د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

استاد عبدالسلام، پوښتون ،قريش،هوتک ،چپرهارې صيب او نور دهوجرې انډيوالان يو امين وواې

tandar
05.04.2011

استاد عبدالسلام، پوښتون ،قريش،هوتک ،چپرهارې صيب او نور دهوجرې انډيوالان يو امين وواې :roll:

هوسې چه پيداکيږې کلې اوکور کې
ليونيه څله پسې ګرځې بيابان کې ؟
روانې ډلې ډلې ګودر ته مازديګر کې
سره منګې په سر،شربتونه ې لبان کې
سعودې نه دوعا د١٤ کلنې راته کاندې
چه دتندر په ٨٠ کې پوره دغه ارمان کې :roll: :oops: :roll: :roll: :oops: :oops:
تربيا٠


هوتک
05.04.2011

سلامونه!
تندرصیب دهوتک لخوا خو پرې آمین سو آمینننننننننن؟
دقریش پشتون او چپرهارې پرځای هم آمینننننننننن
یاره تندرصیب د۱۴کلنۍ آرمان به موږ کولای چه تازه پرځوانۍ یو؟
ته خو بوډا یې نو ته له۱۴‎كلنۍ نه څه غواړې؟
هسې ګپ مې درسره وکړه تندرصیب خفه نسې ماتو خو پته ده چه زړه دې ځوان دی؟
خو تندرصیب چه کله به وې دا واده چه موږ هم درسره یوه خوشحالې وکړو؟


خیریوسی
05.04.2011

تندر صاحب سلام علیکم
شعر ښه دی خو دایوه بیت ته حیران یم چې 14 کلنی داتیا کلنی سره بیخی دمنلو وړنه ده .
زه خو امین نه پر وایم ولی چي هغه خوارکۍ به نو بل کار نه لری 80 کلن به پر اړخ اړوی را اړوی (دټوکو خونه ده ) خوار اڅخه بده نه کړی .


SADEQ MUSALMAN
05.04.2011

زه هم په نويتوب کي دتندرپه وړاندي يوه ګستاخي کوم
دوعاته يې امين نه وايم
رانه خپه کېږي دي نه
----------------------------------------
وايي چې يو۸۰ کلن ۱۴ کلنه کړي وه نويوه ورځ يې دځوانۍ سوچ واهه چې
څنګه مي راتېرکړپه سوچ سوچ کي يې مضرابون سرهسک کړی ونوسمدستي يې
خپلي ۱۴ کلني ته ورنارې کړي وې چې هله زرشه نن دي ارمان سرکېږي
خــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــو
ترڅوچې هغه راتله ۸۰ کلن ټوخي اخستی وواومضرابون يې بيرته سرښکته
کړی و، نويې ۱۴ کلني ته وويل چې اوس ورځه په نصیب کي دي نه وو. :lol: :lol: :lol:

تندردي نه خپه کېږي


عنوان

tandar
06.04.2011

سلامونه له نظره او پيرزوينې مو مننه،په ټوکو کې بايد ټوکه وليکل شې نه منفې تبصيرې٠

هغه چا چه نه ليکلې ځواب ې دادې
ماته په لپه کې اوبه راکړه
.........................زه تږې نه يم دا ستا نيت معلوموه :roll:
خير بې چرګه هم سبا کيږې :roll: :roll: :roll: :roll: :roll:
تربيا


عبد السلام
06.04.2011

وایم ، تندر صاحب ! خدای ټولې هغه ښیګڼې زما اوستا نصیب کړي چې زړه مو غواړي ! ستا تواضع مې ډیره خوښه ده چې د وړو ټوکو نه هم ځان لوی نه ګڼې ، خدای مو همداسې په زړه ځوان لره . خوګوره دا څوارلس کلنه مې ولا که درباندي پیرزوشي ، ځکه د خیر یوسئ ورور دخبرې خلاف څوارلس کلنه به بیا خدا مکړه ته تشناب
ته وړې ، بیایې هم نه ، بلکې وړې . :lol: دا دتجربې خبره ده .


