اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
یوه عقیدتی پوښتنه
حلیم
13.04.2011
خدای ج په خپل وروستی کتاب (قران) کی د اسمانونو او ځمکی په اړوند ډیر څه د خپل اشرف مخلوق سره شریک کړیدی.
زه تفسیر لولم، خو تر اوسه پدی نه یم پوهیدلی چی د خدای مراد لدی نه چی اسمان یی پرته له ستنی درولی دی، څه دی؟ - ایا د اسمان نه په قران کی هدف کلک جسم دی چی پورته دریدل یی ستنو ته اړتیا لری، که څنګه؟
دی ته ورته ډیر څه یی فرمایلی دی؛ خو زه تر اوسه پدی اړه ډیر سوالونه لرم. داسی یو مفسر به دلته پیدا شی چی ددی موضوع په اړه ښه او د نن ورځی د انکشافاتو په رڼا کی ځوابونه له موږ سره شریک کړی؟
ع کريم حليمي
14.04.2011
こんにちは 、日本語を話す
السلام علیکم و رحمة الله ، محترم حلیم صاحب د سلامونو تر څنګ زموږ ښې هیلي هم ومنۍ ، ډېر ښه سوالونه مو مطرح کړيدي . موږ به کوښښ وکړو څه چه زموږ سره په سینه کښي سته له تاسو به ئې ونه سپموو ان شاء الله
بسم تعالی : إِنَّ الَّذِينَ كَذَّبُوا بِآيَاتِنَا وَاسْتَكْبَرُوا عَنْهَا لَا تُفَتَّحُ لَهُمْ أَبْوَابُ السَّمَاءِ وَلَا يَدْخُلُونَ الْجَنَّةَ حَتَّى يَلِجَ الْجَمَلُ فِي سَمِّ الْخِيَاطِ وَكَذَلِكَ نَجْزِي الْمُجْرِمِينَ
سورت اعراف آیة # ۴۰
در حقيقت كسانى كه آيات ما را دروغ شمردند و از [پذيرفتن] آنها تكبر ورزيدند درهاى آسمان را برايشان نمىگشايند و در بهشت درنمىآيند مگر آنكه شتر در سوراخ سوزن داخل شود و بدينسان بزهكاران را كيفر مىدهيم
محترم حلیم صاحب ، له پورته آیات شریف څخه داسي معلومیږي چه اسمانونه مادي جسمونه لري ، اسمانونه دروازېٖ لري ، که څوک له مځکي څخه هلته غوښتل شوی وي نو د دروازېٖ له لار ور داخلېدای شي ، او د اسمان دروازېٖ پېرداران هم لري ، او دا اسمانونه تر ۵۰ ملیونه نوري کلونو هم له مځکي څخه لیري دي
د اسمانونو پېږندل او يا پوهه پر درلودل غیرمادی علم ته ضرورت لري
او غیري مادي علم له هر چا سره نسته
یوازي داسي نده چه دیني علماء نسي کولی چه وموږ ته غیب شیان راوپېژنی
بلکي د ساینس پوهان هم په خپل مادي علم سره هرڅه و موږ ته په ثبات او ثبوت نشي رسولی ، خپله هغه پوه چه په ثبوت ئې نشي رسولی نوم ورکوي د
تیورۍ
په مادي علمو کښی به تیوري منې !!!، او په اسماني اخلاقو کښي په په غیبو ایمان لرېٖ !!!!
او داخو تاسو هم پوهېږئ چه اسمان یعني پورته ،لوړ
او په اسمان کښي وینو چه هر څه بې ستني په خپل مدار کښي څرخېږي
او د ساینس پوهان وايي چه دا هرڅه ستوري او مځکي چه په فضا کښي څرخېږي Dark Matter يې کنترل کوي په داسي حال کښي چه په تجربه يې و موږ ته نشي رسولی
موږ په جنتونه او دوږخونو او ۷ اسمانونو ................. په غیبو ایمان لرو
او داهم منو چه مادي وجود لري
درنښت
حلیم
29.04.2011
مننه حلیمی صیب. په خاصه توګه د جاپانی ژبی له کارولو څخه، کوم چی ستاسو د ښه نیت او محبت څرګندویی کوی.
حلیم
وزیري
30.04.2011
عزتمنده:
الله جل جلاله فرمایی:
الله الذی رفع السموت بغیر عمد ترونها. (الرعد، ۲)
حضرت عبد الله بن عباس رض، حضرت حسن رض، حضرت قتاده رض او نورو مفسرینو هم ویلی دی چی اسمان ستنی لری خو په سترګو نه ښکاری.
والله اعلم.
رښتینی
30.04.2011
قوله تعالى " الله الذي رفع السماوات بغير عمد ترونها ثم استوى على العرش "
ددی ایت له پاره ما څو تفسیرونه وکتل اودی پایلی ته وریدم چی داسمان د
ستنو لرولو خبره کمزوری ده او دا قول غوره ده چی ستنی نلری او ددی خبری
تایید له دی ایت نه هم معلومیږی :ويمسك السماء أن تقع على الأرض إلا بإذنه
اودا خبره ابن کثیر کړی ده اوهغه خبر چی داسی ستنی لری چی هغه نه لیدل
کیږی ددی په اړه ځینی مفسرینو لیکلی چی له دی ستنو نه مطلب د الله قدرت
یا دمومن توحیددی .
په مینه
قال البغوي :ومعناه نفي العمد أصلا وهو الأصح ، يعني : ليس من دونها دعامة تدعمها ولا فوقها علاقة تمسكها .
حلیم
09.05.2011
ریښتینی صیب مننه
دا قول چی اسمان ستنی لری ماته خو کمزوری نه بلکه تر اوسه د نه منلو ښکاری، او بل داچی تاسو وایی ځنی مفسرین د اسمان د ستنو نه مطلب د الله قدرت او د مؤمن توحید ګڼی هم زیاته د باور خبره نه ښکاری.
ځکه دلته پاک خدای خپل تخلیق (فزیکی خلقت او خپل الهی قدرت) موږ ته بیانوی نه خپل وحدانیت.