د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

دلنډې کیسې ، ناول او خیالي افسانې لیکوال دروغجن بلل کیږي که نه؟

زدکړیال
06.04.2011

دلنډې کیسې ، ناول یابلې خیالي او غیر واقعي لیکنې لیکوال ته شرعا دروغجن ویل کیږي کنه ، که هو ، نوچاره څه ده ، او که نه ، نو ولې ، توجیه او دخلاصون لار یې کومه ده .


و.افغان
09.04.2011

محترم وروره:
په دې مسئله کې اختلاف شته، ځينو متقدمينو احنافو دا کار مکروه بللی دی، او
ځینو متأخرينو محققينو بيا جواز ورکړی دی، په دې شرط چې د روايت يا کيسې
موخه ښه وي.
خو اکثره علماء يې پر جواز فتوا ورکوي، په دې شرط
چې د قيصې، روايت او ناول اهداف ښه وي، او غير شرعي کارونو ته انسان نه هڅوي.
او نه په کې د شرعي، تاريخي، او علمي تجريبي حقائقو سره متناقضو اومتضادو
افکارو ته بلنه وي، لکه دارويني روايات، الحادي روايات, محرم جنسي ته هڅوونکي روایات او داسې نور.
همدارنګه لوستونکی بايد په دې خبر وي؛ چې دغه کيسې جوړې شوي کيسي دي، نه
واقعي.

د دې خبرې دليل:
نبي کريم صلی الله عليه وسلم د اهل کتابو په اړه فرمايي:
وحدثوا عن بني اسرائيل ولا حرج.
په تاسو هيڅ حرج يا تنګي نشته، تاسو د بني اسرائيلو څخه قصې نقل کړئ.
کومې چې له غرابت او تعجب ډکې کيسې وې، او ډېرې يې داسې وې؛ چې د دروغو
او تخيل احتمالات به هم په کې وو.
لنډه چې د ديني او دنيوي امورو اصلاح لپاره وي، همدارنګه د پورته شرطونو نظر
کې نيولو سره که د ساعت تېرۍ په موخه ولوستل شي، ضرر به په کې نه وي.

د اسلامي تاريخ په اوږدو کې د روايتونو او خيالونو سره د علماوو له چلند څخه هم
معلوميږي، چې دغه کار جواز لري، فکر کوم چې داسې يو ملا به نه وي؛ چې ادبي
مقامات يې نه وي لوستلي، کوم چې اکثره د خيال څخه جوړې شوې لنډې کيسې دي.
همدرانګه ځينو د حيواناتو په ژبه کتابونه ليکلي دي، له فايدې ډک دي، درحالېکه
چې له پيله تر آخره يو خيال دی، او له حقيقت سره هيڅ تړاو نه لري.

د مقامات الحريري مؤلف حريري نږدې يوه سکوتي اجماع رانقلوي، او وايي چې:
چې له ده څخه مخکې هيڅ يو عالم نه پېژني، چې د داسې رواياتو او مقاماتو تأليف يې
حرام کړی وي، او يا يې جوړوونکی ګناهګار بللی وي.

على أني وإن أغمض لي الفطن المتغابي ، ونضح عني المحب المحابي ، لا أكاد أخلص من غمر جاهل ، أو ذي غمر ( حقد ) متجاهل ، يضع مني لهذا الوضع ، ويندد بأنه من مناهي الشرع ، ومن نقد الأشياء بعين المعقول ، وأنعم النظر في مباني الأصول ، نظم هذه المقامات ، في سلك الإفادات ، وسلكها مسلك الموضوعات ، عن العجماوات والجمادات ، ولم يسمع بمن نبأ سمعه عن تلك الحكايات ، وأثم رواتها في وقت من الأوقات ، ثم إذا كانت الأعمال بالنيات ، وبها انعقاد العقود الدينيات ، فأي حرج على من أنشأ ملحا للتنبيه ، لا للتموين ، ونحا بها منحى التهذيب ، لا الأكاذيب ، وهل هو في ذلك إلا بمنزلة من انتدب لتعليم ، وهدى إلى صراط مستقيم ) .

شيخ رشيد علي رضا د حريري په خبرو داسې تبصره کوي:
( فهو يقول إنه لم يعرف أحد من علماء الأمة إلى زمنه أنه حرم أمثال تلك القصص التي وضعت عن الحيوانات ككتاب كليلة ودمنة وغيره ؛ لأن المراد بها الوعظ والفائدة وصورة الخير في جزئياتها غير مرادة وما سمعنا بعده أيضا أن أحدا من العلماء حرم قراءة مقاماته

حريري د اسلامي امت يو داسې عالم نه پېژني، چې د هغه تر زمانې پورې يې داسې
کيسې حرامې بللې وي، کومې چې د حيواناتو په اړه ايښودل شوي دي، لکه د کليلې
او دمنې کتاب، يا داسې نور، ځکه چې موخه ترې وعظ او پند اخيستل وي، عموم
هدف د قيصې مقصود وي، نه جزئيات، له حريري وروسته هم مونږ داسې يو عالم
نه دی ليدلی، چې د هغه د مقاماتو لوستل يې حرام بللي وي.

له حريري وروسته مونږ ګورو، چې له هر چا زيات ملايان د هغه کتاب په مدرسو او
مسجدونو کې لولي،او تدريسوي يې.

لنډه دا چې دا مسئله او ورته نور مسائل بايد د دې عامې قاعدې لاندې وتلل شي، کومه
چې الله جل جلاله مونږ په قرآن پاک کې ښوولې ده:
وتعاونوا علی البر والتقوی، ولا تعاونوا علی الاثم والعدوان.

