نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د خرڅلاو تړون.
محمود سعيد
12.04.2011
درنو او ویاړلو پښتنو! د ستراتیژیک تړون په نوم د هیواد دپلورلو لوبه روانه ده. هیله ده لږ راویښ شئ او لږ تر لږه خپل غږ پورته کړئ. په خدای چې د تل لپاره مو خرڅوي...
ښاغلي کرزي ټولو افغانانو ته په خپله وینا کې په داسې یوه لهجه چې څوک ېې ماشومانو ته کوي داسې وویل:
خوب سرش شرطها ماندیم. خوب دست وپایشان بسته کردیم...چطور پول بدهد. چطور کمک کند وچطور وچطور....
ددې چطور او چطور تر شا د هیواد دپلورلو تړون پروت دی چې د یوې پلورل شوې لوېې جرګې په رابللو به ورته قانوني بڼه ورکړي...
larghonay laraway
13.04.2011
السلام عليکم!
ګران محمود سعيد صيب نېکمرغه اوسې!
که د کرزي په خوښه شي نو باور وکړه چې افغانستان به په څو کوټه پيسو وپلوري او يا به يې په خندا او سترګک کې چاته وړيا ورکړي.
دا زمونږ د ملت مسؤوليت دی چې خپل غږ پورته کړي!
بله دا چې کرزی خو د اوباما ريموټ دی چې په کومه يې تاووي همغسې څرخي. که رښتيا ووايو نو کرزی هم واک نه لري چې شرط مرط کېږي ځکه د کرزي د خپل زوی ميرويس جان د شيدې او چوشک لګښت هم امريکا ورکوي نو تاسو ووايئ چې داسې چېرته شوي چې غلام دې په خپل بادار شرطونه ايښي وي؟
جناب کرزي خو د امريکا یرغه ببمارۍ کنټرول نه کړې نو شرط يعنې څه؟
له بلې خوا ملاعمر هم دا پنځلس کاله لګيا دی خلکو ته يې اسلام جال کړی او د امريکا د دايمي شتون لپاره کار کوي!
کرزي او ملاعمر له ملت نه ګډې جوړې کړي او چې ډانګ پرې کېږي هرلوري ته يې زغلوي.
هغه کوم وخت دی چې په پښتنو کې به شعور پيدا کېږي او د غلامانو او پردي پالو تش په نامه مشرانو په مکارۍ به پوهېږي؟
کرزي په اصل کې لويه جرګه د يو بل هدف لپاره هم راغواړي او هغه دا دی چې په اساسي قانون کې به يو څه بدلون راولي او دی به د درېمې دورې لپاره هم ځان کانديد کړی شي چې دا د امريکايانو مشوره هم ده!
زما او ستا ليکوال او روڼ اندي ايله په پيسو ګټلو او د ملت په ټوټه کولو بوخت دي!
تاسو لږ تر لږه شمشاد ټلويزيون وګورۍ چې د څو پيسو په بدل کې ځوانان کارمندان مجبوروي چې په لهجه وغږېږي او د پښتنو ژبنی معیار له منځه يوسي او بالاخره د پلانۍ او پلانۍ لهجې تر منځ جګړې او کرکې ته لارې جوړې کړي!
په همدې ترتيب ګڼې توطيې روانې دي خو له بده مرغه د پښتنو په واسطه پر مخ بيول کېږي په داسې حال کې چې دوی لا ځانونه د هيواد اصلي بچيان هم ګڼي!
لعنت په داسې بې شعوره بچيانو!
د امریکا دایمي فوځي اډې؟
محمود سعيد
13.04.2011
مننه لاروی صیب!
پرون مې په فیسبوک کې د همدې خبرې په اړه وپوښتل، ډیرو هغو ځوانانو چې د غیرت ناره ېې پورته کړې وه او زما پرې ډیر باور وو، له دایمي هډو سره خپله همغږي وښوده. امریکا په پوره زور په خلکو کې له خپلمنځي جګړو او ګاونډیانو د خلکو په ویرولو تبلیغات کوي. هغوی په هره ممکنه لاره د خپلو دایمي هډو د جوړولو په تکل کې دي.
زموږ ځینې ملګري افغانستان له جاپان او جرمني غوندې هیوادو سره پرتله کوي او وايي چې هلته چې د امریکا فوځي هډې شته نو کله اشغال شوي دي. په داسې حال کې چې زموږ هیواد، زموږ تاریخ، زموږ ویاړ له ټولو هغو سره توپیر لري. هیله ده چې ټول افغانان دې کړنې سره مخالفت وښيي او خپل غږ اوچت کړي.