د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

د مؤمنو ښځو لپاره به جنت کې څه وي؟

و.افغان
01.04.2011

وهاج وروره سلامونه انیکی هیلی الله دی وکړی چی روغ او جوړ اوسی ګرانه یوه پښتنه لرم که یی راته ځواب کړی هغه دا چی په جنت کی د مومنانو لپاره حوری دی نو د ښځو لپاره داسی سه شته؟
مننه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بسم الله، والصلاة والسلام علی رسول الله.
محترمه وروره: السلام علیکم.
مؤمنې ښځې ته به الله جل جلاله ټول هغه نعمتونه ورپرخه کوي؛ کوم چې مؤمن سړي ته ورپه برخه کوي.
البته الله جل جلاله مؤمن جنتي يوه يا له يوې زياتې حورې په نکاح کوي، که چېرې يې ښځه مؤمنه وي، او د ده په نکاح کې مړه وي؛ ...هغه به يې په قيامت کې هم ښځه وي.
همدارنګه د مؤمنې ښځې مېړه که جنتي وي؛ نو هغه له خپل مېړه سره د هغه په نکاح کې وي، که چېرې يې مېړه جنتي نه وي؛ نو الله جل جلاله به يې يو بل مؤمن جنتي ته په نکاح کوي.
دا سوچ که ځينې کوي، چې ښځې ته ولې له يوه مېړه زيات نور مړونه نه په نکاح کيږي؛ نو ځواب دا دی چې دې کې دالله جل جلاله حکمت دی، جنتي حورو باره کې الله جل جلاله فرمايي: قاصرات الطرف.
يعنې نظرونه يې يواځې په خپلو مړونو قاصر وي، له خپل مېړه پرته حوره بل هيچا ته نه ګوري.
همدارنګه مؤمنې ښځې ته به په هغه پاک ځای کې الله جل جلاله يواځې داسې لوړ صفت ورعطا کوي، چې د شهواني غريزې سترګې به يې يواځې خپل مېړه پورې راټولې وي, له خپل مېړه پرته به د بل چا تمنا نه لري.
لکه څنګه چې په دنيا کې د غوڅ اکثريت ښځو سترګې په خپلو مړونو پورې راټولې دي، يا کم نه کم يو سړي پورې راټولې وي، نه غواړي چې په ژوندانه کې يې په يوه وخت کې له يوه سړي زيات نور خلک وي.
همدارنګه د مؤمن سړي سترګې به يواځې خپلو ښځواو حورو پورې راټولې وي؛ د بل چا حورې او ښځې ته به د شهواني غريزې په سترګه نه ګوري.

د پورتنۍ خبرو دليلونه: د پيغمبر صلی الله عليه دا حديث:
ما في الجنة أعزب. رواه مسلم.
جنت کې به لونډ او لونډه نه وي.
لونډ او لونډه مونږ په پښتو کې هغه سړي ته وايو چې ښځه نه لري، او هغې ښځې ته يې وايو چې مېړه نه لري.
بل دليل:
...أن معاوية رضي الله عنه خطب أم الدرداء فأبت أن تتزوجه وقالت سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول : "المرأة لآخر أزواجها ولست أريد بأبي الدرداء بدلاً ، فنصحها معاوية بالصيام .
وفي رواية: أيما امرأة توفي عنها زوجها فتزوجت بعده فهي لآخر أزواجها. السلسلة الصحيحة الجزء الثالث صفحة 275
بل دليل:
وعن حذيفة أنه قال لامرأته: " إن شئت أن تكوني زوجتي في الجنة فلا تزوجي بعدي فإن المرأة لآخر أزواجها في الدنيا.

په درنښت


حمید هڅــاند
01.04.2011

اسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
ښاغلی وهاج افغان وروره، په دې اړه زه هم یوڅو پوښتنې لرم:
لمړی:
ستاسو د ځواب له مخې که فرضا یو سړی او ښځه په دنیا کې په نکاح وي، خو په اخرت کې سړی دوزخ ته لاړی او ښځه جنت ته. نو که ښځه يې بل چا ته په نکاح کړ شې او مېړه یې څه موده وروسته بیرته جنت ته راشې، څنګه به وې؟
دوهم: که فرض کړو یوه ښځه په دنیا کې یو سړی په نکاح کوي او بیا هغه مري او بیا بل سړی په نکاح کوي؛ پوښتنه داده چې په هغه دنیا کې به دا ښځه د لمړي مېړه وې که ددوهم؟ که فرض کړو درې سره جنت ته ولاړ شي.

