د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

په اسلام کي دډلو جوړول

أبوخليل قدوسي
12.04.2011

په اسلام مينو وروڼو !
السلام علیکم !
هرڅوک ددې حق لري چي داسلام داصولو او اخلاقي نورمونو په چوکاټ کي خپل فکر اونظر له نورو سره شریک کړي داهم ضروري نه ده چي نور به يې ورسره هرومرو مني او نه څوک ددې حق لري چي خپل نظر په نورو په وچ زور ومني البته که قال الله وقال الرسول وي نو مسلمان ته په کار ده چي ورته سمعنا وأطعنا ووايي :
دا هم ضروري نه ده چي يوڅوک له چا سره دنظر توافق ونلري نو هغه به هرو مرو يوې ډلي او یا مقابل لوري ته منسوب وي ، زمونږ دټولني ستر مشکل دادی چي که دي دپښتنو دحقوقو او یا دپښتو خبره وکړه سمدلاسه ټاپه درباندي لګېږي چي دا افغان ملتی دی، که دي دنورو قومونو په هکله څه وویل وايي چي دا خرڅ شوی دی ، یا ستمی او یا جمعیتی دی، که دي دطالبانو په يوه کار نېوکه وکړه وايي حزبی دی، او که دي په حزب نېوکه وکړه وايي چي دا دپرديو غلام دی، که څوک په طالب نېوکه کوي اوته يې مخالفت وکړې، پدې دي تورنه وي چي ترورېست دی، او که څوک په حکمتیار او یاحزب نېوکي کوي او ته ورسره مخالفت وکړې وايي دا حزبي دی که دي هېڅ نه ويل وايي دا مرتجع یا ابن الوقت دی.
که جګ ځې جګری دي بولي وایی کوتري دوالوزولې اوکه ټېټ ځې ټېټکی دبولي او غلا کوې هغه دي چاخبره مونږ اوس په کومه خوا لاړشو .
دټوکو په فورم کي مي يوه ورځ يوه ټوکه ولوستله چي پکي لیکلي وو (( فساد همه درکون ساوو است)) ټول فساد دهمدغو ډلو ټپلو دی چي زمونږ ټولنه او افراد يې په مصېبتونو او ناخوالو واړولو .
په اسلام کي د ډلو جوړول او ياکومي ډلي ته دعوت کول تر څو دبلي ډلي په وړاندي يو مورچل پرانېزي داسلام دعالي مصلحتونو او دامت ديووالي خلاف عمل دی، او داهم سمه خبره نده چي يو څوک په کومه ډله کي نه وي هغه مسلمان نه دی ، دډېري خواشیني ځای دادی چي دې مفکوري اوس داسلامي ډلو داتباعو په مازغو کي پوخ ځای نېولی چي که له هغه تنظېم، یا دهغه دپلويانوله عملي کړنلاري او یا دهغوی له قیادت سره په ځېنو شیانو او یا خاصو مواردو کي دنطر اختلاف ولرې سم دلاسه ټاپه درباندي لګوي او په بله ډله یاکوم خاص مکتب فکر پوري دي تړي . عملي تجربو وښودله چي دې ډلو ټپلو دتېر نېم قرن په دوران کي زمونږ ټولني ته ډېري بدمرغیوي راوړي، ددې په ځای چي کوم مثبت کار وکړي مونږ يې پخپل مېنځ کي په نفرتونو، کرکو او بدبېنیو اخته کړو، ډېرځوانان دشخصي او تنظیمي ګټو په لار کي قرباني شول، دوسیې يې له الله تعالی سره دي او هغه علم ورباندي چي څه ډول مرګونه به يې وي مونږ خو هربوه ته شهید وایو .
زما جدي هیله او ددې لیکني موخه داده چي مونږ او تاسي خو په وړو وړو فقهي مسایلو هرډول غبرګون ښکاره کوو، خو ددې رنځ دعلاج لپاره مو هېڅ هم ندي کړي، راشۍ وروڼو پدې هکله هم څه علمي لیکني وکړﺉ ترڅو دلوستونکیو دلاري مشال شي (دفورم دشرعي برخي له چلوونکیو څخه په مننه)


نوروز خان
12.04.2011

دقدوسي صیب په غوښتنه ړنګه شوه .
نوروزخان


شرافت
12.04.2011

السلام عليكم
زما يو ملګرى دى هغه وايي، چې ملا وي او حزبي وي ډير بد ښكاري. :)
زه چې فكر كوم ډيره پرځاى خبره يې کړې.
قدوسي صاحب ته هم تكړه ملا ښكارې خو د حزبيتوب سره دې ماته زما د ملګري خبره نيغه مخ ته ودريده.


