د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

د حضرت محمد(ص) مدح او د هند د اهل سنت والجماعت دعوه

حمید هڅــاند
14.04.2011

اسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
په هند کې یوه ډله چې ځانته اهل سنت والجماعت وایې او ځانونه سنیان بولي، شته ده . ددوی مسجدونه هم بېل دي او دوی په نورو مساجدو کې لمونځونه هم نه کوي. ددوی مسجدونو باندي له بهر څخه لیکل شوي وي چې صلوات وسلام علیک یا رسوال الله او په هره دوعا کې هم پورتنی ټکې وایې. په دې سربېره د اقامت لاره یې هل بېله ده او ما اورېدلي چې پاکستان کې هم داډله ډېر لاره تلونکي لري.
د جمعې په ورځ په هره وینا کې دوی بل څه هېر کړي، بس د حضرت محمد(ص) مدح تر هغه ځایه کوي چې کله نا کله پکې ناسم شیونه هم وایې، له لمانځه وروسته نعتونه وایې او ژاړي. زه یوه ورځ امام ته ورغلم او ورڅخه پوښتنه مي وکړه چې زه هم اهل سنت والجماعت یم او سنې مذهبه یم، خو زموږ او ستاسو لاره بېله ښکارېږي او بل تاسو ولي د حضرت محمد(ص) دومره زیاته مدحه کوۍ چې بیخې د هغه(ص) په شان کې زیادت درڅخه کېږي خو ټولې نوې خبرې مو بې له سنده او صحیح حدیثه وایاست. امام صیب راته په ماته ګوډه لهجه ډېر وغږېد، له خبرو داسې مالومېده لکه د بل له خولې چې غږېږي او راته وویل چې نن سبا د حضرت محمد(ص) امت د هغه د شان هغومره درناوی نه کوي چې باید ویې کړي او داچې هغه انسان ؤ او د الله پاک بنده ؤخو له نورو انسانو او بنده ګانو یې ډېر فرق درلود، ځکه خو موږ ورته د عادي انسان او بنده په توګه نشو کتلی او داسې نوري خبري یې وکړي.
درنو وروڼو؛زه په دې ګروهه یم چې حضرت محمد(ص) زموږ په څېر د الله پاک بنده ؤ. که سړی ووایې چې هغه د کونینو سردار او غوره بنده ؤ؛ نو سمه ده. خو د امام له لهجې او د خبرو له ډول څخه داسې پیدا کېده چې دا خلک ورته په بل نظر ګوري او عام خلک کېدای شې په بله لاره بوزي او خدای مکړه د شرک تر کچې وړاندي لاړشي.
زما مګلري راته وویل چې دا خلک حضرت محمد(ص) حاضر بولي او په دې ګروهه دي چې هغه په غیبو پوهېده. ما ورسره په دې اړه هم په راتلونکی اونۍ کې بحث وکړ او پیدا مې کړه چې دا خلک رښتیا هم په همدې ګروهه دي. امام صیب زما پوښتنو ته ځواب نه شوای ویل او راته یې وویل چې پوښتنې دي زموږ له لوی امام څخه وکړه، ما دا هرڅه په کتابونو کې لیدلي دی خو اوس زماسره کتابونه نشته چې تاته یې ثابته کړم.
زما سره په دې اړه څو پوښتنې دي:

۱) [color=white:2a600cb059]ایا رښتیا دا ډله په پاکستان کې هم لاره تلونکي لري؟[/color:2a600cb059]

۲) [color=white:2a600cb059]دا ډله څوک دي او څنګه مینځته راغله؛ ایا د اهل سنت والجماعت په نوم باندي دوی لوبي نه کوي؟[/color:2a600cb059]

۳) [color=white:2a600cb059]د حضرت محمد(ص) دومره زیاته مدح او نعتونه ویل او د هغه په شان کې یوڅه لوړ تلل لکه عادي بنده ورته نه ویل او حاضر ګڼل څنګه بولئ.
که چېري رښتیا داډول ډلي له عقیدوی لحاضه لاره وتلی وي( چې کېدای شې په راتلونکي کې ښکاره شرک تر پولي وړاندي ولاړ شي ځکه ددوی عقیده د حضرت محمد ص په اړه ډېره بېله ده)، نو ایا د خلکو د ژغورلو لپاره په نورو نه لازمېږي چې کم پوهه عام اولس یې له لاسونو وژغوري او په ډاګه کړي چې ددې خلکو لاره غلطه ده او ددوی مخه ونیسي؟[/color:2a600cb059]

په درنښت


bette
14.04.2011

هڅاند صاحب دبیټ سلامونه ومنه !

داډله بریلویان بولی په پاکستان کی هم پریمانه دی او شنی پګی یی
پارټی مارک ده دوی به پاکستان کی دجمعیت علما پاکستان په نامه
یوه ډلګۍ لری ددوی مشر احمد رضا خان بریلوی دی چی اوس مړ دی
او عجیبه یی دا درواخله چی احمد رضاخان اصلا دقندهار دی
او به هندکی یی وخت تیرکړی او دا ډله یی تیاره کړی ده او ددوی دکړنو
اجرونه به دی قندهاری ملاصاحب ته رسیږی
ملایان دا ډله ښه نه بولی خویوڅوټکی له افغانانو سره مشترک لری
یعنی ..... څه ووایم ....ځه پاتی دی وی

په اخر کی به دومره ووایو چی الله دی هدایت ورته وکړی


حذيفه
15.04.2011

هڅاند صاحب السلام عليکم !
دادي په رښتياډېره ښه موضوع مطرح کړې ده الله دي خيردرکړي .
ستادپوښتنې په اړوندبه ووايم چي دکومې ډلې مشخصات تاذکرکړي دي هغه دبرېلويانوپه نوم ياديږي،ددي ډلې بنسټګراحمدرضابريلوي دی،دي ډلې ته برېلويان ځکه ويل کيږي چي احمدرضا په بريلي ښارکي پيداسوی دی .دده دپيدائښت په هکله تاريخي کتابونه ليکي چي دجون پر۱۴ تاريخ ۱۸۶۵ م کي زېږېدلی دی ،دده پلار نقي علي اونيکه رضاعلي دحنفي مذهب له سترواوجيدوعلماؤڅخه شمېرل کېدو.موريې امين نوم پرې کېښود پلاريې احمدميا اونيکه يې احمدرضا نوم ورته منتخب کړ.خوبريلوي پردي يوه هم ډاډه نه سودځان لپاره عبدالمصطفی نوم غوره کړ.تاريخي کتابونه ليکي چي نوموړی زيات توررنګی وو. دده مخالفينودده پرخلاف کتاب ليکلی اونوم يې دی الطين الازب علی الاسودالکاذب دهمدي توررنګه پايله وه . پاتې دي نه وي چي نوموړی زيات خوشک اوتوندخويه وو،له همدي کبله يې زيات خپله خواږه دوستان هم پردي کړو.
دبريلوي عقائدوپه اړه زه په دي انديم چي دي عقېدې ته معتقدانسان تراهل سنت(تسنن) واهل تشيع ته زيات نژدې کوي .دعقائدوتربيان مخکي دوې خبرې اړينې بولم چي بيان يې کړم :
۱:هغه ځانګړي عقائدچي بريلويان يې لري اوله نورواحنافويې بېل کړي دي بعينه هغه خرافات،تقاليد،توهمات اوافسانې دي چي دتاريخ په اوږدوکي صوفيان،ضعيف العقيده انسان اوتوهم پرستانوپه مسلمانانوکي منتشرکړي وو.
۲: دلته به زه صرف هغه عقائدذکرکړم چي ياداحمدبريلوي اوياددوئ دمعتمدوخلکوپه کتابوکي ذکرسوي دي .
ددوئ عقائددادي :
له غيرالله مرسته ،رضاخان ليکي :له اولياؤمرسته،توسل اودسختۍ په حالت کي دهغوئ رابلل په شريعت کي روادي اوکه يې څوک نه مني هغه له انصافه انکارکوي .
له انبياء،رسولانو،صالحينونيکانوترمرګ وروسته هم مرسته غوښتل کېدای سي ،ځکه رضاخان وايې :هغوئ ددنيانظام په واک کي لري اوژونداومرګ يې څه پروانه لري .
جبرئیل اونبي کريم صلی الله عليه وسلم مشکل کشا،دفع البلاء اوحاجت روابولي .
علي رضی الله ته هم داسي عقيده لري .دی په يوشعرکي وايي :
ناداعليامظهرالعجائب تجده عونالک فی النوائب .
رضاخان ليکي :صوفي خپل مريدته دسختۍ په وخت کي مرسته کولای سي .
نبي کريم صلی الله عليه وسلم حاضراوناظردي .
عليه السلام نوردی اوبشرنه دی .
پيغمبرعالم الغيب دی اوله پنځوشانوپرته نورپه هرڅه خبردی .
دنيااوټول مخلوقات دپيغمبرله وجې پيداسوي دی .
له اهل قبوراستعانت،مرسته اوله هغوئ تڅخه ګټه اونفع حاصلول يوازي دانه چي رواده بلکي ښه اومستحب کاردی .
داولياؤله کبله دنياقائمه ده .
اولياء خلک ژوندي کوي او دماراوله لړم خوړليوته شفاورکوي .
ياده دي وي چي داپه پاکستان کي هم سته اودافغانستان خلک يې هم په غيرشعوري توګه تقرېبه برېلويت ته نژدې کړي دي .
دزيات وضاحت اوتفصيل لپاره دعلامه شهيد احسان الهي ظهيرکتاب البريلويه يابرېلويت وګورئ!.
ستاسوديني ورورحذيفه .


