د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ځانمرگو له پښتنو سره ولې ورانه ده؟/ شمس پښتون

لاونګ
17.04.2011

ځانمرگو بريدونو ته مې دا څو وخته کيږي، چې دقت کړى دى. اخر مې پرون ( يکشنبه د حمل ٢١) نيت وکړ، چې د زړه بړاس په دې څو کرښو کې وباسم.

د تاند وېبپاڼې خبر دى، چې د کابل په ارزان قيمت کې ځانمرگى بريد شوى دى، لس ملکيان يې تپيان کړي دي.
ارزان قيمت د پښتنو سيمه ده.

دوه درې ورځې وړاندې په کندهار کې څلورو ځانمرگو بريد وکړ. دوه کسه يې له پوليسو سره په ډزو بوخت ول او ووژل شول. دوه نور يې په امبولانس کې سپاره شول او د پوليسو په لور ورغلل.

دا امبولانس د بهرنيو ځواکونو له منځه تير شو، داسې تير شو لکه دوى، چې يې د مور و پلار زامن وي.
نيغ پر افغان پوليسو ورغلل، ښه چې له بهرنيو ځواکونو لرې شول نو ځانونه يې وچوول.

که په تيرو څو کلونو کې پام وکړئ، نو ډير لږ به داسې شوي وي، چې په غير پښتني سيمو کې ځانمرگو د ځان چوونې لپاره زړه ښه کړى وي.

په اوسني افغانستان کې ځانمرگو ته لکه، چې ويل شوي دي، چې د جنت کونجي يوازې په پښتني سيمو کې پټه شوې ده.
کندهار، هلمند، کندز، ننگرهار، د کابل جلال اباد سړک، خوست، پکتيکا، شين ډنډ ......

د ډيورنډ له کرښې ها پلو کله نا کله پر پنجابيانو هم ورځي، خو هلته هم د جنت کونجي ورته يوازې په پښتني سيمو او د پښتني مشرانو په کورونو کې ښکاري.

وروستى ځانمرگى د کوټې د يوه پښتانه پوليس پر کور ورغى، د هغه دوه ماشومان يې ټپيان کړل.
نور نو په پېښور، مردان، قبايلو، سوات، کوهاټ او ..... ښارونه او سيمې دي، چې د ځانمرگو لپاره د جنت کونجيانې په کې پټې دي.

د پښتونخوا داسې سياسي مشر به نه وي پاتې شوى، چې ځانمرگي يې په جيب کې د جنت کونجي نه وي لټولې.
افتاب شيرپاو د پييپلز گوند دى، ميا افتخار د عوامي نشنل گوند دى، مولانا فضل الرحمن د جمعيت علما اسلام دى، خلاصه دا، چې که پښتون سياسي مشر په هر گوند او هر نظر وي، ځانمرگى پسې ورغلى دى.

په اوسني افغانستان کې يې هم همداسې کړي دي، زما چې ياديږي يوازې يې په يوه وزير باندې دوه درې ځانمرگي بريدونه وکړل، چې هغه د اطلاعاتو او کلتور پخوانى وزير کريم خرم و، يو ځل يې په دفتر ورغلل او يو وار يې په کندهار کې په نښه کړ.

په کرزي باندې، خو بريد داسې ورته ښکاري، لکه د مور شيدې.
نه پوهيږم کله به د جنت کونجي د پښتنو له سيمو ورکه شي، خداى دې وکړي، چې ځانمرگي په دې باور شي، چې په دغو سيمو کې ځان چوول مخامخ دوزخ ته تلل دي.

http://taand.com/index.php?mod=article&cat=taand2&article=26024


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more