د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ایا له طالبانو سره ســـــوله ممکنه ده؟

لاونګ
17.04.2011

طالبانو په ښکاره تل د سولې خبرې اترې رد کړي او ویلي تر څو چې بهرني پوځیان له افغانستانه وتلي نه وي خبرې به ونه کړي.دوی همداراز د افغانستان له حکومت سره د تماسونو په باب د خپرو شویو راپورونو هدف د طالبانو په منځ کې درز او د بې باورۍ د پیدا کول بللي دي.
د طالبانو د یوې تبلیغاتي مجلې په وروستۍ ګڼه کې ویل شوی چې خبرو ته د دې ډلې د تیاري په اړه خپاره شوي راپورونه د طالبانو په منځ کې د درز د پیدا کولو لپاره د دښمن چل دی.
د مجلې په لیکنه کې همداراز ویل شوي وو:«دا غیرمنطقي ده چې له یوه بې اختیاره حکومت سره چې واک یې د امریکایانو په لاس کې وي په داسي حال کې خبرې وشي چې د امریکایانو بیرغ پر دې اسلامي ټاټوبي رپېږي.»
خو د طالبانو د پخوانیو مقاماتو په وینا په غیر رسمي ډول ډېر طالبان شک څرګندوي چې د دوی مشران به په پټه خبرې کوي او ترمنځ به دوی په میدان پرېښودل شي.
دوی شکایت لري چې امریکایان له یوې خوا بمباریو ته دوام ورکوي او له بلې خوا د روغې جوړې خبرې کوي.
له بلې خوا ځیني ناتایید شوي راپورونه وايي چې د طالبانو یوشمېرمشران او قومندانان د سولې د خبرو لپاره یوه اروپايي هیواد ته تللي دي.
د افغانستان د ملي امنیت پخواني ريیس امرالله صالح، چې ادعا کوي له طالبانو سره د خبرو په اعتراض کې یې دنده پرې ایښې ده، د کابل یوه تلویزیون ته ویلي چې دی کره مالومات لري چې د طالبانو ځیني مهم مشران د سولې په خبرو کې د ګډون لپاره یوه اروپايي هیواد ته تللي دي.
د بریتانیا د ډیلي ټیلګراف ورځپاڼې پراساس د افغانستان د شمال ايتلاف قومندانان، چې له طالبانو سره یې په نوي یمه لسیزه کې شاوخواړ شپږ کاله جنګونه کړي له طالبانو سره د ولسمشرکرزي د سولې له هلوځلو وېره لري ځکه چې پښتانه به سره یو شي او د دې ورځپاڼې د ادعا له مخې بیا به پر افغانستان مسلط شي.
تر دې مخکې تاند د باوري سرچینو په قول لیکلي وو چې په اسلام اباد کې د طالبانو پخوانی سفیر د سولې پر شرایطو د خبرو لپاره بریتانیا ته تللی او د دغه هیواد له چارواکو سره یې خبرې کړي دي.
ښاغلي ضعیف وروسته په یوه ایمیل کې دا راپور، چې تاند خپور کړی وو، رد کړ او ويې ویل چې یو ازاد انسان دی او کولی شي هر ځای چې یې زړه غواړي سفر وکړي مګر له بریتانوي چارواکو سره یې خبرې نه دي کړي.
د افغانستان مدني ټولنو او د بشري حقونو ټولنو، چې د لږکیو ترکنټرول لاندې دي، په ځلونو له طالبانو سره د خبرو او پخلاینې مخالفت کړی او ډېر ځلي یې په دې ټینګار کړی چې له طالبانو سره د سولې په صورت کې به د نجونو او ښځو حقونه تر پښو لاندې شي.
ټیلګراف ورځپاڼه دا مخالفتونه په افغانستان کې د سولې په لار کې جدي خنډونه بولي او وايي، داسي نه ښکاري چې په افغانستان کې دې روغې جوړې ته شرایط برابر شوي وي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more