د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

زیارت ، درګاه، او الوځول یې

طالب ISI
05.04.2011

ټولو ته سلامونه،

زیارت معمولآ د هغه خلکو په قبرو جوړیږي، چې یا ښه عام تیر شوی وي، یا پیر...یا خو کوم شهید.
په هر ترتیب خو خلک بیا څوک دچکر لپاره ورځې، څوک په دی نیت چې زما سوال به الله پاک ځکه قبول کړي، چې هلته یې یو دوست خښ دی، الله پاک ته یو څوک واسطه کوي، سره له دې چې خښ شوی کس هیڅ هم نه شي کولای خو زیارت کونکې دا هیله لري، چې دا چې زه د الله پاک د دوست له قبر سره نیږدي یم، نو سوال به مې قبول کړي.

اوس که چیرې یو سړی مالې تاوان ولري، او خپل مشکل حل کړي، فکر نه کوم چې زیارت ته لاړ شي، معمولآ غریب خلک زیارت ته ځې.

دا چې د اسلام له نظره دغه کار څنکه دی، پدې هکله ډیر وروڼه معلومات لري.
خو سوال دادی چې آیا دغه زیارت ته تګ، یا هلته میله جوړه ول ددې اجابت کوي ،چې هلته یو مجاهد ځان مرګې برید وکړي، هو پنځوس کسان ووژنې، په سلهاو زخمیان کړي. مطلب نور ټول ښه کارونه خلاص شوي، خلک له اسلام څخه خبر دي، لوږه ، ظلم ورک شوی، یواځې د زیارت کونکو چاره باید وشي؟

کوم پاکستانې ځوانان چې زیارتو حملې کوي، حتمآ کوم عالم خو به فتوا ورکوي، که داسې نه وي، هسې خو هم له ځان څخه نه تیریږي.
آخر به خبره دې ته ورسیږي چې څوک د برق بیل ناوخته ورکوي، هلته به هم په خلکو کې ځان مرګې برید کیږي، چې بیلونه ولې ناوخته تاویلوي، په همدې توګه د پوډریانو منځ کې هم ځامرګې کیږي، تر څو پوډریان مړه شي.....آخر پوښتنه داده چې مسلمانان ولې داسې ساده شوي، او وینه یې ولې دومره ارزانه ده.

که چیرې په پاکستانې پوځیانو، اډو، ای،اس،ای، پولیسو حمله کیږي، خو علت یې دادی چې دوی له امریکا سره ولاړ دي. نو زیارت هم دومره مهم دی؟

ښاغلې حلیمې صاحب که په زیارتو د حملو د جواز په هکله یو څه ځواب ولیکې نو منندوی به د وم.

http://www.youtube.com/watch?v=nV6JaPIzBq0


bette
05.04.2011

هلکه دا واټر بلیک دی مُلیان داسی کار نکوی ته ولی په بله سر شوی یی ؟!
هغوی هم دفتوی له پاره قره قلی داره مُلیان لری اوهم د بمی برید په ځان وژونکی
برید اړولو په هنر پوهیږی
ته خپه نشی هاغه ستا او دا زما نظرونه دی
او چی توپیر پکی دی نو دا طبعی خبره ده


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more