نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
طالبان څه غواړي؟
محمود سعيد
28.03.2011
بسم الله الرحمن الرحیم!
ښاغلو سلامونه مې ومنئ.
زه په دې فورم کې نوی را ګډ شوم. له خدایه غواړم چې ستاسو ښاغلو ملګرتیا مې په ژوند او لید لوري کې ګټوره ثابته شي. له دې سره خپله یوه لیکنه درسره شریکوم، هیله ده په سړه سینه ځواب ورکړی.
طالبان څه غواړي؟
د هوا له ګرمیدو سره یو ځل بیا طالبانو په ډیرو سیمو کې خپل عملیات پراخ کړي دي او داسې ښکاري چې دا ځل له نوو کړنلارو او پلانونو سره را ګرزیدلي دي.
دوی په هره سیمه کې خپلې تیت پرک ډلې سره راټولې کړې دي او له څو وړو ډلګیو څخه یې یوه یا دوې غښتلې ډلې جوړې کړې دي.
له ډیرو پښتون میشته ولایتونو څخه هغه کسان چې سیمې ېې په خپلو سترګو لیدلې، هلته حالت ډیر کړکیچن ښيي او ددوی له خولې هلته د ټلیفون ستنې سوځول شوې دي او دا اوس اوس په ډیرو سیمو کې په دې پلمه چې نوی ښوونیز نصاب د منلو وړ نه دی، د ښوونځیو دروازې مخ په تړل کیدو دي.
له دې سره سره هلته له نورو سیمو څخه هم داسې کسان راغلي چې په کندهارۍ او وزیرستانۍ ژبدود ګړیږي او له خلکو سره ډیر ناوړه چلند لري.
دوی د طالب تر سپیڅلي نامه لاندې داسې کسان راټول کړي چې ښايي ډیر يي د اسلام له بنسټونو ناخبره وي. همدا اوس دوی ټول هغه کسان چې په یو ډول نه په یو ډول د نړۍ له دولتونو سره کار وکړي، د اسلام له کرښې وتلی بولي او مرګ ېې روا بولي. ښکار شوي کسان د یو داسې چا په لاس او فتوی وژل کیږي چې ښايي قرآنکریم له مخې ونه شي لوستلای.
په سویل کې داسې پیښې هم لیدل شوې دي چې ان په ټلیفون کې په انګلیسي لیکدود نومونو د لیکلو په تور هم د خلکو په خیټه اور بل شوی او یا په تار حلال شوي دي. د همدې تیرې روژې په میاشت کې د هلمند ولایت د مارجې په ولسوالۍ کې یو ځوان چې د کندهار پوهنتون محصل وو، له خپل پلار سره یو ځای په داسې حال کې ووژل شو چې په مسجد کې په لمانځه بوخت وو.
له نوې کړنلارې سره سم د سیمې ټول کسان اړ دي چې د هر کور پر سر اویا زره افغانۍ ورکړي او یا هم له هر کور څخه یو کس د وسلې اوچتولو لپاره له طالبانو سره مل شي.
دبیلګې په ډول د وردګو ولایت په ټولو ولسوالیو کې د بیارغونې کارونه په ټپه ولاړ او یا په نشت ګڼل کیږي. په داسې حال کې چې د وردګو ولایت ډیر خلک لوستي دي او په حکومت او موسسو کې تر ټولو ډیر واک لري.
هلته څو کاله وړاندې د نجونو په سلګونو ښوونځي فعال وو خو اوس يي څرک نه لیدل کیږي. په داسې حال کې چې له همدې ځایه خلک خپل ناروغان چې میرمنې هم پکې وي، تر پاکستان او هنده وړي او نارینه ډاکټران خو لا پریږده چې له غیر اسلامي ډاکټرانو ېې هم پرده کول سخت دي. زموږ دا ښاغلي بیا دا کار د اړتیا له مخې روا بولي او له دې سره د میرمنو له زده کړو که هغه د میرمنو له خوا هم وي ناروا بولي.
د خلکو ژوند له ویرې او ترهې ډک دی. داسې شپه به نه وي چې یا د طالبانو له لوري څوک ونه وژل شي او یا په بیګنا کسانو د بهرنیو ځواکونو له لوري په دې پلمه چې دلته طالبان پټ دي، چاپه وانه چول شي.
له سیمې په سلګونه هغه کورنۍ چې د خپلو بچیو د زده کړو او راتلونکې غم اخستې دي او لږ تر لږه د کور کراېې ته اوږه ورکولی شي، کابل ته کډه شوي دي او هغه چې هلته د کرايي کور وس نه لري همالته خپلې شپې ورځې سبا کوي. کله چې یو نیم بیا کانکور ته راشي هلته هم ورسره د مور میرې چلند کیږي. په لوی لاس له زده کړو زړه توری شي چې له ناهیلی اړ دی یا له مخالفینو سره ملګری شي او یا هم ایران ته ولاړ شي چې په بیرته راتګ سره ورڅخه پوخ پوډري هم جوړ وي.
په هغو ښوونځیو کې هم چې تر ننه ېې دروازې نه وې تړل شوې د طالبانو عام او تام واک چلیده. هغه زده کوونکي چې له دې ډلې وو، له وسلو سره ښوونځي ته راتلل او زیاتره وخت به ښوونکي او یا نور زده کوونکي ددوی له خوا ګواښل کیدل او یا هم ډبول کیدل.
له دوی سره تر ډیره هغه کسان ملګري دي چې یا خو په ښوونځي او یا کانکور کې نه بریالي کیدل او یا به په ایران کې له مزدورۍ ستړي شول او راوبه تښتیدل.
که څه هم د طالبانو په لیکو کې ځینې په سپیڅلي باور راولاړ شوي کسان هم شته خو هغه ښايي د ګوتو په شمار وي او هغوی هم د پاکستان څخه له تر لاسه کیدونکو اوامرو سرغړونه، نه شي کولای.
یو کال وړاندې د کوچیانو او بامیانو د هزاره ګانو تر منځ، د سولې په پایله کې ښاغلي کرزي کوچیانو ته څه ناڅه اویا میلیونه افغانۍ ورکړې. دوی غوښتل دا پیسې د موټر په وسیله د بامیانو په پوله پرتو زیانمنو شوو کوچیانو ته ولیږدوي او په هغوی ېې وویشي. د چک ولسوالۍ یوې سیمې ته له رسیدو سره د طالبانو له یوې ډلې سره مخ شول او هغه ټولې پیسې يي ترې واخستې او په پاکستان کې يي د کویټې شورا چې د طالبانو د هڅو همغږې کوونکې ده واستولې. هلته له ارزونې وروسته یوازې درې سوه زره افغانۍ دې سپیڅلو ته ځانګړې شوې او نورې ټولې هغو مشرانو په خپله ښه کړې.
د چک ولسوالۍ د بریښنا بند چې ددې ولایت د خلکو لپاره پوره ارزښت لري، له رغونې پاته دی. هغه سرک چې همدا ولسوالي د کندهار کابل له لوېې لارې سره نښلوي یوازې اووه کیلو متره ېې پوخ شوی دی او نور ېې په نیمه وران حالت پاته دی ځکه طالبان دا اجازه نه ورکوي چې دا سرک دې ورغول شي. دوی وايي که چیرې دا سرک ورغول شي نو بیا به امریکایان ډاډه پرې راتیر شي. په داسې حال کې چې امریکایانو څو ځله له دې سرک څخه ډیر واټن وړاندې په کورونو چاپې وهلې دي او خپلې موخې ته رسیدلي دي.
سیمې ته هیڅ داسې څوک په ډاډه زړه تګ نه شي کولای چې له دولت او یا کومې موسسې سره اړیکې ولري. څه موده وړاندې یو کس چې دیرش زره افغانۍ میاشتنی معاش ېې درلود، د طالبانو له خوا ونیول شو او له کورنۍ سره ېې د یو میلیون افغانیو په بدل کې د خلاصون ژمنه وشوه. د نوموړي کورنۍ د خپل کور ټول سامان، ځمکه او هر څه وپلورل، له خلکو ېې پور واخست او ایله دومره څه ېې برابر کړل چې د خپل سر سیوری پرې له مرګه وژغوري.
دې کړنو ته په کتو سره د هر چا په مغز کې دا پوښتنه راپورته کیږي چې طالبان څه غواړي؟؟؟
که څه هم ددوی لومړنۍ غوښتنه د بهرنیو ځواکونو ایستل دي، نو آیا د بهرنیو ښکیلاکګرو سره د مبارزې لپاره دا ډول کړنې ګټورې ثابتیدای شي او که نه؟
آیا بهرنیان به د افغان انجینر په وژلو، د پله، سرک او ښوونځي په ورانولو او یا هم د ټلیفون د ستنو په سوځولو افغانستان پریږدي!؟
آیا بهرنیان به د یوه افغان سرتیري په وژلو خواشیني شي!؟
آیا بهرنیان به د ښوونځیو په تړلو له ستونزې سره مخ شي!؟
که داسې نه شي کیدای نو بیا دوی ولې دا ډول کړنې تر سره کوي او تر شا ېې کوم کرغیړن لاسونه دي چې دوی دې ډول کارونو ته هڅوي!؟
طالبان خپل بیځایه غرور دې ته رسولي چې په خپل چاپیریال کې هغه کسان هم چې د بهرنیو ځواکونو په وړاندې جنګیږي نه شي زغملای او په ډول ډول پلمو غواړي د هغوی مخه ډب کړي.
دا کار له دوی سره له لومړۍ ورځې مل دی. کله چې طالبان په لومړي ځل راغلل، ما په یوه داسې ښوونځي کې زده کړې کولې چې د یوې عربي خیریه بنسټ له خوا تمویلویده. طالبانو په لوی لاس په موږ هر څه ودرول او غوښتنه ېې دا وه چې باید هر څه چې کیږي زموږ له لوري وشي. زموږ د ازموینو شپې هم وې خو دومره څه مو نه درلودل چې وېې خورو. اړ شوو چې له نژدې او لرې پرتو کلیو هره ورځ یوازې وچه ډوډۍ راټوله کړو او له اوبو سره ېې وخورو.
هغه وخت ددې ډلې یوه مخکښ سپینو کتابونو ته کفري کتابونه ویل او د زیړو او سرو رنګو کتابونو دلوستلو لپاره به ېې سپارښتنه کوله.
دوی جهاد هم یوازې د طالب او امارت تر نامه لاندې روا بولي او په هغه کې هم په پلونو، ښوونځیو او سرکونو کې د بمونو پټولو ته لومړیتوب ورکوي.
دوی له بهرنیو سره د مخامخ جګړې هڅه نه کوي. دا استدلال لر ي چې لومړۍ باید د بهرنیانو سترګې او غوږونه چې موخه ېې ملي اردو او پولیس دي له کاره واچول شي. په داسې حال کې چې بهرنیان په سلګونه ځله د دا ډول مصنوعي سترګو او غوږونو د رغولو او پنځولو توان لر ي. او ښايي په خپله د طالبانو د لیکو په لړ کې داسې کسان وي چې په غیر مستقیم ډول د بهرنیانو په رګونو کې د وینې په دود وبهیږي.
د طالبانو دې ډول کړنو د دوی او خلکو تر منځ هغه واټن ډیر زیات کړی دی چې یو وخت هیڅ نه وو او خلکو دوی رښتینې مجاهدین او خپل ساتونکي ګڼل. ان تر دې چې ددوی له منځه هغه کسان هم چې د طالبانو مخکښان بلل کیدل، کله چې وپوهیدل چې تګلوری ېې بدل دی، له دوی څخه بیل شوي او پر کور کینستلي دي.
په پای کې له ټولو هغه ډلو ټپلو چې زموږ کړیدلی اولس ورسره ښکیل دی، غواړم چې نور زموږ د خلکو په درد ودردیږي. په خپل لاس خپلې ریښې پرې نه کړي. نور پریږدي چې لږ تر لږه زموږ ماشومان د زده کړو له رڼاوو برخمن شي. نور د پردیو په لمسون د خپل هیواد بنسټونه ونه نړوي. نور په لوی لاس خپل وروڼه د غلیمانو لمن ته ورټیل نه وهي. نور په ما تا او بل د کفر د ټاپې د لګولو په ځای داسې لارې ولټوي تر څو دې ډول ټاپو لګولو ته اړتیا پیښه نه شي.[color=green:9de4bf2a52][/color:9de4bf2a52]
بشري
28.03.2011
تركاڼي دبيزو كار نه دى:
همدومره بس ده.
كه پوه شوي يي.
مینه پال
28.03.2011
محمود سعید ته د هرکلي ترڅنګ غواړم بشري صیب ته ووایم چې د بحث له اصولو لیري تللی یې، په کاروه چې د محمود سعید ځواب دې ویلې وای او یا ليږ تر لیږه سپکاوی دي نه وای کړی.
له بده مرغه په جنوبې ولایتونو کې ډېری ښوونځې د زده کوونکو پرمخ تړل شوې دي؛ له دې څخه انکار د لمر په دوه ګوتو پټول دي، د لارې پرسرونو د موټرو درول او شکول هم عام شوې دې، زه دعوه نه کوم چې دا د طالبانو کار دی خو همدا خلک ځانونه طالبان بولي. په خلکو باندې د پیسو اړول هم څه نوې خبره نه ده او له دې څخه ځایې خلک تر هر چا ښه خبر دې. موږ د امریکایانو شتون نه منو خو د طالبانو کارونه هم د منلو وړ نه شې کېدای. د زده کوونکواو محصلینو وژل او له زده کړې را ګرځول د نن خبره نه ده... دا هرڅه د اوسنې وسله والې مبارزې له ډېرو قوي کمزوریو نه دي.
طالبان څه غواړي؟
محمود سعيد
29.03.2011
بشري صیب له ښکلي ځواب نه مو مننه!
طالبان څه غواړي؟
محمود سعيد
29.03.2011
مینه پال صیب ستاسو له هر کلي او ښکلي ځواب څخه یوه نړۍ مننه!
د هر چا لیکنه د هغه خپل شخصیت او مخینه څرګندوي، جانان بشري پریږده چې هر څه واېې زه پرې نه خواشینی کیږم.
ددې تر څنګ:
پرون ماښام مې یوه عجیبه خبره واوریده!
وايي د وردګو ولایت ته له کوم بل ځای څخه نوی والي راغلی دی. د هغه د فرمان له مخې هر څوک چې له وردګو ولایت څخه کابل ته ځي نو باید د دوی له ځايي پلاوي څخه د دیرش افغانیو په بدل کې د دریو ورځو لپاره د تګ اجازه نامه تر لاسه کړي. هغه کسان چې د ډیر وخت لپاره ځي هغوی ته بیا د بیا راتګ اجازه نشته. که څه هم دا کار تر اوسه پلی شوی نه دی خو ښايي ډیر زر پلی شي.
مینه پال
29.03.2011
محمود سعید ته له سلامونو وروسته؛
سعید جانه کیسې دې راته دیوه هزاره ټولګیوال کیسه را یاده کړه. مګلری مې هزاره ؤ خو نوم یې زمری ؤ، دده څېرې دا نه ویله چې ګواکې دی دې د هزاره جاتو وې. کله چې طالبانو د غزنې په جاغوری ولسوالي باندې د خوراکې توکو بندیز ولګاوه او ددوی تګ راتګ یې منعه کړ دی زما سره په کابل کې ؤ. یو ورځ یې راته وویل چې یاره بیخې ستړی شوی یم، ځم یوځل جاغوریو ته؛ ماورته وویل ګوره هکله په لاره کې به ګېر شې خو ده انکار وکړ. اخر لاړ او جاغوریو ته له نژدې ولسوالۍ یې ښه پریمانه سودا له ځان سره خپل کلې ته یووړه. زمری چې کله راغی نوزده کړه یې پرېښوده او سوداګر شو، ده به ویل چې زه یوه خلطه مالګه په ۵۰۰۰ اخلم او په ۵۰۰۰۰ یې په خپل کلې کې خرڅوم. خو اخر سړی ګېر شو او نوم یې له طالبانو سره ثبت شو. وروسته له هغه بیچاره ته د کابل د تګ اجازه هم نه وه، کله چې به راته نو ۳ ورځنی اجازه لیک به ورسره وه او په همدې موده کې دننه دننه به یې بیرته ځان رساوه. خو وروسته دا کار دټولو هزاره ګانو لپاره مقرر شو، په خپل هېواد کې به په اجازه لیک ګرځېدل.
بشري
30.03.2011
وروره زما مطلب په طالبانو یا بل چا باندې اعتراض نه و
زما متل محمود سعید ته متوجه و
چې خپل کار کوه ستا یې ددې موضوعاتو سره څه؟
مینه پال
30.03.2011
بشرې صاحب سلامونه مې ومنه.