أبوخليل قدوسي
12.04.2011

له محمد وصيل پيروز څخه مننه


أبوخليل قدوسي
12.04.2011

ډېره مننه


وصيل پېروز
13.04.2011

السلام عليکم
( واعتصموا بحبل الله جميعا ولا تفرقوا ) (القرآن )
ژباړه : د الله جل جلاله پر رسۍ منګولې ولګوئ او مه وېشل کېږئ .
د دې سپېڅلو کلماتو په پيل له کومې مقدمې پرته د روان بحث اصل موضوع ته راځم .
دا يو حقيقت دی چي موږ ټول مسلمانان يو او له دې دنيا لوړ زموږ د نوم او ډلې پرېکړه شوې ده ، موږ د مسلمانانو په نوم ياد شوي يو او د اسلام دين زموږ لپاره خوښ شوی دی (ورضيت لکم الاسلام دينا ) ، اسلام مو ډله او نوم مسلمان دی ، له دې هاخوا چي پر مذهبي ، نسلي ، ژبني او نورو توپیرونو کومې ډلې او نظريې رامنځ ته شوې وې هغه بايدلومړی د اسلام له اساسي اصولو قرآن او حديث سره پرتله کړای شې څو څرګنده شي چي دا نظر تر کومه ځايه د قرآن او حديث په رڼا کي سيي دی ؟ که موږ ته سيي وبرېښي هغه خبره که د هر چا وي موږ به یې له کوم تعصب او بدبينۍ پرته اخلو ، که څه هم تر موږ د کشر وي ، که څه هم تر موږ د مشر سړي وي، که څه هم تر موږ د مسکين سړي وي ځکه په اسلام کي دا ډول توپيرونو ته لاره نه شته په اسلام کي غوره والی يوازي او يوازي متقيانو تر لاسه کړی دی .
پاتي شوه دا چي تر کومه ځايه په اسلام کي ډلو جوړولو ته لاره شته نو موږ د شرعي نصوصو په رڼاکي صرف دومره ويلای شو چي په اسلام کي دننه د ډلو جوړول نه شته لومړی موږ په قرآن کريم کي پر وحدت امر شوي يو ، پر وحدت ټينګار شوی ، د وحدت ګټې او زيانونه بيان شوي ، دويم رسول الله صلی الله عليه وسلم د خپلو قولي او فعلي احاديثو په رڼا کي موږ ته ښودلې چي بشپړ برياليتوب يوازي او يوازي د وحدت په ټينګ ساتلو کښي دی ان د اسلام په ډېری لارښوونو کي داسي هم راځي چي تاسو دا کار وکړئ که مو ونه کړ نو ستاسو زړونه به ووېشل شي او پر بېلو بېلو لارو به روان شئ چي پايله به یې د ټولو لپاره بده وي . په دې اړه د لايلو ته اړتيا ځکه نه ليدل کېږي چي الحمدلله د وحدت ، اتحاد او اتفاق په اړه ډېرو وروڼو ته معلومات شته هغوئ وخت پر وخت په دې اړه شرعي نصوص ، د متقيانو ويناوې ، د علماوو ليکنې او نور لولي يا يې وايي .
موږ او هر يو پوهېږو چي اسلام دا ډول ګوندونو او ډلبازيو ته اجازه نه ورکوي چي پر تعصب او بدبينۍ يې بنسټ ايښودل شوی وي ، اسلام د يووالي او اتحاد دين دی او ټول مسلمانان يې د اتحاد په مزي تړلي چي خلاصون ترې نه شته اعنی په اسلام کښي اتحاد او اتفاق يو نه له منځه تلونکی اصل دی يا په بل عبارت داسي هم ويلای شو چي د بشپړ برياليتوب او کاميابۍ راز د اتحاد او اتفاق په ساتلو کښي پروت دی .
دا چي اتحاد څرنګه راتلای شي ، په څه ډول بايد راشي ، مخته پرتې ننګونې يې څرنګه له منځه وړل کېدلای شي او ...؟ بېلي پوښتنې دي خو په دې اړه يوه خبره کول غواړم چي له روان بحث سره هم تر يو حده اړخ لګوي هغه دا چي د هر چا رايې ته چي له دين سره تړاو لري بايد د اسلام د اساسي اصولو له نظره وکتل شي که سيي وه اخلو یې او که نه وه سيي پرېږدو یې ځکه برياليتوب يوازي همالته دی .
راځئ ! بحث لا هم وغزوو او له روا نې موضوع سره تړلې ټولي ستونزې وسنجوو ، فکر پرې وکړو ، حل لاره يې ولټوو او تومنه ترې راوباسو.


أبوخليل قدوسي
14.05.2011

[quote:e3e0b7a302="نوروزخان"]دقدوسي صیب په غوښتنه ړنګه شوه .
نوروزخان[/quote:e3e0b7a302]

ډېره مننه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more