و.افغان
06.04.2011

ټوکې د زړه د تفريح لپاره وي، پکار ده له داسې ټوکې فاصله ونيول شي، چې د ملګري
د خوابده کېدو احتمال په کې وي .
هو، يو ګران مېلمه ترې مستثنا دی، چې دا اوس يې زما له تبصرې مخکې تشريف راوړی
ځکه چې د هغه طبيعت به خدای خبر چاته معلوم وي، هغه په هر رنګ خبره ډېر ژر شونډک
بوڅوي. (د عبدالسلام مخې ته دې لوی دېوال وي)

د تندر صاحب په دعا زه هم آمين وايم، او وايم: چې هغه به څومره بختوره وي؛ چې تندر
صاحب ته به وروديږي. (ټوکې نه کوم)
:) :) :)
په درنښت


عنوان

tandar
06.04.2011

وهاج صيب خداې پاک دې تل خوشحاله او صحتمند لره او ګوره دزړه دوعاګانې لګيږې٠
او وروڼه بايد ټوکې هم ټوکې وګڼې ٨٠ کلنې ته لږ څه وخت پاتې دې دا ګران وهاج صيب پيرزوينې او دوعا باندې سترګې مه تنګوې :roll: :roll: :roll: :roll: :roll: :roll:
چه بيا ليکم ،چشم بخيل کور :roll: :roll: :roll: :roll: :roll: :roll:
تربيا


پښتون یار
09.04.2011

تندر صاحب خدای دې دعاوې قبولې کړه خو پدې شرط چې واده ته مو خبر کړې

ستاسو ورور فخرالدین
دا مې شاید اوله لیکنه وی د ټوکو فورم کې خداي دې توفیق راکړی چې تل لیکنې وکړم په دې فورم
ستاسو د دعاوو په هیله


عنوان

tandar
09.04.2011

عذتمنده او په غيابو کې زړه ته ډير را نژدې عبدالسلام وروره سلامونه مې ومنه
زما تل تاسوته دوه لاسې سلام دې،تاسو تجربه ياده کړې ده،باالکل ې منم ما خو داستادې لقب هسې نه دې درکړې
ماته ځان کم ښکارې چه له پوهانو سره بحث وکړم ،مګر مشوره ې تل غواړم
فرض مثال که د١٤ کلنې موضوع رښتيا شوه ډير تشويش هم ورته په کار نه دې ،ځکه هغه دهزاره ګانو خبره ، [color=red:985a17fe29]باد بر ميشه [/color:985a17fe29][/color] :roll: :roll: :roll: :roll: :roll:
تربيا

[quote:985a17fe29="عبد السلام"]وایم ، تندر صاحب ! خدای ټولې هغه ښیګڼې زما اوستا نصیب کړي چې زړه مو غواړي ! ستا تواضع مې ډیره خوښه ده چې د وړو ټوکو نه هم ځان لوی نه ګڼې ، خدای مو همداسې په زړه ځوان لره . خوګوره دا څوارلس کلنه مې ولا که درباندي پیرزوشي ، ځکه د خیر یوسئ ورور دخبرې خلاف څوارلس کلنه به بیا خدا مکړه ته تشناب
ته وړې ، بیایې هم نه ، بلکې وړې . :lol: [color=darkblue:985a17fe29] دا دتجربې خبره ده[/color:985a17fe29] .[/quote:985a17fe29]