ګرانه د افغانستان اوضاع داسې ده چې هرڅوک باید ورته له مسولیته ډک احساس وکړې. نو که محمود سعید خپلې اندېښنې له تاسو او ما سره شریکوې نو دا دده ګنا نه ده بلکه دده مسولیت دی. یا خو کیدای شې دی تیروتلی وي او په طالبانو یې نېوکې بې ځایه وې او یا کېدای شې همدا ځېنې تېروتنې او تشې طالبان ولرې. زه پخپله په یوه داسې سېمه کې اوسم چې هلته طالبان ډېر فعال دې، ددوی مقاومت او جهاد ما ته له کلونو راهیسې مالوم دی، زه پخپله نه د رسنیو په خبرو پسې ځم او نه د طالب ویاندانو په ویناؤ پسې ځکه کله داسې پېښ شې چې رسنۍ زموږ د سیمې احوال غلط ورکړي او کله زبیح الله مجاهد.
د خارجیانو حضور زموږ لپاره د منلو وړ نه دی خو زموږ د خپلو وروڼو دا چلند چې وایې موږ جهاد کوواو بیا زموږ پسې یې را اخیستې وې هم موږ ته د منلو وړ نه دی؛ موږ لږ تر لږه دومره کولی شو چې خپل غږ ددوی تر غوږونو ورسوو. زه د ټول افغان بحثفورمونو بحثونه له کلونو راهیسې ګورم،سره له دې چې پخپله ډېر کم پکې لیکم خو زه دې نتیجې ته رسېدلی یم چې په همدې لیکوالانو کې د طالبانو نماینده ګان هم شته چې کیدای شې ددوی ویاندویان وې او یا لږ تر لږه د انټرنیټ پرجال د طالبانو نماینده ګې کوونکې دي او زه په دې کار خوشال ځکه یم چې زموږ غږ ددوی تر غوږونو مخامخ رسېږي.
زه ځکه د محمود سعید په لیکنه کې برخه وال شوم چې دی راته په لیکنه کې مخلص وبرېښېد او د ټول افغان د بحثونو برخه والو ته لکه نوروزخان او نورو ملګرو ته وایم چې دده پوښتنو ته ځواب ووایې.
نوروز خان
30.03.2011
السلام علیکم
مینه پال صیب په مینه دې پالم
ستا خبره سمه ده چې هرڅوک دلته باید خپل نظر څرګند کړي ، مګر یوه ټکي ته مو باید پام وي ټول افغان دبحث خونه ده ، نه داعلاناتو اوتبلیغاتو لوحه ، دمحمود سعید لیکنه چې ما ولوسته ، نو دی هم دنورزي جهاني ، لاونګ او څو نورو غوندې راته هسي خپله تباره تیزونکی وبریښید ، چې یوازې ړانده تورونه او منظم تبلیغات ورته کار بریښي ،وروره محمود سعید داسې خبرې رابار کړې دي چې ښایي دهیچا هم زړه ته ونه لویږي دی وایي طالبان له خلکو پیسې اخلي او مالیه یې پرې لګولې ده دغه راز نورې هم غلطې خبرې چې هیڅ عقل یې نه شي منلای .
مامخکې هم ویلي وه که څوک په طالبانو دعوه لري داسي مې اوریدلي چې د adalat6@gmail.com په نامه طالبانو یوادرس اعلان کړی چې خپل شکایت ورته وکړي .
په بحث فورم کې په پالیسیو بحث کیږي او هرڅو یوازې په خپل زعم له خپل مشخص دریځ څخه دفاع کوي
ماکله هم نه دی ویلي چې زه دطالبانو نماینده یم
Re: طالبان څه غواړي؟
قادر خان
30.03.2011
[quote:5d0ccd8127="محمود سعید"]بسم الله الرحمن الرحیم!
ښاغلو سلامونه مې ومنئ.
