د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د تأسف ځای دی

و.افغان
31.03.2011

درنو وروڼو او پتمندو خويندو
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته.
وروڼو: زه غالبا 90 په سلو کې لیکنې د ټول افغان فورم لپاره کوم، نورو وېبپاڼو ته يې
نه لېږم.
خو په مکرر ډول ځينې وېبپاڼې زما له اجازې پرته زما ليکنې خپروي، يو له دغو
وېبپاڼو د دعوت فري ميډيا په نوم وېبپاڼه ده، چې په مکرر ډول يې دا کار کړی دی، او
ما پرې سکوت اختيار کړی دی، مګر په دې وروستيو کې يې د حکمتيار صاحب په اړه
زما پخوانۍ ليکنې چې 9 مياشتې مخکې مې تر دې لينک:
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=5724
لاندې ليکلې وه،هغه يې اوس په ليکه کړې، او په پای کې يې ظلما وزورا وبهتانا دا لاندېنۍ خبرې ورپسې غوټه کړي دي:
[color=white:9cca347233]
(((همدارازغيرمقلدين هم ډېرخطرناک خلګ دی چی يوله هغونه مومين مهاجردی چی اصل نوم يی عبدالغفورپيروزدی،داهم ډيره لويه فتنه ده،خلګ دين نه اړوي،په امامانوپسی بدي خبري کوي خصوصاددوی دښمنی دامام صيب سره ده .
ددغوخلګونه هم ځان ساتل ضروری دی هيوادوال بايدداسی خطرناک خلګ وپيژنی اوپه هکله يی له احتياط نه کارواخلی ځکه داخلګ دخلګوعقدې خراپوی په دین کي نوی نوی خبری داخلوی بدعات کوی، دابدعتیان او خرافاتيان خلګ دی))

http://www.dawatfreemedia.org/index.php?mod=article&cat=%D8%B1%D9%88%D8%A7%D9%86%DB%90%DA%86%D8%A7%D8%B1%DB%90&article=4956
[/color:9cca347233]

امکان دې ولري، چې دغه کار آډمين نه وي کړی، بلکه پس له لټون متيقن شوم چې کوم
تخريبکار دغه محرفې ليکنې زما په نامه د پورتنۍ وېبپاڼې په شمول، لاندنيو نورو
وېبپاڼوته هم ليږلې دي:
روهي وېبپاڼه
http://www.s-rohi.com/fullstory.php?id=10395

افغان ادبي بهير وېبپاڼه:
http://www.baheer.com/baher/modules.php?name=News&file=print&sid=10054

څپاند نوم وېبپاڼه:
http://anosh.blogfars.com/blog.html?page=comments&member=sapand&newsid=97935

زه د دغو درنو وېبپاڼو له ټولوآډمينانو هيله کوم، چې زما په نامه دغه محرفه ليکنه
ړنګه کړي، او که چېرې غواړي، چې زما ليکنه نشر کړي، نو ليکنه دې د اصلي منبع
نه واخلي، او دوباره دې نشر ته وسپاري:
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=5724

زما ورته اجازه ده، چې د حکمتيار صاحب د وروستي ځواب (وهاج تر نامه لاندې عقدې او غصې) په وړاندې زما ځوابي ليکنه چې د دې لينک دې په دوه برخو
وېشل شوې ده، په ليکه کړي:
عنوان يې: د ښاغلي حقپال د ځوابي ليکنې (وهاج تر نامه لاندې عقدې او غصې) په ځواب کې.

http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?p=48287#48287
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?p=48288#48288

په درنښت


رښتینی
31.03.2011

وهاج صاحب رښتیا هم دتاسف ځای دی !
نن ما په اصلاح انلاین کی زما یوه پخوانی لیکنه ولیدله چی یوه ډاکټر
صاحب ګورت ته کړی وه بیا می هلته پری ولیکل چی دا مال خو زما دی
هلکانو دا مو څه کړی دی اوس به ګوروچی څه به کوی

