ادبي ټوکې ټکالې
زه لاړم
اړم
05.04.2011
حامد وارننګ راكړو او زما خوله سورۍ ده ادبي خبره ترى نه راوځي. نو چى هر څوك رانه خفه وي همداسى خفه شه دى دا زارئ مارئ مى دلاسه نه كيږي
زدکړیال
05.04.2011
وایي مچ دفیل په غوږ ورننوتی وه ، ډیر په کې تاو شوی راتاوشوی او ښه بوڼیدلی وه ، خوفیل هیڅ سر نه وه خوځولی ، آخر چې ستړی شوی وه دوتلو په وخت کې یې غږ کړی وه چې فیله چې داسې ده نو زه ولاړم ، فیل ورته ویل چې زه دې والله که په راتګ خبر یم ته بیا دتلو اواز وایي چې ځې په مخه دې ښه ، له تاپرته به هم شپه سبا شي
تراب
05.04.2011
مه ځه دلته شپه وکړه پاتې شه باران دی.
ترسلام وروسته!
اړمه قربان دې سم لالا ته داسې ژر کډه مکوه دحامد صیب دالیکنه دپخواده اوسنۍ نده؟
او حامدصیب اوس ددې خونې نه استعفاء ورکړې ده ددې خونې چلوونکې اوس یو hotakاوبل خیریوسی صیب دې چه کله دوې درته په غصه سول بیا پښې سپکه وه چه هرځای كډه وړې وړه یې اوکه زموږ ضرورت پیښ شو ږغ کوه چه درسره بار یې کړو؟
.
زموږ سادات او چپرهاری صاحبان هم غیب دې خدای ج خبر چه اوس به چیرې وې؟
خو ځه الله ج دې هرځای خوشحاله لرې؟
SADEQ MUSALMAN
05.04.2011
ټول ټوکيان مي دي سلامونه ومني
پس له سلامه
اړمه داسي به مونه کول چې زه راغلم اوته لاړې.
په دې خبره دي زه شکمن کړم ماته سوچ راولوېدچې هسي به موحامدبانه وي
خپه کړی به زماراتګ يې :?: :?: :?: