ادبي ټوکې ټکالې
بیړا ،کڼه او ړوند
پښتون.
29.03.2011
سلامونه ورونو!
دا ټوکه د یوی بلی ژبۍ څخه لوشل شوی ده ،که مو پری خوله مسکۍ نشوه بیا به یې اصلی نسخه ورکړم هغه چا ته چې بی خونده وی په شخوند کې دلیټۍ.
چیرته په یو کلي کې بیړا هلک اوسیده،بیړا د همدی کلي پخوا کې په یو بل کلي کې د یوی کڼې سره مینه پیدا شوه.
دواړه په یو بل ډیر ګران او مین شول ،بیړا چې به کله په خپل خوږ غږ باندی سندری ویلی نو کڼې به د هغه د زړه راکښوونکې غږ سره په منډ راورسیده او د هغه د درد نه ډک غږ ته به یې لپې لپې اوښکې تویې کړی.د کڼې یو ړوند کاکا وو،هغه دا دواړه د پټو په منځ کې په مینه کولو ولیدل نو په منډه منډه یې دا خبر د کڼې معیوبه پلار ته چې په یوه ټرافیکي پیښه کې یې دواړه پخې له لاسه ورکړی وی ورساوه.دکڼې پلار چې دا خبر واوریده په منډه بایسکل یې راوخیست کیلي یې تاوه کړه او موټرسایکل یې روښانه کړاو ځان یې پټو ته ورساوه موټر یې ودراوه او د آس نه راکوز شو،ګوری چې لور یې د بیړا سره ناسته ده او په مینه کې سره ډوب دی نو د کڼې پلار ته ډیر قار راغی او چاړه یې راوویسته او په بیړا یې ډزی وکړی.څنګه چې هغه ډزی وکړی نو دواړه غشي د بیړا په ټټر لږیږی.او ټپي کیږی.بیړا نیزه له ټټر نه را وباسي او ووایې چې دا نو چا وکړل.د بیړا د ټټر څخه ویني بهیږي او کڼه ورته په کړیکو اوپه سرو سترګو ژړیږي.دی وخت کې د پولیسو رینجری رارسیږ ی او ټول پولیس په چټکۍ د امبولانسو نه راکوزیږی.بیړا او کڼه په یو بس کې اچوی او د یوی لاری په واسطه یې د بس تم ځاي پوری رارسوي.له هغه ځایه دواړه په یو خرګاډی کې کښیني او ځانونه په الوتکه کې روغتون ته رسوي هلته ځنی انجینران ګولۍ وباسي او بیړا جوړیږی.بیا بیړا او کڼه سره واده وکړی او د هغوی یو ځوی پیدا شی چی بیړا ،کوڼ اوپه دواړو سترګو ړوند یې او وروسته بیا د کومې ناروغۍ له کبله یې دواړه پښې غوڅې شي.
له دی وروسته دری واړه په دیره خوشحالې سره خپل ژوند سره تیر کړی. :cry:
عادل عادل
30.03.2011
ډېره ښه ټوکه ده، داسې داستان دی چې د ټوکې ځای پکې نشته، داسې تاریخ دی چې د درواغو بېخ یې ایستلی، داسې غمژن مستند فلم چې د خولې څخه خندا تښتي، په تښتیدلې ژړا پسې غوږونه څک او په ګوډو پښو په منډو شي، زګېروی راګیر کړي، او له تعجب څخه په راټوکیدلو ښکرو سره یې سوری سوری کړي، زګېروی خفه شي او خلاصه د کلام د هغې مسافرې پسکۍ مثال دی چې له اوږد سفر وروسته د ازادې هوا په پراخه غېږ کې د عدم په پالنګ ویده شي :lol:
پښتون.
30.03.2011
عادل صیب ډیر عالی!ډیر ښکلې نظم مولیکلې چی زما شعر ورته دو لاسه په پښو بی کلامه سلام کوی ،او لنډۍ به درله په اخره کی په ناز شئ چې مَینه،ته د ناز په خوب ویده وی خو پام کاوه چې اوبه دی تیری نشئ. :lol: