د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

وهغې دنياته ګورم

عبدالحميد/افغ
03.04.2011

نه دمچ په بڼا باک کړم نه دسپو غفاته ګورم
هنرمنديم همتناک يم دهمت وخواته ګورم
(۱) له هوا څخه دزمکي په شکم کښي اوبه وينم
زه هدهد دسليمان يم دجانان قضا ته ګورم
(۲)له اغياروګيله نکړم که هرڅه راسره وکړي
نااشنا خونااشنا دۍ داشنا جفاته ګورم
(۳) دامتل دۍ نابلده به ليوُو دمرکې وي÷
چي ما پېژني دهغه وثنا وفاته ګورم
(۴) مذمت دنااهلانو لوۍ دليل زما دکمال دۍ ÷
دابه ډېر زُما نقصان وي چي په نام هرچاته ګورم
(۵)شغال هم چي پر خپل کوروي زمرَي خان دزمانې وي÷
زه دغاردلافونه يم جهاني صحراته ګورم
(۶) دحاسدبه څه ازل وي زماعکس يې اجل دۍ
چي چاره يې وي مشکله وهغې بلاته ګورم
(۷)بداصلي اوبداصلان دي سره مله وي ابوالفضله
دې دنياته ورخلاص نه يم وهغې دنياته ګورم


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more