نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د طالبانو هغه ښېګڼه چې د هېرولو نه ده
و.افغان
30.03.2011
بسم الله، والحمد لله، والصلاة والسلام علی رسول الله، وعلی آله وصحبه ومن والاه.
محترمو درنو لوستونکو:
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
أمير المؤمنين عمر بن الخطاب رضي الله تعالی عنه به له خپلو واليانو سره يو عجيبه
چلند کاوه، د هغه چلند يوه کوچنۍ برخه له تاسې سره شريکوم:
عمر رضي الله عنه به خپلو واليانو ته اجازه نه ورکوله، چې په عاموتجارتي سوداګانو
کې برخه واخلي، بې تفاوته وه که چېرې دغه والي د خرڅوونکي په صفت يا د
أخيستونکي په صفت په دغې سودا کې ګډون کاوه.
په يوه روايت کې راځي، چې د هغه په يو اداري مسؤول حارث بن کعب بن وهب باندې
د مالدارۍ علامې ښکاره شوې، نو عمر رضي الله عنه ترې د هغه د مالدارۍ د منبع
پوښتنه وکړه، نو هغه وويل: څه خرچه راسره وه، تجارت مې پرې وکړ، نو عمر رضي الله عنه ورته وويل: تاسې ما د دې لپاره نه ياست ليږلي چې تجارتونه وکړئ، او هغه څه
ګټه يې چې کړې وه، هغه ټوله يې ترې واخيسته.
عمر رضي الله عنه به د خپلو واليانو او اداراتي مسؤولينو مخکې د هغوی له
مقررولو د مالونو حساب اخيست، بيا به يې کال په کال د هغوی سره د هغوی مالونه
حساب کاوه، که چېرې به يو غير معقول زياتوالی د هغوی په مال کې راغلی وو؛ نو
هغه به يې ټول ترې واخيست، که چېرې به چا ويل چې: مونږ تجارت کړی دی؛ نو دا
خبره د هغه لپاره عذر نه وه، او ويل به يې ورته: إنما بعثناكم ولاة ولم نبعثكم تجاراً.
تاسې ما د واليتوب لپاره ليږلي يئ، نه د تجارت لپاره.
يوه کيسه چې اوس يې مصدر له ما څخه هېر دی، عمر رضي الله عنه له ابوهريرة
او خالد بن الوليد رضي الله عنهما سره حساب کوي، د هغوی د مال نيمايي برخه
له هغوی څخه اخلي.
هغوی چې کله د تجارت سبب يادوي؛ نو عمر رضي الله عنه ورته وايي چې: حتا چې دغه
ګټې چې د تجارت له لارې تاسې کړي؛ هغه مو هم د دغه واليتوب له برکته کړي دي، او
د واليتوب له برکته خلکو په تاسې باور کړی دی، او تاسې ته يې تجارتي تعاملات
اسان کړي دي، نو تاسې د دې پيسو مستحق نه يئ، بلکه دغه پيسې به بيت المال ته
ځي.
اوس راځم په افغانستان کې د طالبانو ورته تعامل ته.
محترمو وروڼو!
د افغانستان په ځينو خلکو کې بلکه په ډېرو خلکو کې د يو دمي تېزې مالدارۍ آثار
ليدل کيږي، چې له فوق الذکر مالدارۍ سره ځمکه او اسمان فرق لري، هغه خو کم
نه کم په اسلامي اصولو او حلالو لارو رامنځته شوې وه، چې د عمر رضي الله عنه
تعامل ورسره تاسې ته واضح کړی شو.
خو دلته مالداري يا د کونډو يتيمانو د وينو د څښلو محصول ده، یا د دولتي
او شخصي محرمو شتمنيو د لوټلو محصول ده، يا د غلاګانو او پاټک اچولو محصول
ده، يا په غير اسلامي او غير قانوني ډول د حکومتي او شخصي ځمکو د لاندې کولو
محصول ده، يا د جهاد د ثقيله او خفيفه وسلو، يا قيمتي لوجستيکو توکو، يا د
وطن د لعل او زمردو د خرڅولو، او د وطن د نښترو د ځنګلونو د خرڅولو محصول
ده، يا له عربي شتمنو هېوادونو څخه د اسلام، جهاد او مسلمانانو په نامه د خيرات
راټولولو محصول ده، يا د پوډرو او هېرويينو د تجارت محصول ده، او يا امريکايانو
ته د مخلصې جاسوسۍ محصول ده، او داسې نور.
دا هر څه هر چا ته ښه ښکاره دي، او د يادو شوو مختلفو محرمو لارو څخه مستفيدين
يو يو خلکو ته معلوم دي، چې څوک دي، او له کومې لارې يې مليونر شو.
طالبان محترمين يواځيني خلک وو، چې د محرمو لارو د راټولو شوو مالونو د
خاوندانو بيخ او بنياد يې وييست، د هغوی شتمنۍ يې ترې ضبطې کړې، يواځې هغه
شتمنۍ بچ شوې چې ځینو يې ځان سره له افغانستانه بهر ته وتښتولې.
طالبانو امراء الحرب ختم کړل، او ټولو خلکو ته يې د يو مساويانه ژوندانه زمينه
برابره کړه.
نن چې طالب نشته، هماغه له طالب مخکې حال بيا رامنځته شوی دی.
زما په زړه يو ارمان دی، چې په افغانستان کې مؤسساتي دولت رامنځ ته شي، ستره
محکمه او قضا ټوله طالبانو ته وسپارل شي، او زه په کې د يو قاضي په صفت
د يوې عادلې محکمې له لارې دغه ټول حرام خواره له خپلو منقوله او غير منقوله
مالونو تجريد، او ما قبل الانقلاب حالت ته يې وروګرځوم.
د هغې ورځې په ارمان.
په درنښت
عادل عادل
30.03.2011
السلام علیکم
دروند وهاج افغان وروره
الله ج دې تاسو ته اجرونه درکړي چې دا ډول ارمانونه په زړه کې ساتی او پالی.
په راتلونکي خپلواک افغانستان کې د اسلامي حکومت تر ټولو لومړی دنده باید دا وي چې د غم ځپلي ولس اوښکې د مجرمینو، ملي خاینینو، قاتلینو، غلو او لوټمارو په محاکمه او مجازات سره پاکې کړي.
زمونږ په ټولنه کې غله، لوټمار، قاتلین او ملي خاینین که هر څو هم ښکاره څېرې دي خو د ګران هېواد د وحشي اشغال په دوران کې د پراخه قلابي رسوخ، شهرت، زور او ارتباطاتو څښتنان دي، د دوی تر ټولو قوي تکیه ګاه بهرني هیوادونه دي چې یا خو یې تابعیت لري او یا هم هلته کاروبار کوي، او یا هم اطمینان لري چې په سختو شرایطو کې به ورته سیاسي پناهندګي ورکوي، نو د ورته اشخاصو سره محاسبه او د دوی محاکمه د راتلونکي افغاني عادل نظام او نړیوالو حکومتونو د همکاری څخه بغیر ، د ولس له وسه وتلې خبره ده، راتلونکې حکومت ته ښایي تر څو د نړیوالو قوانینو په رڼا او مافوق کې ټول هغه ټکي یقیني کړي چې له مخې یې وکولای شی د نړی په ګوټ ګوټ کې د افغانی-الاصله تورنو اشخاصو نیول او د افغانستان په د ننه کې د ولس په وړاندې محاسبې او محاکمې ته سپارل یې حتمي شي. زما په نظر راتلونکی حکومت باید د همدې هدف د لاسته راوړلو لپاره د نړی د هیوادونو سره د حسنه روابطو بلاتفکیک پالیسي خپله کړي.
په ورته وخت کې دې یوه مستقله اداره رامنځ ته شي، نوموړې اداره به د ټولو هغه اشخاصو ملکیتونه ضبط او تر خپل ملکیت لاندې راولي چې د حکومت له خوا ورته معرفي کیژي، دا ځکه چې د افغانستان د مسلسلو غمیزو په نتیجه کې به ډیره ګرانه وي چې د غصب کړل شوو ملکیتونو اصلي او مستحق مالکان دې یا خو ژوندي وي او یا خو دې د غاصب د محاکمې په جریان کې وپېژندل شي.
هغه ملکیتونه، دارایی او موسسات چې د نوموړې ادارې په ملکیت کې لویژي، نه باید چې خرڅ، تغیر، منحل او یا په هم مستحقینو وویشل شي، بلکه نوموړې اداره دې په یادو ملکیتونو باندې د هغوی د کاري سابقې نه په استفادې سره کاروبار وکړي، د کاروبار له حاصله ګټو څخه دې، د ولس په منځ کې د شهیدانو کورنیو، کونډو، یتیمانو، معلولینو او هغو ته چې خپل هر څه یې د دین او وطن د ازادی په لار کې نذرانه کړي دي، د کافي معاش مستمر تدارک وکړي.
بده به نه وي چې په دې اړه د ایران د اخوندي حکومت څخه تقلید وشي، هغوی د "بنياد مستضعفان و جانبازان انقلاب اسلامي" په نوم یوه اداره لري چې مشر یې د وزیر په ظرفیت کې د رهبر له خوا ټاکل کیژي، د نوموړي بنیاد په ملکیت کې په سلهاوو صنعتي، تولیدي، ساختماني او تجارتي شرکتونه، زراعتي مځکې او فارمونه دي چې د شاه له راپرزولو وروسته یې د شاه او یا شاه د هواخواهانو د ملکیت په نوم ضبط کړي دي، د ایران سم نیم صادرات د نوموړي بنیاد برخه تشکیلوي، نوموړی بنیاد یوازې او یوازې رهبر ته حساب ورکوونکی دی، او رهبر کله هم د هیواد خزانې ته حسابده نه دی، ..... د نوموړي بنیاد په شرکتونو کې په زرهاوو خلکو ته د کار زمینه مساعده ده،نوموړي شرکتونه او موسسات د پخوا په شان د خصوصي سکتور بڼه او د ورته مساوی حقوقو څخه برخوردار دي، البته د مدیریتي مقامونو الویت هغو ته ورکړل شوی چې د دفاع په اصطلاح مقدس جنګ کې یې برخه اخیستې، یا یې څوک د کورنی غړي پکې بایللي دي، همدارنګه د بنیاد د درامد څخه د شهیدانو کورنیو او معلولینو ته نقد معاشونه ورکول کیژي، د هغوی د یادبود او تجلیل ټول مصارف په غاړه اخلي ... او داسې نور.
نور بیا ............. ستاسو له وړاندیزونو او تبصرو وروسته ....
و.افغان
31.03.2011
[quote:e26ac3ab7d="عادل عادل"]
السلام علیکم
دروند وهاج افغان وروره
الله ج دې تاسو ته اجرونه درکړي چې دا ډول ارمانونه په زړه کې ساتی او پالی.
[/quote:e26ac3ab7d]
آميين، الله جل جلاله مو آباد لره.
[quote:e26ac3ab7d="عادل عادل"]
په راتلونکي خپلواک افغانستان کې د اسلامي حکومت تر ټولو لومړی دنده باید دا وي چې د غم ځپلي ولس اوښکې د مجرمینو، ملي خاینینو، قاتلینو، غلو او لوټمارو په محاکمه او مجازات سره پاکې کړي.
[/quote:e26ac3ab7d]
محترم عادل عادل صاحب: ان شاء الله چې دغه کار به په خپلواک اسلامي حکومت
کې په ديناميکي ډول پيل او سرته رسيږي، او په همدغه کار به هر راتلونکی حکومت
په ولس کې ځېلۍ ټينګوي.
[quote:e26ac3ab7d="عادل عادل"]
زمونږ په ټولنه کې غله، لوټمار، قاتلین او ملي خاینین که هر څو هم ښکاره څېرې دي خو د ګران هېواد د وحشي اشغال په دوران کې د پراخه قلابي رسوخ، شهرت، زور او ارتباطاتو څښتنان دي، د دوی تر ټولو قوي تکیه ګاه بهرني هیوادونه دي چې یا خو یې تابعیت لري او یا هم هلته کاروبار کوي، او یا هم اطمینان لري چې په سختو شرایطو کې به ورته سیاسي پناهندګي ورکوي، نو د ورته اشخاصو سره محاسبه او د دوی محاکمه د راتلونکي افغاني عادل نظام او نړیوالو حکومتونو د همکاری څخه بغیر ، د ولس له وسه وتلې خبره ده، راتلونکې حکومت ته ښایي تر څو د نړیوالو قوانینو په رڼا او مافوق کې ټول هغه ټکي یقیني کړي چې له مخې یې وکولای شی د نړی په ګوټ ګوټ کې د افغانی-الاصله تورنو اشخاصو نیول او د افغانستان په د ننه کې د ولس په وړاندې محاسبې او محاکمې ته سپارل یې حتمي شي. زما په نظر راتلونکی حکومت باید د همدې هدف د لاسته راوړلو لپاره د نړی د هیوادونو سره د حسنه روابطو بلاتفکیک پالیسي خپله کړي.
[/quote:e26ac3ab7d]
همداسې ده، محترم عادل صاحب:
په العلاقات الخارجية باندې له اوس څخه ټينګار او مزيد اهتمام ته اړتيا انتهايي
زياته ليدل کيږي، ما سره همېشه دغه سوچ په ذهن کې وي، او زما په ليکنو کې په
يو ډول نه يو ډول څرګنديږي، کله کله دغه سوچ د مقاومت ځواک باندې د سختو ټکو
ډک تنقيد باندې بدليږي، د سختو الفاظو د سبب څخه موخه همدا وي؛ چې دغه
قضيه ډېره مهمه ده، او بايد له اوسه پرې اهتمام وشي.
