نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
آیادا ټول لیوني یا پردیوغولولي دي ؟
نوروز خان
08.04.2011
السلام علیکم
له څو ورځو راهیسې چې په هیواد کې دقران کریم دسوزولو دپیښې په وړاندې لاریونونه پيل شوي دي ، په مطبوعاتو کې هم ددې موضوع شاربلو خورا بُژ اخیستی ، او هرڅوک یوڅه پرې وايي ، په دې لړ کې مې په تاند او ټول افغان کې دیوشمیر لیکوالو څو پله پسې لیکنې ولوستې چې ټولو په یوه خوله ویلي وه ، چې دفلوریدا دجاهل پادري غوندې مظاهره کوونکي ، افغانان هم مذهبي لیوني دی ، دغه راز ځینو ویلي وه ، چې افغانان بیا دپردیو لخوا غولول شوي دي ، ترڅو مظاهرې وکړي او ددوی په خیال دانتقال پروسه ځنډنۍ کړي ، نن مې په دې پاڼه کې دافغانستان په بیلابیلو سیمو کې دمظاهره کوونکو انځورونه او ویډیوګانې ولیدې ، چې خورا ګڼ شمیر برخوال لري .
اوس سوال دادی چې آیا دا ګڼ شمیر په مظاهرو راوتلي افغانان ټول لیوني دي ؟
اوکنه ، ددیادو لیکوالانو لیکنو ته په پام سره ، کیسه هغه ده چې لیوني په کلي پورې خندل ، کلي په لیوني پورې ؟
عکسونه دادي
http://www.nunn.asia/index.php?option=com_content&view=article&id=2606:-2011-4-3&catid=308:afghanistaninpictures&Itemid=570
هوتک
08.04.2011
اسلام علیکم!
اولس دافغانستان دحکومت دوینو تږی دې له خدایه ج داسې ورځ غواړې چه دحکومت سره لاس او ګریوان شې؟
دغه لیکوالان چه داولس عکس العمل ووینې ورته لیونې ښکارې.
خو لیونې نه دی زوریدلې دې؟
monir
08.04.2011
سلامونه اوښې چارې!
مسالمت آمیزه مظاهره د افغانانو حق دی . دوی کولای شی په مطرحو موضوعګانو باندې د مظاهرې له لارې د خپل موافقت او یامخالفت څرګند کړی. خو دا مظاهری باید مسالمت آمیزه وي چې چاته مالی او ځانی تاوان و نه رسېږي.
د ځینو مظاهره کونکو له خوا د بی ګناهو خلکو وژنه او د دوکانونو او نورو شخصی ملکیتونو سوځول باید چې د مظاهرې هدف نه واي.
د دې کار توجیه کول آسان کار ندی چې د امریکا په فلوریا کې قرآن کریم د یوه افراطی مذهبی له خوا و سوځولای شی او تاوان یې په مزار کې د ملګروملتونو ملکی کارکوونکی او د کندهار دکانداران ورکړی. نو دلته باید دا پوښتنې مطرح شی چې د مظاهرې تنظیم کوونکي او پلویان دا کار څنګه توجیه کوي ؟ دوی باید ځواب ووایي چې دا خلک څوک ووچې بی ګناه خلک یې ووژل او د کندهاریو دوکانونه یې وسوځول؟؟؟ که له حکومت نه خلک ناراځه هم وی پدې معنی نده چې دملګروملتونو ملکی کار کوونکی ووژل شی! په اصطلاح: زورم به خر نمی رسد میزنم به پالان خر!
په درنښت