئ ستاسو د پام وړ کيداي شي وي؟[/color:df1ffb254c]
په درناوې
ستاسو ورور غروال



ع کريم حليمي
12.07.2004

بسم الله الرحمن الرحيم،، الحمد لله غافر الذنب وقابل التوب شديد العقاب..لا إله إلا هو إليه المصير سبحانك اللهم وبحمدك لك الحمد على حلمك بعد علمك ولك الحمد على عفوك بعد قدرتك.
الصلاة والسلام على البشير النذير والسراج المنير نبينا محمد وعلى آله وأصحابه ومن تبعهم بإحسان إلى يوم الدين..أما بعد..مکرم غروال صاحب السلام عليكم ورحمة الله وبركاته..
[quote:08fb03b67f]د پښتنو مشر بايد د کومو صفاتو څښتن وي؟
اوس مهال کوم ښاغلئ ستاسو د پام وړ کيداي شي وي؟ [/quote:08fb03b67f]
داسي پوښتنه تاسو کړې چه افغان قومه ترننه په مطبوعاتو کي نه وه مطرح سوې ٠
ګرانه عزتمن وروره ٠ مشر خلګ نسي پيداکولائ ٠ او نه داسي کېدای سي چه ټوله پښتانه دي مصلحت وکړي
او يو مشر دي جوړ کړي ،يا دي لاس پرکښېږدي ٠ ريالټي داسي نه ده هم ٠
قومي مشران خو نن معلوم دي ٠ هر دقوم سړی چه توپک لري ٠ دخپل قوم ئې ځان ور مشر کړيدې ٠
نن پيسې او توپک سره يو ځای سوه ٠ د ملکانو او خانانو نوم يا ځای توپکخانۍ ونيولۍ ٠
د خانۍ او ملکۍ اصول لمنځه ولاړه ٠ لکه د اس (اليف مد لري ) ځای چه موټر ونيولۍ
او دټوپک خانۍ ځای نن سبا اولسواکي نيسي ٠ پخپله نه کار غواړي ٠
او اولسواکي په پوه کيږي ٠ نه په نا پوهي ٠ نو اوس خبره دپوهي ده ٠ عوام خلاص دي ٠ نو دمشر چوړول نن
دپوهانو په لاسده ٠ او پوهان خلګ لکه کيميا بوټۍ ټوله له وطنه داندي ږوند کوي ٠
او اول ئې خپل اولادنه دغاړي دي چه په هغو درس ووايي ٠ نسي کولای چهاولادونه پرېږدي ٠ او ملي خدمت وکړي ٠ داسي افغانان ډير لږ دي لکه معروفي صاحب ، حامد کرزی اولاد نلري ، او معروفي صاحب يوه لور ده
ماسټري ئې واخسته واده ئې وکړی ٠ نو معروفي د وطن خدمته نېغه سو ٠ او بعضي يا اکثره پوهان ډير زاړه
وه ٠ او هم د عصر تر شادي٠ مرده باد او زنده باد عصر دې او او په پښتو،فارسي ژبو يوازي کار نکيږي ٠ نن سبا
درې څلور ژبي زده کړه پکار ده ٠ چه د زړو درې ژبي او کمپيوتر هم نه زده د اکثرو ٠
نو لکه ويل چه ئې چه ځوانان ستون فقرات دي ٠ ځوانانو ته ضرورت دې ٠ او طبيعت داسي دې چه د هر زاړه
نه خوښيږي چه نوی ئې ځای ونيسي ٠ نو يوازي دغه طبيعي اصل هم په پوه ماتيږي ٠
او داولسوالۍ پوه او تجربه هم يوازي له اکثره ځوانانو سره سته ٠ د زړو تجربې يوازي پر شاهي يا جهادي ولاړي دي ٠ چه عصر ئې پر تېرېدو دئ ٠ داسي معلويږي چه ماخوستن دې ٠
نوسهار ته لږ وخت سته چه لمر راوخېژي٠ ٠ ځوانان بايد تيار دي ٠
که چيري لمر پر خپل وخت راوختۍ ٠ هر څه به په حزبي ډول مخته ځي ٠ چي نن ځينو پښتنو تياری رته نيولې ده
نو که د(ټول افغان) ملګري امادګي لري ٠ نوبه وکولای سي چه د مشرۍ په تعين کي رول ولوبوي ٠
نور نو بايد موږ عملي جرګې وکړو ٠ او سياسي پاليسي ولرو ٠ او خصوصي مجلسونه شروع سي ٠ خپل خربي
مشر اول تعين کړو ٠ چه دنورو حزبي مشرانو سره خپل احداف ملي تعين کړي ٠ او حزبي مشرانو لمنځه يو دولتي
مشر راوباسي او وملت ئې معرفي کړي ٠ نوبه هم پر نېشنليزم تکيه او هم به حزبي تکيه ولري ٠
نېشنليزم ډېر مهم دې ٠ اولسواکي بيله نېشنليزمه نه کاميابه کيږي ٠ او هټلرريزم ئې خرابه وي
يعني نه پښتنزم ٠ و افغانيزم ته به کار کوو ٠
24 ساعته ستاسو او دملت خدمت ته حاضر يم ٠ عفوه غوړام دازاد نظر صاحب خبره کمي دا غر او هاغر وشتلۍ وي ٠ حليمي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more