نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
لاريونونه د چا له خوا تنظيمېږي؟
larghonay laraway
04.04.2011
السلام عليکم!
په افغانستان کې د روانو لاريونونو په اړه ستاسو څه نظر دی؟
لومړی: دا لاريونونه د چا له خوا تنظيمېږي؟
په مزار کې يې د کندهار او کاپيسا هغه خلک نيولي او عطا وايي د يوناما کارمندان مزاريانو نه دي وژلي تاسو څه وايئ؟ ايا رښتيا ده او که عطا ټر په پر پټوي او د مزار ميلې ته تللي خلک يې د ځان د صفايئ په خاطر نيولي دي؟
ايا د فلوريډا کشش رښتيا هم په خپله اراده قرآنکريم ته اور ورته کړی او که د امريکا د حکومت يو پلان دی چې تر شا يې کومه دسيسه پټه ده؟
ستاسو په نظر په افغانستان کې روان لاريونونه د عربي هيوادګوټو د لاريونونو سره اړيکه لري او که نه؟
وروستۍ پوښتنه ، دا چې عيسوي کشش په امريکا کې د قرآنکريم توهين کړی نو مسلمانان بايد په افغانستان کې لاريون وکړي او کنه؟ که ويې کړي ګټه يې څه ده او که ويې نه کړي نو تاوان يې څه دی؟
مننه
نوروز خان
04.04.2011
السلام علیکم
یوه پوښتنه به زه هم ورسره ملګرې کړم
دلاندې لیکنو لیکوالان سرلوڅ او نجیب منلی په حقه دي او که افغان دقرآن په ننګ پاڅیدلی اولس ؟؟
http://taand.com/index.php?mod=article&cat=taand2&article=25810
http://taand.com/index.php?mod=article&cat=taand2&article=25801
و.افغان
04.04.2011
محترمو وروڼو
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
زه خو هيڅ نشم منلی چې کرغېړن جونز دې دا کار د امريکايي حکومت له مشورې پرته
کړی وي، او نه يې مخکني کوښښونه او ميډيايي ځوږ د امريکايي حکومت له لاسلرنې
خالي بولم.
امريکا په اسلامي نړۍ کې پراخ اقتصادي مصالح لري، که چېرې اديانو ته د احترام
مبدأ يې له داسې کرغېړن کاره منع نه کړي؛ نو کم نه کم د خپل اقتصادي مصالحو د
ساتلو لپاره به يې داسې څه قانون ايجاد کړی وی؛ چې له مخې يې په قانوني ډول د
داسې کرغېړنو کارونو مخنيوی وکړي.
خو حقيقت دا دی چې هغوی مسلمانان پېژني، چې په کوم حالت کې قرار لري، قرآن
هغوی وسوځوي، او په ځای د دې چې مجني عليهم په اصلي دښمن ګوذار وکړي،
خپلې تباهۍ پسې راخلي، او داسې کارونه انجاموي؛ چې ضرر يې مسلمان ،
اسلام او وطن ته رسيږي.
اوبلمقابل جانيان له دغه کاره د خپلو ضد اسلامي تبليغاتو لپاره کار اخلي،
او د خپل ميډيايي ماشين د چلولو لپاره د مسلمانانو د ساده توب څخه په پراخه
توګه استفاده کوي.
په درنښت
عادل عادل
04.04.2011
السلام علیکم
وهاج صاحب ما ویل چې تاسو به کېدای شي د لېبیا په اړه د خپل نظر مشابه محتوی دلته راکاپي کړی؟ خو هی هی چې داسې ونشول :)
larghonay laraway
05.04.2011
السلام عليکم !
شيخ الحدیث وهاج افغان صيب په زړه پورې او په تول پوره نظر ليکلی دی ځکه چې لومړی خو مظاهره اسلامي کلچر نه دی او بله دا چې که کفار دا چل زده کړي چې په کفري هيوادونو کې د اسلام د سپېڅلي دين په سپکاوي سره مسلمانان په خپله یو بل سره خوري، وژني او چور کوي نو دا د مسلمانانو د تضعيف لپاره ښه وسيله ده.
که څنګه؟
نوروز خان
05.04.2011
السلام علیکم
مظاهره رښتیا هم په اسلام کې نشته ، او جهاد بیا په کفر او دیموکراسۍ کې نشته ، نوچاره څه ده ؟؟؟؟
آیا افغان اولس باید په سړوسترګو دخپل کتاب دبیابیا سپکاوي دنندارچیانو رول ادا کړي ؟؟؟
[quote:84b06200a3="larghonay laraway"]السلام عليکم !