شبيراحمد
15.04.2011

سلامونه اوښې چاري
په دې اړه لاندي لينک وګورئ
هيله ده ترډېره موسوال ته ځواب وواي
مننه
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=5121&postdays=0&postorder=asc&start=0

برېلويان هم پکي يادشوي اودبرېلويانوعقيده اونوربدعات هم.


حمید هڅــاند
15.04.2011

محترم حذیفه ورور او ښاغلی شبیر احمد وروره؛ سلامونه مې ومنئ. دروند بيټ وروره، وعلیکم سلام، زما سلامونه هم ومنئ.
حذېفه ورور او بیټ ورور ددې ډلې په مینځته راتګ کافې رڼا اچولې ده، منندوی مو یم. د شبیراحمد ورور دوی له بحث نه مې هم ډېر څه زده کړل. خو دلته د بیټ ورور یوه خبره راته په زړه پوري وه.
[quote:d9b762f300]ملایان دا ډله ښه نه بولی خویوڅوټکی له افغانانو سره مشترک لری
یعنی ..... څه ووایم ....ځه پاتی دی وی [/quote:d9b762f300]
نه بیټ وروره، دومره ژر یې مه پرېږده، که دې خپله خبره یوڅه رڼه کړې، ښه به وي. د افغانستان په ټولنه کې هم بدعتونه ډېر زیات دی، لکه زیارتونو ته تلل، هلته د قبر خوا کې لمونځونه کول، له زیارتونو څخه رسا د یوڅه غوښتل او داسې نور.....هیله لرم بیټ ورور خپله خبره رڼه کړي او دا یوڅو ټکي چې ددوي په وینا ددې ډلي له کړنو سره یې زموږ ټولنه شریک لري، په ګوته کړي.

محترم حذېفه وروره؛ زما لمړۍ دوه پوښتنې ستاسو، بیټ ورور او شبیر احمد ورور د لیکنو له مخې حل شوې، خو زما دریمه پوښتنه پاتې ده، او داده د محترم بیټ ورور په خبره دې بې لاریو زموږ ټولنې ته هم ریښې غزولې دي. پوښتنه داده چې له دې بې لاریو څخه د خلاصون لاره څه ده؛ هو منم چې درې اویا ډلې به مینځ ته راځې، خو دا ددې مانا نه ده چې ټول دي نو لاس ترزنې کېنې او پرېږ دي چې هرڅه کېږي هغه دې کېږي. دا هم منم چې اوس وخت کې موږ له غټو نورو جنجالونو سره مخ یو؛ خو ددې خلکو په لاس عام اولس او کم علمه خلک بې لارې کېږي؛ هغوی خواران فکر کوي چې سم روان دي، خو دومره څوک نشته چې ویې پوهوي. هیله لرم په دې اړه هم یوڅه ووایاست.

په درنښت


حذيفه
15.04.2011

محترم هڅاندصاحب بیاهم سلامونه اونیکي هیلي
هو!منم چي په افغاني ټولنه کي هم په شعوري اویاغیرشعوري ډول ددې منحرفي ډلي ډیرنظریات، کړنې اوافکارخپرسوي اوزموږخګ پري اخته دي . دمخنیوي یوازینی لار یې داده چي علماء اوهرهغه څوک چي څه ناڅه په لیک لوست پوهیږي زموږخلګ دقرآن اونبوي سنتوتعلمیاتواواحکاموته راوبولي چي ان شاء الله په دې صورت کي به هیڅکله نه ګمراه سي اونه بي لاري .بایدهرسړی چي ځان مسلمان ګڼي اوتریواندازي خبروي هغه بایددخلګونظریات ، عقائداوافعال دهمدې دوو معیارونوپه رڼاکي وتلي که له هغوسره سم ووودي مني اوکه غلط وودنرپه شان دي ردکړي . محترم حمیدهڅاندصاحب دبدعاتو،خرافاتواوشرکیاتوپه وړاندي مبارزه دهرمسلمان دنده اومسؤلیت دی . له همدې وجې په کارده چي هرمسلمان بایدپه قرآن کریم اونبوي سنتوکي معلومات ولري څودمنحرفي اوشیطاني کړیوله خواپه ناسمو کړنواونظریاتواخته نسي .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more