طالبان څه غواړي؟؟؟
که څه هم ددوی لومړنۍ غوښتنه د بهرنیو ځواکونو ایستل دي، نو آیا د بهرنیو ښکیلاکګرو سره د مبارزې لپاره دا ډول کړنې ګټورې ثابتیدای شي او که نه؟ :?:
آیا بهرنیان به د افغان انجینر په وژلو، د پله، سرک او ښوونځي په ورانولو او یا هم د ټلیفون د ستنو په سوځولو افغانستان پریږدي!؟ :?:
آیا بهرنیان به د یوه افغان سرتیري په وژلو خواشیني شي!؟ :?:
آیا بهرنیان به د ښوونځیو په تړلو له ستونزې سره مخ شي!؟ :?:
که داسې نه شي کیدای نو بیا دوی ولې دا ډول کړنې تر سره کوي او تر شا ېې کوم کرغیړن لاسونه دي چې دوی دې ډول کارونو ته هڅوي!؟ :?: :?:
[color=green:5d0ccd8127][/color:5d0ccd8127][/quote:5d0ccd8127]
ګرانه ورور سعید صیب ډیر ښه راغلی هیله کوم چی زما سلامونه هم و منی،
دا چی تاسو واقعیتونو ته بیان کړیدی، ډیره مهربانی، الله (ج) تا سو ته اجر درکړی. مونږ ټول اوس (الحمد لله) پدی کی پوهیږو چی زمونږ د مظلوم ولس او وران هیواد اصلی دښمنان څوک دی.
دا خو د لمر په شان واضح خبره ده چی یو وار زمونږ هیواد جوړ شی، او مونږ پخپله ډاکتران، انجنیران، ښونکی او دینی عالمان ولرو، نو څوک د هغوی (دښمنان) په هیوادونو کی د یو مسافر په شان ژوند کوی او یا د خپلی دوا او درمل لپاره ځی؟؟؟
او که چیری زمونږ کور او کلی (انشا الله) جوړ شی، نو د دویی په دوږخ په شان ملکونه افغانان یوه ورځ هم نغواړی چی اوسی.
د الله تعالی د مبارک درګاه څخه هیله لرم چی مونږ ټولو افغانانو ته دا قدرت ورکړی چی د خپل مظلوم ولس او جنګ ځپلی هیواد اصلی دښمنان وپیږنو، آمین یارب العالمین.
مننه،
ستاسو ورور قادر خان
shokoor
30.03.2011
سلام علیکم
اقتباس:
[color=blue:8a5a0d894b]" که څه هم ددوی لومړنۍ غوښتنه د بهرنیو ځواکونو ایستل دي، نو آیا د بهرنیو ښکیلاکګرو سره د مبارزې لپاره دا ډول کړنې ګټورې ثابتیدای شي او که نه؟
آیا بهرنیان به د افغان انجینر په وژلو، د پله، سرک او ښوونځي په ورانولو او یا هم د ټلیفون د ستنو په سوځولو افغانستان پریږدي!؟
آیا بهرنیان به د یوه افغان سرتیري په وژلو خواشیني شي!؟
آیا بهرنیان به د ښوونځیو په تړلو له ستونزې سره مخ شي!؟
که داسې نه شي کیدای نو بیا دوی ولې دا ډول کړنې تر سره کوي او تر شا ېې کوم کرغیړن لاسونه دي چې دوی دې ډول کارونو ته هڅوي!؟ "[/color:8a5a0d894b]
ګرانو دوستانو محمود سعید ورور ډېر پر ځای پوښتنې یې کړي دي چې ځواب ته ضرورت لری. بې مسؤلیته او له انصافه لرې خبره ده که نوموړی کوم چاته په تبلیغاتو کولو تورن شی.