دالاندی لنک :

http://eslahonline.net/162/comment-page-1#comment-19709


و.افغان
31.03.2011

حامد صاحب, ډېر عجيبه خلک دي.
زما ليکنه خو يې زما په نوم نشر کړېده، خو پراخه ګوتې يې په کې وهلي دي، زه
د وېبپاڼې آډمين نشم متهمولی؛ خو ضرور کوم حزبي دا کار کړی دی، د دې لپاره چې ما
د ښاغلي حکمتيار چړو ته برابر کړي، يا لوستونکو ته ښکاره کړي چې زه په خلکو
ناحقه ټاپې لګوم

د دغې پاڼې له آډمين طارق بزګر نه هيله لرم، چې دغه تخريبکاره رسوا کړي، ما طارق
بزګر صاحب ته د فسبوک له لارې هم ليک واستوه.

په درنښت

[quote:7441a84c8e="حامد"]وهاج صاحب رښتیا هم دتاسف ځای دی !
نن ما په اصلاح انلاین کی زما یوه پخوانی لیکنه ولیدله چی یوه ډاکټر
صاحب ګورت ته کړی وه بیا می هلته پری ولیکل چی دا مال خو زما دی
هلکانو دا مو څه کړی دی اوس به ګوروچی څه به کوی

دالاندی لنک :

http://eslahonline.net/162/comment-page-1#comment-19709[/quote:7441a84c8e]

په درنښت


و.افغان
31.03.2011

د اوس مې خپل نوم او د ليکنې عنوان ګوګل سرچ ته ورکړو ډېر نتايج يې راکړل،
دغه محرفه ليکنه په ډېرو وېبپاڼو کې په مزخرف ډول خپره شوې ده، زه متيقين
شوم، چې کوم تخريبکاره حزبي دا کار کړی وي.
ماته يې دومره تکليف راکړ، الله جل جلاله دې ورسره د ده د کرغېړن عمل مناسب عمل
وکړي.
روهي وېبپاڼه
http://www.s-rohi.com/fullstory.php?id=10395

افغان ادبي بهير وېبپاڼه:
http://www.baheer.com/baher/modules.php?name=News&file=print&sid=10054

څپاند نوم وېبپاڼه:
http://anosh.blogfars.com/blog.html?page=comments&member=sapand&newsid=97935
مجبور يم، چې هر يو ته ليک ولېږم.

په درنښت


..Ahmadzai
31.03.2011

وهاج صاحب
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

رښتیا هم چې د تآسف ځای دی.

هرچا چې دا کار کړی د سخت غندلو وړ دی،
دا کار د أخلاقی معیار له مخې یو سپک کار دی.
درانده او مروة لرونکي خلک دا رنګه کارونه نه کوي

حریف ماتول په منطقي مستند دلایلو باندې کیږي، نه په دارنګه ټیټو أو بازاري وسیلو او کړو باندې.

د تکلیف دې الله تعالی أجر درکړي.

په درنښت


عادل عادل
17.04.2011

السلام علیکم

ګرانه وروره محترم وهاج صاحب

له نېکه مرغه ووایم که له بده مرغه، ماته خدای ج تر اوسه دومره علم نه دی راکړی، او نه یې هم هیله لرم چې په اسلامي ورورولی کې ستاسو، ښاغلي مومن مهاجر، ښاغلي وصیل پېروز، ابوالفضل او همدارنګه ...... شافعي، مالکي، حنفي، حنبلي ..... سلفي .... متعصبانه فرق وکړای شم.