له ستر داعې ډاکتر ذاکر نایک څخه یوه نجلۍ په یوه ناسته کې پوښتنه کوې چې دنارینه لپاره خو حوري دي نو د ښځینه لپاره به څوک وي.
ذاکر نایک ورته په ځواب کې وایې چې له حورو عین څخه مطلب مطلب د جوړې ده؛ یانې د نارینه او ښځینه دواړو لپاره حالت یو ډول دی. زه به هڅه وکړم د ډاکتر ذاکر نایک هماغه لکچر پیدا کړم او ځواب به یې ټکی په ټکي ولیکم.


پتوال
01.04.2011

شهوانيت له مادي انزال پرته صرف يو روحي حالت کېدلای شي لکه څوک چې خوب ويني ، نو جنسي فعاليت ته به اړتيا ونه لري ، اصلا ً
جنت بايد يو روحاني حالت وي چې په مادي توګه مکاني او زماني ابعاد نه لري نو ځکه دايمي هم دی او پای نه لري . همدا ډول دوزخ هم
يو بد روحي حالت دی او مکاني او زماني حدود نه لري، د مسلمان ګناه پکې په يو ټاکلي سرعت په اور سوزي کله چې ټوله وسوځي
له دوزخ څخه وځي ، د کفر ګناه نه بلکې کافرپه دغه نه سوزېدونکې او نه کمېدونکې ګناه په دوامداره توګه سوځي ، والله اعلم !



ع کريم حليمي
05.04.2011

محترم او مکرم دانشمند پتوال صاحب او درنو لوستونکو السلام علیکم
[quote:d61b35b67b]شهوانيت له مادي انزال پرته صرف يو روحي حالت کېدلای شي لکه څوک چې خوب ويني[/quote:d61b35b67b]
که مادي هستي وجود و نلري ، نو خوب لیدل ممکن دي ؟؟؟؟
 
[quote:d61b35b67b]جنت بايد يو روحاني حالت وي چې په مادي توګه مکاني او زماني ابعاد نه لري نو ځکه دايمي هم دی او پای نه لري[/quote:d61b35b67b]
جنت مادي او معنوي جهان دی !!، جسد او مادي أبعاد لري . ولي چه : ماده او مانا ، مفهوم ، عقل یو او بل ته لازم او ملزوم دي ، که یو نېستي شي بل
نو بیا پخپله نېستي کیږي

تاسو د جنت دائم توب دا ګڼۍ چه أبعاد نه لري ، ښکاره خبره ده چه طول او غرض نه وي نو طبعا مکان او زمان هم نه وي
زه پوهېږم چه ولي تاسو داسي فکرکوئ ، سبب ئې دادی ! چه : تاسو فکر کوئ چه هغه جهان هم له هم دغه جهان له ۱۱۴ عنصرونو جوړ دی اما داسي نه ده .
۱ - هو ! هغه جهان کښی وخت نسته دغه سبب دي چه دائمي به وي ،
۲ - رب العزت قادِر دی چه هغه جهان ئې له داسي عناصر جوړکړی وي چه oxidation به نــــــــــــــه لري نو دائمي به وي

بله ډیره مهمه خبره داده چه اکثره خلګ د جنت د مناسباتو او آداب معاشرت په باب پوښتني او سوالونه لري او علما کرام هم کوښښونه کوي چه جوابونه ورته
برابر کړي ، او هغه بیا داسي جوابونه وي چه سل نور وزېږوي

درنو لوستونکو !
[color=cyan:d61b35b67b]په جنت کښی قوانین نسته !!!، جنت یوازي اخلاق لري!!! ، د دغه جهان ټول اخلاق
هلته نسته  ، او سردار عالم و موږ ته د جنت ټول اخلاق تفصیل واره او مفصل ندي بیان کړي پس ویلای سم چه : د جنت د اخلاقو په باب علماء کرام
ډیر معلومات نه لري
[/color:d61b35b67b]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more