نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د عربي نړۍ په پېښو کې د دريو څيزونو رول
و.افغان
01.04.2011
محترمو وروڼو او درنو خويندو!
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته.
که تاريخ ته وګورو، نو سماوي اديانو د تل لپاره خلکو ته د ټولنيز عدالت، هوساينې،
امن او آسوده ژوند لارې چارې هوارې کړې دي، او ټول فکري او عملي وسائل يې هغوی ته په لاس کې ورکړي دي.
همېشه د ظلم او سرکشۍ په وړاندې دين او حقيقي دينپوهانو سنګر نيولی دی، او بالآخره يې ميدان هم ګټلی دی.
په اوسنيو حالاتو کې سره له دې چې ډېرو حکمرانانود دين څخه خلکو د بېخبرۍ، او د علماء سوء د تصرفاتو څخه په استفادې د دين په نامه مسلمانان د ظلم او طغيان لاندې ساتلي وو، بيا هم اسلام، اسلامي رموز او شعائر د هغوی د نصرت لپاره ميدان
ته راووځي.
زه له دغو اسلامي رموزو او شعائرو څخه دريو څيزونو ته اشاره کوم:
مسجد.
د جمعې ورځ.
د جمعې لمونځ.
د مسلمانانو د نصرت لپاره په ايمان مسلح فوځونه له مسجدونو وځي، د ټولنيز عدالت
د ژوندي کولو لپاره د عدل ستر فوځونه د جمعې په ورځ راټوليږي، د مظلومانو د
نصرت لپاره لويې قافلې د جمعې له لمانځه وروسته د الله له کورونو د ظلم او استبداد
تختونه په زلزله راولي.
د هرې جمعې ورځ، د راتګ سره د جبارینو، او سرکشو ظالمانو زړونه په لړزان شي.
د جمعې لمانځه ته د هرې نږدې کوونکې شېبې سره د طواغيتو ساه ګانې لنډيږي.
ټولو غوږونه څک نيولي وي، ژبې يې له خبرو عاجزې وي، او سترګې يې رډې نيولي
وي،يواځې او يواځې د لوی ستر عادل پاچا د کورونو په دروازو يې سترګې ګنډلې
پاتې وي.
په درنښت