په درنښت


و.افغان
09.04.2011

د ښه ناول او ښې کيسې يو ژوندی مثال:
لنډه کيسه د غيرت کوچي ورور په نامه يو کس په فسبوک کړې ده:
د حمل ۱۱ د پنجشبی په ورځ په کور مو یو عاجل ناروغی پیدا شوه او په ډیر وارخطایی می له کوره د ټکسی د راوستلو په نیت حرکت وکړ، د ټکسی ډریور ته می وؤیل چی استازه کرایی پسی دی مه ګرځه او حرکت وکړه چی زمونږ د مریض حالت ډیر خراب دی، کور یی ودان هغه هم سستی ونکړه او له ماسره یی ځان د سترګو رپ سره کور ته ورساؤه، مریضه مو په موټر کی واچوؤ او د ابن سینا شفاخانی (قصاب خانی) په لور مو حرکت وکړ، د ډریور کور دی ودان وی په لاره کی یی هیڅ سستی ونکړه او خپل ډبلی اشاری لګولي وي چی خلک پوه شي چی د (عاجل) یا ایمرجنسی په حالت کی دی، د ناروغی حالت دم په دم خرابیدو او د الله ج څخه يي مدد غوښته، د جادی اسمايی نه د شاه دوشمشیره سرک کی وګرځیدلو او ډریور ته می وؤیل (استاد جان کوشش کنید که یک کمی عاجل تر برسیم که حالت مریض ما بیخی خراب شده میرود)، ډریور راته وؤیل (برادر خداوند خیر را پیش کند انشآالله در پنج دقیقه میرسیم)، څه به مو سر خوږوم د پل ارتل سرک ته سم شولو، ډریور زما نه هم وارخطآ وؤ که واک یی درلودی نو موټر به یی الوزولو او د ابن سینا په روغتون کی به یی کیښناؤ. د پل ارتل په سرک کی می چی د موټرو قطارونه ولیدل نو د الله ج څخه می مدد وغوښته او دعاګانی می شروع کړی، ډریور ته می وؤیل چی استازه بیرته وګرځه او په بله لاره ځان وباسه، راته یی وؤیل چی ورور جانه دا کار خو هیڅ امکان نلری ځکه شاته هم د موټرو قطارونه جوړ شوي وؤ. دا خو د الله تعالی احسان وو چی زمونږ دی ناروغی سره نور زنانه هم ناستی وی او هغوی به ورته ډاډ ورکاوه، د موټر څخه ښکته شوم او د ترافیک په لور می د مرستی په نیت حرکت وکړ، ترافیک سره څوک خبری وکړی؟ ما ورته وویل چی عامر صاحب مریض عاجل داریم، لطفآ کمک کنید، راته یی ډیر په قهر وؤیل چی، برو ګم شو انسان لوده، خوب میفهمي که خلیلی صاحب از خانه خود حرکت کرده و در سرک دارالمان روان است، ما ورته په ډیر عاجزی وویل، عامر صاحب مریض ما در حالت کوما است اګر به وقت به شفاخانه نرسد شاید که................ پوه شوم چی د عامر صاحب سره خبری هسی د وخت بربادول دي او څه ګټه نکوي. بیرته د خپل مریض په لور روان شوم، موټر ته چی کله نزدي شوم ومی لید چی یو دوه نوری ښځي هم زمونږ د موټر په خوا کی ولاړي دي او څادرونه يي د موټر په شیشو کی د پردي په توګه اچولي دي. ډریور می ولید چی لری ولاړ دی او په ډیر خواشینی يي د موټرو قطارونو ته کتل، کله چی موټر ته نژدی شوم ومی لید چی لورکی می پیداشوی دی او مور یی د درد له لاسه خبری نشي کولای، د الله تعالی می مدد وغوښت او ډاډ می ورکړ چی خدای مهربانه ذات دی،
د خلیلی صاحب د موټرو قطار تیر شو او د ډریورانو غوبل شروع شو، کور یی ودان هغه ډریوران چی زمونږ حالت يی لیدیلي وؤ ودریدل او زموږ ډریور ته یی وؤیل چی استاد شما این مریض را به شفاخانه برسانید، مریض مو شفاخانی ته ورسوؤ او اوس د الله تعالی رحم دی جوړ دی.
زه خلیلی صاحب او وزیر صاحبانو ته دا وایم که چری زه ستاسو او تاسی زما په ځای وای نو څه به مو کړي وای؟
مونږ خو د الله تعالی نه داسی مشران او وزیر صاحبان نه و غوښتی، چی کله د خپل کورونو څخه حرکت وکړي نو لاری دی بندی کړي، دومره چی د مرګ څخه ډاریږی نو څه له ناست یی؟ ځی په مخه مو ګلونه چی د هر ملک څخه راغلي یاست بیرته لاړ شی، زمونږ نه یی پکار، مونږ د الله تعالی نه د زخمونو مرهم لګوونکي غوښتي وو نه چی مالګی وشیندي.
که یو څوک د کوما په حالت کی وي او زمونږ خلیلي صاحب یا وزیر صاحبان د کار او یا د خپل کور په لور روان وی نو مریض خو به بی عجله مري.
مننه
-ــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
له کيسې څخه لوستونکي ډېر زيات متأثر کيږي، خو ليکوال يې په پای کې وايي:
تاسو ټولو ورنو نه په منني! ځما لور نده، مګر ديو بل پشتون افغان لور وه! دا مي ځګه پوست کړي چي وګوري لوړ پوړي چارواکي د خپلو وګړو لپاره څه بايد وکړي ، مګر دوي څه کوي؟؟

