ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې
داکم بخته څه وایي
      م
      16.04.2011
    
http://taand.com/index.php?mod=article&cat=world&article=26002
      chaparharay
      16.04.2011
    
السلام علیکم ورحةالله
ملا صیب په خیر راغلي روسته له ډیر غیابته!
ملاصیب داقسم خلک چی اکثر یي پخواني کمونستان دي داسلام نه بیخي ناخبر دي
او پرمختګ یواځي په پرتوګ ویستو کي ګوري خو که مونږ پرتوګ ونه باسو نوهم کار
کولۍ شو اعني دا اسلام مونږ ته د مخکي تګ ته خنډ ندي بلکي مونږ ته یوه ښه لاره
چاره راښاي او که چیرته مونږ په اسلام باندي په پوره معنی عمل وکړو نو وبه
ګورو چي له ټولي دنیا به مخ په وړاندي روان یو.
دا دهري دغرب دیهودي او صلیبي او بي دینه خلکو مثال په مسلمانانو ورکوي
چي بیخي غلط دی ځکه یهودیت او نصرانیت یواځي د کلیساپوري محدود یوڅه عبادت
دي چي په دنیاوي چاروکي هڅ کارکولو ته اجازه نه ورکوي اوساینس سره بیخي 
تضاد وو خو اسلام بیا علم او فن ته [فن دیومفیدشي جوړول مراد دي ډمتوب نه] 
خلک تشویقوي. خو سکولریزم بیا دفکر ازادۍ په نوم د کفر قبولو او اسلام نه 
انکارکولو ته واي که یو سړي هرڅومره لوي او غټ کافر وي په هماغه اندازه بیا 
غټ سکولر بللي شي خو که یوڅوک د فکر دازادۍ په نوم بیا اسلام ومني او یا پري
عمل کوي نو تاسي بیا ولیدل او ګوري یي چي فرانسه کي هغه بله ورځ هم یوه ښځه
پدي کار دپولیسو لخوا ونیول شوه او بیا جرمانه شوه چي سکارف يي په سرکړي
وو یعني په اسلامي لباس کي ملبوسه وه ،او ګریوان يي ولي ښکاره نه وو او ولي 
یي تیونه او نوره سینه پټه وه.
که رښتیا هم لکه دا سکولرځوان چي انګیري اوسکولریزم د فکرازادۍ ته واي او 
فکر پکي ازاد وي نو بیا ولي په فرانسه کي چي دسکولریزم مرکزبلل کیږي په حجاب
اوسکارف یعني د ښځي په عورت پټولوچي ددوي په خپله خوښه وه بندیز ولګاوه
دا خو محض خلکو ته دهوکه ورکول او خلک غلطول دي نور بل شي ندي او بیاهم
که دا ځوان ورنه متاثره وي نودا سکولریزم دي په خپل کورکي تطبیقوي او تطبیق
کړي به يي هم وي دا پرمختګ او تقدم دي همده ته ورمبارک وي مونږ يي نه غواړو
د ملا بختورصیب نه ډیره مننه 
چپرهاری
      م
      16.04.2011
    
چپرهاری صاحب تاسي دي هم خدای راولی 
چپرهاری صاحب ماخو چې په ډکشنري کې دسیکورلزم معني کتلې ده ، په ټولو ژبو کې ورته په بې دیني وایي ، نه پوهیږم داکسان څرنګه دعوا کوي چې هم ځان مسلمان بولي هم سیکولرزم غواړي ؟؟؟
      Kamil
      17.04.2011
    
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
نوموړى ليكوال [color=red:52aaaffcf3](عبدالهادي حيران )[/color:52aaaffcf3] اوزګار دى. څه اوكړي  چى دخلكو پام ځان ته راواړوي.
دده ليكنې زه كله كله ګورم بيخي د اسلام د دايرې نه وتلې خبرى كوي هميشه مسلمان, أفغان, مجاهد او عالمانو پسى بد وايي هميشه خپل كلتور او ثقافت پسى ملنډى وهي, دبيلګى په ډول دده ناول [color=white:52aaaffcf3]( جنت كى مسافره)[/color:52aaaffcf3] هغه څه دي چى يو مسلمان افغان يى په ويلو شرميږي, نوموړي په دى ناول كى  افغاني كلتور ته ډير په بده او سپكه سترګه كتلي دي نومورى دغرب له تهذيب نه ډير متأثره دى  په هره ليكنه كى  په افغاني كلتور پسى كم ازكم يوه ملنډه وهي.
نو ټولو ورونو ته په ډاګه وايم چى دده په ليكنو سر مه خوږوۍ دا غريب دمسلمانۍ او افغانيت نه خلاص دى تاسى هم خرابوي.
مننه
      G U L A  P
      20.04.2011
    
دا ځوان چه اسلام اوسیکولرزم غواړي په حقیقت کي زما په فکریوه ته هم عقیدا نلري 
دی چي وفادار دئ یوازي خپلو ګټو ته دئ ــــــــــــــــــــــــــــــــــ 
  لکه چي وایې یوې ښځې درې یاران درلودل  کله چي یو یار ورته راغلی نوله ګپې بعد بل تر دیوال ورته راواووښ ته دې هغه لمړي ته وویل  ګاوخانې ته لاړشه 
کله چي دریم راغلی  دوهم ته یې وویل  په کندو کي پټ شه 
نوسمدستي یې دریم ته وویل چي راشه غزل سره ووایو نواول دغې بې حیاښځې غزل پورته کړ ه وې ویل (ناسته یم لتا سره زړه مې په کندو کي دئ ووا ګوخانې )په دې سره یې درې واړه خوشحاله کړل   ۰نودی هم دواړه  شعارونه دمجبوریت په وخت کي کاروي