نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
ملا محمد عمر: ښوونځی د اسلام دښمنان سوزي
لاونګ
30.03.2011
د وسله والو طالبانو مشر ملا محمد عمر په خپل وروستي خپور کړي پیغام کي ویلي، چي ملګري به یې پر ښوونځیو بریدونه نه کوي.
د طالبانو مشر په افغانستان کي د نوي ښوونیز کال تر پیل شا او خوا یوه اونۍ وروسته دا خبره کړې ده او ویلي یې دي، چي ملګري به یې افغان زده کوونکي له ښوونځیو څخه نه منع کوي.
ملا محمد عمر په خپل پیغام کي د افغان زده کوونکو د ښوونځیو سوزونکي او نړوونکي د اسلام او افغانستان دښمنان بللي دي.
افغان ولسمشر حامد کرزي د ملا محمد عمر ددې پیغام ستاینه کړې.
ښاغلي کرزي چي د چهار شنبې په ورځ یې په کابل کي د دارالمعلمینو د محصلینو د فراغت په غونډه کي خبري کولې، له وسله والو طالبانو ددې پيغام د خبرپاڼه د بیا خپرولو غوښتنه وکړه.
ولسمشر کرزي تر دې مخکي هم له وسله والو طالبانو غوښتي وه، چي ښوونځی دي نه نړوي.
د افغانستان د پوهني وزارت هم ددې خبري هر کلی کړی او له طالبانو یې غوښتي، چي پر خپله دې ژمنه ودریږي.
بېنوا ته د عامو افغانانو په راغلو پیغامونو کي د ملا محمد عمر ددې خبري ستاینه سوې ده.
دغه پیغامونه له هلمند، وردګو، کندهار، غزني، کندز، کابل، ننګرهار، کونړ، خوست او نورو ولایتونو څخه راغلي.
دوی د وسله والو طالبانو د مشر څخه غوښتي، چي د ښوونځیو په ساتلو کي له افغان دولت سره مرسته وکړي او هغو کسانو ته دي سخته سزا ورکړي، چي ښوونځی نړوي.
http://benawa.com/details.php?id=43187
پتوال
01.04.2011
ددې ادعا سرچينه او ثبوت نشته، هېڅ چا نه دی ښودلی او په هېڅ ځآی کې نه موندل کيږي، په الاماره ويب سايت کې هم دا اعلام نشته، حال دا چې تر دې زړې اعلاميې
او زړې مرکې اوس هم پکې پرتې دي !
داسې بريښي چې د کابل حکومت غواړي ملاعمر داسې يوې اعلاميې ته و ننګوي، چې ردولی يې نشي، ځکه په يو بدکار چې
سړی ښکاره اعتراف نشي کولی نو ښکاره مجبور دی چې رد يې کړي !
اوس نو ملا صيب ګنګ او حيران پاتې دی چې څه ووايي :
که ښکاره وايي چې ما نه دي ويلي يعنې د ښونځيو سوزول غواړم نو په دې خو رسوا کيږي او که وايي چې هو ما اعلام کړی
چې ښونځي به نه سوزول کيږي نو بيا خو ترې هر څوک دا غواړي چې طالبان يې پر اعلاميې عمل وکړي او ښونځي رښتيا هم و نه سوزوي !
کرزي له ده څخه ځواب غوښتی ، وبه ګورو چې ملا صيب ورته څۀ وايي ؟؟؟؟
کېدای شي ملا صيب هم ورته ادعا راجوړه کړي چې:
ښونځي خودې زمونږ د بدناولو له پاره خپل امريکايان سوزوي نو ژغورل يې څنګه له مونږ نه غواړې ؟؟؟؟؟
noorzaiJahani
02.04.2011
قدرمنو لوستونکو، د طالبانو مشر ملا عمر په دی ورستیو کی خپل د نامعلومه پټن ځای څخه ادعا کړی ده چی د ښونځیو سوځول او ودانیو ویرانه ول د طالبانو کار نه دي. د طالبانو ویاند هم په خپل وار نړیوالو ته چیلنج واستاوه او هغوي څخه یی وغوښت چی داسی ثبوت دی وړاندی کړی په کوم کی ثابت شی طالبان دی د ښونځیو په سوځولو کی لاس ولری. قدرمنو لوستونکو، راځی چی د طالبانو د ویاند څخه د لاندی ویدیو په هلکه توضیحات وغواړو او د هغوی نظر په کی څه دی ایا دا ویدیو هم رده ولی شی؟
http://cnettv.cnet.com/taliban-attack-caught-tape/9742-1_53-50015391.html
او یا هم د لاندی مطلب لپاره څه توضیحات لری ؟
http://www.benawa.com/details.php?id=17165
دوستانو په پورتنی ویدیو کی تاسو په واضیح ډول د طالبانو جنګیالی لیدای شی چی په هلمند ولایت کی یو ښونځي ته اور اچوی او داسی وای چی کوم نصاب په ښونځیو کی چی تدریس کیږی هغه د لویدیزوال لخوا لیکل شوی دي. دا ویدیو چی د یو افغان رپورتر لخوا ثبت شوی په کی هیڅ ډول سانسور تیا هم نه ده شوي.
دوستانو زه په دی نه پوهیږم چی طالبان څنګه کولای شی دا ادعا وکړی چی هغوی بیګناه انسانان نه وژنی او بیا د هر سرک غاړی د ماین په چاودیدو سره د پیښه مسولیت هم په غاړه اخلی؟ زما په نظر د طالبانو د تبلیغ لری نن یوازی په خپله طالبانو اثر لری او بس. دوستانو دغه طالبان نه وه چی تیر کال خپل ځان مرګی بریدکونکي فروشګاه بزرک افغان ته واستول کوم فروشګاه چی تولو ته معلومه ده د ورځی لخوا د مشتریانو څومره ګنه ګونه په کی شته.
ایا د فروشګاه بزرګ افغان ودانی د خاوری سره دغه طالبانو یو ځای نه کړ چی د کبله یی بیګناه دوګانداران او مشتریان و وژل شوه، او بیا دغه طالبانو د پیښه مسولیت په غاړه وانخیست؟
http://www.youtube.com/watch?v=cMpQS0N_jVc
عزیزانو د طالبانو په ځواب کی د فروشګاه بزرک افغان د تخریب څخه وروسته د طالبانو لخوا، افغان حکومت خپل د نړیوال ملګړو سره په ګډه دا وویل چی طالبان د افغانستان د بیاړغونی لری هیڅکله کولای نشی منحرفه کړي، په دی چی افغان حکومت او نړیوال د هیواد د بیارغونی لپاره تینګه اراده لری.
د امریکا سفارت په کابل کی ژمنه کړی چی فروشګاه افغان ودانی بیرته ترمیم کړی، او د دی لپاره چی د پیښه د قربانیانو سره خپل همدردی شریکه کړی د هغه دوکاندارانو سره مالی همکاری وکړه کوم چی په پیښه کی خپل پلورنځی د لاسه ورکړی دی.
http://www.youtube.com/watch?v=fi5zk6Ze2tg
په پایله کی قدرمنو، غواړم تاسو ته د طالبانو د وحشت او ظلم دوي بیلګی درته وړاندی کړم. په یاد ولری قدرمنو چی د دغه پیښی مسولیت هم طالبانو په غاړه اخیستي او د وژل شويو انسانانو په خاطری ځانته د کریدت ادعا هم کړي ده. دا ویدیوګانی چی د کندز ولایت په مسجد باندی برید او د جلال آباد ولایت د کابل بانک څانګی برید ښه یی.
http://www.youtube.com/watch?v=lP8E7r4GJfc
http://www.youtube.com/watch?v=YwCPS5z_4ZY
نورزی جهانی
د امریکا مرکزي اداره
www.centcom.mil
pattang
02.04.2011
[quote:3910a829bf]نورزی جهانی
د امریکا مرکزي اداره[/quote:3910a829bf]
نالت په لاسپوڅيو ، امريکايان چې خپله عورته ترې وغواړي ورڅخه منعه به
يې نکړي .