شيخ الحدیث وهاج افغان صيب په زړه پورې او په تول پوره نظر ليکلی دی ځکه چې لومړی خو مظاهره اسلامي کلچر نه دی او بله دا چې که کفار دا چل زده کړي چې په کفري هيوادونو کې د اسلام د سپېڅلي دين په سپکاوي سره مسلمانان په خپله یو بل سره خوري، وژني او چور کوي نو دا د مسلمانانو د تضعيف لپاره ښه وسيله ده.
که څنګه؟[/quote:84b06200a3]
pattang
05.04.2011
د اسلا م لاسونه او پښې مه تړۍ ،اسلام دوخت سره سم له مختلفو حوادثو او
انکشافاتو سره مخامخکېږي نو بايد په عنعنتي او اسلامي ژبه يې ځواب هم ووېل
شي ٠ زرکاله مخکې ، راديو ، کمپيوټر ، انټر نېت، کوبرنيتيک ، دمادې او انرجي
تبديل او بدل ، دDNA تجزيه ،کتنه او نور ډېر داسې چېرې وو !!!!!!!!!!!!!!!
اسلامي عالمان بايد داسې مسائلو او خنډونو ته ځواب ووايې اوپيدا يې کړي!
[quote:da808b8d01="نوروزخان"]السلام علیکم
مظاهره رښتیا هم په اسلام کې نشته ، او جهاد بیا په کفر او دیموکراسۍ کې نشته ، نوچاره څه ده ؟؟؟؟
آیا افغان اولس باید په سړوسترګو دخپل کتاب دبیابیا سپکاوي دنندارچیانو رول ادا کړي ؟؟؟
[quote:da808b8d01="larghonay laraway"]السلام عليکم !
شيخ الحدیث وهاج افغان صيب په زړه پورې او په تول پوره نظر ليکلی دی ځکه چې لومړی خو مظاهره اسلامي کلچر نه دی او بله دا چې که کفار دا چل زده کړي چې په کفري هيوادونو کې د اسلام د سپېڅلي دين په سپکاوي سره مسلمانان په خپله یو بل سره خوري، وژني او چور کوي نو دا د مسلمانانو د تضعيف لپاره ښه وسيله ده.
که څنګه؟[/quote:da808b8d01][/quote:da808b8d01]
Kamil
06.04.2011
[quote:19fd4762ff="نوروزخان"]السلام علیکم
مظاهره رښتیا هم په اسلام کې نشته ، او جهاد بیا په کفر او دیموکراسۍ کې نشته ، نوچاره څه ده ؟؟؟؟
آیا افغان اولس باید په سړوسترګو دخپل کتاب دبیابیا سپکاوي دنندارچیانو رول ادا کړي ؟؟؟
[quote:19fd4762ff="larghonay laraway"]السلام عليکم !
شيخ الحدیث وهاج افغان صيب په زړه پورې او په تول پوره نظر ليکلی دی ځکه چې لومړی خو مظاهره اسلامي کلچر نه دی او بله دا چې که کفار دا چل زده کړي چې په کفري هيوادونو کې د اسلام د سپېڅلي دين په سپکاوي سره مسلمانان په خپله یو بل سره خوري، وژني او چور کوي نو دا د مسلمانانو د تضعيف لپاره ښه وسيله ده.
که څنګه؟[/quote:19fd4762ff][/quote:19fd4762ff]
څوک وايي چی مظاهره په اسلام کی نشته حديث شريف کی راغلي دي:
(افضل الجهاد کلمة حق عند سلطان جابر)اوكماقال الرسول صلى الله عليه وسلم
نوروز خان
06.04.2011
[quote:3b3addb189="كامل"][quote:3b3addb189="نوروزخان"]السلام علیکم
مظاهره رښتیا هم په اسلام کې نشته ، او جهاد بیا په کفر او دیموکراسۍ کې نشته ، نوچاره څه ده ؟؟؟؟
آیا افغان اولس باید په سړوسترګو دخپل کتاب دبیابیا سپکاوي دنندارچیانو رول ادا کړي ؟؟؟
[quote:3b3addb189="larghonay laraway"]السلام عليکم !
شيخ الحدیث وهاج افغان صيب په زړه پورې او په تول پوره نظر ليکلی دی ځکه چې لومړی خو مظاهره اسلامي کلچر نه دی او بله دا چې که کفار دا چل زده کړي چې په کفري هيوادونو کې د اسلام د سپېڅلي دين په سپکاوي سره مسلمانان په خپله یو بل سره خوري، وژني او چور کوي نو دا د مسلمانانو د تضعيف لپاره ښه وسيله ده.