په درنښت


زدکړیال
09.04.2011

محترم اوقدرمن شیخ الحدیث وهاج صیب
سلامونه او درنښت
ډیر خوښ شوم ، چې یاده موضوع چې څو ورځې دځواب په تمه پرته وه ، او ماهم هره شیبه دځواب موندلو په نیت څارله بالاخره مو په مدللـه توګه ځواب کړه ، الله تعالی مو دامساعي قبول کړه ، چې په دې بخش کې دهیوادوالو خدمت کوئ .
که رښتیا ووایم داموضوع مې یوځل یوه ډیر لوی مفتي ته هم مخته کړې وه ، خو هیڅ ځواب یې رانکړ، دغه راز مې یو وخت په دې اړوند دقاضي حسن حقیار یوه لیکنه لوستې وه ، خوڅنګه چې نوموړی په ټولو دیني علومو اوفقه باندې احاطه نه لري ، اونه یې په کې څانګیزې زدکړې کړي نوځکه مې زړه اوبه نه پرې څښلې ،ستاسو لوړ دلایل بیخی قناعت بخش دي ، رښتیا هم مقامات او نور کیسه ایز کتابونه په نصاب کې شامل کتابونه دي ، دغه رقم دمولاناروم په مثنوي چې ټولې کیسې دي ، یادشیخ عطار منطق الطیر ، الهي نامه وغیره کتابونه هم خیالي اصلاحی داستانونه دي مګرتراوسه هیچا هم رد نه دی پرې کړی ، که په مولانا باندې ردونه شوی نوله نورو اړخونو شوي دي له دې اړخه نه دي شوی .
په هر حال ستاسو ځواب پوره مقنع وه ، اوپه رڼا کې یې دا ویلای شو چې که څوک دنسیم حجازي په شان ښه جهادي او اسلامي ناول ولیکي نو له دې لارې ثواب هم ګټلی شي .


و.افغان
09.04.2011

يوه نړۍ مننه زده کړيال صاحب:
يوه دوست په فسبوک کې اعتراض کړی دی، چې دا خو دروغ دي، او دروغ په هر حالت
کې په اسلام کې حرام دي:

ما يې خبره ځواب کړه، له تاسې سره هم دغه ځواب شريکوم:
دروغ او تخيل فرق لري.
تخيل د الله جل جلاله هغه لوی او ستر نعمت دی، چې انسان ته د غير معلوم الحدود تفکر طاقت وربخښي، او د انسان د پرمختګ، پوهې او سعادت سبب ګرځي, د حق توضيح لپاره يو لوی لښکر بلل کېدلی شي.
که چېرې څوک له خپل تخيل څخه مثبته ګټه اوچته کړي، او په خپله ژبه يا ليکنه کې يې د يوې تخيلي کيسي يا مثال يعنې متل په توګه څرګند کړي؛ نو په دې کې څه ستونځه ده؟؟

اما کوم چې دروغ دي؛ نو اخبار علی خلاف الواقع دی، لنډه کيسه، يا اوږده، يا ناول څخه د انسان د ذهني تخيل تعبير وي.
په دروغو باندې الله جل جلاله خپل بندګان نيسي؛ خو په تخيلاتو باندې؛ که څومره بد هم وي؛ نه نيسي، د بدو تخيلاتو باره کې ورته دومره ويل کيږي: چې کوښښ وکړې خپل تخيل قطعه او بل طرف ته بوځې.

الله جل جلاله فرمايي:
ضرب الله مثلا رجلين أحدهما أبكم لا يقدر على شيء وهو كلّ على مولاه أينما يوجّهه لا يأت بخير هل يستوي هو ومن يأمر بالعدل وهوعلى صراط مستقيم
ځينې علماء وايي چې دا کومه پېښه نه ده، بلکه د مثال په توګه الله جل جلاله ياده کړېده.

