د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

درباالنسيئه او قرض تر منځ څه فرق دی؟

Kamil
04.04.2011

السلام عليکم

درباالنسيئه او قرض تر منځ څه فرق دی؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
؟
له ټولو ښاغلو څخه په ډير احترام هيله کوم چی دا راته واضح کړي؟

مننه


و.افغان
04.04.2011

محترم كامل صاحب:
د قرض حسنه او ربا النسيئة تر منځ ډېر توپيرونه دي:
۱- د قرض حسنه اندازه په پيل کې معلومه وي، قيمت يې تغيير نه خوري، په مرور د وخت سره په کې زياتوالی نه راځي.

۲- په ربا النسيئة کې د قرض قيمت ثابت نه وي، د وخت په تېرېدو سره په کې زياتوالۍ
راځي، او څومره چې په قرض وخت زيات تيريږي، په همغه اندازه په کې زياتوالی هم
ډېر وي، لنډه دا چې د قرض ټاکلې محددې پيسې په کې له ورکړې وروسته په خپل
ځای ثابتې نه پاتې کيږي.
دا خبره سرو ، سپينو او نغدو پيسو په اړه ده چې قرض ورکول کيږي.
پاتې نور هغه مطعومات چې په حديث کې راغلي دي، نو که کمۍ او زياتۍ په کې هم
رانشي؛ مګر خبره چې له لاس په لاس څخه وځي؛ نو شرعا ربا يا سود بلل کيږي.
علماوو د مطعوماتو د ربويت په اړه ځينې علتونه بيان کړيدي.

والله أعلم
په درنښت


Kamil
06.04.2011

السلام عليکم
وهاج صيب ډيره ډيره زياته مننه, ايله می اوس سر پرې خلاص شو, ته دا لاندينی لينک اوګوره زه خو يي بيخي په شک کی غورځولی يم.

http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=6702


هیښ
09.04.2011

السلام علیکم ورحمته الله وبرکاته

دا دقرض حسنه موضوع زما دپاره نوره هم مغلقه شوه.
[quote:7cb10cb337]د قرض حسنه اندازه په پيل کې معلومه وي، قيمت يې تغيير نه خوري، په مرور د وخت سره په کې زياتوالی نه راځي[/quote:7cb10cb337]
دیوه شي یا جنس اندازه خو معلومیدائ شي دوزن یا حجم اویا ترکیب له مخې،خوقیمت ئې په څه شی باید وټاکل شی،په پیسو،یا قیمتي عناصرولکه سره زر ،سپین زر یا په کوم بل جنس باندې ؟
حال داچې پیسې او یانور عناصر او اجناس چې دقیمت په معلومولو کې تر ې استفاده شوې دزمان او مکان له لحاظه خپل ارزښت ثابت نه شي ساتلائ او دتغیر په حال کې دي اوکموالئ یا زیاتوالئ په کې راځي.
نوچې قیمت ثابت پاته نه شو بیا خو درباالنسیه حالت کیږي که څنګه؟

مننه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more