عنوان

tandar
09.04.2011

پوښتون يار صيب سلامونه خداې پاک دې راته تل په صحت روغ او په عافيت کې لره او په سل هاو کلونو ژوندې لره چه کله کله دې ما ته هم يوه دوعا رارسيږې٠
ياره په نيمه شپه کې به ګاډې درليږم په ليمو ښه راغلې،او بل زه خو مسافر يم دلته ټول کافر دې دا [color=red:e6d113c284]پدروکيلې[/color:e6d113c284] غږ که درباندې وکړو څنګه به وې؟ :roll: :roll: :roll: :roll: :roll: :roll: :roll:
[color=darkblue:e6d113c284]غوايه حلال نه خنک ې په سر نيولې[/color:e6d113c284] :roll: :roll: :roll:
تربيا

[quote:e6d113c284="پښتون یار"]تندر صاحب خدای دې دعاوې قبولې کړه خو پدې شرط چې واده ته مو خبر کړې

ستاسو ورور فخرالدین
دا مې شاید اوله لیکنه وی د ټوکو فورم کې خداي دې توفیق راکړی چې تل لیکنې وکړم په دې فورم
ستاسو د دعاوو په هیله[/quote:e6d113c284]


پښتون.
09.04.2011

هههههههههههههههههههههههههههههههههههههههههههههه
سلامونه ټولو یارانو ته!تندر صیب دا د څوارلس کلنې کیسه هره اونۍ تازه کیږی :lol: :lol: :lol:
او تاسی هم ورسره وخت په وخت سره تازه کیږۍ :wink: یعنی اوس نو ښه خوږې خوږې ګوړی دی په زړه کې ماتوی. :lol: :lol: :lol:
زه خو وایم چې د دی څوارلسو سره به ستاسو نیمایي عمر جمع کړو چی هر څومره شول،خو یاده وو به یي د ۱۴کلنې په نوم. :wink: :lol: :lol: :lol: :lol:
نو الله ج دی تاسو ته ښه صحت او ښه ژوند له خپلې درنۍ کورنۍ سره په برخه کړی چی د سره دی بیا د ۱۴ کلنې ته ړه ښه نشي.

یوه ټوکه چې د موضوع سره هیڅ اړه نلری.
وایي چې د یو هلک چې په ټولو وروڼو کې مشر وو سبا ته یي واده وو نو ټول وروڼه يي خوشحاله وو او دا یو کشر ورور يي چې د نورو نه ډیر ساده وو نو په نورو وروڼو یی غږ وکړ چې راځۍ چې ځو دا سنتونه ونیسو اعنی دا لاندی باندی ویښتان.نو بل ورور یې پری غږ وکړ چې څه لپاره؟
ساده ورور یې وویل چې ولې د لالا واده ندی. :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:


Re: استاد عبدالسلام، پوښتون ،قريش،هوتک ،چپرهارې صيب او نور دهوجرې انډيوالان يو امين وواې

پښتون.
12.04.2011

[quote:4b4d842dcc="tandar"]استاد عبدالسلام، پوښتون ،قريش،هوتک ،چپرهارې صيب او نور دهوجرې انډيوالان يو امين وواې :roll:

هوسې چه پيداکيږې کلې اوکور کې
ليونيه څله پسې ګرځې بيابان کې ؟
روانې ډلې ډلې ګودر ته مازديګر کې
سره منګې په سر،شربتونه ې لبان کې
سعودې نه دوعا د١٤ کلنې راته کاندې
چه دتندر په ٨٠ کې پوره دغه ارمان کې :roll: :oops: :roll: :roll: :oops: :oops:
تربيا٠[/quote:4b4d842dcc]

[color=blue:4b4d842dcc]امين امين امين امين امين امين امين امين امين امين امين امين امين امين امين امين امين امين امين امين امين امين امين امين امين امين امين امين امين امين امين امين امين امين امين امين امين امين امين امين امين امين امين امين امين امين امين امين امين امين امين امين امين امين امين امين امين امين امين امين امين امين امين امين امين امين امين امين امين امين امين امين امين امين امين امين امين امين امين امين امين امين امين امين امين امين امين امين امين امين امين امين امين [/color:4b4d842dcc]
تندر صیب اوس خو به ګیله نکوی له ټوله مې زیات امین ووایه.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more