وطن پال او نور ګټور شعرونه
ماته مې مور ويلي,,,,,)نظم (
Arman zazai
19.06.2004
" ماته مې مور ويلي "
په هغه شپه يې څومره ډير اوژړل
چې مې له قهره ورته ؤويل چې ستا د ﻻسه
زه د خپل ځان سره په جنګ يم, په ځان نه پوهيږم
خدای خبر زړه مې دومره ولې ډک ؤ
ما ويل چې نن به ورته ډيرڅه ډير څه ووايمه
ډيرې خبرې به ور سپينې کړمه
..................
خو خدايزده څه اثر ؤ
چې يې دوه اوښکې له رڼو سترګو راولويدلې
او په سلګو سلګو روانه شوله
نو په قسم چې زړه مې اودرزيدو
او ساه مې لنډه شوله
لکه چې ژوند رانه خفه وي رانه لرې درومي
او ﻻس مې نه ور رسي
چې يې راونيسم, پخوﻻ يې کړمه
..............
نور مې په ژبه ورته هيڅ نه راتلل
رانه خبرې ګډې وډې شولې
خو په سلګو مې ورته دومره وويل
" ګرانه خبر يې که نه ?
ته که هر څه وې , زما ژوند يې , ته زما "مينه" يې
ته په دې څه پوهيږې
چې ستا دسترګو رڼې اوښکې په ما څومره ګرانې
ستا دې په خدای قسم وي
بيا دې په سترګو کښې دا اوښکې چيرته رانولې
چې زما ساه بندوي "
..................
ډيره شيبه يې راته هيڅ نه ويل
بيا په نمجنو سترګو
داسې موسکی شوه لکه زر ګلونه اوغوړيږي
څومره په زور يې شونډې پرانيستلې
او بيا يې دومره وويل
........................
" ته ليونی يې , ليونی حميده
ته زما اوښکو ته خفه ولې يې
ماته مې مور ويلي
چې زما اوښکې د بڼو په سر دي
په هيڅ خبره مې له سترګونه بهيږي او بيا نه اودريږي
دا ليونی اوښکې دي
ته ورته مه زوريږه."............
-----------------------------------------
ډاکټر حميد شجاع ځاځی[size=18:2c2c7326f3][/size:2c2c7326f3]