د cia اجنټ د cia مرکزي اداره د لته څه کوي ? په ځواب يې وخت ضايع کېږي٠
امريکا بايد د افغانسان څخه بې قيده او شرطه ووځې ، نور کار ونه دطالب او غيرې
طالب هغه دافغانانو داخلي مسئلې دي٠ په هغه ولايت کې چې زما کورنۍ اوسيږي
طالبان ډېر قدرت لري او ټول مکتبونه پکښې فعال دي٠
نالت په لاسپوڅيو او دهغوی په ترجمانانو .
نوروز خان
03.04.2011
[quote:db737d8275="پتوال"]ددې ادعا سرچينه او ثبوت نشته، هېڅ چا نه دی ښودلی او په هېڅ ځآی کې نه موندل کيږي، په الاماره ويب سايت کې هم دا اعلام نشته، حال دا چې تر دې زړې اعلاميې
او زړې مرکې اوس هم پکې پرتې دي !
داسې بريښي چې د کابل حکومت غواړي ملاعمر داسې يوې اعلاميې ته و ننګوي، چې ردولی يې نشي، ځکه په يو بدکار چې
سړی ښکاره اعتراف نشي کولی نو ښکاره مجبور دی چې رد يې کړي !
اوس نو ملا صيب ګنګ او حيران پاتې دی چې څه ووايي :
که ښکاره وايي چې ما نه دي ويلي يعنې د ښونځيو سوزول غواړم نو په دې خو رسوا کيږي او که وايي چې هو ما اعلام کړی
چې ښونځي به نه سوزول کيږي نو بيا خو ترې هر څوک دا غواړي چې طالبان يې پر اعلاميې عمل وکړي او ښونځي رښتيا هم و نه سوزوي !
کرزي له ده څخه ځواب غوښتی ، وبه ګورو چې ملا صيب ورته څۀ وايي ؟؟؟؟
کېدای شي ملا صيب هم ورته ادعا راجوړه کړي چې:
ښونځي خودې زمونږ د بدناولو له پاره خپل امريکايان سوزوي نو ژغورل يې څنګه له مونږ نه غواړې ؟؟؟؟؟[/quote:db737d8275]
السلام علیکم
پتوال صیب ، نه پوهیږم داخبره درته څنګه منطقي ښکاري چې طالبان باید اعلان وکړي چې مونږ مکاتب نه سوزوو ، وروره مکتب من حیث المکتب به کوم ظالم ، خداناترسه او تورمغزی سوزوي ،.
دطالبانو دوهم تن ملابرادر په دې http://alemarah-iea.net/index.php?option=com_content&view=article&id=1914:2010-07-04-05-38-00&catid=4:interweivs&Itemid=6
مرکه کې ویلي چې که مونږ مکاتب سوزولای یامو بندولای اوس به په افغانستان کې یوازې لس فیصده مکاتبو شتون درلود.
او داچې کرزی کله دسولې په خبرو کې او کله دمکاتبو غوندې په نورو مسائلو کې دا ډول مانورونه کوي او غواړي چې طالبان ځینو خبرو یا موضعګیریو ته واداره کړي ، هسې وخت ضایع کوي ، نوموړي طالبان ډیر ساده فرض کړي دي .
کرزی دې دا ډول دریځ نیول او غبرګون شودل له هغو وغواړي چې په مکتبونو کې پوستې جوړوي او یا دخپلو تبلیغاتو لپاره ترې بارود رسۍ راګرځوي او انفجار ورکوي
پتوال صیب
تاسو دنورزي له خوا وړاندې شوې لومړنۍ ویډیو وګورئ هلته چې دامریکا کوم تنخوا خواره ممثلان دمکتب سوزولو تمثیل کوي ، او له دې څخه اټکل وکړئ چې دښمن څومره مکار اوچالاکه دی
عادل عادل
03.04.2011
السلام علیکم
[quote:f68fcbd3f8]نورزی جهانی
د امریکا مرکزي اداره[/quote:f68fcbd3f8]
ماته سوال دی چې نورزی صاحب ولې د خپل نوم سره د "امريكا مركزي اداره" نښلولې ده؟؟
نورزیه که غواړې چې خبرې دې لوستونکي او وزن پیدا کړي نو مهرباني وکړه دا د خره غ-II-ڼ دې له تندي څخه لرې کړه.
هوتک
03.04.2011
سلامونه!
اوس مې ده ازادې راډیو او ریده چه دلغمان په ولایت کې که. غلط شوی نه وم.
یوه نوی ولسوالې جوړه سوی وه چه ودانۍ یې په کلینک کې وه؟
نو سبا که طالبانو دا ولسوالې په ولکه کې واخسته ښکاره خبره ده چه دا کلینک به سوځوی او یابه یې په بارودو الوزی؟
بیابه څوک پکښې ګرم وې طالبان کې حکومت؟؟؟
دانورې دطالبانو په لاس ورانې سوی ښوونځې هم داسې در واخله؟
مننه
نوروز خان
03.04.2011
السلام علیکم
هوتک صیب ستا دخبرې په تائید داسې ډیر ځله پیښيږي چې حکومت کله غواړي دطالبانو دنفوذ په یوه مهمه ساحه کې دپښې ایښودلو ځای ومومي نو لومړی هلته دمکتب یا کلینک په نوم کار پیل کړي ، او طالبان هم څه نه ورته وایي کله یې چې کار پای ته ورسیږي ، نوبیا داخلي اجیران دامریکایانو په سترکاروان کې له هوایي ملاتړ سره همداسې سیمې ته داخل شي او په تیاره شوې ودانې کې ولسوالي یا امریکایي پي آرټي پرانیزي
له همدې امله خو ما په خپله لیکنه کې
[quote:ba5be996d7]وروره مکتب من حیث المکتب به کوم ظالم ، خداناترسه او تورمغزی سوزوي ،.
[/quote:ba5be996d7]
دحیثیت قید کیښود ، ځکه مکتب من حیث الپوسته ، یا دلغمان دبادپښ په شان کلینک من حیث ال ولسوالي خو باید په بمونو دړې وړې شي ، طالبان ددښمن همدې چال ته متوجه دي دي ، او همدې اړه یي غبرګون هم څرګند کړی دی
http://alemarah-iea.net/index.php?option=com_content&view=article&id=9619:2011-04-01-05-39-18&catid=6:officiale-statmenst&Itemid=7
monir
03.04.2011
سلامونه او ښې چارې
خلک نالوستی وساتۍ بیا پرې هر حکم چلولای شئ! که ورته بې موزیکه عربی سندرې واوروې هغه ورته سر ښوروی چې کوم څوک دقرآن عظیم الشان تلاوت کوی!
په هرې موضوع کې طالبان د خپلې پاڼې کې اعلامیې خپروي خو په داسې مهمې موضوع لکه د ښوونځیو په سوځولو چپ پاتې دي! کله چې د طالب چکچکیان دکره اسنادو په اړه بل دلیل ونلري یو یې وایي چې پدې ښوونځیو کې غربی کلچر تدریس کېږي او بل یې بیا وایی چې دا نور خلک دي او د طالب د بدنامولو لپاره دا کار کوی . کله چې طالبانو د ساختمانی شرکت کارګرانو غوږونه غوڅ کړل یو یې وایی هر څوک چې دولت سره کار کوی ورته د دښمن په سترګه کتل کېږي اوبل یې بیا په آیت اوحدیث استنادکوی چې طالبان داسې کار نکوی حال دا چې ټولو ته جوته ده چې په ټول ټاکنو کې طالبانو خلک تهدکړل که څوک انتخاباتو کې برخه واخیسته او ګوتې یې په رنګ ککړې وي دوی به ګوتې یې غوڅې کړې او په ځینو ځایونو کې یې دا کار هم وکړ.