والسلام
pattang
30.03.2011
څوک چې پر دې خبره نه پو هيږي نو بيا سياست ته څه ضرورت لري او
دسياست الفبادې زدکړي٠
- ټول هغه عناصر چې په لاسپو څی دولت کښې د اشغالګرو تر اشغال لاندې
کارونه کي ، هغوی لاسپوڅی دولت تقويه کوي او دوشمن بلل کېږي٠
( جنګ بل منطق لري ، تړل شوي پولونه ړنګيږي ، جګ تعمير ونه نړيږي ، ورور
او زوی او پلار هم له خپله لاسه وژل کيږي ،......, خصوصا بيا په پارتنيزني
جنګي عقيده او عمل کې )٠
- که له دولت او اشغالګرو سره کار ونشي اشغالګر د کار پرسونل نشي پيداکوی
او دولت ضعيفه کېږي نو اشغالګر مجبوردي چې افغانستان پرېږدي ٠ اشغالګر
په حقوقي اساس دافغاني پرسونل ځای نشي نيولی او دوی مجبوردي چې
لاسپوڅي پيدا کړي او که دا نوي نو بيا به خپله کډه باروي ٠
- بل لار يې دهند دګاندي لاره ده ! خودومره غيرت دالرخواره مرتجعين نلري
دکلي خلک داسې تنظيمي کلتوري اراده نلري ،هغه څوک چې حس لري ټول
يې له طالبانوسره يو ځای خپل جهاد کوي٠
د پنجشيري او کرزي په لاسپوڅي رژيم کښې ، کار ناروا دی او پيسې يې حرامې
دي٠
[quote:7d44174f0e="shokoor"]سلام علیکم
اقتباس:
[color=blue:7d44174f0e]" که څه هم ددوی لومړنۍ غوښتنه د بهرنیو ځواکونو ایستل دي، نو آیا د بهرنیو ښکیلاکګرو سره د مبارزې لپاره دا ډول کړنې ګټورې ثابتیدای شي او که نه؟
آیا بهرنیان به د افغان انجینر په وژلو، د پله، سرک او ښوونځي په ورانولو او یا هم د ټلیفون د ستنو په سوځولو افغانستان پریږدي!؟
آیا بهرنیان به د یوه افغان سرتیري په وژلو خواشیني شي!؟
آیا بهرنیان به د ښوونځیو په تړلو له ستونزې سره مخ شي!؟
که داسې نه شي کیدای نو بیا دوی ولې دا ډول کړنې تر سره کوي او تر شا ېې کوم کرغیړن لاسونه دي چې دوی دې ډول کارونو ته هڅوي!؟ "[/color:7d44174f0e]
ګرانو دوستانو محمود سعید ورور ډېر پر ځای پوښتنې یې کړي دي چې ځواب ته ضرورت لری. بې مسؤلیته او له انصافه لرې خبره ده که نوموړی کوم چاته په تبلیغاتو کولو تورن شی.
والسلام[/quote:7d44174f0e]
pattang
30.03.2011
هلکه !
خبرې دي چاوېل اودروغ دي ، هزارګان طالبان هم له طالبانو سره يو ځای
وو،مونجۍ پوزې او تور پټکي به يې داسې ښه ښکارېدل٠ زه د هزاره طالبانو له
مشرانو سره په يوه هوټل کې يو ځای اوسېدم ، دوی پاس اوسېدل زه لاندې او
د ماشام په لمانځه کښې به ټول سره يو ځای کېدو٠
تاته چې کوم چټيات ليکې هغه دطالبانو په دين کې نشته او نه وو ٠ که دوی پر
داسې خلکو خبر شوي وی نو په خره به يې چپه سپار ه کړي وو .
هو که کوم خلقي ياافغان ملتي د شيطاني لپاره اوږده ږيره پرې ايشي وي، لکه هغه
وخت ګلاب منګل ،نو هدف به يې يواځې طالبانو ته زيان اړول وو٠
په 5000 زره يې واخله په 50000 زره يې خرڅ ايا دکار اسلامي دی او خر دجالي??
[quote:6fe67614a8="مینه پال"]محمود سعید ته له سلامونو وروسته؛
سعید جانه کیسې دې راته دیوه هزاره ټولګیوال کیسه را یاده کړه. مګلری مې هزاره
ؤ خو نوم یې زمری ؤ، دده څېرې دا نه ویله چې ګواکې دی دې د هزاره جاتو وې. کله
چې طالبانو د غزنې په جاغوری ولسوالي باندې د خوراکې توکو بندیز ولګاوه او
ددوی تګ راتګ یې منعه کړ دی زما سره په کابل کې ؤ. یو ورځ یې راته وویل چې
یاره بیخې ستړی شوی یم، ځم یوځل جاغوریو ته؛ ماورته وویل ګوره هکله په لاره
کې به ګېر شې خو ده انکار وکړ. اخر لاړ او جاغوریو ته له نژدې ولسوالۍ یې ښه
پریمانه سودا له ځان سره خپل کلې ته یووړه. زمری چې کله راغی نوزده کړه یې پرېښوده او سوداګر شو، ده به ویل چې زه یوه خلطه مالګه په ۵۰۰۰ اخلم او په ۵۰۰۰۰ یې په خپل کلې کې خرڅوم. خو اخر سړی ګېر شو او نوم یې له طالبانو سره ثبت شو. وروسته له هغه بیچاره ته د کابل د تګ اجازه هم نه وه، کله چې به راته نو ۳ ورځنی اجازه لیک به ورسره وه او په همدې موده کې دننه دننه به یې بیرته ځان رساوه. خو وروسته دا کار دټولو هزاره ګانو لپاره مقرر شو، په خپل هېواد کې به په اجازه لیک ګرځېدل.[/quote:6fe67614a8]
طالبان څه غواړي؟
محمود سعيد
31.03.2011
ښاغلو!