که څنګه؟[/quote:3b3addb189][/quote:3b3addb189]
څوک وايي چی مظاهره په اسلام کی نشته حديث شريف کی راغلي دي:
(افضل الجهاد کلمة حق عند سلطان جابر)اوكماقال الرسول صلى الله عليه وسلم[/quote:3b3addb189]
کامل صیب
که چېرې له مظاهرې نه مطلب یوازې دزړه بړاس ایستل ،ستوني شکول ،شعارونه لیږدول او نمایشي لاریونونه وي ،چې دپاکستان دبلوڅ لاریون کوونکو غوندې ، چې په څولسیزو کې یي یوه روپۍ ګټه هم ترې پورته نه کړه ، نوبیا خو هسې دوخت ضیاع ده ، او په اسلام کې کومه سابقه نه لري ، بلکې ددیموکراسۍ سره یوځای زیږیدلې
اما دظالم په وړاندې عملي ګام اخیستل هغه که په قول وي که په عمل رښتیا هم افضل جهاد دی ، چې په دې صورت کې مو ترمنځ نزاع لفظي جوړیږي
larghonay laraway
06.04.2011
السلام عليکم!
پتنګ صيب ښه وړانديز کړی چې ديني علماء بايد لاره پيدا کړي.
نوروز صيب دا خو بېخي روښانه ده چې په کفر کې جهاد نشته ولې له کفر سره جهاد شته. خو د کفر سره جهاد به دا نه وي چې يو مسلمان د بل دوکان چور کړي او موټر ته يې اور ورته کړي!
کامل صيب هم ښه اشاره کړې ده خو بايد روښانه شي چې د خپل سلطان پر وړاندې که د بل د سلطان پر وړاندې.
په همدې ترتيب د ظالم او جابر پر وړاندې که د کافر پر وړاندې؟
عادل عادل
06.04.2011
السلام عليكم
دروند پتنګ صاحب
ستاسو خبرې ډېرې ښې دي، د ټوکو په خونه کې هغه د بشري صاحب په درې ګونو کې مو که د ښاغلي معترض ورور نظر لوستی وي چې لیکلي یې وو، پتوال صاحب په شرع نه پوهیژي، ډېر سم دی، زه هم د پتوال صاحب په قطار کې راځم او تاسو هم راځی.
مظاهره په اصل کې د هغه دین یوه برخه ده چې نوم یې دموکراسي دی، هغه وروڼه چې د اسلام سره یې منافات نه مني نو بیا دې ټولو هغه څيزونو ته هم اسلامي ووایي چې د بودیزم، هندویزم، مسیحیت او داسې نورو برخه دي خو په عین وخت کې د دیموکراسی د اکثره اصولو په شان له اسلام سره ټکر هم نلري.
اسلام مافوق د ټولو او هر څه دی، داسې به نه وایو چې د اساسي قانون له مخې قران او شریعت تطبیقوو، ..... پارلمان د دیموکراسی د دین برخه ده، که ناست یو څو ملګري ووایي چې: راځی خوښه وکړو چې لمونځ ادا کړو کنه؟ یا ووایي راځی چې رای ګیري وکړو چې لمونځ ادا کړو کنه؟
که ټول په اتفاق ارا سره هم دې نتیجې ته ورسیژي چې لمونځ به ادا کوو، نو دا لمونځ د الله لپاره نه شو، د داسې لمونځ ادا کولو او نه ادا کولو هیڅ فرق نشته، ددې لمانځه شارع قران نه شو بلکه یو څو د الله بندګان شول، سره لدې چې په عمل کې هماغه لمونځ دی، هیڅ فرق نشته پکې .............
د دیموکراسی په دین کې اپوزسیون هم د هغه اړم مانا لري چې یوه ولاړ دیوال ته تکیه شوي وي، د قوې عمل یې د ولاړ دیوال په مخالف یا اپوزیټ جهت کې دی، نو د اپوزسیون نومول یې سم دي، خو په حقیقت کې دیوال ته لا استحکام بښي، مظاهرې د اپوزسیون لپاره د قهر او غصې د سړولو یوه طریقه ده او بس، که د اسلام سره ټکر هم نلري نو نه به یې لري خو د بل دین وضع شوی اصل دی، نو ځکه یې پر مونږ رد لازمیژي.
دموکراسي د پرتوګ ایستلو په حد کې دومره ساده دین هم نه دی، په دې موضوعه باطل دین کې شیطاني ککریو او مستشریقینو خپل ماغزه خاورې کړي دي او مسلمانانو ته یې قران کریم ته د شاکولو او یا انحراف بې شمېره ډیر دامونه ایښي دي!!!!