پدې لسو کلونو کې یې ساده خلک پدې وغلول چې یرغلګر نن ووځي سبا به ووځي خو واقعیت دا و چې طالبانو نورې ولسوالۍ یې هم له لاسه وړکړې!
زه خو وایم چې طالبان دیوې لویې دسیسې یوه برخه ده چې پاکستان یې بل اړخ دی او دواړه په بیلا بیلو پلمو د یرغلګرو د ورود او استمرار وسیلې دي!
په درنښت
هوتک
03.04.2011
سلامونه!
مونیرجانه درواغ یې مه ګڼه داټوله حقیقت دې؟
زه به دخپل سترګو لیدلی حال درته ووایم؟
زه چه په کوم ځای كې یم دلته تیر کال یوه ودانۍ جوړیدل مابه یې له هرچانه پوښتنه کول چه دا څه شې جوړیږی؟
چابه ویل چه ښوونځې ده چابه ویل چه نه کلینیک دې خو دحکومت کارکنانو به ویل چه دلته یو غټ هسپتال جوړه وو؟
اوس چه دهغه ځای ټوله کار تکمیل سو؟؟اوس راسه وې ګوره چه هسپتال دی اوکه دخارجیانو کرارګاه ده په څلور طرفو کې یې اشغالګر دامنیت لپارناست دې؟؟
نو دنوروزخان صیب خبره دا ځای ددې وړ دی چه مجاهیدین یې په بمو دړی وړی کړې؟
مننه
عادل عادل
03.04.2011
السلام علیکم
[quote:29eefb4615]که ورته بې موزیکه عربی سندرې واوروې هغه ورته سر ښوروی [/quote:29eefb4615]
ډېر کله د استدلال په وخت کې ځنې خلک هر څه د خپل مسلک، سلیقې او علاقې په تله کې اچوي ........ ..لکه منیر صاحب چې اسلامي اناشید، تلاوت او حماسي ترانې یې د خپلې خوښې " شور بتې خانه خوګه" په تله تللي دي.
هغه د ډرېوری مثال، چې ښاغلي هڅاند صاحب ورته اشاره کړې وه، همداسې درقیاس کړی چې زمونږ یوه نابغه د قران کریم د تفسیر په اړه د خپل استدلال بنا ګرزولی وو ......... یار مې ډرېور دی!
monir
03.04.2011
هوتک صاحب سلامونه اوښې چارې!
[quote:e8e82b91f3="هوتک"]سلامونه!
مونیرجانه درواغ یې مه ګڼه داټوله حقیقت دې؟
زه به دخپل سترګو لیدلی حال درته ووایم؟
زه چه په کوم ځای كې یم دلته تیر کال یوه ودانۍ جوړیدل مابه یې له هرچانه پوښتنه کول چه دا څه شې جوړیږی؟
چابه ویل چه ښوونځې ده چابه ویل چه نه کلینیک دې خو دحکومت کارکنانو به ویل چه دلته یو غټ هسپتال جوړه وو؟
اوس چه دهغه ځای ټوله کار تکمیل سو؟؟اوس راسه وې ګوره چه هسپتال دی اوکه دخارجیانو کرارګاه ده په څلور طرفو کې یې اشغالګر دامنیت لپارناست دې؟؟
نو دنوروزخان صیب خبره دا ځای ددې وړ دی چه مجاهیدین یې په بمو دړی وړی کړې؟
مننه[/quote:e8e82b91f3]
زه ستاسو د سترګې لید خبر نه ردوم خو نور حقیقتونه هم شته!
دلته د ملا عمر په نامه د ښوونځیو د سوځولو سند غوښتل کېږي کله چې څوک د ساری په توګه ورته دا لاندې فلم د سند په توګه وړاندې کوی بیا په سپین سترګیتوب سره ادعا کېږي چې( تاسو دنورزي له خوا وړاندې شوې لومړنۍ ویډیو وګورئ هلته چې دامریکا کوم تنخوا خواره ممثلان دمکتب سوزولو تمثیل کوي ، او له دې څخه اټکل وکړئ چې دښمن څومره مکار اوچالاکه دی). نو داډول خوشې ادعا خو هر وخت کیدای شی!