[quote:e26ac3ab7d="عادل عادل"]
په ورته وخت کې دې یوه مستقله اداره رامنځ ته شي، نوموړې اداره به د ټولو هغه اشخاصو ملکیتونه ضبط او تر خپل ملکیت لاندې راولي چې د حکومت له خوا ورته معرفي کیژي، دا ځکه چې د افغانستان د مسلسلو غمیزو په نتیجه کې به ډیره ګرانه وي چې د غصب کړل شوو ملکیتونو اصلي او مستحق مالکان دې یا خو ژوندي وي او یا خو دې د غاصب د محاکمې په جریان کې وپېژندل شي.
[/quote:e26ac3ab7d]
که چېرې وپېژندل شي؛ نو نور علی نور، او که نه وپېژندلی شي، کم از کم غاصبين ښه
معلوم دي، د هر چا ماضي او حال معلوم دی، بايد له خپلو منقوله او غير منقوله مالونو
تجريد او ما قبل الانقلاب ته وګرځول شي، په دې سربېره بايد د خپلو کرغېړنو کړنو
سزا هم وګوري.
نورې ليکنې ته راځم.
[quote:e26ac3ab7d="عادل عادل"]
هغه ملکیتونه، دارایی او موسسات چې د نوموړې ادارې په ملکیت کې لویژي، نه باید چې خرڅ، تغیر، منحل او یا په هم مستحقینو وویشل شي، بلکه نوموړې اداره دې په یادو ملکیتونو باندې د هغوی د کاري سابقې نه په استفادې سره کاروبار وکړي، د کاروبار له حاصله ګټو څخه دې، د ولس په منځ کې د شهیدانو کورنیو، کونډو، یتیمانو، معلولینو او هغو ته چې خپل هر څه یې د دین او وطن د ازادی په لار کې نذرانه کړي دي، د کافي معاش مستمر تدارک وکړي.
بده به نه وي چې په دې اړه د ایران د اخوندي حکومت څخه تقلید وشي، هغوی د "بنياد مستضعفان و جانبازان انقلاب اسلامي" په نوم یوه اداره لري چې مشر یې د وزیر په ظرفیت کې د رهبر له خوا ټاکل کیژي، د نوموړي بنیاد په ملکیت کې په سلهاوو صنعتي، تولیدي، ساختماني او تجارتي شرکتونه، زراعتي مځکې او فارمونه دي چې د شاه له راپرزولو وروسته یې د شاه او یا شاه د هواخواهانو د ملکیت په نوم ضبط کړي دي، د ایران سم نیم صادرات د نوموړي بنیاد برخه تشکیلوي، نوموړی بنیاد یوازې او یوازې رهبر ته حساب ورکوونکی دی، او رهبر کله هم د هیواد خزانې ته حسابده نه دی، ..... د نوموړي بنیاد په شرکتونو کې په زرهاوو خلکو ته د کار زمینه مساعده ده،نوموړي شرکتونه او موسسات د پخوا په شان د خصوصي سکتور بڼه او د ورته مساوی حقوقو څخه برخوردار دي، البته د مدیریتي مقامونو الویت هغو ته ورکړل شوی چې د دفاع په اصطلاح مقدس جنګ کې یې برخه اخیستې، یا یې څوک د کورنی غړي پکې بایللي دي، همدارنګه د بنیاد د درامد څخه د شهیدانو کورنیو او معلولینو ته نقد معاشونه ورکول کیژي، د هغوی د یادبود او تجلیل ټول مصارف په غاړه اخلي ... او داسې نور.
نور بیا ............. ستاسو له وړاندیزونو او تبصرو وروسته ....
[/quote:e26ac3ab7d]
دروند او محترم عادل صاحب:
ستاسې دغه وروستۍ وړانديز ډېر ښکلی دی، خدايږو ډېر مې خوښ شو، د ايراني
آخواندانو نه ډېر نور څه زده کول هم پکار دي.
د هغوی شعبيت او ځواک په همدې زيات شو، چې په ګرد ايران کې يې د خوارو خلکو
لپاره پروګرامونه جوړ کړل، مکتبونه او مؤسسې يې جوړې کړې، او هغوی ته يې د کار
زمينه برابره کړه، په دغو کارونو کې اوسني رئيس نجاد مخکښ رول لوبولی دی،
يو سني ايراني راته ويل، چې نجاد د یوې غريبي کورنۍ سره تړاو لره، پلار يې آهنګر
وو، مګر هغه غريبو خلکو ته ډېر کار کړی دی، او همدغه وجه وه چې د کليو او بانډو
خلکو چې شمېر يې زيات دی؛ همغه ته ووټ ورکړ، زمونږ سره د هغه تعامل نسبت
مير حسين موسوي ته ډېر ښه وو، مير حسين موسوي د خپلې وزير اعظمۍ په وخت
کې زمونږ ډېر علماء راشهيدان کړي، زمونږ ډېرې مدرسې او مسجدونه يې رانړولي دي.
په درنښت