اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
د طلاق په مسئله کی را سره مرسته وکړی
وزیري
12.04.2011
ټولو وروڼو ته السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته:
محترمینو! لکه څرنګه چی دا زما معمول پاتی شویدی چی زه په هره مسئله کی تر خپل وسه پوری یو څه وایمه خو ولی په یوه موضوع کی چی طلاق نومیږی هیڅ هم نه وایمه. دا ځکه چی په دی بخش کی دا خپل علم راته کم ښکاری او له فتوی ورکولو نه ډډه کوم.
اصله خبره دا ده چی یو ورور ته څه د طلاق مشکل پیدا شوی وه او بیا یی ماته رجوع وکړله، زه هم بی له ځنډه دا مسئله له تاسی سره شریکول غواړم او د جواب په طمعه یی یم.
احمد له خپلی مور سره په شخړه کی وه او ناڅاپی یی له خولی ووتل چی که دا ټولی ښځی (یعنی خپله یی او د وروڼو ښځی) هره یوه پلار کره له دری میاشتو نه مخکی لاړه نو په دری تیګو دی طلاقه یی. احمد وایی چی دا خبره له مانه په غصه کی ووتله او سمدستی وروسته پری پښیمانه شولم.
د احمد ددی خبری د کولو په وخت کی د احمد ښځه په دی مجلس کی موجوده نه وه. او وروسته هم په دی خبره خبره نه شوه.
د احمد خبره هماغسی غلي پاتی شوه. څه وخت بعد احمد په کور کی نه وه او ښځه یی خپل پلار کړه ولاړه.
احمد هم د خپلی خبری په باره کی خپلی ښځی ته څه نه وه ویلی او د احمد مور هم خپلی اینګور یعنی د احمد ښځی ته دا خبره نه وه ور رسولی.
کله چی د احمد ښځه بیرته خپل کور ته راغله نو بیا احمد ورته وویل چی ته ولی پلار کره تللی وی ما خو داسی خبره کړی وه.
نو سوال اوس دا ده چی آیا دا ښځه طلاقه شوه؟
که طلاقه شوی وی نو په کوم طلاق طلاقه شوه؟
مهربانی وکړی په اسلامی دلایلو سره یی ځواب کړی
والسلام
ع کريم حليمي
13.04.2011
ډېر محترم Alwazirya صاحب ، اودرنو لوستونکو
السلام علیکم و رحمة الله
ګران وروره ډېر ښه مو وکړه ، دا ریشتیا هم ډېره ستره معضله ده
زه مطمئین یم ! چه لتاسو سره د هدايې کتاب شته (هداية ) نو نه غواړم چه تاسو ته هدايي بیان ولیکم .
احمد باید چه ارزیابي شي چه دده روحی او عقلی کیفیت څرنګه دی ، او د کومو مخدراتو او دوخانیاتو عادت لري او که نه
او په کومه ورځ چه ده د "درو ډبرو "خبري کولي ایا کومه طبي کېمیاوي دوا يې خوړل ؟ که يې خوړل دا دوا څه نومیږي ، او ډوز يې څومره وو
ایا احمد د فشار او بورې مریضي لري که نه
نوټ : غصه یو شئ ده چه زائل العقل نه ورته ویل کیږي او د عقل مغلوبېدل بل شئ دي
پر غصه باندي انسان حاکم دي ، اما بعضي وخت د انسان عقل مغلوبه شي
عقل چه مغلوب شي انسان خپلو خبروته ندي مسؤل ولي چه فکري محاسبه ئې خرابه شي ( زائل عقله )
درنښت
وزیري
14.04.2011
گرانه حلیمی وروره،
که اصلی خبری ته راغلی وای نو دا به بهتره وه له دینه چی د اعصابو په باره کی مو دونه تفصیل ورکه.