نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
زیری زیری زیری
زدکړیال
09.04.2011
[color=red:479fc05469]افغانیت لاهم په افغانانو کې ژوندی دی [/color:479fc05469]
د بریتانیا ګارډین ورځپاڼې په وروستۍ ګڼه (اپریل۸) کې تر دې سرلیک لاندې«افغانیت په افغانستان کې لا ژوندی دی» لیکلي:افغانستان تل تیت پرک وو، جګړو ځپلی خو د د دې هیواد بیا رغونه ناممکنه نه ده.
د پغمان یوه فوکلوریکه سندره ده چې په نولسمه پېړۍ کې د انګرېزانو د یرغل په کلونو کې ویل شوې.په دې سندره کې ویل شوي چې :«ای بهرنیانو، پر کابل یرغل مه کوئ، پر کابل حمله زموږ کار دی.»
د ګارډین له لیکنې سره سم په افغانستان کې د نړیوالو له پوځي هلوځلو لس کاله تېرېږي او اوس له دې هیواده د بهرنیو ځواکونو د وتلو په باب خبرې کېږي.څوک چې غواړي له افغانستانه لاسونه ومینځي، په دې باور دي چې افغانستان هیڅوخت یو ملت وو.
ورځپاڼه افغانستان له سومالیا سره مقایسه کوي خو وايي افغانان، سره له دې چې په خپل منځ کې اختلافات او تضادونه لري، دا هیواد سومالیا نه دی.ځکه چې افغانستان یووالی لري او یو ملت دی، لږترلږه د دغه هیواد د خلکو په ذهنونو کې.
د ورځپاڼې له لیکنې سره سم دا حقیقت ده چې د افغانستان ټولنه ټوټه ټوټه ده، تر دېرشو زیاتې ژبې لري، د مختلفو قومونو او مذهبونو خلک پکې اوسي، شیعه ګان، سنیان، سیکان،هندوان او حتی یو وخت څو تنه یهودان هم پکې موجود ول، خو له دې ټولو سره سره افغانستان د افغانانو لپاره یو واحد هیواد دی.
ګارډین ورځپاڼه هغې سروې یا نظرپوښتنې ته اشاره کوي چې په ۲۰۰۹ کال په افغانستان کې شوې وه چې ۷۲ فیصدو پوښتل شویو هماغه وخت د خپل هویت د څرګندولو په وخت مخکې تر دې چې د خپل قوم یا قبیلې یادونه وکړي، ځانونه افغانان بللي وو.
ګارډین وروسته د افغانستان تاریخ ته اشاره کوي او وايي چې معاصر افغانستان په ۱۷۴۷ کې هغه مهال جوړ شو چې ۲۵ کلن احمدشاه ابدالي(بابا)په لویه جرګه کې د هیواد پاچا غوره شو.احمدشاه د ټولو قومونو او قبایلو له لوري غوره شو.په ۱۷۵۱ کې د ده پوځ د اوسني افغانستان ټولې سیمې ونیولې او د هند او ایران ځینې برخې یې هم لاندې کړې.احمدشاه په تدریجي ډول د افغانیت نظر ته پراختیا ورکړه چې پر قومي او قبیلوي هویت یې لوړوالی وموند.
ګارډین وايي د اې بي سي نیوز له لوري شوې نظرپوښتنه ښيی چې اوس د (افغانیت) نظریه تر بل هر وخت په افغانستان کې پیاوړې ده.
اوس له افغانستانه د وتلو لپاره په پرېکړو کې دا موضوع ډېره مهمه ده چې له افغانستان سره له سیاسي، تعلیمي، اقتصادي او د عامه خدماتو له پلوه ملاتړ وشي.
د افغانستان بیارغونه جدي ژمنې، فوق العاده زغم او پر له پسې پانګونې ته اړتیا لري.
ګارډین په دوام کې لیکلي:بهرنیانو ته په دې هیواد کې، چې د ښوونځیو او سړکونو د جوړولو لپاره ورځي تل تود هرکلی ویل کېږي خو هغو بهرنیانو ته هرکلی نه ویل کېږي چې له توپک او پوځي یونیفورم سره ورغلي وي.
http://taand.com/index.php?mod=article&cat=oressreview&article=25883
زدکړیال
09.04.2011
لکه چي دانګلستان معتبري نشریې ګارډین ورته اشاره کړې ، دایوه واقعیت دی ، چې دافغانستان خلک په فوق العاده توګه ترخپل منځ متحد او له ذهني اړخه سره اوبدلي دي ، که مونږ او تاسي فکر وکړو په افغانستان کې خپل منځي جګړې همیشه دقومونو په نوم دجوړو شویو ډلو ترمنځ شوي دي ، او قومونه کله هم دیوه بل په وړاندې دجګړې په صف کې نه دي دریدلي ، زما په اند داد افغانستان او افغانانو ترټولو ستر بخت دی ، چې تراوسه یي په ولسي کچه دافغانستان دویشلو په اړه سوچ نه دی کړی .
که لږ نور هم مخکي ولاړ شم ویلای شم چې دایوازې ددې وطن تعلیمیافته ګان دي ، چې څوک ځان پښتون بولي ، څوک تاجک او څوک هزاره ، له ساده او انپړ ولسه که څوک وپوښتي یوازې ځانونه افغانان بولي ، او یوازې په همدې نامه ویاړي لکه څنګه چې دګارډین سروې هم ثابته کړې ده .
دښمن مې دی دسراو بس دوهم انګریز یي بولم
چې څوک مې په ملت کې ملیتونه جوړوي