د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

سرلوڅ مرادزی؟؟؟؟

و.افغان
07.04.2011

دا سرلوڅ مرادزی څوک دی؟
ځينې خلک وايي چې يو زوړ بېدينه ستمي دی، چې پښتنو وېبپاڼو ته يې لاره پيدا
کړې!! تاسو په دې لاړه څه نظر لرئ؟؟؟

په درنښت


نوروز خان
08.04.2011

السلام علیکم
وهاج صیب سرلوڅ چې پتنګ صیب یوبل نوم هم پرې ایښی ،خورا دناولي فکر څښتن لیکوال دی ، دنوموړي له لیکنو داسې ښکاري لکه له مسلمانانو سره چې عقیدوي تعصب لري ، دلراوبر غوندې دپښتو زیاتره پاڼې دنوموړي یوازې هغه لیکنې خپروي چې په دیني او ملي بنسټونو کوم څرګند برید یا دسپکاوي الفاظ په کې نه وي ، مګر ټول افغان چې لومړی مخ یې دسرلوڅ دهمفکره لیکوالو مهم سنګر بلل کیږي دنوموړي اسلام او ملي ضدلیکنې په پوره بې احتیاطۍ خپروي .
سرلوڅ مرادزی ښایي ډیر ملګري وپیژني چې باید هویت او ماهیت یې له مونږ سره هم شریک کړي ، چې چکاره دی ؟؟
لاندې انځور به ښایي دده خپل وي چې په لراوبر کې دنوموړي له یوې لیکنې سره خپور شوی دی
http://larawbar.org/details.php?id=25427


شبيراحمد
08.04.2011

دټول افغان کارکونکيوکتونکيواوليکونکيوته
السلام عليکم

[img:2e7e88c4e4]http://larawbar.com/data/image/news/sarluts%20Moradzai.JPG[/img:2e7e88c4e4]

مادسرلوڅ ډېری ليکني کتلي زه هم هغې نتېجي ته رسېدلی يم
کومه چې دنوروزخان وروربيان کړي.
سرلوڅ چې په حقيقت کي يې سرپټ دی له مسلمانانوسره عقيدوي تعصب لري
ټولي ليکني يې په همدې محورڅرخېږي کله يې په طالبانوپسې را اخستي اوکله په.....
حتی څو ورځي وړاندي يې همدې ټول افغان په لومړي مخ کي يوه ليکنه خپره کړه
چې پکې دامريکايي پادري ټيري جونزدنارواعمل پرضدلاريون کونکي عام مسلمانان
مذهبي ليونيان بلل شوي وو.
دی که هرڅوکي وي وي به په هويت زومونږڅه کار ؟
موږته په کارده چې دداډول بې دينه اولارورکودفعاليت مخه ډب کړو.
اياموږدسرلوڅ له هويت معلومولوپرته داکارنشوکولای ؟
اوپه دې کارکي زمونږلاس ترزني کيناستل څنګه ارزوئ ؟

په اسلامي مينه


هوتک
08.04.2011

[quote:67691bf568="شبيراحمد"]دټول افغان کارکونکيوکتونکيواوليکونکيوته
السلام عليکم

[img:67691bf568]http://larawbar.com/data/image/news/sarluts%20Moradzai.JPG[/img:67691bf568]

موږته په کارده چې دداډول بې دينه اولارورکودفعاليت مخه ډب کړو.
اياموږدسرلوڅ له هويت معلومولوپرته داکارنشوکولای ؟
اوپه دې کارکي زمونږلاس ترزني کيناستل څنګه ارزوئ ؟

په اسلامي مينه[/quote:67691bf568]‎
ګل خبره دې کړې ده؟
باید چه موږ او تاسې یې هم په ځای ورټو.

که فکر وکړو دټول افغان لومړی مخ کې اکثره دسرلوڅ پشان کسان راټول شوی دې


نوروز خان
08.04.2011

السلام علیکم
هوتک او شبیراحمد صیب چې داسې ده نوراځئ په همدې نومونو، دټول افغان لومړي مخ ته ،چې له سرلوڅ خېلو سره یې معلومه کړو
دوی چې دخدای له بدي نه ډاریږي موږ ددوی له بدي ولې وډار شو!!


G U L A P
08.04.2011

هههههه ها اوس یې خوند اوکه
مګر ګوری چی ماپه دی عملیاتو کی هیر نه کړی ، که می نور جهاد نه ده زده دجنګ دوړی خوبه راباندی کینی
مام په تشکیل کی ولیکی
[quote:5f52a12e5f="نوروزخان"]السلام علیکم
هوتک او شبیراحمد صیب چې داسې ده نوراځئ په همدې نومونو، دټول افغان لومړي مخ ته ،چې له سرلوڅ خېلو سره یې معلومه کړو
دوی چې دخدای له بدي نه ډاریږي موږ ددوی له بدي ولې وډار شو!![/quote:5f52a12e5f]


SADEQ MUSALMAN
08.04.2011

پورتنووروڼوته سلامونه

زمانوم چې هېرنکړئ اعني دهغوکسانوپه لست کي مي وليکئ چې دسرلوڅ اود
سرلوڅ له ملګروسره يې جهادته ځانونه وقف کړي.

زه داسلام په مقابل کي دهيچاله بدي نه ډارېږم.

[size=29:879373ac9f]سرلوڅه بدي دي مبارک شه[/size:879373ac9f]


شبيراحمد
08.04.2011

ټولوګډونوالوته
السلام عليکم
نوروزخانه ښه خبره موکړي
راځه نولوموړي مخ ته له خېره

دانوروروڼه که راځي نوښه ګني دسرلوڅ په هويت اوماهيت پسي دي
داوسپني پڼې جوړي کړي.
خوبياهم دپکي واده دی
ګمان نه کړم چې پيدايې کړي.
ښه داده چې ملاوتړواودافغان اولس په هرڅه تېر کونکي وځپو.

په اسلامي مينه
شبير


G U L A P
09.04.2011

تاسی به یا خبریاست یا نه خوزه په قافیه شناسی کي یوڅه مهارت لرم
اول به خپل علم په سرلوڅ مرادزي باندی وازمویم
حافظه یی ډيره زوروره حافظه ده
نفسی ده یوڅه
زړه شریکی نه لری
اوکه سور شین سترګی وه بیا خو زموږ دکلیوالو په وینا دسلیمان علیه السلام دغوایو غل ده ،که موپه کور میږیان وی سور شین سترګی راولی چی په کور کی موغوسه ورته وکړی نو ورکیږی


Zarghoon
21.04.2011

خدای دې د سرلوڅ مراد نه پوره کوي.
سر لوڅ که ښکاره بې لارې بې دینه دی.
خو ځیني نوربیا د دین په جامه کې تفرقې أو نفاق شیندي.

په مینه
ریان


ډاکتر څپاند
22.04.2011

درنو هېوادوالو،
ډاکتر سرلوڅ مرادزی،اصلي نوم ئي رامعلوم ندی،دننګرهار دکامې دې ولسوالئ اوسېدونکی او داسې بريښي چه اوس په اروپا کې اوسيږي٠
عمر به ئي ٥٠ ته نږدې وي،پخوانی پرچمی يا خلقی دی٠
اوس چه خلقيان-پرچميان په لسګونو ډلو ويشل شوي،کيدی شي دی هم دکومې
ډلې په رهبري کې موقعيت ولري٠پخواني خلقيان-پرچميان ،ځيني دکابل دګوډاګي حکومت او مرېکې پلويان،ځينې حتی دطالبانو پلوي دي٠يوشمير
په پخوانيو خوبونو کې ډوب او د ښاغلي وهاج په اسطلاح،دې زړې معشوقې
خيالونو کې دي٠خو اکثريت ئي پدې پوه شوي چه "اين ره که تو ميروي به
ترکستان است" نو ناپيلي پاته او دې حالاتو څار کوي٠

سرلوڅ چې هرڅوک وو،خو اوس دخپل استعداد نه په ګټې اخستو سره لګيا
دی څيړنې او تبصرې کوي٠دده ليکنې ثبات نلري،اکثرا دکابل دې حکومت په
ګټه ليکنې کوي،خو بيا کرزي ته خطاب کوي چې "شاباس کارمله شاباس"
دده دليکنو نه بريښي چه د امريکې تر اشغال لاندي،دپاکستان نه دخلاصون په
تکل کې ډوب دی٠

خو زه ورته ليکم چه:
ډاکترصيب،په ضرب او تقسيم کې تير وتی ئي٠
غرب او پاکستان يو لاس ول،دي او وي به٠ټول دخپلو اهدافو لپاره افغانان
تير باسي او استعمالوي٠که ستاسو اند درست وي او طالب مشران د ISI
نه لارښونه اخلي،ددې معني دا شوه چې امريکا او انګريز همداسې غواړي٠

ISI دې CIA له اجازې بغير دومره ستره پروژه پرمخ بيولی نشي،هيڅ امکان
نلري  او هيڅ عقل او منطق ئي منلی نشي٠

زما اخيستنه داده چې،امريکايانو دسعودي او پاکستان په مرسته،طالبان چې
اکثريت ئي دنړۍ دې سياسي لوبو،معاملو او چالبازيو نه بيخبره خلک ول،
دخپلو سترتژيک ګټو لپاره استعمال کړل٠


پتوال
23.04.2011

د څپاند صيب په تائيد چې سرلوڅ مخکې هرڅه و، وۀ به ، خو ليکنې يې هم د ISI
او هم طالبانو په وړاندې يوشان ډيرې تنقيدي ، خو
د کابل رژيم په وړاندې کمې تنقيدي بريښي او په عين وخت کې يې د کمونيستي خوبونو سره هم کلکه په مخه ښه کړې ده،
نو دا ټول تنقيدونه له ملي موقف څخه پرمخ وړي . داچې له دينپالنې څخه بې برخې او ولسواکي هم چندان نه پېژني
يواځې له ملتپالني څخه به څه جوړ کړي ؟ خو له سياسي رياليزم څخه برخمن دی، نو که په هيواد کې يوه ملي - اسلامي ولسواکي
رامنځته کيږي ، په کومه کې چې طالبان همدغسې ونډه لرلی شي لکه ملتپالان او ملي اسلامي ولسواکان، نو اټکل تن به ورته کيږدي
اود سازش لاره به غوره کړي . څنګه چې سرلوڅ يو خوځنده سر او ماغزه لري، په عملي توګه د اسلام د مقدس دين د سياسي، اجتماعي
او اخلاقي مزاياو له چښلو وروسته يې بېرته د ايماني فلاح ميندلو چانس زيات دی چې د الله په دربار کې يې توبه قبوله شي . داچې تخلص يې مرادځی دی،
داسې بريښي چې په افغانستان کې د لومړي پښتو تفسير شريف د ليکونکي فقير صاحب مرادعلي کاموي رحمة الله عليه له لمسيانو
څخه اوسي او څنګه چې يې له تخلص نه معلوميږي د خپل نيکه په روحاني شخصيت وياړي، ښايي دکمونستي ايديالوژۍ
څپو يې عقيدوي باغ ټول نه وي نړولی اوداچې د لمدې خټې لږې اوبه دارو وي نو ښايي الله تعالی پرې ورحميږي او د هدايت موندلو
لوښه يې ورته بيا راژوندۍ کړي . ښه داده چې مونږ او تاسې ورته لومړی د الهي هدايت دعا وکړو او نور يې الله تعالی ته وسپارو، والله بصير ُ ُ بالعباد !


larghonay laraway
24.04.2011

السلام عليکم!
زه هم له ډېره وخته په ټول افغان کې سرلوڅ مرادزی ګورم خو راځئ چې په خپل اسلامي او ملي منطق باور ولرو او که ليکنه يې د اسلام خلاف وه نو اسلامي او منطقي ځواب ورکړو.
له پاڼې څوک بندول حل لاره نه ده او عقدې لا پسې زياتوي. دا چې سرلوڅ مرادزی هم افغان دی، هم پښتون او هم پښتو ليکي نو مجبور دی چې خپله عقيده په ټول افغان کې ښکاره کړي خو که مونږ ته د منلو نه وي نو ردولی يې شو. مرادزی خو پرېږده چې بشپړ اسلامي هويت يې نه دی معلوم، مونږ په افغانستان کې شيعه، هندوان او سکان هم لرو نو هغوی ته هم بايد حق ورکړو چې ليکنې وکړي او منطقي ځواب يې ورته ووايو. دا د دعوت ښه لاره هم ده
مننه
لرغونی لاروی


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more