د شيخ ابن عثيمين دا خبرې ولولئ:
هذه الأُمور الَّتي تتصوَّرها في ذِهنكَ، ثمَّ تكتب عنها: لا يخلو؛ إمَّا أنْ تكون لِمعالجة داءٍ وَقَعَ فيه النَّاسُ، حتَّى يُنقذَهم اللهُ مِنْه بمثلِ هذهِ التَّصويراتِ الَّتي تُصوِّرها، وإمَّا أنْ يكونَ تصويرًا لأُمورٍ غيرِ جائزة في الشَّرعِ؛ فإنْ كانَ تصويرًا لأمورٍ غير جائزة في الشَّرع؛ فإنَّ هذا محرَّمٌ، ولا يجوز بأيِّ حال مِنَ الأحوال؛ لِمَا في ذلك من التَّعاون على الإثمِ والعُدوانِ، وقد قال الله -سبحانه وتعالى-: {وَتَعَاوَنُوا عَلَى الْبِرِّ وَالتَّقْوَى وَلا تَعَاوَنُوا عَلَى الإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ}، أمَّا إذا كانتْ لمعالجة داءٍ وقع فيه النَّاس، لعلَّ الله ينقذهم مِنه بها؛ فإنَّ هذا لا بأسَ به، بشرط: أنْ تعرضَه عرضًا يفيد أنَّه غير واقعٍ، وإنَّما تجعله أمثالاً تضربها، حتَّى يأخذَ النَّاس مِنْ هذه الأمثال عِبَراً، أمَّا أنْ تحكيها على أنَّها أمرٌ واقعٌ، وقصَّة واقعة، وهي إنَّما هي في الخيال؛ فإنَّ هذا لا يجوز؛ لِما فيه مِنَ الكَذِبِ، والكذبُ محرَّمٌ، ولكنْ: مِنَ الممكنِ أنْ تَحكيَه على أنَّه ضربُ مَثَلٍ يتَّضح به المآل والعاقبة لِمَن ارتكب مثلَ هذا الدَّاء.
* * واتِّخاذُ ذلك سببًا ووسيلةً لطلبِ الرِّزق: هذا ليس فيه بأس؛ إذا كان في معالجة أمور دُنيويَّة؛ لأنَّ الأمور الدُّنيويَّة لا بأس أن تُطلب بعلمٍ دنيويٍّ، أمَّا إذا كان في أمورٍ دينيَّة؛ فإنَّ الأمور الدينيَّة لا يجوز أنْ تُجعل سببًا للكسبِ، وطلب المالِ؛ لأنَّ الأمور الدينيَّة يجب أنْ تكون خالصةً لله -سبحانه وتعالى-؛ لقوله تعالى: {مَنْ كَانَ يُرِيدُ الْحَيَاةَ الدُّنْيَا وَزِينَتَهَا نُوَفِّ إِلَيْهِمْ أَعْمَالَهُمْ فِيهَا وَهُمْ فِيهَا لا يُبْخَسُونَ - أُولَئِكَ الَّذِينَ لَيْسَ لَهُمْ فِي الْآخِرَةِ إِلَّا النَّارُ وَحَبِطَ مَا صَنَعُوا فِيهَا وَبَاطِلٌ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ}.
* * والحاصلُ: أنّ هذه التصوُّرات الَّتي تصوغها بصيغة قصص؛ إنْ كان فيها إعانةٌ على إثمٍ وعدوان؛ فإنَّها محرَّمة بكلِّ حالٍ، وإنْ كان فيها إعانةٌ على الخير، ومصلحة النَّاس؛ فإنَّها جائزة بشرط أنْ تصوغَها صيغةَ التَّمثيل، لا صيغة الأمرِ الواقع؛ لأنَّها لم تقَعْ، وأنتَ إذا صغتَها بصيغةِ الأمر الواقع وهي لم تقع؛ صار ذلك كذِبًا. أمَّا اتِّخاذها وسيلةً للكسب الماديِّ؛ فإنْ كانَ ما تُريده إصلاحًا دنيويًّا، ومنفعةً دنيويَّة؛ فلا حَرَج؛ لأنَّ الدُّنيا لا بأسَ أنْ تُكتَسَبَ للدُّنيا، وأمَّا إذا كان ما تُريده إصلاحًا دينيًّا؛ فإنَّ الأُمور الدينيَّة لا يجوز للإنسان أنْ يجعلَها وسيلةً للدُّنيا؛ لأنَّ الدِّين أعظم وأشرف مِن أن يكونَ وسيلةً لِمَا هو دونَه.
المصدر: "فتاوى نور على الدَّرب"، 110 أ، (00:00:04).

په درنښت


زدکړیال
09.04.2011

لتاسو هم مننه ښاغلی وهاج
مامخکې په دې اړه دقاضي حسن حقیار دیوې لیکنې یادونه وکړه ، هغه لیکنه زما په لاس کې نشته ، خودومره مې یاد دي چې نوموړي په دې اړه دشیخ قرضاوي کومې فتوی ته اشاره کړې وه ، او بنیادي وجه یې داښودلې وه ، چې دورغ هغه کلام ته ویل کیږي چې اوریدونکی یا لوستونکی یې په دې ګمان لولي چې ګنې دا رښتیا دي ، او ددروغو دګناه وجه هم همداده چې په دې کې مسلمان سړی دوکه کول راځي ،او دهغه په نېک باور لوبې کول راځي ، او نوموړي په وینا هرچې ناول یا کیسه ده نو هرلوستونکی له پیله پوهیږي چې دا خیالات دي او له ځانه جوړ شوي قصص دي ، نوځکه مسلمان نه پرې دوکه کیږي .
دغه راز آیا دابه سمه وي که څوک دا ډول خیالي نثر په هغو اشعارو ورتفریع کړي ، چې حتی صحابه کرامو ویلي دي ، او بې شمیره استعارات او مجازپه کې مستعمل دي .
مثلا دغالبا دحضرت عایشې رض شعردی
محمد بشر لکن لیس کالبشر
محمد یاقوت والناس کالحجر
دلته استعاره مستعمله ده ، داستعاره یوقسم تخیلیه ده ، چې دخیال په مرسته مستعملیږي تخیلیه استعارې دصحابه کرامو په اشعارو کې ګڼې شته ، نوکه تخیلیه استعاره روا شي ، نورې تخیلي لیکنې دې ولې نه شي روا ؟؟
هیله ده زما دخپل زړه خبرې په علمي او شرعي تله وتلئ ، چې آیا سمې دي ؟
په درنښت



ع کريم حليمي
10.04.2011

السلام علیکم و رحمة الله
درنو او مکرمو محترمو ، ډاکتر وهاج افغان صاحب او زدکړیال صاحب
زما سلامونه ومني

ستاسو په اجازه ، زه به هم خپل نظر له تاسو او لوستونکو سره شریک کړم

له شاعره نیولې ترلیکواله ، که داسي لیکنه وکړي چه د اسماني قانون ، اخلاقو ، او قصصو سره په ټکر کښی ولوېږي[color=white:e890c8d7c9](متعمداً)[/color:e890c8d7c9]نو لیکوال ته يې درواجن ویل کیږي او داسي درواغجن ته بیاکافر ویل کیږي

او هغه شاعرانو او لیکوالو له پاره ، که دوی د دېٖ غوښتونکی وی چه له مکروه او ناروا لیکلو توجیه او دخلاصون ومومي : اسلام وسط لاره خوښه کړېده
اعنی و مسلمان ته لازمه یعني فرض ده چه ټول اعمال او اخلاق ، لیکني او اشعار يې دافراط او تفریط ترمنځ وي ، غلو او تقصير هم په کښي نه وي
رب العزت فرمايي
وَلَا تَجْعَلْ يَدَكَ مَغْلُولَةً إِلَى عُنُقِكَ وَلَا تَبْسُطْهَا كُلَّ الْبَسْطِ فَتَقْعُدَ مَلُومًا مَحْسُورً

پورته ایت شریف عام دي مطلب یوازي اقتصاد نه دی

مسلمان لیکوال دي د هیچا !؟ د اخلاقو څخه کار نه اخلي بېله وسطي لیاري چه وسطه لاره اسماني اخلاق دي .
اهْدِنَا الصِّرَاطَ الْمُسْتَقِيمَ صِرَاطَ الَّذِينَ أَنْعَمْتَ عَلَيْهِمْ غَيْرِ الْمَغْضُوبِ عَلَيْهِمْ وَلَا الضَّالِّينَ
[color=cyan:e890c8d7c9] خیرالأمور أوسطها [/color:e890c8d7c9]

او په استعاره کښی کومه خبره نسته ولي چه رب العزت فرمايي چه :
[color=cyan:e890c8d7c9]واعتصموا بحبل الله جميعا ولا تفرّقوا [/color:e890c8d7c9]
او مثال راوړلو کښي هم کومه خبره او ممانعت نسته
[color=white:e890c8d7c9] يَضْرِبَ مَثَلاً مَّا بَعُوضَةً فَمَا فَوْقَهَا[/color:e890c8d7c9]
درنښت او مینه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more