ستاسو څرګندونې مې ولوستې لکه څنګه چې مینه پال صیب ویلي، زه نه غواړم چې د رسنیو په تبلیغاتو تکیه وکړم او یا ځان سیاستوال وښیم. دا ټولې خبرې زما د زړه درد دی. اوس موږ کوم یو وژاړو او د کوم یوه مخه ونیسو... له یوې خوا بهرنیان هغه ډول کړنې کوي او له بلې خوا مو له خپلې لمنې اور اخستی دی. هسې هم ښايي تر ډیره بریده رسنۍ د پردیو تر اغیزې لاندې وي. زما دا پوښتنې دا معنی نلري چې خدای مه کړه زه به په هیواد کې د بهرنیانو په شتون خوښ یم. تر خپله وسه به له رښتینو مجاهدینو څه دریغ هم نه کړم... زه په داسې سیمو کې لوی او اوسیدلی یم چې هلته طالبانو یو ډول نه یو ډول واکمني درلوده. د هلمند د موسی قلا ولسوالی کې یرغلګرو یو مسجد بمباري کړ، ورسته ېې د همدې مسجد د جوړولو لپاره پیسې ورکړې. مسجد له سره ودان شو، خو لا څو ورځې نه وې تیرې چې طالبانو (زما په اند بیا هم بهرنیانو) ترې بمونه لاندې کړل او واېې لوزاوه. په دې نوم چې په دې مسجد کې لمونځ نه کیږي.
همدا اوس زموږ په سیمو کې د ټلیفون ستنې سوځول شوې دي. زما یوه سپین سرې مور چې د خپلې ناروغۍ د درملنې لپاره پاکستان ته تللې وه له راګرزیدو وروسته ورسره زما اړیکه پرې شوه ده، او زه نه شم کولای له نژدې ېې وګورم.
همدې وسله والو چې ځانونو ته طالبان وايي، زموږ په سیمه کې ډیر بیګناه کسان په هسې ګمان تر تیغ تیر کړي دي.
نورې خبرې کومې چې ما لوړې لیکلي دي، ډیرې ېې زما د سترګو لیدلي حالونه دي.
په پای کې یو ځل بیا وایم چې که چیرې طالبان هغه ډول چې له ځینو ویډیو ګانو څرګندیږي بهرنیان په نښه کړي او تیښتې ته ېې اړ کړي نو هر افغان به ېې پښې ورته ښکل کړي.
shokoor
31.03.2011
[quote:5a1484bf67="pattang"]څوک چې پر دې خبره نه پو هيږي نو بيا سياست ته څه ضرورت لري او دسياست الفبادې زدکړي٠
- ټول هغه عناصر چې په لاسپو څی دولت کښې د اشغالګرو تر اشغال لاندې
کارونه کي ، هغوی لاسپوڅی دولت تقويه کوي او دوشمن بلل کېږي٠
[/quote:5a1484bf67]
واه واه داسې چې وي نو نیم افغانستان دې دښمن دی، ځکه دوی په مستقیم یا غیر مستقیم ډول دولت سره اړیکې لری!
وایی ( مسجد ګرم ګدا آسوده) دا خو دهغو کسانو منطق دی چې په مړې ګېډې دلرې نه تماشې کوی! دولتونه هر ډول چې دي راځي او بیا لرې کېږي دا خلک چې ته یې دښمن بولې همدا یې کسب او مسلک دی، د خپل د اولادونو د ګېډې مړولو لپاره په دولتونو کې کار کوی دا خلک بل انتخاب نلری.
غټې غټې خبرې آسانې دي یو اشغالګر خو همدا دجرمن دولت دی ! که دومره شهامت لرې هسې چې ځان ښیې ولې د دې هېواده نه ووځې چې یا یې دسوشیل مفتې پیسې خورې او یا د خپل کار او مالیې په واسطه د جرمن اشغالګر دولت بنیه تقویه کوې!