تاسې د [color=blue:e8e82b91f3]صدای جهاد تر نامه لاندې په ایران کې دطالبانو ثبت شوې پاڼې[/color:e8e82b91f3] ته ورشئ او د ملکی کسانو په اړه پدې سلګونو درواغو کې یې یواځې یو خبر اوښیئ چې طالبانو ویلي وي هو ملکی کسانو ته هم پدې برید کې زیان اووښتی دی! د اسلام په نامه درواغ او ریاکاری د دوی کار دی .
http://www.jihad.sub.ir/
په درنښت
http://cnettv.cnet.com/taliban-attack-caught-tape/9742-1_53-50015391.html
نوروز خان
03.04.2011
مونیر خان لیکلی
[quote:c21d6cd3e2]کله چې څوک د ساری په توګه ورته دا لاندې فلم د سند په توګه وړاندې کوی بیا په سپین سترګیتوب سره ادعا کېږي چې[/quote:c21d6cd3e2]
مونیرخانه داد ګیدړې قباله دې په جیب کې واچوه ، په دې باندې داوباما دتبلیغاتي کمپاین خره هم پوهیږي چې دایوتمثیل او مصنوعي صحنه ده ، چې دنورزي غوندې دسي آی اې ځیره خواره غواړي ستا غوندې ناخبره پرې دوکه کړي .
ته یوځل بیا دافلم له سره وګوره ترڅو دې خدای سرپرې خلاص کړي ، اوچې کله دې سرخلاص شو ، بیا به زه هم درته سپین سترګی نه شم ښکاره ، اعاذناالله
shokoor
03.04.2011
[quote:7a7482837d="monir"].
http://www.jihad.sub.ir
[/quote:7a7482837d]
منیرخانه عجب آدرس دی! زه فکر نکوم چې پرته د ایران د حکومت له اجازې طالبان داسې تبلیغاتی پاڼه د ایران په نښه ( ir.) چلولای وشی! پخوا یې دوی د ( pk. ...?) تر نامه لاندې چلوله !
نوروز خان
04.04.2011
[quote:111ddaccca]منیرخانه عجب آدرس دی! زه فکر نکوم چې پرته د ایران د حکومت له اجازې طالبان داسې تبلیغاتی پاڼه د ایران په نښه ( ir.) چلولای وشی! پخوا یې دوی د ( pk. ...?) تر نامه لاندې چلوله ![/quote:111ddaccca]
شکور خانه ته با په دې نه یي خبر ،چې دنټ ددنیا ځمکه خدای ډیره واسعه پیدا کړي او هیڅوک دچامخه نه شي نیولی ، که په نیټ کې دچا مخنیوی ممکن وای نو له ټولو هڅو اوفریبونو سره سره به امریکادطالبانو دتبلیغاتو مخه په تیرو نهو کلونو کې نیولې وای .
همداسې چې طالبان کوم سرورونه استعمالوي ښایي واک یي دامریکا او امریکاپلوو په لاس کې وي ، چې طالب تخنیک کاران ورسره همیشه دخرپ او ترپ په جګړه لګیا وي ، که دوی یې یوځای وتړي ، طالبان یې لس ځایه نوره چې تیاره خلاصیدو ته اماده وي خلاصه کړي ، چې له هغه جملې ښایي همدا IR سرور هم وي .
دا لاڅه کوي طالبان فیسبوک چې دامریکا ملکیت دی هم په خپله ګټه استعمالوي دغه راز دقاري یوسف او ذبیح الله مجاهد ادرسونه هم GMail وروستاړی لري شکورخانه !
دنټ دنیا لکه دتصور دنیا داسې ده چې دهیچا حکومت هم نه په کې چلیږي ، حتي دایراني اخوندانو !!
او داد PK خبره دې درواغ په توان دڅلورو ده