خو زما خوی دا دی چې د وروڼو د سالمې انتباه لپاره به کله هم د خپل قاصر فکر تر حده حق نه پټوم، تاسو که د لیکنې په وخت کې یو څه له سړو اعصابو څخه کار واخلی نو هیڅکله به څو چنده وخت د خپلو توکړو لاړو په سپیناوي کې مصرف نکړی، ستاسو موقف د ښاغلي حقپال/حکمتیار صاحب په وړاندې په بشپړه توګه زما د تایید وړ دی، خو ستاسو د حاشیې غیر ضروري زیاتونې نه تنها چې په دې برخه کې ستاسو د سردردی سبب شوی بلکه ډېر نور داسې بحثونه هم موندلای شو، چې تر موضوع زیات مو د خپل قول په سپیناوي او صحیح جهت ته د توجیه په کوښښ کې تېر کړی، په هر حال نه غواړم اوږده مقدمه ولیکم، خو تر کومه چې په دې اړه ماته یاد دي نوموړي الفاظ چې تاسو یې د مغرضو خلکو عمل ګڼی ماته اشنا برېښېدلي دي، اشنا په دې معنې چې زه کله هم دومره وخت نلرم چې د ټول افغان پرته بله پښتو پاڼه وګورم او دا الفاظ مې د ټول افغان په بحثونو کې په غالب ګومان سره ستاسو د ګټورو لیکنو په لړ کې ډېر پخوا لوستي دي، که بیا هم غلط شوی وم نو د خپلې مهربانی له مخې به بښنه راته کوی، خو سره لدې که په راتلونکې کې د خپلو لیکنو د نشر او پورته کولو وړاندې په خپله لیکنه یو ځل بیا ځغلند نظر وکړی نو له ورته سر خوږیو څخه په امان کې پاته شی.

زه نه غواړم تاسو د دوو ښاغلو د سپیناوی او قناعت په بدل کې د نورو په زړونو کې خپل اوچت اعتبار/مقام خدای مکړه خط-خط یا له لاسه ورکړی.

تاسو ته پړ ارادتمند


و.افغان
17.04.2011

[quote:cacc985f98="عادل عادل"]السلام علیکم

ګرانه وروره محترم وهاج صاحب

له نېکه مرغه ووایم که له بده مرغه، ماته خدای ج تر اوسه دومره علم نه دی راکړی، او نه یې هم هیله لرم چې په اسلامي ورورولی کې ستاسو، ښاغلي مومن مهاجر، ښاغلي وصیل پېروز، ابوالفضل او همدارنګه ...... شافعي، مالکي، حنفي، حنبلي ..... سلفي .... متعصبانه فرق وکړای شم.
زه نه غواړم تاسو د دوو ښاغلو د سپیناوی او قناعت په بدل کې د نورو په زړونو کې خپل[color=white:cacc985f98] اوچت اعتبار/مقام خدای مکړه خط-خط یا له لاسه ورکړی[/color:cacc985f98].
تاسو ته پړ ارادتمند[/quote:cacc985f98]

محترم عادل عادل:
دغه فرق يو واقع حقيقت دی، تنوع ده، منفي اړخ کش کولو په ځای ترې مثبته ګټه هم
پورته کېدلی شي؛ دا نو مونږ پورې اړه لري؛ چې کوم طرف ته يې کش کوو.
هو، متعصبانه فرق کاملا مذموم دی.

بله دا وروره چې زما هدف د چا په زړونو کې مقام جوړول نه دي، او نه د چا اعتبار لاسته
راوړل دي، مهمه د الله رضا ده، انټرنيټي نړۍ ده، فکر په فکر دفعه کيږي، مهمه دا نه
ده چې د ليکنې شاته يو ناست انسان سره دې سړی د زړه مينه او يا زړه بداوۍ پيدا
کړي، کوم چې غالبا سره شناخت هم نه لري، خبره او فکر چې د حقيقت له نګاه نه په تول
پوره وي؛ د نټ په نړۍ کې په دوست او خصم دواړو اثر غورځولی شي.

هو، د عملي ميدان تعامل او تفاعل کې بيا خاص شرائط په نظر کې نيول کيږي.

په درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more